Home » خبر او تحليل » غرب »
دتمدن او ديمکراسۍ علمبردانو قرآن ته اور ورته کړ
استاد محمدنعيم جليلي
دا هغه مهال دی چې اسلامي نړۍ د لویدیځ د ګوډاګيو مستبدو واکمنانو پر ضد پاڅون وګړ، دا د حق او باطل د جګړې تداوم دی، دا هغه تاو او هغه کینه ده چې قرآن يې لا د پخوا نه يادونه کړې وه،( قدبدت البغضاء من افواههم و ما تخفی صدورهم اکبر) کینه اوبغض يې له خولو راووت، هغه چې په زړونو کې پټوي، هغه ډير ستر دي، دا لومړۍ او وروستۍ پيښه نه ده، دا هغه تسلسل دی چې کله د شیطاني آیتونو په نامه، کله د ویلدرز فتنې په بڼه ، کله د کاریکاتورونو په شکل او په وار وار د ګوانتانامو ، عراق او افغانستان په زندانونو کې د بندیانو د ځورونې لپاره د قرآن کریم توهین او سپکاوي لپاره راڅرګنديږي.
فلوریدا پریږده، تاته يې په همدې افغانستان کې جوماتونه ړنګ نکړل؟ قرآنونه يې ونه سوزول؟ د کنړ پيښه دې هیره شوه؟ د وردګو واقعه دې له یاده ووته؟ هلمند او کندهار دې له پامه وتلي؟ نور به څه پاتې وي، لدې وروسته هم د دوستۍ خبرې ؟ بیا هم ستا او زما په خوله د دوست هیواد!! ټکی راځي، قرآن خو هسې نه وايي چې ( ومن یتولهم منکم فانه منهم) چاچې له تاسو نه د هغوی سره دوستي وکړه هغه د همغوی له جملې ځنې دی.
ستا دښمن هر څه په دقیق پلان سر ته رسوي، هغه ته مصر، تونس، لیبیا، یمن، سوریه او افغانستان ټول يو بدن او يو دښمن ښکاري، کله چې په مصر او تونس کې يې ګوډاګیان راوپرځیدل، کله يې چې په لیبيا ، یمن او سوریه کې په لاسپوڅو فضا راتنګه شوه، نو قرآن يې درته په فلوریدا کې وسوزاوه، د سپتمبر ۱۱مه خو لس کاله د مخه تیره شوې وه، د قرآن سوزونې دغه ګواښ خو څه موده وړاندې هم شوی و، ولې يې هغه مهال څه ناڅه مخه ونیول شوه او اوس د ټولې نړې مخې ته دغه جنایت سرته رسول کیږي، خو څوک پرې سټ هم نه ګروي.
عجیبه تماشه ده چې اوباما د نړۍ د څلورمې برخې د انسانانو د مقدس کتاب په سوزونه لنډ شانته تاسف ښکاره کوي او بیا د خپل قهر او غوسې ډک زړګی د مزار په څو تنو مړو تشوي او وايي چې دا خو تسامح نه ده، دا خو ډيره ناوړه کار دی.
يوازې مسلمان به تسامح کوي؟
نه پوهیږم د تسامح مفهوم څه دی؟ آیا تسامح دا دی چې يو انسان دې ټکول کيږي، په وطن کې دې ورته د وينو ویالې بهول کیږي، چاته دې په خپل کور او ټاټوبي کې د آرام اوسیدو اجازه نه ورکول کيږي، او هغه دې بیا هم د تسامح او همزيستۍ په نامه خپل قاتل ته په دواړو لاسونو سلامي کوي.
يو څوک چې د الله کتاب نشي تحمل کولای، هغه به څرنګه د بل انسان خبره او نظر تحمل کړي؟ يو څوک چې هغه کتاب سره دښمني ښيي چې ټول بشریت ته د آزادۍ سوغات لري، هغه به څرنګه د آزادۍ حرکت او خوځښت وزغمي؟
يو څوک چې دیو ملیارد نه زیات انسانانو د مقدساتو احترام نشي ساتلی، هغه به څرنګه د نورو سره د ګډاوسیدو حوصله ولري.
قرآن سوزونه نوی کار نه دی:
دا لومړی ځل نه دی چې د تمدن علمبرداران قرآن سوزوي، دوی د قرآن سوزونې لوی تاریخ لري، د هغه وخت نه چې د لومړي ځل لپاره قرآن لاتیني ژبې ته وژباړل شو، له هماغه پیله دوی ونه زغمه. قرآن کریم د لومړی ځل لپاره په ۱۵۳۰م کال په بندقيه کې لاتینې ژبې ته وژباړل شو، له دې مخکې قرآن کریم هیڅ يوې اروپايي ژبې ته نه و ژباړل شوی، په همدې کال د اروپا ستر پاپ
( اوم کلایمنت) د همدې چاپ شوي ژباړې د سوزونې فرمان صادر کړ او ورپسې سمدلاسه د هسپانيې د تفتیش محکمو د قرآن کریم د هر ډول ژباړو چاپول او لیکل ممنوع اعلان کړل.
تر کال ۱۷۹۰ م پورې همدا فرمان په خپل ځای پاتې و، هیچا د قرآن کریم د ژباړې د چاپولو جرات نشو کولای، په کال ۱۵۴۱ م کې د سویس د بال په ښار کې يوې مطبعې د قرآن کریم هغه ژباړه چې لاتینې ژبې ته د ( روبرت کیتون) لخوا شوې وه، چاپ کړه خو د همدې ښار د واکمنانو لخوا په ډيره بيړه دغه طبعه مصادره شوه.
وروسته بيا د مسیحیت د اصلاحي خوځښت مشر مارتن لوثر د دغه ډول مصادره کولو پر ضد غږ پورته کړ، هغه په استدلال کې دا ويل چې د قرآن کریم ژباړه د مسیحیانو په ګټه او د مسلمانانو په زیان ده، ځکه چې په قرآن کې د مسیح علیه السلام ستاینه شوې او هغه منل شوی دی، پر همدې اساس په کال ۱۵۴۲ م کال کې د قرآن کریم لاتینې ژباړه چاپ شوه چې د مارتن لوثر مقدمه په کې لیکل شوې وه.
د صلیبي جګړو پر مهال په وار وار دغه جنایت تکرار شو، خو په رسمي توګه د شپاړسمې پيړۍ وروسته دا لومړی ځل دی چې د قرآن سره د دښمنۍ د ښکاره کولو په نوم دغه جنایت ترسره کيږي.
د اسلام او مسلمانانو پرضد د احساساتو راپارولو لړۍ د سړې جګړې وروسته په تدريج خپل اوج ته ورسيده او د امریکا ديني مشرانو په منظمه توګه د اسلام د مقدساتو پرضد خپل تبلیغات زیات کړل، په دې وروستیو لسیزو کې د امریکا د يوې سترې ديني ټولنې مشر ( جیري فولویل) پیغمبر علیه السلام ته د تروریست خطاب وکړ، ورپسې روبرتسون چې د امریکا بل ستر ديني مشر دی او دتیرې پيړۍ په وروستې لسیزه کې يې جمهوري ریاست ته هم ځان نومولی و، هغه قرآن د هتلر د کتاب سره تشبیه کړ، او په دې توګه دغه لړۍ دوام وموند او په رسمي توګه د قرآن سوزونې جنایت يې وروستۍ پيښه ده.
اذا انبعث اشقاها
دا تشې د خولې د خواشينۍ څرګندونې دي، چې د امريکا يو شمير سیاسی او یا نظامي مشران يې تکراروي، دا جنایت خو په حقیقت کې د اسلام او مسلمانانو پر ضد د همدغو سیاسي او نظامي کړيو د تبلیغاتو په نتیجه کې رامنځ ته شو، د اسلام او د اسلام د مقدساتو پر ضد خو همدوی دغه د تعصب او کرکې فضا رامنځ ته کړه، د همدوی ميډيا ده چې په پوره قوت سره دغه اور ته لمن وهي، دغه جګړه خو له هاغه مهاله توده شوه چې د بوش د (اسلامي تروریزم) پر ضد صلیبي جګړه اعلان کړه.
د قرآن سوزونې دغه پيښه په هیڅ صورت د امریکا د هغه سیاست نه جلا نه ده چې د اسلامي نړۍ په وړاندې يې لري، دا به کوم احمق ومني چې د تیري جونز جنایت دې يوازې دهغه شخصي کار وي، په داسې حال کې چې همدا امریکا په افغانستان، عراق او فلسطین کې د مسلمانانو په وژنه مصروفه ده، او په جار جار نارې وهي چې اسلام او اسلامي ويښتابه لویدیځ ته ګواښ دی.
د ثمودیانو يو بدبخته پاڅیده او اوښه يې ګوډه کړه، خو الله تعالی يې نسبت ټولو ته کوي، ځکه چې د ټولو تکذیب د دغه جنایت لامل ګرځیدلی و.بل پلو ته قرآن کریم څو څو ځایه چې کله بني اسراييلو ته د خپلو پلرونو ګناهونه او جنایتونه وريادوي، همدوی ته يې نسبت کوي، ځکه چې همدوې په هماغه لاره روان و چې پلرونه يې پرې تللي ول.
(روبرت موري) بدبخته ته هغه مهال د ستر پادري رتبه ورکړل شوه چې کله يې د مکې مکرمې او مدينې منورې د ړنګولو غوښتنه وکړه، تیري جونز هم هغه مهال په دغه لقب ونازول شو چې کله يې تکرار دغه ډول پارونکي کارونه سرته ورسول، لومړی يې د ( اسلام شیطان دی) تر عنوان لاندې کتاب ولیکه، بیا يې همدغه ټکی په زرهاوو بنیانونو چاپ کړ او ماشومانو ته يې ډالۍ کړ او ورپسې يې دغه د قرآن سوزونې ستر جنایت سرته ورساوه، نو آیا لدې وروسته به هم یو عاقل انسان دا ومني چې ګوندې دا کار شخصي عمل دی او د ټولنې او کلیسا د دریځ سره هیڅ تړاو نلري.
په حقیقت کې د امریکا د دغو سیاسی او نظامي سترو شیطانانو ظاهري تاسف او خواشيني څرګندول، د خلکو د دوکه کولويوه ستره پلمه ده ، دوی غواړي چې د دغه ډول کړنو په رامنځ ته کولو سره، د اسلام او مسلمانانو پر ضد په خپلو ټولنو کې د مسلسلې کرکې اچونې او پارونې کړنې او پالیسي پټه کړي، او خلکو ته داسې وښايی چې ګوندې دا خو زمونږ کار نه دی، بلکې د اشخاصو تصرف دی.
اوس نو ستا مسئوليت څه دی؟

دا سمه ده چې دغه جنایت به د هر مسلمان زړه دردمن کړی وي، احساسات به يې راپارولي وي او هر چا سره به يې دا فکر پیدا کړی وي چې د قرآن په اړه بايد خپل مسئولیت احساس کړي، خو مسئولیت يوازې د احساساتو په څرګندولو نه اداء کیږي، دقرآن په وړاندې د مسلمان مسئوليت هلته ترسره کيږي چې يو مسلمان د قرآن سره خپله رابطه هغسې جوړه کړي چې د څه لپاره دغه قرآن رانازل شوی دی، ځکه چې بیا به قرآن د ده قوم سرلوړی کړي او څوک به ورته پورته هم نشی کتلی( ان الله یرفع بهذا الکتاب اقواما و یضع به آخرین) الله تعالی په دغه کتاب يو شمیر قومونه سرلوړي کوي او يو شمير نور ښکته کوي.
د قرآن سره د دغه ډول رابطې د جوړولو لپاره طبعی ده چې د قرآن لوستل، زده کول، بل ته ښودل او داسې نور کارونه اړین دي، خو زه يو لړ نورو مفاهیمو ته اشاره کول غواړم چې بايد د يو مسلمان په توګه د قرآن سره د وفادارۍ په پاس يې سر له ننه هوډ وکړو، خپله هم پرې ټینګ ودریږو او نورو ته يې هم توصیه وکړو.
۱: تر ټولو د مخه د قرآني لارښوونو پر بنسټ د ولاء او براء قضیه باید زمونږ په فکر، عمل او ټولنه کې راژوندې شي ، د مسلمان سره دوستي که هغه هر څومره ګناهکار وي او د کافر سره دښمني دا د قرآن امر دی، هغه څه چې مونږ مسلمانان په کې د اوسني مادي توپان له کبله ړانده شوي، د قرآن د همدغه اصل تر پښو لاندې کول دي، همدا مو د کورنيو جګړو لامل دی، همدا مو د خپلمنځي اختلافو سبب دی، همدا مو د کمزورۍ بنسټ دی او همدا مو د ذلت او سپکاوي بنيادي علت دی. قرآن وايي:
إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ * وَمَنْ يَتَوَلَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا فَإِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْغَالِبُونَ
ستاسو دوستان الله تعالی ، د الله رسول او هغه مومنان دي چې لمونځ قایموي، زکات ورکوي او دوي تل رکوع کونکي وي، چاچې د الله تعالي ، د هغه رسول او مومنانو سره دوستي وکړه یقینا چې د الله تعالی ډله به غالبه اوبرلاسه وي.
او دکافر سره د دوستۍ په اړه وايي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَكُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَالْكُفَّارَ أَوْلِيَاءَ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ
ای مومنانو ! تاسو دهغو خلکو سره دوستي مه کوې چې ستاسو دين پورې( استهزاء کوي) ټوکې کوي او لوبې يې ګڼي، د هغو کسانو نه چې اهل کتاب دي او کافران دي ، د الله تعالی نه وویریږئ که چیرې مومنان یاست.
۲: د اسلامي ټولنې مصلحت هغه دی چې قرآن ټاکلی وی، او د مسلمان مصلحت هم هغه دی چې اسلام ورته ښودلی وي، د مصلحت معیار او تله زمونږ سره همدا قرآن دی، نو راځي چې د ملت او هیواد د مصالحو ټاکل قرآن ته وسپارو، د بل چا په معیارونو د مصالحو او مفاسدو ټاکنه پریږدو، دا ملت مسلمان دی، ارزښتونه يې اسلامي دي، او خپلمنځي کورنۍ او ټولنیزې اړيکې يې د اسلام پر بنسټ جوړې دي، نو د دغسې ټولنې لپاره د مصالحو ټاکنه د قرآني معیارونو پر اساس کیدای شي،نن که په افغانستان کې نظامي اډو خبره ده او يا د بهرنيو ځواکونو شتون، د افغانانو تر منځ د جوړ جاړي او مصالحې پروسه ده او که نور اقتصادي، سیاسی او ټولنیز دریځونه دا ټول باید د قرآني ارشاداتو پر بنسټ ونیول شي، نه د تنظیمي او شخصي ګټو پر بنیاد. نه تنظیمي ګټې پايښت لري او نه شخصي مصالح، خو هغه څه چې تل به د انسان عزت ساتي د قرآن تر سیوري لاندې ژوند کول دي او بس.
۳: د حق او باطل دغه جګړه لا روانه ده او لا به توندیږي، نن که په افغانستان کې د ځينو مصلحتونه په ځینو دریځونو کې ورته خوندي ښکاري، په دې باید پوه شو چې په هر صورت کې تر څو چې د مسلمان نوم راپورې وي، مونږ د جګړې يو اړخ يو، لدې کبله دا ضروري ده چې په خپل قوم کې او د خپل راتلونکي نسل په ذهن او فکر کې د جهاد مفهوم ژوندې وساتو، په کلکه ترې دفاع وکړو، پرې نه ږدو چې د عاجلو څو ورځنیو خوندونو له کبله د دین يو اساسي حکم او د اسلام او مسلمانانو د عزت منار رانه پريوځي، پیغمبر علیه السلام فرمايي( ماترک قوم الجهاد الا ذلوا) هیڅ قوم جهاد نه دې پرې ایښی مګر دا چې ذلیل شوی دی.
کله ناکله خو خبره په ځینو مجالسو کې ډیره بې خونده شي،کله چې د جهاد نوم ياد شي ، یا د جهاد احکام بیانیږي، د ځینو په ټنډه دولس بجې شي ، د جهاد نوم پرې بد لګیږي، دا سمه ده چې د ځینو خلکو کړنې به د جهاد په نامه ناسمې وي، خو جهاد په خپل ځای د دين حکم دی او زه او ته ټول پرې مکلف يو.
د الله تعالی حکم او فریضه هیڅکله د خپلو شخصي ګټو او خوندونو سره مه پرتله کوې، دا تصور مه کوې چې د جهاد نوم به درنه دغه منصب واخلي او یا به مو له معاشونو نه محروم کړي، جهاد د الله تعالی حکم دی او تر قیامته به روان وي.
No related posts.

0 تبصره ها
اولتر از همه شما تبصره کنید!.