د روژې د احکامو په اړه ستاسې پوښتنې

 

درنو لوستونكو،

د روژې د احکامو په اړه زموږ ژوندۍ ناسته همدا اوس پيل شوه، تاسې كولى شئ خپلې پوښتنې د تبصرو په برخه كې مطرح كړئ.

د موضوع او ميلمه په اړه د معلوماتو لپاره لاندې خو كرښې ولولئ:

ايا کله د روژې د اساسي يا جزئي احکامو په اړه له پوښتنې سره مخامخ شوي ياست؟

ايا کله د روژې د شرعي مسايلو په موندلو کې د منابعو له نشتوالي او سرګردانۍ سره مخامخ شوي ياست؟

ايا د روژې د مفسداتو، قضايي، د ښځو د احکامو، د مکروهاتو او مستحباتو په اړه کومه پوښتنه لرئ؟

که له تاسې سره هر ډول داسې سوال وي چې له روژې سره اړوند وي، د اصلاح انلاين په ژوندۍ ناسته کې يې د شرعي علومو له متخصصينو څخه پوښتلی شئ.

د همداسې ژوندۍ ناستو په لړۍ کې مو، دا ځل د اصول الفقه د متخصص او د سلام پوهنتون مرستيال استاد دکتور رفيع الله عطاء مېلمه دی چې ستاسې پوښتنو ته ځواب ووايي.

استاد عطاء د رمضان د احکامو په اړه يو کتاب هم ليکلی چې له دغه لينک څخه يې ډاونلوډولی شئ.

د روژې په اړه خپلې پوښتنې د ژوندۍ ناستې پر وخت، او يا که هغه وخت تاسې ته د انټرنټ لاسرسی نه وي، نو مخکې له مخکې د ايمېل يا تبصرې له لارې مطرح کړئ.

هغه کسان چې مخکې له مخکې خپلې پوښتنې مطرح کوي، د ځوابونو لپاره دې د ژوندۍ ناستې وخت ته انتظار وکړي او د دوی پوښتنې به تر لاندې ياد شوي وخت مخکې ځواب نه شي. د ناستې له پای ته رسېدو ورسته، د خپلو پوښتنو ځوابونه هر وخت په همدې پاڼې کې لوستلی شئ.

د ژوندۍ ناستې وخت:

دوشنبه، د سنبلې 9مه (31 اګسټ)

وخت: د سهار له 11 بجو – د ماسپښين تر 1 بجې (د کابل پر وخت)

که د ژوندۍ ناستې پر مهال نه شي کولی خپله پوښتنه مطرح کړئ، همدا اوس يې د تبصرې له لارې او يا د فتوا د برخې د ايمېل له لارې وپوښتئ.


د توريالي توريالي سوال
السلام علیکم
ګرانو وړونو که تاسو ښاغلي د جمعې دورځې د لمانځه نیت کول لږ تشریح کړﺉ ،ځکه زه یوه افغان ورور کوم چی شافعی مذهبه دی لږ په تشویش کی اچولی یم.
بریالی اوسئ.
ځواب :
بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلی علی رسول الکريم و بعد!
عن ا لنبي صلی الله علیه وسلم :انما االاعمال باالنیات.
محترمه وروره ! یقيناً چې د اعمالو دار مدار په نيتونو پورې تړلی دی نو د نيت خبره په عباداتو کې یوه اړينه خبره ده ، خو په دې بايد ځان پوه کړو چې نيت هغه د زړه ارادې او قصد څخه عبارت دی.
په دې معنی چې د عبادت په پیل کې په زړه کې د هغه عبادت د انجامولو یا سرته رسولو اراده او قصد وکړي. نو که چېرته دده په زړه کې د لمانځه څخه مخکې  دا وي چې  زه د جمعې دوه رکعته فرض لمونځ کوم ، نو کفايت کوي او په ژبه باندې ويلو ضروري نه دي ، ځينی علماؤ مستحب او ځينو لا هم ورته بدعت ويلی دی.
د حنفي فقهې په ځينو باوري کتابونو کې په ژبه ويل مستحب ښودل شوي دي.
ستاسو د دوه يم سوال په ځواب کې بايد ووايو چې :
په هرو زرو ډالرو کې ۲۵ ډالره زکات دی خو په هغه صورت کې چې ۱۰۰۰ ډالر نصاب ته ورسېږي، یعنې د ۸۵ ګرامه سرو زرو قيمت ته ورسېږي.

د زاهد علي سوال
سلام عليکم.
ز د نفاس په باره کي سوال لرم:
ايا نفاس لپاره کوم ټاکلي وخت دی او که د وینی بندیدو پوری وي. که داسی وي نو لاندی سوال لرم:
1- که څوک د بندیدو لپاره دوا استعمال کړي?
2- که چیری دیوی یا دوه ورځو لپاره بند او بیا شروع شی?
په پورته حالاتو کی څه حکم دی?
که نور زیات تشریح ورکړی مهربانی به مو وی.
ځواب :
د نفاس زياته موده څلوېښت ورځې او لږ تر لږه موده يې نه ده ټاکل شوې ، نو که چېرته یوه ښځه تر څلوېښتو ورځو پورې هم د نفاس څخه پاکه نه شوه نو بيا دې ته استحاض ويل کېږي ، چې دا یو راز مرض دی ، نو په دې صورت کې په ښځه لازم دي ، چې د نفاس څخه غسل وکړي او خپل لمونځ ادا کړي.
همدغه راز د قرآنکریم تلاوت هم کولی شي ، او د خپل خاوند سره هم نزدې کېدی شي.
او که چېرته د ماشوم د زېږېدنې څخه وروسته په ورځ دوو کې له نفاس څخه پاکه شوه هم کوم مانع نشته.
1- که چېرته د ناروغۍ يا د ډاکټر له مشورې څخه او د ضرورت څخه پرته د حيض يا د نفاس د بندېدو لپاره دوا استعمال کړي ، زما په نظر مکروه ده او که چېرته د ضرورت او دمسلمان ډاکټر د مشورې له مخې وي ، نو انشاء  الله څه حرج به په کې نه وي.
ځکه چې دا به ښځينه و کې يو طبعي حالت دی، چې الله جل جلاله د ادم علیه السلام په  اولاده کې په ښځينه و  ايښی دی.
2- د حنفي مذهب برابر که چېرته د دوو وینو په منځ کې طهر يا پاکوالی له ۱۵ ورځو څخه لږ وي هغه طهر په نظر کې نه نيول کېږي ، یعنې داسې فرض کېږي چې دا هم پرله پسې وينې دي ، چې په دې صورت کې په ښځه باندې د پاتې  شويو لمونځونو قضاء نه لازمېږي. او د روژو قضاء پرې لازمېږي.
البته نور مشهور او باوري مذاهب داسې هم شته چې يوه ورځ او دوه ورځو ته هم اعتبار ورکوي.
د حنفي مذهب برابر که ددغه دوو ورځو طهر په دوران کې يې ورسره کوروالی وکړ نو ناروا دی.
او که چېرته د ښځې د عادت له پلوه داسې معلومېده چې نوره تر ۱۵ ورځو پورې پاکه ده او بيا يې کوروالی ورسره وکړ نو انشاء الله نو نه به نيول کېږي.

د  عبدالحليم سوال

سلامونه اونیکی هیلی!

زما اوله پوښتنه داده چی د روژی میاشتی د تراویح د لمانځه نیت تشریح کړﺉ. زه داسی نیت کوم آیا دا صحیح دی که نه؟ که نه وی صحیح لطفا” صحیح ځواب را ته ووایاست.

نیت کوم د زړه د اخلاصه لمونځ کوم دوه رکعته د تراویح سنت موکده خاص خدایه تا لره په تابعت د رسول الله ص اقتدا مې ده  په حاضر امام پسې په دی حاضر وخت د ماخستن مخ مې دې په لورې د کعبې شریفی الله اکبر.
آیا دا صحیح نیت دی که نه؟ او زه د سنتو په لمانځه کښې وایم چې په طابعت د رسول الله ص خاص خدایه تا لره آیا دا خو به کوم کراهت نلری؟ د ځواب په امید

عبدالحلیم (امید) کابل افغانستان .

ځواب :

محترمه وروره ! ستاسې نيت بالکل صحيح دی او تابعيت د رسول ا لله يادول هېڅ کراهيت نه لري. خو دا بايد به پام کې ولرې چې نيت د زړه شی دی او په خوله ويل يې ضرور نه دي، همدغه نيت چې ته يې په زړه کې د لمانځه په پيل کې  حاضر کړې صحیح دی.


د فريد احمد سوال
په روژه کي دپيچکارۍ کولو سه حکم دى?
ځواب :

په روژه کې پيچکاري تېرول  يوه داسې مسله ده چې د رسول الله صلی ا لله علیه وسلم په زمانه کې نه وه او نه د راشده خلیفه ګانو د مذهب امامانو او مشرانو مجتهدینو په زمانه کې موجود وو له دې لامله په دې هکله بېلابېلې فتوې موجودې دي ،

حنفي فقها وايي چې مطلقاً ماتېږي ( او دا خبره ضعیفه ده) ځينی وايي چې مطلقاً نه ماتېږي او ځينې په کې تفصيل کوي.
معاصر فقیه استاذ وهبة الزحيلی په خپله فقهي موسوعه (القهه الاسلامي و ادلته) کې ليکلي چې: پېچکاري که په غوښه کې وه یا د پوستکي لاندې وه او يا به وريدونو کې وه نو روژه ور باندې نه ماتېږي  که څه هم غوره دا ده چې ماښام څخه وروسته شي او که په شريان کې وه نو بيا ورباندې روژه ماتېږي.
بل معاصر فقیه شیخ عبدالله ناصح علوان په خپله يوه کوچنۍ رساله کې چې د رمضان د ښېګړو او احکامو په هکله يې ليکلې ده وايي : ستنه وهل په هېڅ توګه روژه نه ماتوي که په رګ او که په غوښه کې وي که څه هم ماښام ته يې وروسته کول غوره دي.
دغه راز مشهور مفتي مولانا محمد شفيع رحمه الله د آلات جدیده په نوم خپل يو کتاب کې په تفصيل سره په دې مسله بحث کړی دی او ځينې مثالونه يې ددې لپاره راوړي دي او دا يې په ډاګه کړې ده چې به هېڅ توګه په پېچکارۍ روژه نه ماتېږي ، که هغه سېروم وي او که بله ، که په وريد کې وي او که په شريان کې لکه څه ډول چې دخزندګانو په چيچلو نه ماتېږي په داسې حال کې چې د مار يا لړم زهر هم د پېچکارۍ په توګه داخلېږي ، مفتي صاحب رحمه الله دا هم ويلي دي چې  فقهاؤ دماغ او ګېډې ته د يو شي داخلېدل په روژه ماتولو کې د معتادو لارو(چې هغه خوله يا غورت دی) پورې محدود ښودلي دي (د د صاحبینو مذهب دی).
د هند د نيمې وچې نورو سترو علماوو هم ددې مسلې په حکم کې د مفتي صاحب رحمه الله تعالی ننګه کړې ده او د نوموړې په فتوې  باندې يې خپل تصدیق کړی دی ، د هغوی د جملې څخه حضرت مولانا اشرف علي ، حضرت مولانا اصغر حسين ، حضرت مولانا حسين احمد مدني او حضرت مولانا محمد اعزاز علي رحمهم الله تعالی د یادولو وړ دي .
که چېرته د بېلابېلو عذرونو له لامله يو څوک روژه ماته کړي او د هغې ورځ به اوږدو کې یې عذر له مینځه لاړ شي نو ورباندې واجب دی چې پاتې ورځ روژه کړي او بيا ددې ورځ قضايي راوړي.

په همدې ت وګه که د ورځ په نيمايي کې يو مسافر مقیم ، ناروغ روغ ، کافر مسلمان او ماشوم بالغ شي ، د پاتې ورځې روژه ورباندې واجب ده خو به کافر او ماشوم باندې ددې ورځ قضاء لازم نه ده . که چېرته څوک په هېره سره روژه خوري په داسې حال کې چې د روژې نيولو څخه عاجز نه وي بل کس باندې واجب دي ، چې ورته يې ور ياد کړي ، او که چېرته ضعيف و یا ډېر سخت تږی او وږی و نو غوره دا ده چې ورته يې ياد نه کړي.


د آر رسا سوال
اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
ستاسو د روغیتا په هیله.
پوښتنه
زه په جرمنی کی اوسیږم او دلته درس وایم زموږ د اوسیدو ځای سره نږدی د عربانو مسجد دی د جمعی په ورځ ډیر ناوخت لمونځ اداء کوی د جمعی د لمانځه وروسته تقریباً ۲۰ یا ۲۵ دقیقی وروسته د ماذیګر لمونځ اداء کوی ایا دا سمم دی که یا او که سم نه وی باید څه وکړم؟
دوهمه پوښتنه
درسونه می زیات دی د شپی درس وایم او ټوله ورځ خوب کوم خو د لوږی او تندی هیڅ احساس نه کوم ایا زما په روژه کې څه نیمګړیتا نه راوړی؟
ځواب :
محترمه وروره ! که چېرته دجمعې لمونځ د ماسپښين په وخت کې ادا شي که څه هم په وروستي وخت کې وي صحیح دی ، تاسې يې هم ورسره اداء کړﺉ او د مسلمانانو له جماعت څخه ځان مه جلاکوﺉ ، نو که له هغې وروسته د مازیګر وخت داخل شو او د مازيګر لمونځ يې د مازیګر په لومړي وخت کې ادا کړ هم صحیح دی او تاسې يې ورسره اداء کړﺉ.
دا جلا خبره ده چې د جمعې لمونځ د حنفي فقهې برابر د ماسپښين د لمانځه پر وخت اداء کېږي ، او د  يو مجموعه حديثو څخه داسې څرګندېږي چې د جمعې لمونځ د ماسپښين په لومړي وخت کې غوره دی.
نو که چېرته يې په وروستي وخت کې اداء کړي ، نو  غوره وخت او زيات ثواب به يې له لاسه ورکړی وي.
د دويم سوال په ځواب کې بايد ووايو ، که چېرته ستاسو لمونځ په خپل وخت وي او د لمونځونو اهتمام کولی شئ  نو په روژه کې مو  هېڅ نيمګړتيا نه راځي او روژه مو صحیح ده.

د زرغونې سوال
اسلام علیکم:
آیا دا درسته ده چی په روژ کی غاښونه برس شی البته د کریم سره ،او که مهربانی وکړ ی او په دی اړه معلومات راکړی چی د کریم استعمال په مخ روژه کی روا ده ؟
ځواب :
محترمې خورې !
په ځيني باوري مذاهبو کې د مسواک استعمال هم د ورځې په وروستۍ برخه کې صحیح نه دی ، ځکه چې د روژه تي د خولې بوی د الله پاک په نزد د مشکو له بوی څخه هم غوره دی.
خو د حنفي مذهب برابر په حديثو کې د غاښونو د صفايۍ څخه په روژه کې ممانعت نه دی راغلی او مسواک وهل په روژه کې هم سنت دي او که په برس سره پاک شي هم باک نه لري، که کريم هم ورسره وي روژې ته زيان نه رسوي.
خو زما مشوره دا ده چې دومره تېز کریم نه وي ، چې خوند يې په ستوني يا تالو کې تېر شي.
او په مخ کريم وهل په روژه کې هېڅ ممانعت نه لري.

د احمد خالد حکيمي سوال

سلام علیکم!

پوښتنه لرم او هغه دا چې: که یو څوک عمداً په رمضان کې د ورځې په اوږدو کې استمنا وکړي او بیا د غسل سهولت ونلري څه حکم لري! آیا قضا ده او که ۶۰ روژې به نیسي.
مننه

ځواب :
محترمه وروره !
د انسان د شهوت د دفع کولو لپاره شرعيت شرعي لارې چارې برابرې کړي دي ، لکه د خپلې ماندينې سره نزېدوالی به داسې حال کې چې روژه نه وي او د حیض او نفاس څخه پاکه وي کولی شي د همدې لارې خپل شهوت دفع کړي.
د روژې څخه پرته هم استمنا په لاس يا په ورون جواز نه لري او په ځينو حديثو کې په دې هکله ډېر وعيد بیان شوي دی چې : ناکح اليد ملعون ، یعنې په لاس د شهوت دفع کوونکی ملعون دی.
نو کله چې په عادي حالاتو کې هم دا ګناه ده ، نو په روژه کې خو ډېره ستره ګناه ده او په کار ده چې کوښښ وکړی شي ، چې ددغه ناوړه کار څخه ډډه وشي.
خو که بيا هم د کوم مسلمان څخه دغه ناوړه عمل ترسره شي نو په کار ده ، چې ژر ورڅخه توبه وباسي او پښېمانه شي ، روژه يې پرې ماتېږي او د يوې ورځې قضاء پرې لازمېږي. خو په ټول عمر کې هم ددغې ورځې د ثواب د محرومېدو جبران نشي کولی.
ددوهمې پوښتنې ځواب

السلام علیکم ورحمته الله

پوښتنه لرم هغه دا چې که چیرې څوک سحري و نشي کړای او ویده پاتې شي آیا کولای شي چې روژه ونیسي؟ او که څوک یې د ورځې په اوږدو کې د لوږې له لاسه وخوري څه حکم لري؟

مننه ډيره زیاته
جزاکم الله خیر

ځواب :
د روژې لپاره پېشنمی یا سحري سنت دی ، رسول کريم صلی الله علیه وسلم په دې معنی فرمايلی دي چې پېشنمی کوﺉ ځکه په پېشنمي کې برکت دی.
خو که څوک پرته له پېشنمي روژه شي ، روژه يې صحیح ده ، خو که څوک دومره اندازې تږې یا لوږې را واخیست چې د هلاکېدو وېره يې وه ، يا يې په عقل کې خلل پېښ شو او يا يې ځيني حواسو کار پرېښودو، په داسې توګه چې په روژه نيولو قادر نه و نو د روژې خوراک ورته روا او قضاء ورباندې لازم ده .

د عبد الله سوال
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
په سفر کې د روژی نیولو څه حکم دې ؟ که په سفر کې روژه ماتول روا وي نو که یو څوک د سفر اراده لري نو ایاد ورځې له سره باید هیڅ روژه نه شي او که څنګه؟ که روژه شوي وي نو څه وخت باید روژه ماته کړي. که د سفر په جریان کې یی روژه نه وي نیولې اوله ماښامه مخکې خپل منزل ته ورسیږي نو بیا به څه کوي، باقي وخت به روژه نیسي او که خوراک کولې شي
مننه
ځواب :
محترمه وروره !
د دوو کسانو لپاره د قرآن کريم په حکم د روژې خوړل جواز لري ، چې يو مریض او بل هم مسافر دی ، الله پاک په قرآن کریم کې فرمايلي دي : و من کان مريضاً او علی سفر فعدة من ایام اخر. یعنې که څوک ناروغ او يا په سفر و نو په نورو ورځو کې دې روژه ونيسي.(ددې ورځو قضاء دې په نورو ورځو کې راوړي).
خو که چېرته مسافر په روژه قادر و او روژه ورته اسانه وه او کوم تکليف ورته نه و نو  غوره داده چې روزه ونيسي ، او که تکليف ورته و او يا ورڅخه ملګري و ، چې روژه نه و نو  غوره ده چې دی هم روژه نه شي. او د سفر د ورځو روژې د کال په نورو ورځو کې ونيسي.
یواځې د سفر په اراده روژه ماتول صحیح نه دي ، کله يې چې سفر پيل کړ او له کوره څخه روژه و نو غوره دا ده چې دا ورځ روژه شي خو که بیا هم ورته تکليف و او روژه يې ماته کړه نو د سفر په درشل کې پرې ګناه نه شته.
که روژه شوی وي نو ماښام بايد روژه ماته کړي او که ورته تکليف و او تر ماښامه يې نشوه نيولې نو د سفر د پيل څخه وروسته يې د سفر په ترڅ کې هر وخت ماتولی شي.

که يې د سفر په جريان کې روژه نه وي نيولی او له ماښامه مخکې خپل منزل ته ورسېږي نو پاتې ورځ به روژه کېږي. او بيا به ددې ورځې قضاء راوړي.


د انور الله شهزاد سوال
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
میلمه او کوربنو تل خوښ اوسۍ:
که په روژه کی څوک د نظر ساتنه نه کوی د روژی ثواب ترکومه بریده کموی
د روژی حکم دسفر په هکله واضح کړی البته په اوسنی وخت کی سفرونه ډیری اسانتیاوی لری.
دحرامو پیسو روژه ماتی څه حکم لری
ځواب :
محترمه وروره !
هغه څوک چې خپل نظر له حرامو نه ساتي يا ناوړه خبرې او ناوړه عمل کوي ، روژه يې ثواب نه لري ، که څه هم ددغې ورځې د روژې قضاء پرې نه لازمېږي او که چېرته په سهوه سره يا خطاء سره يا يې فکر نه وي غلط نظر استعمال کړي نو ژر دې متوجه شي او په الله سره دې پناه وغواړي او توبه ګار دې شي ، نو انشاء الله له ثوابه به نه محرومېږي او به دې توګه به يې د هغه حرام نظر جبيره کړې وي.
رسول کریم صلی الله عليه وسلم فرمايلي : من لم یدع قول الزور والعمل به فليس لله حاجة فی ان یدع طعامه وشرابه .
یعنې که څوک دروغ او چټیات او ناوړه خبرې او عمل نه پرېږدي نو الله پاک يې خوراک او څښاک پرېښودو ته اړتيا نه لري.
د روژې د مشروعيت د فلسفې یوه برخه په قرآن کریم کې تقوا ښودل شوې ده ، الله پاک فرمايي :
یاایهاالذين امنو کتب علیکم الصيام کما کتب  علی ا لذین من قبلکم لعلکم تتقون.
په روژه کې د سفر د احکامو په اړه د عبدالله ورور د سوال جواب وګورﺉ

د حرامو خوراک پرته له روژې هم حرام او ناجايز دي نو په روژه کې خو ډېر بدتر دی.


د خليل الرحمان حنيف سوال
محترم ډاکټر صیب:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

زما پوښتنه په تراویح کې د قرآني ختم په هکله ده.
۱-ختم باید په څه ډول وي، په څو ورځو کې لږ تر لږه یو سپاره په څو دقیقو کې.
۲ـ آیا په دې قرآني ختم باندې پیسې اخیستل جواز لري، که نلري حکم یې څه دی.
۳ـ د تجوید نه مراعات په تلاوت کې کومه ګناه لري او کنه.
۴ـ دا موضوع زمو په کلیو او بانډو کې ډیره عادي بلل کیږي، که په اړه یې د اسلام په رڼا کې څرګندونې وکړﺉ ډیر به ښه وي.

ځواب :
د تراوېح په لمانځه کې يوځل د قرآن کریم ختم مستحب دی  که چېرته دوه او درې ځلې وشي غوره دی خو په دې شرط چې خلک پرې خوښ وي ، نن سبا ختمونو داسې رواج موندلی دی چې خلک به فرض لمونځ ته نه راځي خو ختم ته به په رواجی توګه راځي او ځينی قاري صاحبان دومره په سرحت او چټکتيا سره تلاوت کوي ، چې د قرآن کریم صحیح اداء ته زيان رسوي ، او په صحیح توګه يې نشي اداء کولي که په داسې توګه وي نو هېڅ فقیه ددې اجازه نه ده ورکړې او ددې هم امکان شته ، چې په غلطۍ سره ګناهګار شي ، که چېرته هره شپه يوه سيپاره تلاوت شي ښه به وي، او که دوه يا درې سيپارې تلاوت شي هم ښه ده خو چې لږ تر لږه يوې سيپارې ته يو ساعت وخت ورکړل شي.
په قرآني ختم پيسې اخستل جواز نه لري خو که چېرته قاري صاحب خاص طمعه ونه لري او د کومک مستحق وي او خلک په خپله خوښه د هغه سره مرسته او کومک وکړي نو دا کار ناجايز نه دی.

او که له مخکې څخه يې ورسره قرارداد کړی وي ، چې دومره پيسې به په دومره ورځو ختم راکوﺉ او خلکو ورسره منلې وي( خو داسې کار به انشاء الله څوک نه کوي) نو بیا ناجايز دی.


د سيد افتخار سادات سوال

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

زما پوښتنه داده چي حامله او شیدی ورکوونکي میرمنی روژه خوړلی شي که نه؟ که د حامله ميرمنو په اړه ځواب هو وی نو په کومو حالاتو کی روژه خوړلی شی؟ که يوه ميرمن داسې وی چی یوه یا دوه روژي ونيسی کومه بده اغيزه پري ونه کړي خو ډاکتر ورته ویلي وی چي روژي دي وخوري ځکه ډاکتر دا فکر لری چی د ډیرو روژو په نيولو سره میرمن ته ستونزی پيښيدای شي. دا حالت څه حکم لري؟

ځواب :

د حاملې ( باردارې) ښځې لپاره چې ماشوم په ګېډه ولري او يا ورته د خپلې سينې څخه شېدې ورکوي کله چې د خپل جنين دمرګ او  يا ماشوم د هلاکت ډار وي او يا د ماشوم او يا د ځان د ناروغۍ وېره ورسره وي د روژې ماتول ورته روا دي ، خو لازم دا ده چې د هلاکت او يا ناروغۍ وېره يې د تجربې یا د یو مسلمان ډاکټر د خبر له مخې وي ، خو کله يې چې روژه وخوړله فقط قضاء ورباندې لازم ده او فدیه ورباندې نه لازمېږي.


د سليمان سوال

السلام علیکم ورحمه الله و برکاته

نن می د سهار د ا‌ذان څخه تقریبا لس دقیقی ورسته برس وکړ ځکه چه د شپی لخوا می نه وو کړی نو راته ګرانه وه چه دفتر ته په خیرنه خوله لاړ شم ځکه زما وظیفه داسی ده چه باید ټوله ورځ له خلکو سره خبری وکړم نو که د خولی می خدای مکړه بد بوی ولاړ شی ډیر عیب دی. د ښاغلی میلمه څخه پوښتنه لرم چه آیا زما روژی ته زیان رسیدلی دی او که یا؟

مننه

سلیمان

ځواب :
محترم وروره !

ښه مو کړي دي ، روژه ته مو کوم زيان نه دی رسېدلی.


د توريالي سوال
سلم علیکم
ایا د خپلی ښځی په غیږ کی نیول یا پر باړخو یا سر مچول روژی ته ضرر رسوی؟؟
ځواب :
محترم وروره !
دخپلې ښځې په غېږ کې نیول او يا په باړخو او سر مچی کول په داسې حال کې چې جماع ته تشويق شي ا و بيا پر ځان کنترول ونه لري نو ناجايز او مکروه عمل دی او که چېرته پر ځان باوري وي ، چې په جماع کې نه واقع کېږي نو بيا په غېږ کې نيولو او يا پر باړخو او یا سر مچی کولو روژه نه ماتېږي.

خو په عامه توګه فقهاء په روژه کې دا کار مکروه ګڼي. تر څو په جماع کې واقع نه شي ، چې په روژه کې بیا هغه ستره ګناه ده.


د نور ولي خوستوال سوال
زما پوښتنه دا ده، چې د سهار له اذانه وروسته، كه څوك شيطان وغولوي (احتلام وكړي) نو روژې ته يې ضرر رسيږي، كنه؟
ځواب :

که څوک سهار له اذانه وروسته، كه څوك شيطان وغولوي (احتلام وكړي) نو روژې ته يې ضرر نه رسيږي.


د قدرت الله سوال
السلام عليکم،
تاسو نه ډېره مننه چې موږ ته مو دا لويه موقع راکړه.
زما پوښته د روژې په تراوو کې د قران کريم د لس ورځني ختم په اړه ده. زموږ د هېواد تقريبآ په ټولو جوماتونو کې د روژې د مياشتې په تراوو کې د لسو ورځو په موده کې د قران عظيم الشان ختم ترسره کېږي، چې د قران کريم تلاوت په کې په ډېره تېزۍ کيږي، او پوهېدل پرې لږ ګران وي. او په ځېنو جوماتونو کې د رمضان د مېاشتې په پاې کې په يوه شپه او يا دوو شپو کې قران کريم ختموي، نو دداسې ختمونو او په کې د شرکت په اړه تاسو څه وايئ؟
ځواب :
محترمه وروره!

که چېرته  په شوق او علاقه سره قرآن لولي او قرآن کریم صحیح اداء کړي نو په شپه، دوه کې ختم کول ناجايز نه دي او که چېرته قرآن کریم يې صحیح نه اداء کاوه نو بیا ناجایز دي  او شرکت په کې په کار نه دی. د زياتو معلوماتو لپاره د محترم خليل الرحمان حنيف ورور د سوال ځواب وګورﺉ.


درنو لوستونکيو زمونږ ژوندۍ ناسته  په همدې ځاى او وخت پاى ته ورسېده موفق او بريالي اوسئ

نورې دا ډول ليکنې:

  1. د سفر د احکامو په اړه ستاسې پوښتنې
  2. د روژې په هكله څو پوښتنې
  3. د روژې د مفسداتو په اړه 10 پوښتنې
  4. ستاسې روغتيا په رمضان کې (ژوندۍ ناسته)
  5. په سفر كې د روژې حكم (فتوى)
 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

45 تبصره ها

  1. نیازی says:

    که چیری څوک په روژه کې له ازان وروسته له خپلې میرمنی سره په یوه بستر کې څملي یا له هغې سره غیږ ولګوي یا یې ښکل کړي او په دې وخت کې له سړي اوبه لاړې شي یعنې منی نه وي خو مني ته ورته وي انزال نه وي شوی روژه څنګه کیږی
    هیله ده چې زما ځواب به ووایی

  2. وفا says:

    محترمو ورونو!
    السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته!

    خداي تعالي دي تاسي تولو ته اجرونه په برخه کري، دير په زره پوري سوالونه مو کري، زه هم يو سوال په ذهن کي لرم او هغه داچي، که يوکس د مختلفو خلکو نه پيسي په حرام شکل ترلاسه کري وي، او وروسته بيا پشيمانه شي، خو هغه خلک تول بيا نشي پيداکولاي، نو په دي حالت کي دي بايد خه وکري؟ که هر ورور د حل لاره لري لطفا وي ليکي ديره مننه

  3. اسد says:

    په روژه کي د استنما حکم څه دی؟

  4. بلی says:

    د نصوارو په اچولو روژه ماتيږي

  5. اخترمحمد says:

    محترم مفتي صيب اسلام عليكم ورحمت الله و بركاتو
    پښتنه: ايا د نصوارو په اچولو روژه ماتيږي كه نه مهرباني وكړه ځواب راكړه.

  6. inayatullah says:

    ښاغلیه استاد رفیع الله ععطأ صیپ !

    السلام علیکم و رحمت الله و برکاته !

    یوه ملګرې راڅخه وپوښتل ،چې که یو روژتي د ورځې په مهال د خوب په دوران کې شیطان وغولوي ، دا خو تاسې وویل ،چې روژه یې نه خرابیژي ، خو د غسل کولو طریقه به یې څرنګه وي ؟

  7. خالد says:

    اسلام علیکم
    د حیض په باره کی سوال لرم
    که چیرته یو کس په نا پوهی کی د ښځی سره د حیض په و خت کی نزدیږوالی (جما ع )وکړی په حنفی مذهب کی دی لپاره څه حکم دی

    وسلام

  8. سميع الله (ممنون) says:

    اسلام عليکم : پعضي مسلمان ورونه په رسنيواوراديوگانو کي کار کوي او هغه مجبوردي چي موسقي واري هغوي دموسقي په اديت او نورو چارو مصروف وي ستاسو محترمو نظر په دي اره چه دي

  9. سميع الله (ممنون) says:

    ولي روژه پر اهل اسلام باندي فرض سوه؟

  10. سميع الله (ممنون) says:

    روژه له کومه وخت پراهل اسلام فض سوي ده؟

  11. Anonymous says:

    پوپل صاحب هيله ده خپل هر ډول سوالونه په لاندې اېمېل ادرس ولېږﺉ
    fatwa@eslahonline.net

  12. Anonymous says:

    السلام عليکم ورحمت الله!
    محترم داصلاح انلاين ټولو کارکوونکو دالله ج خڅه دلوي اجرغوښتونکي يم دير په زړه پوري سوالونه اوجوابونه نشرته سپارل سوي او کيږي.
    سوال:
    محترم مولوصاحب!
    اول سوال:
    که چيري يو شخص دکوم حکومتي اداري څخه په نامشروع ډول(غلا،رشوت اوجل) پيسي راوباسي اوپه شريک ژوند کي يي دورونو سره مصرف او استعمال کړي وروسته پري پيشمانه شي اوتوبه وباسي. آيا دغه توبه يي کافي ده اوکه به په هغه اندازه پيسي بيرته حکومت ته سپاري چي وړي يي دي څکه چي ويل کيږي داټول ملت پيسي دي. که پيسي حکومت ته بيرته سپارل کيږي نو دغه شخص چي پيسي يي راايستلي دي هغه به ټوله ورکوي اوکه هغه اندازه چي دته رسيدلي دي؟ او د راايستوعامل يي دغه توبه ګارشخص دى. هيله کوم چي واضح معلومات راته راکړي.
    دوهم سوال:
    توبه و څه شي ته وايي؟
    ايا داتوبه بلل کيږي چي په زړه کي قصد وکړي چي غلطي مي کړيده او نور داکار هيڅ نکوم. او په پزه باندي کوم خط ونکاږي پرمڅکه باندي.

  13. Anonymous says:

    محترم پوپل صاحب السلام عليکم ورحمة الله و برکاته
    وروره ستاسو د سوال ځواب په لاندې لینک کې وګورﺉ
    http://www.eslahonline.net/index.php?option=com_content&view=article&id=1161:2009-01-25-08-29-19&catid=40:fitwagane-aw-mashware&Itemid=1161:2009-01-25-08-29-19

  14. Anonymous says:

    ګران ورور فريد احمد پوپل صاحب: ستاسي پوښتنه چي ډيره ضروري بولي، مختصر حکم يي دا دي چي ښځي لپاره سر خريل (په بشپړه توګه د سر ويښته غوڅول) ناجايز دي له دي څخه پيغمبر عليه السلام ځتی په حج کي هم منع کړي ده، نور يو څه فقهاء دا هم وايي چي مطلقا ويښته ورته پري کول جايز نه دي، مګر زه د دلايلو په رڼا کي دي نتيجي ته رسيدلي يم چي که د ښځي شکل د ويښتانو د کمولو په نتيجه کي د سړي په څير شو او يا يي شکل د غير مسلمو د کوم مذهبي شکل په څير ګرځيده نو داسي کار د هغه احاديثو له امله ناجايز دي چي په هغي کي پيغمبر عليه السلام دکفارو سره د تشبه څخه منع کړي، او د هغه حديث له امله چي په هغي کي پيغمبر عليه السلام په هغه ښځي لعنت ويلي چي ځان د سړو په شکل جوړوي، همدا راز يي په هغه سړو لعنت ويلي چي ځان د ښځو په څير کوي.
    نور که ښځه د مرض له امله سر وخريي (کل يي کړي) نو فقهاو ليکلي چي په دي کي هيڅ اشکال نشته.
    او که ويښتان د دي دوو صورتونو نه پرته د ښکلا لپاره (چي د خپل خاوند لپاره ځان ښکلي کړي) او يا دکوم بل باعث له امله ويښتي کموي نو په دي کي کوم باک نشته، ځکه په صحيح مسلم شريف کي حديث دي عَنْ أَبِي سَلَمَةَ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ…قَالَ:(وَكَانَ أَزْوَاجُ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَأْخُذْنَ مِنْ رُءُوسِهِنَّ حَتَّى تَكُونَ كَالْوَفْرَةِ)
    وفره دي ته وايي چي د غوږونو څخه ويښته لږ اوږده وي، امام نووي په دي باره کي وايي:(وفيه دليل على جواز تخفيف الشعور للنساء)په دي حديث کي ددي دليل شته چي ښځو ته خپل ويښته سپکول او کمول جايز دي.
    کوم فقهاء چي ښځو لپاره د ويښتو کمول ناجايز ګڼي هغوي دا په حلق باندي قياس کوي، حال دا چي ددي دواړو ترمنځ ډير فرق دي نو په هغي باندي د قياس پر ځاي په حج کي په تقصير باند قياس اولی دي.
    د دوهمي پوښتني په باب بايد ووايم چي د تزين په باب کي د ښځي او سړي احکام بيل بيل دي، ډير داسي څه چي سړي لپاره ناجايز دي د تزين په باب کي هغه ښځي لپاره جايز دي، د همدي قبيل څخه د ويښتانو رنګول هم دي که دا جايز تزين (يعني د خپل خاوند) لپاره وي نو په دي کي کوم باک نشته والله تعالی اعلم

  15. Anonymous says:

    السلام عليکم ورحمت الله!
    محترم مولوي صاحب!
    زما سوال په روژه مربوط ندى خودير ضروري يي بولم او مختلف اقوال مي دسوال په اره اوريدلي دي خوزه يي په تشويش کي کري يم.
    سوال:
    د ښځي وريښتان پريکول او يا په مختلف عصري رنګونو رنګول داسلام له نظره څه حکم لري؟

  16. Anonymous says:

    سلام په تولو مسلمانانو ……
    ما اوريديلي چي وايي په روژه كي كه يونفر كوم كار وكوي مثلآ مستحب وي نو دي هغه كار ثواب دي روژي له بركته هغه ته دي فرضو ثواب وركول كيږي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

  17. Anonymous says:

    ټولو لوستو نكو ته اسلام عليكم ورحمت الله وبركاته
    پوښتنه: ايا تراويح لمو نځ په جماعت سره سنت دي او كه په كور كي ادا كول هم سم دې؟

    په درناوې
    محمد صديق

  18. Anonymous says:

    اسلام عليکم.
    زماپښتنه داده.
    ايادروژی مبارکی په مياشت کی دعطرو استعمال څه حکم لری؟
    مننه٠
    زلمی کابل

  19. Anonymous says:

    هيڅ الفاظ نشم ليكلاي اصلاح انلاين ته چي مننه تري وكړم تاسو باور وكړي چي ډير زيات خلك درزژي په مسايلو باندي نه پوهيدل خو ددي سايټ په ليدلو پوه شول ډيره مننه

  20. Anonymous says:

    په 24 نمره باندي محترم افغان وروره دا خو په فقهي لحاظ روژي ته ضرر نه رسوي مګر د روژي حقيقت او روح ته بلکه ستا ايمان ته هم ضرر رسوي په داسي حالاتو کي خو هغه څوک چي په د خپل نظر کنترول نشي کولي ځان په فتنه کي وا نه اچوي او خپل ځان لپاره بل کوم مصروفيت و لټوي، مګر که کله څوک په داسي ابتلاء کي پريوتي وي نو هغي ته د روژي په شپو او ورځو کي په ځانګړي توګه او په عامو ورځو کي په عمومي توګه د خپل نظر د حفاظت په ذريعه د خپل ايمان د حفاظت فکر پکار دي.

  21. Anonymous says:

    د محترم عطاء صاحب څخه يوه نړۍ مننه چي د روژي په باب زموږ ورونه تثقيف کړل، زه يواځي يوي نقطه کي خپل اختلافي نوټ تسجيلول غواړم اوهغه د پيچکاري باندي د روژي د ماتيدو په باب دي، سره له دي چي عطاء صاحب د ډيرو اهل علم څخه نقول هم کړي دي مګر زما په نظر په پيچکارۍ باندي روژه ماتيږي (که د تداوي لپاره وي او که د تغذيي لپاره) ځکه کله چي زموږ پخوانيو فقهاو خصوصا صاحبينو د ګيډي د زخم د تداوي په باب د امام ابو حنيفه سره اختلاف وکړ او دا يي وويل چي په هغي روژه نه ماتيږي نو فقهاو يي تعليل دا کړي چي په دي کي دا احتمال شته چي دا د تغذيي ځاي ته ورسيږي او دا احتمال هم شته چي ونه رسيږي، يعني اصلا د هغوي په وړاندي هم مقصد ته اعتبار دي(د تغذيي او تداوي حصول) دي ته اعتبار نشته چي دا په کومه طريقه باندي حاصليږي،د حنفي فقهي د معتبر کتاب تحفه الفقهاء دا لاندي عبارت ولولۍ (تحفة الفقهاء – (1 / 356)
    وأما الجائفة والأمة إذا داووهما فإن كان الدواء يابسا فلا يفسد لأنه لا يصل إلى الجوف
    وأما إذا كان رطبا فيفسد عند أبي حنيفة وعندهما لا يفسد
    فأبو حنيفة اعتبر ظاهر الوصول بوصول المغذي إلى الجوف حقيقة
    وهما يعتبران الوصول بالمخارق الأصلي لا غير ويقولان في المخارق الأصلية يتيقن الوصول فأما في المخارق العارض فيحتمل الوصول إلى الجوف ويحتمل الوصول إلى موضع آخر لا إلى محل الغذاء والدواء فلا يفسد الصوم مع الشك والاحتمال وأبو حنيفة يقول الوصول إلى الجوف ثابت ظاهرا فكفى لوجوب القضاء احتياطا) او اوس خو هيڅ څوک په دي کي شک نه لري چي جسم ته د غذاء او دواء د داخلولو تر ټولو مؤثره او عاجله لار پيچکاري ده، په ځانګړي توګه کله چي پيچکاري د تغذيي لپاره وي، بناء زما خلاصه نظر دا دي چي که عادي پيچکارۍ وي نو چونګه تداوي پري حاصليږي چي عموما د رو؟ي د مقاصدو سره مخالفت نه لري (او فقهاو چي ما يتغذی به او يتداوی به ددي لپاره ذکر کړي دي چي تداوي د خولي او معدي له لاري نه پرته په بله طريقه جسم ته نشوه داخليدلي نو تداوي هم ناقض روژه بلکه موجب کفاره و ګرځوله) له دي امله احتياطا په هغي کي قضاء ده دا هم احتياطا، مګر کومه پيچکارۍ چي د تغځيي لپاره وي دا خو بالکل په څرګنده د روژي د مقاصدو په خلاف ده له دي امله زما په اند خو په دي صورت کي کفاره هم بايد لازمه شي د احنافو او د هغه چا په نزد چي کفاره يواځي د جماع پوري خاص نه ګڼي. دلته نور تفصيلات بيانول مشکل دي. دا مي د يو فقهي نظر په حيث ستاسي مخ ته کيښود الله دي وکړي چي خبره راڅخه ډيره اوږده شوي نه وي. والسلام. مصباح الله عبد الباقي

  22. Anonymous says:

    السلام علیکم ورحمه الله و برکاته.

    زه په يودفترکي کارکوم چيرته چى په لسگونوافغانانى او بهرننيانى ميرمني هم کارکوي،اولکه څنگه چى واضع ده، د ورځى څوڅوځله مجبوراً له څو افغانى او بهرنيو ميرمنو گورو، او له بعضى ملگروسره خو په يوه کوټه (دفتر) کى يوه يا څوميرمنى کارکوى، چى پدى صورت کى يودبل سره دليدوکتو او خبرواترو نه ډده کول ناشونى دى، او کله کله خومى ليدلى چى په خبرواترو ټوکى اوخندا هم ورگډه شى.پورتنى کړنى روژې ته څه ضرر رسوى، كنه؟ اوکه ضرر رسوى نو څه کول په کاردى؟

  23. Anonymous says:

    زه په کابل کی اوسیږم
    هرسهر چی دفتر ته ځم او یا مازیګر بیرته کورته راځم نو په کوم موټر کی چی سپور یم نو اکثرا په هغه کی رادیو چالانه وی او هندی او افغانی سندری پکی وی.
    ما څو ځل ډرایور ته هم وویل چی دا بند کړه. بعضی ډرایوران یی بندوی او بعض یی صرف آواز لږ شان کم کړی او ځان غلی کړی.
    آیا په داسی موټر کی چی رادیو بنده نه کړی باید خپل سفر جاری وساتم او که په نیمه لار کی کوز شم او د بل موټر انتظار وکړم.

  24. Anonymous says:

    سلامونه اونیکی هيلې!
    زما پوښتنه داده چې كه څوك پېشنمې كوي او د خوراك يا چاى څښي په دې وخت كې اذان وكړي ايا خوراك بايد بس كړې او كه نه؟

  25. Anonymous says:

    الله (ج) دی تاسو ښاغلی د بریالیتوب ،سرلوړی ،ښی او ښادی او وږد ژوند چښتنان کړی
    ډیره مننه زما سوالونه مو راحل کړل

  26. Anonymous says:

    زما بله پوښتنه د سفر په اړه ده. که يو سړی د پېښور يا کابل نه د جلال اباد په لور حرکت وکړي او يا په يوه ورځ کې تګ او راتګ دواړه وکړي، او ډېر تږی يا وږی شي، نو ايا روژه نيول ورته ضرور دي که خوړلی يې شي؟

  27. Anonymous says:

    السلام عليکم،
    تاسو نه ډېره مننه چې موږ ته مو دا لويه موقع راکړه.
    زما پوښته د روژې په تراوو کې د قران کريم د لس ورځني ختم په اړه ده. زموږ د هېواد تقريبآ په ټولو جوماتونو کې د روژې د مياشتې په تراوو کې د لسو ورځو په موده کې د قران عظيم الشان ختم ترسره کېږي، چې د قران کريم تلاوت په کې په ډېره تېزۍ کيږي، او پوهېدل پرې لږ ګران وي. او په ځېنو جوماتونو کې د رمضان د مېاشتې په پاې کې په يوه شپه او يا دوو شپو کې قران کريم ختموي، نو دداسې ختمونو او په کې د شرکت په اړه تاسو څه وايئ؟

  28. Anonymous says:

    زما پوښتنه دا ده، چې د سهار له اذانه وروسته، كه څوك شيطان وغولوي (احتلام وكړي) نو روژې ته يې ضرر رسيږي، كنه؟

  29. Anonymous says:

    سلم علیکم
    ایا د خپلی ښځی په غیږ کی نیول یا پر باړخو یا سر مچول روژی ته ضرر رسوی؟؟

  30. Anonymous says:

    سلام علیکم ورحمته الله

    پوښتنه لرم هغه دا چې که چیرې څوک سحري و نشي کړای او ویده پاتې شي آیا کولای شي چې روژه ونیسي؟ او که څوک یې د ورځې په اوږدو کې د لوږې له لاسه وخوري څه حکم لري؟

    مننه ډيره زیاته
    جزاکم الله خیر

  31. Anonymous says:

    السلام علیکم ورحمه الله و برکاته

    نن می د سهار د ا‌ذان څخه تقریبا لس دقیقی ورسته برس وکړ ځکه چه د شپی لخو می نه وو کړی نو راته ګرانه وه چه دفتر ته په خیرنه خوله لاړ شم ځکه زما وظیفه داسی ده چه باید ټوله ورځ له خلکو سره خبری وکړم نو که د خولی می خدای مکړه بد بوی ولاړ شی ډیر عیب دی. د ښاغلی میلمه څخه پوښتنه لرم چه آیا زما روزی ته زیان رسیدلی دی او که یا؟

    مننه

    سلیمان

  32. Anonymous says:

    السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

    زما پوښتنه داده چي حامله او شیدی ورکوونکي میرمنی روژه خوړلی شي که نه؟ که د حامله ميرمنو په اړه ځواب هو وی نو په کومو حالاتو کی روژه خوړلی شی؟ که يوه ميرمن داسې وی چی یوه یا دوه روژي ونيسی کومه بده اغيزه پري ونه کړي خو ډاکتر ورته ویلي وی چي روژي دي وخوري ځکه ډاکتر دا فکر لری چی د ډیرو روژو په نيولو سره میرمن ته ستونزی پيښيدای شي. دا حالت څه حکم لري؟

  33. Anonymous says:

    محترم ډاکټر صیب:
    السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

    زما پوښتنه په تراویح کې د قرآني ختم په هکله ده.
    ۱-ختم باید په څه ډول وي، په څو ورځو کې لږ تر لږه یو سپاره په څو دقیقو کې.
    ۲ـ آیا په دې قرآني ختم باندې پیسې اخیستل جواز لري، که نلري حکم یې څه دی.
    ۳ـ د تجوید نه مراعات په تلاوت کې کومه ګناه لري او کنه.
    ۴ـ دا موضوع زمو په کلیو او بانډو کې ډیره عادي بلل کیږي، که په اړه یې د اسلام په رڼا کې څرګندونې وکړﺉ ډیر به ښه وي.

  34. Anonymous says:

    بښنه غواړم
    د موضوغ په هکله پوښتنه وکړۍ
    لطفا ټول ورونه او خویندی!

    بی ادبی دی نه وی ستا دپوښتنی ځواب به زه درکړم عطا صیب به د موضوع اوند مسایلو ته جوابونو ته پریږدو.

    په زرو کی ۲۵ دی که هغه هره کرنسی وی
    او که یواځی همدا زر ډالره ولری نو نصاب نه پوره کوی نصاب ۸۵ ګرامه سوچه سره زر دی چی ( ۲۶۱۲ دالره کیږی)په نن ورځ کی

    که د نصاب نه زیات دالره لری نو بیا په کی پنځخ ویشت به هر زرو دالرو کی زکات کړه
    وسلام علیکم ورحمت الله
    خفه کیږه مه مونږ داصلاح والا اصلاح غواړو زما تبصره نیوکه نه غوښتنه دی توریالی جانه وروره

  35. Anonymous says:

    د تیر سوال په ادامه:
    نو که په دغه ٢ ورزی طهر کی که خاوند ورسره کوروالی وکری سه حکم لری?

  36. Anonymous says:

    اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
    میلمه او کوربنو تل خوښ اوسۍ:
    که په روژه کی څوک د نظر ساتنه نه کوی د روژی ثواب ترکومه بریده کموی
    د روژی حکم دسفر په هکله واضح کړی البته په اوسنی وخت کی سفرونه ډیری اسانتیاوی لری.
    دحرامو پیسو روژه ماتی څه حکم لری

  37. Anonymous says:

    السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    په سفر کې د روژی نیولو څه حکم دې ؟ که په سفر کې روژه ماتول روا وي نو که یو څوک د سفر اراده لري نو ایاد ورځې له سره باید هیڅ روژه نه شي او که څنګه؟ که روژه شوي وي نو څه وخت باید روژه ماته کړي. که د سفر په جریان کې یی روژه نه وي نیولې اوله ماښامه مخکې خپل منزل ته ورسیږي نو بیا به څه کوي، باقي وخت به روژه نیسي او که خوراک کولې شي
    مننه

  38. Anonymous says:

    [b]سلام علیکم![/b]

    پوښتنه لرم او هغه دا چې: که یو څوک عمداً په رمضان کې د ورځې په اوږدو کې استمنا وکړي او بیا د غسل سهولت ونلري څه حکم لري! آیا قضا ده او که ۶۰ روژې به نیسي.
    [b]مننه[/b]

  39. Anonymous says:

    اسلام علیکم:
    آیا دا درسته ده چی په روژ کی غاښونه برس شی البته د کریم سره ،او که مهربانی وکړ ی او په دی اړه معلومات راکړی چی د کریم استعمال په مخ روژه کی روا ده ؟

  40. Anonymous says:

    اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
    ستاسو د روغیتا په هیله.
    پوښتنه
    زه په جرمنی کی اوسیږم او دلته درس وایم زموږ د اوسیدو ځای سره نږدی د عربانو مسجد دی د جمعی په ورځ ډیر ناوخت لمونځ اداء کوی د جمعی د لمانځه وروسته تقریباً ۲۰ یا ۲۵ دقیقی وروسته د ماذیګر لمونځ اداء کوی ایا دا سمم دی که یا او که سم نه وی باید څه وکړم؟
    دوهمه پوښتنه
    درسونه می زیات دی د شپی درس وایم او ټوله ورځ خوب کوم خو د لوږی او تندی هیڅ احساس نه کوم ایا زما په روژه کې څه نیمګړیتا نه راوړی؟

  41. Anonymous says:

    په روژه کي دپيچکاري کولو سه حکم دى?
    what is order of injection in Ramadan if it is intravenous or muscles one?.

  42. Anonymous says:

    سلامونه اونیکی هیلی!

    زما اوله پوشتنه داده چی د روزی میاشتی د تراویح د لمانزه نیت تشریح کری. زه داسی نیت کوم آیا دا صحیح دی که نه؟ که نه وی صحیح لطفا” صحیح زواب را ته ووایاست.

    نیت کوم د زره د اخلاصه لمونز کوم دوه رکعته د تراویح سنت موکده خاص خدایه تا لره په طابعت د رسول الله ص اقتدا می د په حاضر امام پسی په دی حاضر وقت د ماخستن مخ می دی په لوری د کعبی شریفی الله اکبر.
    آیا دا صحیح نیت دی که نه؟ او زه د سنتو په لمانزه کشی وایم چی په طابعت د رسول الله ص خاص خدایه تا لره آیا دا خو به کوم کراهت نلری؟ د زواب په امید

    عبدالحلیم (امید) کابل افغانستان.

  43. Anonymous says:

    سلام عليکم.
    ز د نفاس په باره کي سوال لرم:
    ايا نفاس لپاره کوم تاکلي وخت دی او که ده وینی بندیدو پوری وی. که داسی وی نو لاندی سوال لرم:
    1- که سوک د بندیدو لپاره دوا استعمال کری?
    2- که جیری دیوی یا دوه ورزو لپاره بند او بیا شروع شی?
    په پورته حالاتو کی سه حکم دی?
    که نور زیات تشریح ورکری مهربانی به مو وی.

  44. Anonymous says:

    ډیر و بخښی دوهم سوال
    پر ۱۰۰۰ډالر ه باندی باید څونده زکات ور کول سی ؟

  45. Anonymous says:

    سلام علیکم
    ګرانو وړونو که تاسو ښاغلی د جمعی دورځی د لمانځه نیت کول لږ تشریح کړی ،ځکه زه یوه افغان ورور کم چی شافعی مذهبه دی لږ په تشویش کی اچولی یم.
    بریالی اوسی

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید