مسیحیت د قرآن په رڼا کې
ښه کتاب، ښه ملګری
(مسیحیت د قرآن په رڼا کې)
په اسلامي نړۍ باندې د لویدیځ پوځي، سیاسي، اقتصادي، فکري او کلتوري یرغل دا لازموي چې مسلمانان ویښ او بیداره واوسي، لومړی خپل دین وپیژني، بیا د دښمن هراړخیز پلانونه وپیژني او بیا د هغو سره د مقابلې لارې چارې خپلې کړي.
غربي استعمار په پوره معنا او د ټولو وسایلو او امکانیاتو سره د تنصیر او مسیحیت تر شا ولاړ دی او غواړي چې د دغه تحریف او منسوخ شوي دین لپاره د اسلامي نړۍ دننه کار وکړي، د مسلمانانو بچیان او اولادونه د اسلام د حقیقت څخه واړوي او د مسیحیت په جعلي نسخو او تش سراب یې اخته کړي، هغو د دغې موخې لپاره په زرګونو تلویزیوني چینلونه، رادیوګانې، ویب پاڼې، په میلیونونه کتابونه او داعیان په کار اچولي دي چې تر یوه حده په هغو سیمو او هیوادونو کې چې هلته جنګونه او جګړې روانې دي، خپلو موخو ته هم رسیدلي دي.
خو په مقابل کې اسلامي خوځښتونو، داعیانو او علماوو هم د خپل دیني رسالت او ایماني مسئولیت پراساس د ارتداد او ضلالت د دغې فتنې د مخنیوي لپاره په مختلفو برخو کې لیکنې کړې دي، بیانیې او ویناوې یې وړاندې کړې دي، تلویزیوني او رادیویي چینلونه او انټرنیټي ویب پاڼې یې جوړې کړې دي او پدې توګه یې د دښمن وار او پار هم خطا کړی دی، او د کلیسا تابع او ملاتړي حکومتونه یې تردې حده اندیښمن کړي دي چې په غرب کې د مسلمانو لږکیو په وړاندې ستونزې ایجاد کړي، کله حجاب نشي زغملی، کله د جوماتونو منارې او کله خو د ( Peace) تلویزیون خپرونو باندې بندیز لګوي، ترڅو د هغو ځوانانو د مسلمانیدو مخه ونیسي چې د مسلمانو داعیانو او عالمانو د جهودو او هڅو په نتیجه کې یې په خپل دین شک پیدا شوی او له اسلام سره یې مینه او علاقه په زیاتیدو ده.
مولانا ابو فاروق (رح) د اسلامي نړۍ ستر دیني عالم وو چې په بیلابیلو موضوعاتو کې یې درجنونه کتابونه لیکلي دي ، نوموړي د مسیحیت په نقد کې هم یو مهم او په زړه پورې کتاب لیکلی دی چې قدرمن ورور دوکتور رحمت الله زاهد پښتو ژبې ته اړولی دی ، د دغه کتاب عنوان ( مسیحیت د قرآن په رڼا کې دی) ۳۵۶ مخونه او نهه بابونه لري.
په لومړي باب کې د عیسی علیه السلام او بي بي مریم علیهاالسلام په اړه بحث شوی دی، د عیسی (ع) د بیدایښت طریقه تر بحث لاندې نیول شوې ده او د مسیحیانو دغه غلط ګومان او انګیرنه څیړل شوې ده چې په معجزانه ډول پیدا کیدو سره عیسی (ع) د الله(ج) زوی دی.
دویم باب کې د عیسی(ع) اساسي لارښوونې، د پیغمبرۍ دلایل، انجیل او د دعوت درې ټکي، په اوسنیو څلورو انجیلونو کې مسیحي لارښوونې، دعیسی (ع) پرضد د مذهبي مشرانو توطیېو د اوسني مسیحیت مطابق د عیسی (ع) دعوت ترڅیړنې لاندې نیول شوي دي او دا نتیجه اخیستل شوې ده چې مسیحیت کورنی نظام ړنګوي، له تمدن سره لیرې والی لري، د فطرت سره په ټکر کې ده، او د بشریت لپاره د نجات وسیله نده.
په دریم باب کې د عیسی (ع) په لارښوونو کې بدلون، د مسیحیانو په بنستیزو عقایدو کې فساد، د انجیلونو تاریخي ارزونه او دا چې کوم یو د اعتبار وړ دی؟ تر بحث لاندې نیول شوی دی.
په څلورم باب کې په کلیسا کې د رهبانیت پیدا کیدو پدیده، د رهبانیت میکروبونه، د مسیحي رهبانیت فلسفه، د هغې ځانګړینې( نظافت نه مراعاتول، واده نه کول، بدني زیان خوښول، د خبلوۍ او نژدې اړیکو پریکول، د ډله بازۍ پر بنسټ ظلم او تیری کول او داسې نور) څیړل شوي دي.
پنځم باب کې د مسیحي تاریخ څو مهمې پیښې ( د اصحاب الاخدود واقعه، د اصحاب کهف قصه، په یمن باندې مسیحي واکمني او د اصحاب فیل پیښه تر بحث لاندې نیول شوې ده.

شپږم باب کې په بایبل کې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په اړه وړاندوینې ( د موسی علیه السلام په ژبه زیری، د عیسی علیه السلام په ژبه زیری، په برنابا انجیل کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه وړاندوینې، او پدې اړه یوڅو نیوکې او ځوابونه ) څیړل شوي دي.
اووم باب د خاتم النبیین صلی الله علیه وسلم د وخت مسیحیانو یو څو پیښې، ورقه بن نوفل، د حبشې مسیحیان، د نجران مسیحیان او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د هغوی لیدنې کتنې، د مسیحیت د اصلاح لپاره د قرآن کریم لارښوونې ( عیسی علیه السلام خدای ندی، هغه د الله(ج) زوی ندی، یهودیت او مسیحیت د نجات لارې ندي) تر ژور بحث لاندط نیول شوې دي.
اتم باب کې د مسیحیانو په اړه دوه مهمې مسئلې ( د اهل کتابو حلاله او له کتابیې میرمنط سره نکاح )په علمي دلایلو سره څیړل شوي دي او پدې اړه اوږد بحث شوی دی.
نهم باب کې متفرقې مسئلې ( د یوه مسیحي نیوکو ته ځوابونه ، د پاپ شپږم پال د امن پیغام او د هغه ځواب او په ځینو مسلمانو هیوادونو کې د مسیحیت د برمختګ لاملونه) څیړل شوي دي.
د ( مسیحیت د قران په رڼا کې ) کتاب د جمعیت اصلاح د نشراتو څانګې اړوند اصلاح دارالترجمې به هڅو او زیار ژباړل شوی او د انتشارات اصلاح افکار ادارې لخوا چاپ او بازار ته د مناسب قیمت په بدل کې وړاندې شوی دی.
د مسیحیت په ښه پیژندلو کې دغه کتاب مخکښ رول لري، الله(ج) دې لیکوال، ژباړن، خپروونکي، پلورونکي او لوستونکي ته ستر اجرونه ورکړي.
د کتاب د رانیولو لپاره پدې شمیره اړیکې نیولی شئ: ۰۷۷۸۱۹۱۳۸۲
No related posts.

7 تبصره ها
مژده خوب برای دوستان:
الحمدلله ترجمه این کتاب به زبان دری نیز تکمیل ګردیده وبه اداره دارالترجمه اصلاح سپرده شد، امید است که برادران دری زبان نیز از محتویات کتاب مستفید خواهند شد
مننه جواد صیب ښکلی کتاب او ښکلي مطالب دي…الله دې لیکوال او ژباړونکي ته ډیر اجرونه ورکړي…
جزاکم الله خيراً زاهد صيب، که دا وارې د کتاب د پوښ په ليکنه کې له دقت څخه کار واخيستل شي ښه به وي. خير دی که مسيحيت منحرف دی، مګر په ليکلو کې خو بايد سم وليکل شي.
د محترم ورور جواد صیب څخه ډیره مننه چې د «مسیحیت د قرآن په رڼا کې» کتاب په هکله يي په زړه پورې معلومات وړاندې کړي دي د کتاب د قدرمنو لوستونکو څخه احترامانه هیله ده که د لوستلو په وخت کې کومي خطایی ته متوجه شي نو مونږ ته دې خبر راکړي، ډیره مننه.
رحمت الله زاهد
rzahid79@yahoo.com
الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته د دومره مهم کتاب ژباړلو اجر درکړي.
مننه،
مخلص
کابل، افغانستان
زه دا ویل غواړم چې نوموړی کتاب سربېره پردې چې ډېر زیات لاسوهنه شوی او تحریف شوی دی داسې ویل کېږي چې مسیحیان دغه کتاب دومره په علاقمندی سره ځینې حکمونه یې نه مراعتوي داځکه چې دا د الله تعالي لخوا لېږل شوی کتاب دی اما داچې دوی پکې ډېرې زیات تحریفات رامنځته کړي دي چې اوس ځینو مسیحیانو ته دومره باوري نه برېښي او نه یې په هغه رېښتنولی عبادت یې هم نه کوي، خو باید ووایم چې دا ډېره ښه خبره ده چې یا په پښتو یا دري ژبو کې وژباړل شي او خلک هغه مطالعه کړي او و کتل شي چې څومره دا بې دینان پکې تحریفات کړي څو دغو لادینو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړل شي.
كتاب خوب است اما سوال من اينست كه أيا به فارسي نشر شده يا ميشود؟
مسيحيت حالت هجومي دارد بايد جواب دندان شكن ببيند