صحابه او تابعين په روژه كې
هغه تیره ورځ تر هغی ویده نه شو تر څو چې یې ټولي روپى وویشلې، او بخملي کالي یې په اوږه واچول او بیرون ووت او له څه ځنډ وروسته بیرته خالي لاس راستون شو او مونږ ورڅخه وپوښتل چې بخملي کالي یې څه کړل، هغه وویل چې یو بې وزله سړي ته مې ورکړل
لیکنه: مصطفی الخطیب
ژباړه: حبیب الله زیار*
روژې ته منسوبې ټولې هغه خورا زیاتي ستایني، او برکتونه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګندې کړې د مسلمانانو په زړونو كې د روژې میاشت یو خاص ځای لري. له همدې امله وه چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم اصحابو او تابعینو تر ډیره هڅه کوله چې د دې میاشت هره ګړۍ او لحظه ارزښتناکه کړي، خپل نیک اعمال زیات او خپلې درجې لوړې کړي. 
ځکه نو، مونږته اړینه ده چې د سلفو کړنو او عملونو ته چې د روژې میاشت كې یې کول نظر وکړو او د هغوی اعمال د یوې بیلګي په څیر تعقیب کړو.
په ریښتیا هم، مونږ باید د همغوی لاره تعقیب کړو او دا ځکه چې همغوی د اولني معلم (محمد صلی الله علیه وسلم) شاګردان وه، مونږ باید په روژه كې د هغوی په څیر د ټول قرآن تلاوت، د لمونځونو کول، د الله ذکر، الله ته د ب
بښنی دعا، د خیراتونو او صدقو کول، اعتکاف کول او داسې نوری دیني کړنې چې هغوی کولې وکړو.
مونږ په روژه كې د هغوی د ښو کړنو یو څو بیلګې په لاندې ډول وړاندې کوو:
د اصحابو د ژوند یو څو بیلګې
ابوبکر رضی الله عنه:
له مالک څخه روایت شوی چې عبدالله ابن ابوبکر ویلي: ما له خپل پلار څخه واوریدل چې ویل يې، په روژه كې مونږ د شپی لمونځ له پوره کولو وروسته، د پیشمنی په کولو كې ګړندیتوب کوو تر څو د سهارد لمونځ وخت نشي یعنی هغه به د شپې لمونځونه د سهار لمونځ څخه لږ مخکې بس کول او بیا به یې پیشمنی کوه. (لدې روایت معلومیږي چې ابوبکر رضی الله عنه به کرۍ شپه ويښه تیروله)
عمر ابن الخطاب رضی الله عنه:
ابو عثمان النهدی وایی: عمر رضی الله عنه په روژه كې امر وکړ چې د قرآن دری حافظان دې راوستل شي. بیا يې هغه ته چې تر ټولو تیز تلاوت به یې کوه وویل چې په هر رکعت كې ۳۰ آیاتونه تلاوت کړي، هغه دویم ۲۵ آیاتونه او دریم ۲۰ آیاتونه تلاوتول.
د دې تر څنګ، السیب ابن یزید ویلي، د عمر رضی الله عنه په وخت كې به مسلمانانو ۲۰ رکعته د شپی لمونځ یا تراویح کولې.
عثمان ابن عفان رضی الله عنه: عثمان ابن عفان رضی الله عنه به هره ورځ د قرآن پوره ختم کاوه (هغه به هر کال په یو رکعت كې د قرآن پوره ختم هم کاوه).
دا هم له السیب ابن یزید نه روایت شوی چې، مسلمانانو به د حضرت عثمان رضی الله عنه په وخت كې په تراویحو كې ۲۰۰ آیاتونه تلاوتول او د اوږدې مودی دریدلو له وجې به په خپلو امساګانو تکیه کړې وه.
عبدالله ابن عمر رضی الله عنه:
ابن عمر به هیڅکله هم پرته له یتیمانو او غریبو خلکو څخه روژه نه ماتوله. او که کومه شپه به د ده کورنۍ هغوی (یتیمان او غریبانان) بې له روژه ماتي رخصت کړي وه، نو هغه به روژه نه ماتوله.
عبدالله ابن عمر رضی الله عنه یو له هغو کسانو څخه وو چې ډیر شتمن وو، خو ده خپله شتمني نه ساتله بلکه تل به یې په بیوزلو، غریبانو او سوالګرو ویشله. ایوب ابن ویل الرسیبی وایې چې ما یوه ورځ عبدالله ابن عمر ولید چې څلور زره درهمه او بخملي جامې ورته راغلې، خو په سبا ورځ مې په بازار كې ولید چې د خپلو څارویو لپاره يې بوس په قرض اخیستل.
ایوب ابن ویل الرسیبی وایي: د هغه کور ته ولاړم او د هغه په اړه می وپوښتل. د هغه کورنۍ راته وویل چې هغه تیره ورځ تر هغی ویده نه شو تر څو چې یې ټولي روپى وویشلې، او بخملي کالي یې په اوږه واچول او بیرون ووت او له څه ځنډ وروسته بیرته خالي لاس راستون شو او مونږ ورڅخه وپوښتل چې بخملي کالي یې څه کړل، هغه وویل چې یو بې وزله سړي ته مې ورکړل.
سربیره پردی، نافع د ابن عمر په اړه داسې روایت کړی چې، هغه به د شپې ډیر لږ ویده شو او بیا به بیرته اوچت شو او د تهجد لمونځ به يې ټوله شپه کاوه، او بیا به یې له نافع وپوښتل چې سهار نږدی دی او کنه او که هغه به ورته د هو ځواب ورکړ نو وتر لمونځ به یې وکړ او بیا به یې د سهار تر لمانځه پورې الله تعالی ته دعا او استغفار ویلي.
د مخکښو علماوو د ژوند یو څو بیلګي
امام شافعي:
ابن رجب او ابوبکر ابن طاهر رحمة الله علیهم ویلي چې امام شافعی رحمة الله علیه به په روژه كې د قرآن ۶۰ ختمونه کول (معنی دا چې یو ختم د ورځې او یو ختم د شپې).
امام ابو حنیفه:
ابن رجب ویلي دي چې، دا هم روایت شوي چې امام ابوحنیفه به هم په روژه كې د امام شافعی په څیر ۶۰ ختمونه کول(یو ختم د ورځې او یو د شپې)
امام مالک:
کله به چې روژه راورسیده نو، امام مالک ابن انس به د درس ورکول او له علماوو سره دیني مباحثې پریښودې او تل به يې قرآن لوست. فتواګانې به یې هم نه ورکولې او ویل به يې چې دا (رمضان) د قرآن میاشت ده.
امام احمد:
امام احمد به هم د قرآن نه پرته نور ټول کتابونه تړلي وه او ویل به يې چې دا د قرآن میاشت ده.
امام بخاری:
مصبح ابن سید وایي، محمد ابن اسماعیل البخاري به د روژې هره ورځ د قرآن مکمل ختم کاوه او په هرو دریو شپو كې به یې په تراویحو كې د قرآن ختم کاوه.
پردې سربیره امام بخاری به د روژې د اولې ورځي څخه د خپلو ملګرو او شاګردانو امامت کاوه او په هر رکعت كې به يې ۲۰ ایاتونه تلاوتول تر څو چې د ټول قرآن ختم به يې وکړ.
د دی تر څنګ، هغه به د شپې د قرآن دریمه یا نیمايي برخه تلاوت کړه او د روژه ماتي تر وخته به يې د ټول قرآن ختم کاوه. او د هر ختم په پای كې به يې ویل، یوه دعا یا غوښتنه ځواب شوه.
دا پورته ذکر شوي د هغو نیکو او متدینو شخصیتونو د عملونو یو څو نمونې وې چې په روژه كې به يي سر ته رسولې. مونږ باید د یو مسلمان په حیث تل هڅه وکړو چې تل د الله تعالی زیات عبادت وکړو تر څو لوړې درجې، ثوابونه او بدلې په قیامت كې لاسته راوړو. لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلی:
او څوک چې نیکې کړنې وکړي كه نارینه وي يا ښځینه، نو دوی به جنت ته داخل کړای شي او له دوی سره به په لږه اندازه هم ظلم نه کیږي. (النسا ۴:۱۲۴)
*حبيب الله زيار په ننګرهار كې د اصلاح آنلاين همكار دى.
No related posts.

1 تبصره ها
دې تر څنګ، السیب ابن یزید ویلي، د عمر رضی الله عنه په وخت كې به مسلمانانو ۲۰ رکعته د شپی لمونځ یا تراویح کولې.
ka mehrabani wakrai aw hawala ya rakrai. zmong da jumat imam wayal cha da Hazrat Omer (r,a) pa wakht k 8 rakata traweh kaidalai