د روژتي روغتيا، د شريعت او طب تر منځ

رسول الله صلی الله علیه وسلم به په روژه ماتي کې عجله کوله، همدارنګه به یې د ماښام په لمانځه کې هم ډیره عجله کوله، ترڅو وروسته له لمانځه خلک خپل پاتې خوراکي کچه پوره کړي، په دې کې ډیر لوی حکمت پروت دی، ځکه معدې ته کم خواړه داخلول او بیا د یوڅه وخت لپاره خوراک نه کول، د دې لامل ګرځي چې معده را بیداره کړي، او د نورو خوړو هضم کولو ته یې سمبال کړي.

 

ليكنه: الدکتور حسان شمسي باشا

ژباړه: خلیل الرحمن حنیف*

الله جل جلاله د روژې میاشت د رحمت، مغفرت او له اور نه د خلاصون میاشت ګرځولې، همدا شان یې د لمانځه، روژې، تهجد، قرآني تلاوت او نورو عبادتونو لپاره تر نورو میاشتو ډیره غوره کړې، پردې برسیره په دې سپیڅلې میاشت کې مسلمان هڅه کوي ترڅو په نبوي آدابو ځان روږدی کړي، هڅه کوي ترڅو خوراک څښاک ناسته ولاړه یې ټول د بشریت د لارښود د لارښوونو سره سم برابر وي، ترڅو له یوې خوا یې جسم له رنګارنګ مرضونو ساتلی وي، او له بلې خوا په دې کار سره د خدای جل جلاله لوی اجر او ثواب ترلاسه کړي.

۱- په روژه ماتي کې بېړه وکړه

نبي کریم صلی الله علیه وسلم د روژه ماتي په مخکیوالي سره خپلو امتیانو ته وصیت کړی او ویلي یې دي:

(ترهغې به خلک په خیر کې وي ترڅو چې په روژه ماتي کې عجله کوي) متفق علیه

بل دا چې د دې کره کړنې ترشا غوره صحي او نفسي ګټې پرتې دي، ځکه روژه تۍ دیته ډیره اړتیا لري ترڅو د خپلې لوږې او تندې شعور پر ځای کړي، همدا رنګه په روژه ماتي او افطار کې وروسته والی د وجود د وینې شکر را ټیټوي، چې په ټولیزه توګه وجود ورسره سستیا  پیدا کوي او په ترڅ کې یې انساني نفس تعذیبیږي، چې سپیڅلی شریعت دا نه خوښوي.

۲-  په خرما سره  روژه ماته کړه

رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: ( کله چې څوک ستاسې روژه ماتوي، نو په خرما یې دې ماته کړي، ځکه په خرما کې برکت دی، که چیرې خرما پیدا نشي نو بیا دې په اوبو سره روژه ماته کړي، ځکه اوبه پاکې دي) حدیث ابو داود او ترمذي روایت کړی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم یاد شوي دوه خوراکه د روژې د ماتولو لپاره غوره کړي، او دا په دې معنا نه چې د همغه وخت په دښتیز چاپیریال کې ډیر پیدا کیدل، بلکې دا ځکه چې ګټې یې د روژه تي لپاره د پام وړ دي.

روژه تۍ تر ډیره داسې خوږو موادو ته اړتیا لري چې نه یوازې په چټکۍ سره هضم کیږي، بلکې دا چې لوږه او تنده هم په چټکۍ سره پرې را ټیټه شي، او دا رنګه مواد یوازې په هغو خوړو کې ترسترګو کیږي چې  خواږه ولري، یاده دې وي چې تر ډیرې څیړنې وروسته به بیا هم د نبي کریم صلی الله علیه وسلم  تر سنتو غوره لاره ونه مومې، کله چې په خرما او او بو سره د روژه ماتې او افطار توصیه کوي( په دې اړه د خرما اعجاز مضمون د لا زیاتو معلوماتو لپاره وګورئ)

۳- په دوو مرحلو روژه ماته کړئ

رسول الله صلی الله علیه وسلم به په روژه ماتي کې عجله کوله، همدارنګه به یې د ماښام په لمانځه کې هم ډیره عجله کوله، ترڅو وروسته له لمانځه خلک خپل پاتې خوراکي کچه پوره کړي، په دې کې ډیر لوی حکمت پروت دی، ځکه معدې ته کم خواړه داخلول او بیا د یوڅه وخت لپاره خوراک نه کول، د دې لامل ګرځي چې معده را بیداره کړي، او د نورو خوړو هضم کولو ته یې سمبال کړي.

۴- له ډیر خوراک څخه ځان وساتئ

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: ( ما ملأ ابن آدم وعاء شرا من بطنه، بحسب ابن آدم لقیمات یقمن صلبه، فان کان لا محالة فاعلا، فثلث لطعامه، وثلث لشرابه، وثلث لنفسه) رواه ترمذي

(ابن آدم له خپلې ګیډې پرته بل داسې ضرر لرونکی لوښۍ نه دی ډک کړی، ابن آدم ته څو ګولې چې ورځ یې پرې تیره شي بسنه کوي، که چیرې یې ډیر خوراک کولو نو بیا دې د ګیډې دریمه خوراک ته، دریمه څښاک ته او دریمه د ځان لپاره پریږدي)

معنا دا چې خپله ګیډه دې دری برخې کړي، یوه برخه د خوراک، یوه برخه د څښاک او بله دې هم همداسې خالي پريږدي، ګیډه دې نه پړسوي، ځکه ډیر خوراک معده ډکوي، هاضمه سختوي، چې انسان په داسې حالت کې د عضلو تر لاندې د درد، سستیا او تنګۍ احساس کوي، د ګیډې ګاز زیاتیږي، انساني حرکت ورو کیږي، ځکه د وینې ډیره برخه د هاضمې جهاز ته راګرځي، ترڅو دا ډیر خوراک هضم کړي، او لږ برخه وینه نور وجود ته پاتې کیږي چې بسنه نه کوي، په ترڅ کې یې سستیا، ټنبلي او رنګارنګ مرضونه پیدا کیږي، چې ډیر مهم یې دا چې مغزوته وینه کمه رسیږي، کوم چې په اوږده موده کې دا کار ناوړه ستونزه را برسیره کوي.

۵- وروسته له روژه ماتي خوب مه کوه

د خوراک ډیروالی لکه څرنګه چې مخکې مو یاده کړه سستي او ټنبلي را پیدا کوي، چې روژه تۍ دې ته هڅوي تر څو اوږد وغځیږي او ورسته له افطاره سم دواره ویده شي، همداسې ورځنې د ماخستن فرض او تراویح لمونځ پاتې کیږي.

۶- په روژه كې او پرته له روژې، له نشه يې توكو څخه ځان وساته

نشه يې توكي ( پوډر، چرس، نصوار او سګریت) یو لوی کړاو او مصیبت دی چې په روږدي کس تیریږي، ډیری علماوو دا رنګه بد مرغه کارونه ترسره کول حرام او ناروا ګڼلي، ځکه نه یوازې ضرر یې عملي کس ته رسیږي بلکې د عملي کس کورنۍ، نورو نیږدې کسان هم د دغه کرغیړن عمل له اغیزو متاثره کیږي او نبي کریم صلی الله علیه وسلم وايي ( لا ضرر ولا ضرار فی الاسلام) رواه احمد

( د ضرر منل او نورو ته رسول دواړه په اسلام کې نشته) حدیث احمد روایت کړی.

بل دا چې په روژه کې د اعتياد د پریښودلو لپاره ډیرې آسانتیاوې دي، عملي کسان کولی شي، خپل اعتياد د روژې په مټ پریږدي.

۷- پشنمۍ وکړئ، ځکه په پشنمي کې برکت دی

د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په یوه مشهور حدیث کې روایت شوی چې ویلي یې دي: ( تسحروا فان في السحور برکة) متفق علیه ( پشنمۍ وکړئ ځکه په پشنمي کې برکت دی) حدیث بخاري او مسلم روایت کړی.

پرته له شکه د پشنمي ډوډۍ اګر که کمه هم وي، ډیره ګټه وره ده چې په ترڅ کې یې  سر خوږۍ او ډیره ستړیا د ورځې په اوږدو کې کمیږي،  همدارنګه د ډیرې تندې مخنیوی هم کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم د پشنمي په وروسته والي توصیه کړې، (ما تزال امتي بخیر ما عجلوا الافطار و اخروا السحور) دا امت به ترهغې په خیر وې ترڅو چې په روژه ماتي کې عجله کوي او په پشنمي کې وروسته والی.حدیث بخاري او مسلم روایت کړی.

په حدیث شریف کې راغلي چې وايي: (بلال په شپه کې آذان کوي، نو تاسې تر هغې خورۍ او څښۍ تر څو چې ام مکتوم آذان وکړي) بخاري او مسلم.

یاده دې وي چې د پشنمي له خوا د نرمو خوړو توصیه شوې تر څو به آسانۍ سره هضم شي، لکه شیدې، شات، وچه ډوډۍ او میوه…

۸- په روژه کې تل مسواک استعمالوه

بخاري په خپل صحیح کې له عامر بن ربیعة څخه روایت کړی چې ویلي یې دي ( ومې لیده چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم په روژه کې دومره مسواک وهلو چې نه شمیرل کیده) یعنې د زیات استعمال له وجې یې ګڼل ناشوني وو.

مسواک د اوری او غاښو د ساتلو لپاره ډیر ګټور دی، ګورو چې ننني علم هم همدا خبره ثبوت ته رسولې چې په مسواک کې ۸ داسې کمیاوي مواد شته چې د غاښونو په سپین ساتلو او د اورۍ په تقویه کولو کې ګټور دي، همدارنګه د میکروبونو په ورکولو او د بد بویي په ختمولو کې مهم رول لري.

۹- د تراویح د لمانځه پابندي کوه

په لمانځه کې په روحي پلو برسیره صحي لوری هم د پام وړ دی، ځکه لمونځ منظمې کړنې دي چې په آسانۍ سره ترسره کیږي، په ځانګړې توګه رکوع او سجده، ځکه چې په ترڅ کې یې د لمونځ کوونکي په معده او کلمو ځانګړی فشار راځي او په حرکاتو کې یې سمون تر سترګو کیږي، او د هضم پروسه په چټکۍ سره پرمخ ځي، چې تر لمانځه وروسته بیا مسلم په آرامۍ سره ویده کیږي، او د هضم له سختۍ نجات مومي.

په روژه کې د روژه تي اودس او لمونځ زړه ته ځانګړی اطمینان وربښي، روح یې آرامي پرې حاصلوي، د اعصابو سکون پرې رامنځته کیږي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (د روژه تي لپاره دوه خوشحالۍ دي، یوه خوشحالي هغه وخت چې روژه ماته کړي، او بله هغه خوشحالي چې د خپل رب سره مخ کیږي) حدیث ترمذي روایت کړی.

۱۰- خپل کار په خوشحالۍ او وړتیا سره پر مخ بیایه

ځینې خلک د روژې په ورځو کې د سستیا او ټنبلۍ وایي او دلیل هم د روژې نیونه یادوي، خو حقیقت دادی چې په روژه کې یو انسان په ډیر کم زغم سره کولی شي هم خپل رب خوشحاله کړي او هم خپل ورسپارل شوی کار په خوښۍ او وړتیا سره ترسره کړي.

زموږ ادبي تاریخ د یوه آهنګر کیسه یادوي چې د سختو ګرمو اوږدو ورځو روژه یې نیوله وه، او ورسره یې د آهنګرۍ درورند کار مخ ته بیولو، په داسې حال کې چې په خولو کې لوند وو یو چا ترې وپوښتل: آيا په د دغو سختو اوږدو ورځو روژې سره کار کول امکان لري.

آهنګر په ځواب کې ورته وویل: هغه څوک چې د پوښتونکي قدر پیژني، دغه سختي پرې آسانه تیریږي.

۱۱- له خدای نه د ښه صحت غوښتنه کوه

ښه صحت هغه قیمتي تاج دی چې د صحتمندو په سر یې مریضان ګوري، سره د دې چې په روژه کې له لوږې تندې، سرخوږي په تکلیفیږۍ خو د دغه تکلیف اجر او ثواب د لوی خدای جل جلاله په وړاندې ډیر لوی دی، او یاد لره اې وروره چې ډیری خلک د رمضان د میاشتې په آرمان دي، وینې چې دا سپیڅلې میاشت پرې تیریږي خو دوی نشي کولی چې د مرض یا کمزورۍ له امله دا لوی عبادت وکړی شي.


* خليل الرحمن حنيف غزني ميشتى ليكوال او د اصلاح آنلاين همكار دى.

 

نورې دا ډول ليکنې:

  1. روژه، د روغتيا كلى
  2. په خرما سره د روژه ماتي صحي اعجاز

Subscribe / Share

3 تبصرها نظر خود را در باره مضمون بنویسد



عفت کلام را مراعت نمایید!

لطفا سوالهای خود را به ایمیل fatwa@eslahonline.net بفرستید


  1. سيد فضل ربي هاشمي says:

    محترم ورورخليل الرحمن حنيف ته دي الله كريم اوكد عمروركري جه دغسي فه زره فوري مضامين زباري اوخبروي.مونك اوتولومسلمانانوته دي الله دعمل توفيق راكري.آمين

  2. khalilurahman hanif says:

    الحمدلله چې بیا روژه را ورسیده، او دا مضمونونه یو ځلې بیا را ژوندي شول. الله جل جلاله دې دا روژه زموږ بښنې سبب وګرځوي.

  3. Anonymous says:

    الله دي ډيراجرونه دركړي ستاسوله ښواونيكومسايلو نه

Leave a Reply