عسل شفاء ده (۱)

 

ليکنه اوڅېړنه: عبدالغفارجُبير

الله جل جلاله په قرانکریم کی (16) سورت دسورت نحل (دمچۍ سورت) په نامه ونوماوه
د سورت نحل په (،68،او 69 67) ایات کی الله جل جلاله فرمایی:
موږ  مچۍ ته وحې وکړه چې خپل کورونه په غرونو کې اوونوکې جوړکړي، اوپه هغو ځایونو کې چې خلک يې لوړجوړوي، بیانو وخورئ تاسې (ای مچییو) له هرډول میووڅخه نو ځئ (الوځئ) په لاره درب خپل په داسې حال کې چې اسانه ده (خلاصه اوصافه درته ښکاری) راوځي له ګیډو(نس) ددوی څخه دڅښلو (عسل) چی مختلف دی رنګونه ددې (عسلو) په دغه (عسلو) کی شفاء ده دپاره دخلکو بېشکه په دغو (مچمچیو اوعسلو کښی خامخاډېرلوی دلیل دی) پرقدرت اوحکمت دالله دپاره دهغه قوم لپاره چی فکرکوی )اوپرغرایبوئې عقل چلوی)۔

دااوس په عقل اوپوهې ثابته شوه چي خالق جل جلاله دخپل مخلوق لپاره داسې قوانين اوملغلرې رانازلې كړيدې چي دتل لپاره دانسانانو لپاره په ګټه دي، په ګټه وې اوپه ګټه به ئې.

په قرانكريم كې داسې ډېر اياتونه شته دي چې ساينس پوهان ورته حيران دي اوپه نه پوهيدو ئې اقراركړيدى،  ددې مطلب دانه دي چي كه ساينس څه ثابته كړه نوموږمسلمانانوته دتائد وړدي اوكه ساينس ثابته نكړه نو عیاذ بالله موږئې نه منو بلكې ټول مسلمان امت دقران عزیزپرهرایات باندی بېله دکومې فلسفې اوحکمت جوتلونه پرې ایمان اوپوره یقین لری. لومړى دساينس هغه برخه ده چي پردرستوتجربوباندي ولاړه وې(حقایق) دقرانكريم سره به هيڅ ټكرونلري دوهم  دساينس خيالات اونظريات، اوكه چيري يوساينسي پلټنه دالله جل جلاله دكتاب سره په ټكركي شي نوبياداواسلامي نړۍ ته دمنولووړنه ده.

وبل لورته وغيرمسلمانانوته دعقل اوشعورلوړمعيارساينس دي،  اوبرعکس ومسلمان امت ته دفکراوعقل لوړمعیاروحی دې، نوهرڅه چی وحی شوی دی، هغه حق دی اوهیڅ شک اوشبه پکښې نشته ؛ قرانکریم په دې هم دالله کتاب دی چی څوارلس سوه کاله مخکی الله جل جلاله یوایات نازل کړیدی اواوس ئې انسانان په لټه کی دی، اوحال داچی تراوسه پوری ساینس پوهانوچی هرڅومره خپل عقل اودپوهې اسونه ځغلولې دی بیاهم دقرانکریم دیوه ایات زرمه برخه ئې لانه ده څېړلې اوپه پایلوکی ئې تروسه ووځی اوپه دې اقراروکی چی یقینادادالله جل جلاله کتاب دی اودانسان دفکراوشعورڅخه دومره اوچت لکه ځمکه اواسمان ؛نوپه همدې سبب مسلمانان دخداى جل جلاله دكتاب هرايات دساينس په هنداره كي روښانوي ترڅوحقيقت ورته روښانه اوايمان راوړي.
نوربیا۔۔۔

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

8 تبصره ها

  1. hamim says:

    masha allah alkamawi computer software and equipment store you are mixing the soft wares with the honey for making some more money it is really a great innovation keep it away from those group of competitors

  2. خالدمنصورهډاوال says:

    قدرمنو لیدونکو او لوستونکو !

    السلام علیکم

    ېو علمی نکته شیخ عبدالسلام په احسن الکلام

    کی د دې آیت لاندی لیکلی ده او هغه داچه

    نکرا چه په سیاق دنفی کی نه وې واقع شوې هغه عموم نه پیدا کوی

    نو مطلب دا شو چه مقصود د دې آیت دا نه دې چه عسل او شهد
    دهر مرض شفاء ده

    والله اعلم

    ابوهشام خالدمنصورهډاوال
    ____http://hadawal2.net.ms/__________________________
    هډاوال ويب پیغام

    لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده

  3. تجار says:

    هلکه چی موقع میلاویکی مفت اعلان باید هر زای کی وکرو او دا کومه بده خبره نده
    او بله خبره دا چی ما کمبیوتر ندی لیکلی کروب می لیکلی دلته دکلبیانو تخم نه شروع تر کمبیوتر او هره سه بوری میلاویکی
    او زاهد میر صیب فکر کوه نمبر نه چی ته کومه اغیزه اخلی کیدشی ته به دا سی کوم مرض مبتلا وی زکه مونک ته خو د نمبر نه کومه خاص خبره نه معلومیکی

  4. محمدشاکر افضلی says:

    ښکلی مطلب وه خو په متن کی یی لژ څه املایی غلطی وی نو بیا هم مننه کومه له ګرانه ورور څخه

  5. ایمل says:

    الکاموي صاحب
    زما کورت پکار دي
    چې ستا دوکان کې به حتما وي نو!!

  6. زاهد مير says:

    له دې موبايل شميرې دې معلوميږي چې عسل به دې هم دومره سم وي، او بل تا له دې خپل دُکان نه څه د پساري دُکان جوړ کړی چې هر شی پکې خرڅوې، کمپيوټر ته خرڅوې، ايم پي ترې او نور شيان ته خرڅوې، شهدو ته دې هم شروع وکړه، يو اينجه او د ګُلپيانو تخم پاتې دی چې په دُکان کې يې واچوې نور هر څه پکې خرڅوې، بې پيسو اعلانونه مه کوه

    • saleem says:

      ياره وايم زاهد مير صاحب ډېر وران يي نو سړی دې ډېر خراب کړ بیا به داسې اعلانونه ګومان نه کوم که وکړي.

  7. الکاموی says:

    جبیر صیب به قلم د برکت شه
    چی داسی لیکنه دی کری ده خو دا هم باید دوستان د یاده ونه باسی چی به کابل کی خالص شهد (عسل ) دالکاموی سره به مناسبه نرخ ترلاسه کیکی چی ادرس یی دی الکاموی کروب
    الله نظر مارکیت 2 منزل نادربشتون جاده کابل
    موبایل 0799 390819

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید