Home » Ramadan »

رمضان په کابل کې: جومات ته د تلونکو ښځو شمېر دوه برابره شوی

 

(اصلاح انلاين + اژانسونه) – په کابل کې د اهل سنت په جوماتونو کې تراويح ته د تلونکو ښځو شمېره په چټکۍ سره په زياتېدو ده، او دا شمېره د تېر کال په پرتله کابو دوه برابره شوې ده.

د حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي سږ کال د پلازمېنې په ۷۸ جوماتونو کې ښځې د تراويح لمانځه ته ځي، په داسې حال کې چې تېر کال رمضان يوازې په ۴۰ جوماتونو کې ښځو د تراويح لمونځونه کول. ښځې د جماعت لمانځه پر مهال

د ارشاد حج او اوقافو  وزارت د جوماتونو د چارو عمومي مشر، مولوي شېر محمد ابراهيمي پژواک خبري اژانس ته ويلي چې په کابل کې زياتره جوماتونه د ښځو لمونځ کوونکو لپاره بېل ځای نه لري، چې دا د هغوی په جومات ته تللو په مخکې تر ټولو لوی خنډ دی. هغه وويل که دا ستونزه نه وای د هغو ښځو شمېره به چې په روژه کې ختمونو او تراويح ته ځي تر اوسنۍ هغې خورا لوړه وه.

دنوموړي د معلوماتو له مخې، سږ کال د کابل ښار په جوماتونو کې شاوخوا پنځه زره ښځينه لمونځ کوونکې د تراويح د لمونځونو په ختمونو کې برخه اخلي .

د ابراهيمي په وينا په کابل کې د هغو جوماتونو شمېره هم لوړه شوې ده چې پکې په روژه کې ختمونه کېږي. هغه وويل د روژې په روانه مياشت کې د کابل ښار له جوماتونو څخه په ٣٩٧ جوماتونو کې د تراوېح په لمونځونو کې د قران کريم ختمونه کېږي، خو تېر کال دغه شمېره د٢٨٠ په شاوخوا کې وه .

د ده په وينا، ټاکل شوې ده چې د روژې په مبارکه مياشت کې له يادو شويو ٣٩٧ جوماتونو څخه په ډېرو کې يې يو ځل، په شاوخوا ٨٠ کې ٢ ځله او په يو شمېر کې ٣ ځله د قرآن کريم ختمونه وشي .

هغه وويل د هېواد د سنيانو په٩٠ فيصده جوماتونو کې د قران کريم ختمونه کېږي او په ختم او تراويحو کې د ګډونوالو کچه د تېر کال په پرتله ٤٠ سلنه لوړه شوې ده .

د يادونې وړ ده چې اهل تشيع د تراويح لمونځ نه کوي، خو د ابراهيمي په وينا د کابل په ١٦٤ عبادت ځايونو کې او د صوفيانو په ٢٠ خانقاوو کې به د نعت خوانۍ او ديني ويناوو مراسم ترسره شي .

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

5 تبصره ها

  1. Anonymous says:

    Hello every one
    I am very happy to hear that women are also going to Masjed and performing Tarawih, but let me ask a light question that do these women which are seen in the picture praying with Burqa or how
    the photo taker may give some explanation
    Thanks and wish you all the very best

  2. Anonymous says:

    نن می اوریدلی:

    دفتر ته د راتګ په وخت کی می له یو راډیو واوریدل چه ووی ل یی سږ کال د یو احصایی له مخی په کابل ښار کی د تراویح د لمانڅه د ادا کولو په موخه جوماتونو ته د ځوانانو، ښځو او ماشومانو راتګ ډیر شوی دی ولی په دی پرتله د بوډاګانو او سپین ګیرو کچه تر یو بریده کمه شوی ده.

    ستاسی د معلوماتو لپاره

  3. Anonymous says:

    زما غوښتنه له هغوکسانونه چي نوي ښاګوټي جوړوی داده چي په جوماتوکي د دښځولپاره ځاي په نظر کي ونس

  4. Anonymous says:

    سلامونه!
    دا ډیر د خوشحالی ځای دی چی زمونږ مومنی او په دین مینی خوانیدی کولای شی چی د تراویح لمانځه او قرانکریم د ختم لپاره جوماتونو ته لاړی او ورځ تر بلی ورځی ددوی په تعداد کی زیاد والی راځی هیله مندیم چی په ټول افغانستان کی ددوی لپاره همدارنګه اسانتیاوی لازیاتی برابری شی تر څوزمونږ خویندی او میندی وکولای شی د خپلو دینی مناسکو او ارشاداتو په اړه پوره معلومات ترلاسه او ڼولنی ته باتور،ننګیالی او په دین مین بچیان وروزی. الله مو په عزت لره زما مومنو او مسلمانو خویندو د یو سل په سله اسلامی حکومت او ازاد افغانستان په هیله. والسلام

  5. Anonymous says:

    د يادونې وړ ده چې اهل تشيع د تراويح لمونځ نه کوي، خو د ابراهيمي په وينا د کابل په ١٦٤ عبادت ځايونو کې او د صوفيانو په ٢٠ خانقاوو کې به د نعت خوانۍ او ديني ويناوو مراسم ترسره شي .

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید