په تېر یوه کال کې ۵۲۰۰ برتانویان مسلمانان شوي

 

نعیمه احمد مهجور

ژباړه: عبدالله ستانکزی

د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې تر بریدونو وروسته د برتانيا په مطبوعاتو کې په اسلام پورې تړلې کابو ۳۲ ليکنې خپرې شوې او ټولې د اورپکۍ او بنسټ پالنې په اړه وې.

خو له دې سره سره په برتانيا کې زيات کسان له اسلام نه اغېزمن شوي او دغلته د اسلام د دين د قبلوونکو کچه ۶۲ فيصدو ته ورسېده.

د تېنک تانک فرېت مېټرس کې د يوې پلټنې له مخې په تېر يوه کال کې ۵۲۰۰ کسانو په برتانيا کې اسلام ومانه.

دا د يوولسم سپټمبر پېښه وه چې نېکولاس يې اسلام قبولولو ته وهڅاوه:

”اسلام ته د مخ اړولو لوی لامل د ۱۱ سپټمبر پېښه نه وه، خو دغې ورځې زما ژوندلوری بدل کړ. ما د خپلې راتلونکې په اړه فکر کاوه، نه پوهېدم چې ما څه غوښتل، لکه چې زما په ژوند کې د يوه شي کمی وي. ما د نورو مذهبونو په اړه هم مطالعه کړې ده، له عالمانو سره مې کتلي، جوماتونو ته تللی يم او د ځان موندلو هڅه مې کړه ده. په اسلام کې څه وو چې زه يې ځان ته کش کړم او ما اسلام قبول کړ. الحمدوالله زه اوس د يوه ښه انسان د جوړېدو هڅه کوم. رسنيو چې د اسلام په اړه کوم انځور ورکړی هغه له حقيقته لرې دی او اوس د هغه په اړه مطالعه کوم.”

”د انترفېت د څانګې هدف ډير پراخ دی، خو موږ د هغو ځوانانو لارښوونه کوو چې د مذهب په اړه مغشوش او يا پر کوم مذهب باور نه لري او يا مذهب ته نژدې وي او هغه ته د شک په سترګه ګوري. موږ بېلابېل پوهان را غواړو، ديني عالمانو ته ورځو، هغوی له نويو زده کوونکو (طالب علمانو) سره مخامخ کوو چې له ماشومانو سره يقين او باور پيدا شي او هغوی په بشپړ باور يو مذهب خپل کړي. ځکه چې دا يوه حساسه مساله ده او موږ هم ورسره په حساسيت چلند کوو.”

د راپور له مخې ډېرو هغو کسانو خپل مذهب بدل کړی چې د مور او پلار له مهربانۍ او شفقت نه بې برخې وي، کورنۍ نظام په کې ټينګ نه وي يا په واړه عمر کې له مور او پلار نه جلا شوي او يا يې مور او پلار له يو بله جلا شوي وي چې د دې مثال په اسلامي ټولنه کې ډېر کم دی.

یو برتانوی مسلمان محمد عیسی (الیکس) وايي:

”له هغه راهيسې چې زه مسلمان شوی يم زه پنځه وخته لمونځ کوم. شراب مې پرېښې او هڅه کوم چې روژې او لمانځه ته پابند واوسم. په لومړيو شپو ورځو کې زما کورنۍ ډېره خواشينې وه، خو کله يې چې زما د ژوند نوی انځور وکوت نو ډاډه شول چې زه کوم بد کار نه کوم، بلکې يو ښه انسان جوړ شوی يم او زه له دې حالت نه خوند اخلم. ”

د الېکس عمر د اسلام قبلولو پر مهال ۲۷ کاله وو. مور او پلار يې په لومړي سر کې د ده د دغه کار مخالفت وکړ، خو د الکېس بېل ژوند ته په کتو اوس هغوی څه شکايت نه لري:

”په لومړيو کې ما خپل دوستان په دې پوه کړل چې په ژوند کې سختي راځي او زه به له دې نه وځم. زما ملګرو او خپلوانو پر ما باور درلود او هغوی هېڅکله هم يوازې پرېنښودم. بلکې د اسلام په اړه يې ډېرې پوښتنې کولې او ما به د بې ځايه مصرف پر ځای اسلامي کتابونه لوستل او د هغې په رڼا کې به مې ځوابونه ورکول او هغوی به زما له خبرو سره موافقه کوله. هغوی ته څه نا څه دا معلومه شوه چې د اسلام په اړه چې رسنۍ څه وايي هغه په حقيقت نه دي ولاړې. ”

د برتانيا حکومت د بېلابېلو مذهبونو ترمنځ د يووالي په تړاو يو لړ ګامونه پورته کړي دي. خو ترڅنګ يې په يوه ګڼ مذهبي ټولنه کې اوسېدونکي د بېلابېلو مذهبونو مشرانو له يو بل سره د ليدنو کتنو پروګرامونه جوړوي او د يو بل پيژندلو په نيت سيمينارونه او محفلونه جوړوي.

د ديني چارو ماهر
یو برتانوی مسلمان محمد عیسی (الیکس)

”دوی د لوېديځ له دودونو، کلتور او فرهنګ نه ناراضه او مايوسه شوي او د دوی دغه مايوسي بلاخره دوی اسلام ته هڅوي او کله چې اسلام ومني او مسلمان شي نو دوی د ارامتيا احساس وکړي. له دې وړاندې دوی په خپل ځان کې د يو څه کموالی محسوسوي او د اسلام له قبلولو سره دوی دغه کمي پوره کوي.

زه يو مثال درکوم څو مياشتې وړاندې همداسې يو څوک ماته راغی او راته يې وويل چې غواړم مسلمان شم. ما ورته وويل چې ولې ؟ هغه راته وويل زه چې ګورم مسلمانان ډير خوشحاله دي، کله چې له يو بل سره مخامخ کيږي يو بل ته غاړه ورکوي، ستړي مشي ورسره کوي، يو بل ته لاس ورکوي او يو بل ته د ډوډۍ بلنه ورکوي او دغه دود دلته په موږ کې نه شته. دوه درې اوونۍ ما ورسره کار وکړ او بلاخره هغه مسلمان شو او کلېمه يې وويله. هغه اوس وايي چې که اوس زه مړ شم، نو زه په يو څه باور لرم. ”

د مذهب د بدلولو لامل چې هر څه وي، خو يوه خبره په کې شريکه ده چې د هر مذهب بنسټ د يوه ښه انسان جوړول دي.

____________________________________________________

سرچينه: بي بي سي

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

2 تبصره ها

  1. نجیب الله جامع says:

    زه چی کله می داپورتنی خبر واوریدوډیرخوشله اوخپل وبلاک چه (دجامع هنداره)نومیږی ولیږلواویوه اندازه می نورهم عقیده اوایمان ځواکمن شول اوداحقیقت راته ځرګندشو چه نورنړیوال ده ګیډی نه بلکی له عقل سره یولهزه مشوره کوی اوبیا نیکمرغی اویونوی پیل ته رسیږی په پای کښی یادونه له هغه اسلامی ډلوخوځښتونولرم اوکوم چه د(بلنی)په اړوند دایلامی نورو چاروکه هغه سیاست،اقتصاد،نظام اوټولنه ده چه بایددښه تګلاری ټاکلوپه موخه يولړاوږدمهاله طرحی جوړی اوګټی اخیستنی ته وړاندی کړی دغه بهیریوځانګړی مارزاتی اواستراتیژیکی ځای ولری

  2. Hekmat says:

    الحمد الله
    خداوند که انسان را خوشبخت ساخته باشد کی میتواند که اورا بد بخت کند.
    زمانیکه صلح حدیبیه صورت گرفت حضرت علی کرم الله وجه کاتب معاهده بود
    آن جناب نوشت که این معاهده فی ما بین محمد رسول الله ص و نمایند ه قریش (………)صورت گرفته.
    نماینده قریش گفت که محمد رسول الله نوشته مکن بلکه محمد بن عبدالله نوشته کن زیراکه اگر ما معتقد به رسول الله بودن حضرت محمد ص میبودیم نبوت اش را تصدیق مینمودیم. حضرت علی کرم الله وجه از حذف کلمه رسول الله انکار نمود تا آنکه خود رسول اکرم ص آنرا با دستان مبارکشان حذف نمودند.
    زمانیکه ازوی ص پرسیده شد در جواب گفت که بگذار اسلام وقران خودش حقانیت را ثابت میسازد.
    بعد از چند ماه اولین کسی که نبوت پیامبر ص را تصدیق نمود همان نماینده قریش بود.
    حال اگر غرب هر قدر اسلام را زشت جلوه بدهد بازهم اسلام حقانیت خویش را ثابت میسازد.

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید