په پنځه كلنۍ كې روژه نيول ګناه ده؟
پوښتنه :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته ..
محترمو وروڼو! ما ته يوه پوښتنه په داسې حال كې راپيښه شوې چې د رمضان په درشل كې ولاړ يو. الله تعالى دې په مونږ او تاسې د بركتونو او رحمتونو سره تيره كړي او الله تعالى دې مرسته راسره وكړي ترڅو يې په ښه توګه او ونيسو.
پوښتنه زما د پنځه كلن ځوى په اړه ده، هغه ډير زيات ليواله دى چې سږ كال به روژه نيسي، او زه نه پوهيږم چې دى به يې پوره كړى شي او كه نه د ورځې په نيمايي كې به يې زور ختم شي، بيا په ځانګړې توګه چې دى هره ورځ ښوونځي ته هم ځي او د دې سره سره ډير ورزشي تمرينونه هم كوي، زه ډاريږم چې دى به ټوله ورځ روژه پوره نشي كړى، نو څه وكړم. پرې يې ږم چې يوه ورځ يې ونيسي او يوه ورځ يې وخوري او كه نه بيخي يې راتلونكي كال ته پريږم او وې هڅوم چې راتلونكي كال ته ټوله مياشت روژه ونيسي؟ او كه پدې عمر كې روژه ونيسي صحت ته به يې زيانمنه تمامه نشي ؟ 
ژباړه : حزب الله ناصح*
ځواب :
محترمې خورې
السلام عليكم ورحمة الله و بركاته
كه ته غواړې چې د الله تعالى رضا ترلاسه كړې او طبيعي خبره ده همدا دې هدف هم دى، نو بايد پوه شې الله تعالى ته نژدې كيدل يوازې په اطاعت پوره كيږي. طبيعي خبره ده چې الله تعالى هومره چې په عزيمتونو خوښيږي په رخصتونو هم خوښيږي.
رسول اكرم صلى الله عليه وسلم فرمايي: “إن الله يحب أن تؤتى رخصه كما تؤتى عزائمه”.
“الله تعالى د رخصتونو په پلي كولو هومره خوښيږي لكه چې د عزيمتونو په پلي كولو خوښيږي.”
د هغه ناروغ لپاره روژه نيول رخصت دي چې روژه نشي نيولى، بلكې علماء ان دا وايي: چې كه يې په وس كې نه وي يا يې دا قوي ګومان وي چې په روژه نيولو سره به يې نور هم ناروغي سخته شي او يا به مړ شي نو په داسې حالت كې روژه نيول ورته حرام دي، او د داسې ناروغي معيار چې په هغې سره ورته روژه خوړل رخصت دي د هغه وضعيت ته به كتل كيږي او د يوه داسې مسلمان ډاكټر سره به مشوره كيږي چې په علم او دين يې باور وي، قياس چې د فقهې د اساسونو څخه يو اساس دى، نو مونږ د پنځه، شپږ او اووه كلن ماشوم روژه نيول په هغه ناروغ باندې قياس كوو چې په روژه نيولو سره كيدى شي نوره يې هم ناروغي سخته شي .
او په دې هم ډاريږم چې په دې عمر كې د ماشوم روژه نيول به ګناه وي لكه هغه ناروغ چې په خپله سخته ناروغۍ كې روژه نيسي، ځكه الله تعالى ځان ته ضرر رسول حرام كړي. او په مونږ باندې يې طاعتونه د دې لپاره نه دي لازم كړي چې تر څو ضرر راته راورسوي، بلكې د دې لپاره يې راباندې لازم كړي چې تهذيب مو پرې وشي، پرې پاك شو او الله تعالى ته نژدې شو. روژه هم د نوروعبادتونو په څير يو عبادت دى، په لوږې او تندې سره د انسان تهذيبول دي نه تعذيبول.
په حديث كې راځي “مروا أبناءكم بالصلاة لسبع و اضربوهم لعشر و فرقوا بينهم في المضاجع “
يعنى اولاد ته مو په اووه كلنۍ كې د لمونځ امر وكړئ (كه يې نه كولو) نو په لس كلنۍ كې پرې ووهئ او په بسترو كې يې ځايونه ور جدا كړئ .
نو لمونځ چې مشقت هم پكې نشته او شريعت يې په اووه كلنۍ كې لاوښونه كړې، نو روژه چې سختۍ پكې ډيرې دي بايد ډيره وروسته ضرور شي.
له بله پلوه كه دا خبره له طبي اړخه وڅيړو، نو زه د يو مسلمان ډاكټر په حيث دا نظر لرم چې پدې عمر كې به ده ته روژه نيول خامخا ضرر رسوي، ځكه تقريبا دولس ساعته ماشوم له ډوډۍ نه منع كول د ماشوم د بدن اوبه كموي او د وينې قند يې ټيټوي.
پاتې شوه دا چې كه څوك ووايي چې پريږده يې روژه دې ونيسي كله چې وږى شي نو بيا دې يې وخوري، پدې كې بيخي ډيره ويره ده ځكه كيدى شي چې ماشوم وږى شي خو له ضده د لوږې سره مقاومت وكړي او عواقب به يې بيخي ډير خراب شي.
او له تربيوي اړخه دا ويره شته چې په عمر كې روژه نيول، ماشوم د درواغو ويلو ته تياركړي، كورنۍ كې به خلكو ته ځان روژه ورښيي خو چې يوه څنګ ته كيږي نو بيا به خوراك كوي .
له همدې كبله او د مخكينيو فقهي، طبي او تربيوي اسبابو پر اساس مونږ وينو (والله اعلم) چې تر اتم كال پورې غوره دا ده چې ماشوم روژه ونه نيسي او بيا له اتم كاله وروسته فرصت ورته وركړل شي چې له روژې سره ځان عادت كړي تر بلوغ پورې، كه يې نيولى شولې نو بيا هم سمه ده او كه نه نو بيا هم څه خبره نه ده. ماشوم چې بلوغ ته ورسيږي نو روژه بايد پرې لازمي شي او ماشومه چې د حيض مرحلې ته ورسيږي نو روژه بايد پرې لازمي شي.
دا د روژې لپاره احتمالى عمر دى د طب له نظره او د مكلف كيدو عمر دى د فقهې له نظره. سره لدي چې د ظروفو او موسمونو بدليدو رابدليدو ته به پكې نظركيږي.
په پاى كې وايم چې: اى الله د هغه علم په مقتضى سره ما په يوه مسئله كې اجتهاد وكړ چې تا راته راكړى، نو كه پكې حق ته رسيدلى يم اجر يې راته راكړې او كه پكې خطا شوى يم، نو بښنه راته وكړه او پرده راباندې واچوه ځكه زما هدف تر خپل توانه پورې اصلاح وه او بس .
*حزب الله ناصح د كابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځۍ محصل او په كابل كې د اصلاح آنلاين همكار دى.
No related posts.

0 تبصره ها
اولتر از همه شما تبصره کنید!.