د ترکيې ټاکنې د عدالت او پرمختيا ګوند وګټلې

 

د ترکيې د پارلماني ټاکنو د رايو شمېرل ښيي چې ددغه هېواد واکمن دعدالت او پرمختيا ګوند بيا هم د رايو اکثريت ګټلی دي.

دعدالت او پرمختيا ګوند غړي د خپل ګوند د بريا په خوشحالۍ کې پر سړکونو روان دي

د راپورونو پر اساس چې د رايو د شمېرلو څخه تر دې دمه د اردوګان ګوند په سلو کې 50.3 رايې ګټلې دي په داسې حال کې چې د خلکو ګوند چې مخالف ستر ګوند دی يواځې ۲۵ فيصده چوکۍ ترلاسه کړې دي او نورې څوکۍ په وړو ډلو ویشل شوې دي.

د همدومره رايو په ګټلو سره د عدالت او پرمختيا ګوند بیا هم په يواځې ځان نه شي کولی چې په اساسي قانون کې بدلون راولي نو ځکه خو د نورو ګوندونو ملاتړ ورته اړين دی تر څو د اساسي قانون د بدلون لپاره اړينې رايې ترلاسه کړي.

د ترکيې اوسنی اساسي قانون چې په ۱۹۸۲ کال کې تصويب شوی دی د سیکولریزم بر بنسټ ولاړ دی، خو د اردوګان ګوند له ډېرې اوږدې مودې راهيسې غواړي چې په قانون کې لازم بدلون راولي.

د يو ګڼ شمېر څیړونکو په خبره چې د ترکيې اوسنی اساسي قانون، ولس ته د واک سپارلو او د خلکو د استازي حکومت په لاره کې يو ستر خنډ دی، دا په داسې حال کې ده، چې د څو تېرو کلونو په اوږدو کې په اساسي قانون کې يو شمېر اړين بدلونونه هم راغلي دي.

رجب طیب اردګان د رایی اچولو پر مهال

د بي بي سي په حواله چې د اردوګان د عدالت اوپرمختيا ګوند د خپلې تېرې واکمنۍ پر مهال د ترکيې لپاره يو ګڼ شمېر لاس ته راوړنې درلودلې دي، چې په هغې کې د ترکيې د اقتصادي وضعيت ښه کېدل يو مهم عنصر دی، ځکه د عدالت او پرمختيا ګوند د واکمنۍ پر مهال ترکيې ډېره اقتصادي وده کړې ده، د بېکاره خلکو کچه راټيټه شوې او همدا ډول په تېرو اتو کلونو کې ترکيې له خپلو ګاونډيو او هم عربي هېوادونو سره ډېرې نزدي اړيکې پيدا کړې دي چې د همدې غوره سياست له لامله يې په سيمه کې د ځواکمن سياسي وجود ښکارندويي هم وکړه.

د همدې راپور پر اساس چې د عدالت اوپرمختيا ګوند د واکمنۍ پر مهال په سياست کې د پوځ ونډه هم ډېره زياته راکمه شوې ده.

نو اوس مهال د 50.3 فيصده رايو په ګټلو سره د عدالت او پرمختيا ګوند د پارلمان ۳۲۷ څوکۍ ترلاسه کړي

ويل کېږي چې د سل فيصده رايو شمېرلو او اعلان وروسته به به د دغه ګوند نوی ولسمشر او لومړی وزير وټاکي.

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

9 تبصره ها

  1. تجار says:

    سلامونه او نیکی هیلی
    دیر به زره بوری مضمون دی الله تعالی دی اجرونه درکری جی ترتیب کری مو دی
    خو البته بابکر خیل صیب هم شی خبر ی ته اشاره کری الله تعالی دی دوی ته هم اجر ورکری
    او الله تعالی دی اردکان او نورو اسلامبالو ته توفیق ورکری تر سو اسلام او ولس خدمت به شه توکه ترسره کری
    مننه

  2. توریالی says:

    له رجب طیب اردوګان څخه د افغانانو هیله او ګیله

    پنجشنبه, 16 June 2011 11:47 صداقت بابکرخیل

    .

    دترکیی صدراعظم رجب طیب اردوګان داسی څیره ده چی نه یواځې دترکیې ملت بلکه ټوله نړۍ یې د نوم سره اشنا ده او په خاصه توګه مسلمانان یې د یوه داسې قاید او رهبر په صفت پیژني چی د نړۍ له مسلمانانو نه هروخت ننګه او له حقونو نه یې دفاع کوي ښاغلی اردګان چی د نن نه ۵۷ کاله وړاندې د ترکیې په قاسم باشا کلی کی په یوه متدینه کورنۍ کښی زیږیدلی او د وړکتوب نه د یوه بادیانته مسلمان په صفت خلکوپیژندلئ او د پنځلسو کلونوپه عمرکښی دخپل استاد او پخوانی صدراعظم مرحوم نجم الدین اربکان په واسطه د السلامه او اخلاص اسلامی ګوند د ځوانانو د تنظیم مشر وټاکل شو او همدا یی د سیاسی ژوند لومړئ مسوولیت وه

    چی ترډیره حده د ترکیی دځوانانو په راټولولو او په اسلامی سوچ یی روزلو باندی بریالئ شو چی بیا څه موده وروسته د استنبول د مشهور ښار د ښاروال په صفت مقرر شو او ددی ښارپه ابادئ او ترقئ کی یی نه هیریدونکی هلی ځلی کړی چی ترننه د خلکو په سترکو کی دي داچی نوموړئ د اسلامی سیاست د لویو مدعیانو نه ګڼل کیږی نو همدا وجه وه چی د ترکیی علمانی قوتونو چی له ده نه یی خطر محسوسوه نو دعوه یی وکړه چی ښاغلئ اردګان په ترکیه کی مذهبی تفرقه اچوی چی بیا د محکمی له خوا په ۴میاشتو بند محکوم شو

    د ترکیی ولس له نوموړی سره بی کچه مینه لرله او ویل کیږی چی کله نوموړئ د بند د تیرولو د پاره بیول کیده نو تر پنځه سوو زیاتو موټرو بدرګه کاوه او په همدی ورځ چی د جمعی ورځ هم وه یوی لویی غونډی ته چي دجمعی لمانځه ته اوهم دده د کتلو د پاره په زرګونه خلک راټول شوي وه یوه تاریخي وینا وکړه او خلکو ته یی وویل چی تاسو به هیڅ ډول غبرګون نه ښکاره کوئ او ټول به د خپل هیواد د ابادئ لپاره زیار باسئ او دادئ زه هم د ستاسو د راتلوونکی د پاره د ښو لارو د لټولو په خاطر بندیخانی ته ځم او خپل ټول فکر به په کار اچوم چی د ترکیی راتلوونکئ څه ډول بدل کړم نوهماغه وه چی د ډیر زیار او کوښښ په نتیجه کی یی دادئ دریم ځل د هیواد واک په خپلو لاسو کښی وساته او دکمال اتاترک علمانی ترکیه چی چابه د اسلام نوم هم په ډاډه زړه نشو اخستلای او په حجاب ،ږیره او نوروټولو اسلامی احکامو بندیز لګیدلئ وه نن د همدی ویښو او بادرکه ځوانانو په هڅو یوڅل بیا پکښی داسلام رڼاګانی هری خواته خوریږی .

    دترکیی زیات خلک ښاغلئ اردوګان د یوه پاک ، ریښتونی ،محنتی ،او بادرکه مسلمان په صفت پیژنی او بی کچه مینه ورسره لری هغه چی ما په خپلو سترګو لیدلی څو کاله دمخه ښاغلئ رجب اردګان د حج د فریضی د ادا کولو د پاره سعودی عربستان ته راغلئ وو او هلته د زیارت په خاطر د مدینی منوری حرم ته راغلئ وه چی زه هم تصادفی د حرم شریف نه دباندی روان ووم چی ومی لیدل ډیر ترکیان راټول شوی او ګڼه ګوڼه ده نو دلیری نه می وکتل چی ښاغلئ اردګان د امنیتی کسانو به ملتیا راروان ده خو چی کله دی خلکو ته راورسید نو دوی ورته هرکلئ ووایه او شور یی جوړ کړ اولاسونه یی پړکول نو چی ما له یوه ترکی حاجی نه وپوښتل چی ولی شور کوئ او لاسونه پړکوئ هغه راته ډیر په حیرانتیا وکتل او وی ویل چی دانه پیژنی ؟؟ او اشاره یی ورته وکړه چی (( اردګان !! اردګان !! )) نو زه وپوهیدم چی رښتیا هم نوموړئ ملی رهبر ده او د خلکو په زړونو کښی ځای لری خلکو ته یی خدمت کړئ او دملت سرمایی نه یی خپل جیبونه نه دی ډک کړي .

    چیرته چی په مسلمانانو ظلم او تیرئ شوئ نو ښاغلی رجب اردوګان یی په خلاف خپل اواز اوچت کړئ که هغه د غزی په تړانګه د اسرائیلو هر اړخیز بندیز ده او که په همدی سیمه د اسرائیلیانو وروستئ ظالمانه برید چی بی شمیره فلسطینیان پکی شهیدان او زخمیان شوه او پواسطه یی د اسرائیلو او ترکیی اړیکی ترډیره بریده خرابی شوی او هاغه جنګی مانوری چی باید په شریکه یی کړی وی د اردوګان له خوا فسخه شوی او هم یی ددافوس په نړیوال فورم کښی په ډیر جرائت د اسرائیلو ولس مشر شمعون پیریز ته د ماشومانو د قاتل لقب ورکړ او په سرو سترګو له هاغه ځایه د احتجاج په توګه ووت او هم یی په وار وار د امریکا هغه سیاستونه چی د منځنی ختیځ او یاهم د نوری اسلامی نړئ په وړاندی یی لري غندلی.

    خو یوه خبره چی زه او زما پشان ډیر خلک ورته فکر وړي هغه د افغانستان په اړه د ترکیی او په خاصه توګه د ښاغلی رجب طیب اردګان سیاست ده اوهغه داسی چی له کومی ورځی نه چی د امریکا په مشرئ نړیوال ظالمانه ائتلاف جوړ شوئ او د ملګروملتونو په یو طرفه او جانبداره پریکړه یی د افغانستان په پاک حریم تیرئ کړئ له هماغی ورځی نه ترننه د ترکیی حکومت او په خاصه توګه د ښاغلی اردګان اسلامپال ګوند یی ملګرئ او هر راز همکاری ورسره کوی چی دا د افغان مظلوم ولس په زړه کښی هغه ناامیدی راټوکوی چی ددواړو مسلمانو ولسوونو په اړیکو به خدای نخواسته بد اثر ولری

    که تاسود ترهه ګرئ په وړاندی دتش په نامه او درواغجن اتحاد ملتیا کوئ نو ایا په دی تیرو لسو کلونو کښی درته معلومه نشوه چی دایواځی د افغانستان د اشغال او د هغه وخت د اسلامی نظام په خلاف یو نړیوال اشر وه ؟

    ایا د بشر دحقونو مدافعان مو ونه لیدل چی څرنګه بشر له یوی مخی په زهرجنو او کیمیاوی وسلو او بمونو د ځمکی له سره لری کوی ؟

    ایا تاسو (ترکان) هره ورځ په خپلو سترګو نه ګوری چی د دی یرغلګرو په لاس زمونږ ماشومان او زنانه شهیدانیږی او ځوانان مو په تشو تورونو بندیخانو ته غورزوی؟

    ایا تاسو نه ګورئ چی د افغانستان کورونه او بانډی ددی خارجیانو لخوا بمباریږی ؟

    ایا تاسو نه ګورئ چی د افغانستان تاریخی اثار ، یورانیوم او نوری پټی زیرمی د دی یرغلګرو له خوا په بندو کانتینرونو کښی خپلو هیوادونو ته وړل کیږی ؟

    ایا هغه افغانان چی د ترکیی له ولس سره له ډیر پخوا دوستانه اړیکی لری ولی له پامه غورزوئ ؟

    ایا تاسو په دی نه پوهیږئ چی نړیوال په رښتیا زمونږ هیواد ابادوی او که لایی دخاورو سره خاوری کوی؟

    ایا تاسو نه یاست خبر چی کوم په ملیاردونو ډالر چی د افغانستان د ابادئ په نوم راټول شول د چا جیبونو ته لاړل ؟

    مونږ افغانان په داسی حال کښی چی د ترکیی د عدالت اسلامی ګوند اوپه خاصه توګه د دریم ځل راتلوونکی صدراعظم ښاغلی رجب طیب اردګان نه پدی حساس وخت کی غواړو چی د افغانستان ولس هم د ځان نه بیل ونه ګڼی او لکه څنګه چی د نورو مسلمانانو لپاره اواز اوچتوی او د ظالمانو په خلاف ودریږی نو بیا ولی د افغانستان په اشغال او ایل کولو کښی د نړیوال ائتلاف برخه ګرځی او د خارجی یرغلګرو په هاغو ناوړه او خونکارو یرغلونو سترګی پټوی چی دوی یی شاهد دی ؟؟ د اسلام د ستر لارښود وینا ده چی فرمایی (من مشي مع الظالم فكأنه ظالم) څوک چی د ظالم سره ولاړ هغه هم داسی ده لکه ظالم اوبل حدیث چی بخاری شریف روایت کړئ فرمایی ( أنصر أخاك ظالماً أو مظلوماً، فقال: رجل يا رسول الله صلى الله عليه وسلم أنصره إذ كان مظلوماً، أفرأيت إذا كان ظالماً كيف أنصره؟! قال: تحجزه أو تمنعه من الظلم، فإن ذلك نصره (خوږ پیغمبر فرمایی چی دخپل ورور مرسته وکړه که ظالم وی یا مظلوم وی مطلب داچی مظلوم سره ودریږه او که ورور دی ظالم وی نو بیایی له ظلم نه منعه کړه.

    نواوس بیاهم وخت ده چی دترکیی راتلونکئ حکومت په خپله دغه تګلاره دسره نظر وکړی او له دی ټلوالی نه ځان بیل کړی او همدارنګه هغه نظامی عسکر چی دایساف په چوکاټ کی د سوله ساتو په نوم افغانستان ته رالیږلی بیرته وغواړی او د افغانستان د مسلملن او مظلوم ولس سره د ورورئ حق ادا کړي او په تیره ښاغلئ اردوګان هم دا ٍابته کړی چی په رښتیا هم د نړئ د مسلمانانو رښتونئ خواخوږئ او د خپلو نیکونو چی د ټولی نړئ د مسلمانانو په غم دردمند وه په قدم قدم کیږدی.

    لیک : صداقت بابکرخیل

  3. عبدالله نصرت says:

    ډیردخوشالۍ زیری دی. ټول مسلمان حاکمان که دخپل ولس ارزوګانوته مثبت جواب ورکړی او دخپلې ایماندارۍ،امانتدارۍ اوواقعیت په بنا دخپلی ټولنی خدمت وکړي خامخابه پری خپله ټولنه اعتمادکوی.

  4. حنیف says:

    الحمدلله زما په فکر چی ترکیه به یوځل بیا داسلامی خلافت مرکز جوړیږی او داصلاحیت هم پکی شته ځکه چی ننی ترکیه هم داقتصادی او هم د سیاسی او هم دفکری لحاظه یو رسیدلی هیواد دی الله متعال د ی وکړی چی اسلامی امت یوځل بیا داسلامی خلافت لرونکی شی امین یا رب العالممین

  5. شکرالله مخلص says:

    يا په بل عبارت سيکولرزم د اسلام په مقابل کي راو پرځيد او په ګونډو شو

  6. muzamil shah watan dost says:

    حماس
    که داسلام نه په واقعی توګه ځان خبر کړو ، او په دی پوه شو جی دخلکو خدمت ، او خلکو ته هوسا ژوند برابرول ، کار امانت ګڼل ، او دا ټول دعبادت وګنی ، نو ارو مرو به هم هیواد ترقی کوی او هم دخلکو زړو نو ته لاری پرانیزی

  7. حلیم وردګ says:

    الحمد لله بیا هم د شکر ځای دی
    خو
    سهیل وروره، تاسو یوی داسی موضوع ته ګوته نیولی چی ډیره په زړه پوری ده،

    په ترکیه کی خو دادی اسلامپاله ګوند د خپلو سیاسی، اقتصادی، اسلامی او نورو اړوندو علومو او تجربو له مخی ټولی نړی او په خاصه توګه د ترکیی ولس ته وښوده چی دوی خدمت او پرمختګ کولای شی، آن چی نن یی اقتصادی رشد د چین سره برابر ښودل شویدی، چی ډیره د حیرانتیا خبره ده.

    خو په نوره اسلامی نړی کی، آیا داسی اسلامی مبارزین شته چی دومره وړتیا ولری؟ – په مصر کی د اخوان المسلمین ډله هم اوس اوس دی خوا ته متمایله شوی ده، چی خپل غړی یی په عصری او ساینسی برخه کی روزلی او روزی یی، په نوره نړی کی فکر نه کوم.

    آیا زموږ د خپل هیواد مبارزین کولای شی لدی لاری د خلکو او اسلام خدمت وکړی؟، د هیواد میشتو خلکو زړونه د خدمت او محبت له مخی په لاس راوړی؟.

    تر اوسه خو داسی نه لیدل کیږی.

    پدی هیله چی مسلمان ځوانان هم زر دی ته متوجه شی چی یوازی ټوپک نه بلکه علم او تخینک هم کولای شی اسلام ته تر بل هر څه ښه خدمت وکړی.

    مننه

  8. فرید احمد سهیل says:

    الحمدلله! دا د نری مسلمانانو ته ستر زیری دی. دا بریا نورو ته د رجب طیب د مبارزی د نوعیت درس ورکوی، او نوی امیدونه او هیلی راژوندی کوی.

  9. قدرت الله جاهد says:

    ماشاء الله!
    ډېر ښه.

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید