آيا اسنات اسلامي نوم دی؟

 

السلام عليکم ورحمه وبرکاته

پوښتنه :

داصلاح انلاين ټولو محترمو علماؤ او کار کونکو ته سلامونه او احترامات وړاندي کوم

زه يوه پوښتنه لرم هغه داچې   اسنات نوم اسلامي نوم دی او کنه؟

په درناو ی میرويس

ځواب :

قدرمن وروره ! السلا م عليكم ورحمة الله وبركاته

اسنات نوم د قديم مصري ژبې نوم دی او په انجیل کې ذکر شوی دی او ویل کیږي چې د یوسف علیه السلام د ښځې نوم او دفوطي فارع چې یو کاهن ؤ لور وه  او دا نس – نیت له کلمې اخیستل شوی چې نیت دفرعونیانو د یو اله (معبود) نوم هم ؤ او ځینو د جمال په معنی معنا کړې (قاموس اعلام الكتاب المقدس من العهدين القديم والجديد)

نو دا نوم کوم اسلامی نوم نه بلکې انجیلي نوم دی او غوره داوي چې مونږ خپل اسلامي نومونه چې الحمد لله ډیر زیات دي پر ماشومانو کیږدو .

الله مو خوشحاله لره

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

0 تبصره ها

اولتر از همه شما تبصره کنید!.

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید