Home » Ramadan »

آيا په روژه کې له خپلې ښځې څخه مچې اخستلى شم ؟

 

 

ژباړه: عبدالرزاق حبيبي

پوښتنه :

ايا زه په روژه کې له خپلې مېرمنې سره د مينې د ښکاره کولو خبرې کولى شم او يا ورته داسې ويلى شم ، چې له تاسره مې مينه ده ؟

جواب : الشیخ محمد صالح المنجد

الحمدلله

سړى د روژې په حالت کې هم له خپلې ښځې سره او همدا ډول ښځه هم له خپل خاوند سره  لوبې کولاى شي. مگر په دې شرط چې دواړه خپل ځان په پوره کنترول کې ولري په دې مانا، چې انزال ورڅخه ونه شي (يانې مني ورڅخه بهر را ونه وځي) .

او که چېرې د دواړو شهوت ډېر زيات و او ددې امکان و ، چې انزال وشي نو په دې صورت کې بيا روانه ده چې له خپلې ښځې سره لوبې وکړي، ځکه دمني وتل روژه فاسدوي. الشرح الممتع ( 6 / 390 ) ۔ 

په روژه کې له خپلې ښځې څخه مچې اخستل او يا ورسره په يوازې والي کې لوبې کول په لاندې دليلونو ثابت دي:

عايشه رضى الله تعالى عنها فرمايي، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به له هغې څخه مچه اخيستله. پېغمبر صلى الله به پر خپل ځان زما څخه ډېر کنترول درلود.

 صحیح بخاری حدیث نمبر ( 1927 ) صحیح مسلم حدیث نمبر ( 1106 ) 

 په يو بل حديث کې راغلي دي، چې عمرو بن سلمه رضى الله تعالى عنه فرمايي چې ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه، چې روژه تي له خپلې ښځې خڅه مچې اخيستلاى شي؟

رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: چې له دې څخه پوښتنه وکړه (ام سلمه رضى الله عنها ) ام سلمه رضى الله عنها و فرمايل، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په روژه کې داسې کوي (يانې په روژه کې مچي اخلي) صحیح مسلم حدیث نمبر ( 1108 ) ۔ 

د سعودي عربستان ستر مفتي شيخ ابن عثيمين رحمه الله فرمايي:

پر مچي اخستلو برسېره خپلې ښځې ته غاړه ورکول هم د مچي کولو حکم لري او په دې کې کوم فرق نشته. الشرح الممتع ( 6 / 434 ) ۔ 

د پورتنيو دليلونو له لامله ته کولاى شې، خپلې ښځې ته ووايې ، چې زه له تاسره مينه لرم او يا هغه تاته ووايي ، چې زما له تاسره مينه ده. په دې باندې روژې ته کوم ضرر نه رسېږي.

واللہ اعلم .

 

 

No related posts.

 
 
 

4 تبصره ها

  1. کابل says:

    اسلام علیکم ورحمت الله وبراکاته!
    سوال: که څوک غواړی چی کچاکی لاره باندی لندن یا نورو ملکونو ته د مذدوری په خاطر روان وی او په لاره کی مړ شی ، نه د هغه مرګ څنګه دی؟ بل دا چی ښځه کولای شی چی لوڅ مخ وګرځی او بازار د سودا په خاطر لاړه شی؟ وسلام

  2. Anonymous says:

    مننه کورمو ودان الله تعالی دخیر درکړی ډیرګتورمعلومات مو دروژی په باره کی خپاره کړی

  3. Anonymous says:

    ددي مياشتي ضروري مسايل همدا دي تول واده ورونه كولاي شي حي به روزه كي هم مينه او سالم محبت وكري وسلام

    عمرزي

  4. Anonymous says:

    مهمی او ضروری موضوع مو اشاره کری ده
    تول واده شوی مسلمانان دی متوجه اوسی

    مننه

    حکیم

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید