عربي نړۍ او ورسره ښكيل بحرانونه

 

عربي هيوادونه او د(والبعث بعد الموت) افسانوي بحرانونه

لومړۍ برخه


استاد محمد زمان مزمل

يوه بيله نړۍ:
عربي نړۍ په معاصر تاريخ کې رښتيا هم يوه بيله نړۍ وه.
سره له دې چې د عثماني دولت سره په مقابله کې هغوى د يوه عربي خلافت په عنوان د مخالفت سر پورته کړ، ولې له بده مرغه په عثماني خلافت کې راټول او د اسرائيلو له پيغوره ژغورل شوي عربان په کې په زياتو وړو او لويو دولتونو وويشل شول چې خوارکيان په کې تر پايه د عزت خاوندان نشول.

يو شرمونکى تقسيم:
په نړۍ کې نور ملتونه هم شته چې د نژاد او فکر د وحدت سره سره بيا هم په خپلو کې په يوه سر نه راټوليږي ولې په کومه طريقه چې عربي ملتونه په خپلو کې تقسيم شوي دي او چې هلته د بحرين او کويت په شان هغسې هيوادونه هم په کې مستقل دي چې يو تيز بې بريکه موټر کيداى شي په کې بحر ته ولويږي او د خپل استقلال د ساتلو توان هم نلري ، دا نو هغه ډرامه ده چې پرنګي استعمار په کې عربان په دغسې طلايي قفسونو کې اچولي دي.
جرمني وکولاى شول چې د نژادي يوې پيړۍ تحميلي تقسيم وروسته د زمکې پر مخ جرمني بيرته واحدې جغرافيې ته په خپل درايت بوځي، ولې له يمن نه پرته پآتې ټول عربي ملتونه په تيره خليجي ملتونه په خپلو کې د تقسيم لپاره داسې پتمن دليل نلري ، دا د حکمرانانو کمزورى فکر دى چې د قوي عربي دولت په مخه کې يې موانع ايجاد کړي دي.
فقط امپراتور نلري:
عربي ملتونه د وحدت لپاره هومره ښه چانسونه لري چې نور ملتونه يې نلري ،مثلا د ژبې وحدت، د سيمې وحدت ، د ضرورتونو او مجبوريتونو وحدت او داسې نور.
بيا هم پاکستان بلا وکړه چې د خپلې آزادۍ پر مهال يې د غربي او شرقي شکيدلى پاکستان نه يو پاکستان جوړ کړ، ولې عربي ملتونو ونشو کولاى چې په خپلو کې د يو واحد دولت شته ارکان په عملي توګه پلي کړي.
په دې اړه ډيره کمزوري په عربي نړۍ کې د قيادت او تولونکي عقل کمبود دي.
ملک شريف د يوې عربي امپراتورۍ خوب د انګليس سره شريک کړ ولې په عمل کې هغه په خپل مسقط الراس عربستان کې هم د اوسيدو شرايط بايلودل او د عثماني دولت په ړنګيدو يې هر څه له لاسه ورکړل.
د مصر د آزادۍ او بلا انقلابونو وروسته جمال ناصر د همدغسې يوې امپراتورۍ د تشې د ډکولو هڅه، په ريښتينې پيل کړه ، ولې هغه د ساړه جنګ په شراېطو کې د امريکا او شوروي د ملاتړ په تردد کې عربان هومره سره تقسيم کړل چې متحد يې نشو کړاى.
جمال ناصر د غرور او کودتايي بدلون له مخې يو فعال عربي سياستمدار و ، ولې د کودتاوو چټکۍ او تر وخت مخکې بري، هغه د عربي پرګنو د هغو جګړو او تقسيم له امله د پښو وغورځيده، چې له ده سره د کودتا پرته بل او بديل تدبير پخلي ته نه ورسيدلى.
ناصر د يوه امپراتور مقام ته د رسيدو مخکې مخکې د امپراتورانو پيښې پيل کړې او په کې پاى د مصر په ټولنه کې د هغه چا سره په مقابله کې ولويد چې له امله يې اړ و چې د اسراييليانو سره زياته دښمني وښيې.
دغه بې احتياطه ګام هغه د ١٩٦٧ کال په جګړه کې هومره له داخل نه بې واکه کړ چې د اسرائيلو پر ځاى يې نږدې وه چې مصر بحر ته وغورځوي او د مصر د نوي فرعون په عروج کې بيا هم اسرائيلو يوې بلې بيديا ته لار پيدا کړه چې سينا وه.
د ١٩٦٧ کال په جګړه کې د دې امپراتورۍ هڅه د ناصر په سکته پاى ته ورسيده.
مخکښ مصر نور هم پر شا ولاړ:
که څه هم سادات وکولاى شول چې د شوروي سره د مصر د دروغجنې دوستۍ ډرامه پاى ته ورسوي او هغه وکولاى شول چې په يو ناڅاپي تقسيم کې د مصر نه د شوروي شل زره مشاورين په بدرنګ شکل رخصت کړي.هغه وکولاى شول چې د خليج په تيره د ملک فيصل سره په نژدې کيدو مصر ته يوه بله تر پخوا ښه ساه ورکړي او هغه په نسبي ډول د ١٩٧٣ کال په جګړه کې د مصري پوځ ډير لوڅ ځايونه پټ کړل، ولې له واشنګټن سره د سادات نږدې کيدو سادات هومره د کسنجر د شطرنج لوبې د مکررو بايلودنو پر کرښه ودراوه چې په سيمه کې تقسيم شوي عربان يې د جمال ناصر په ارمان کړل او عربي نړۍ هومره په خپلو کې عربان او متضاد لوري:
په عربي نړۍ راغلې ډلې او نظامونه که څه هم د امريکا او شوروي د ملاتړ له مخې په خپلو کې ډير توپير لري ولې دغه ټول نظامونه په خپلو کې په دې اړه له يوه ورخه اوبه څښي ، هغه دا چې نظامونه په کې له يوې خوا ډير وابسته دي او له بله پلوه د خپلو ملتونو پر ضد او خلاف روان دي.
هومره استبداد او اختلاف او هومره اختناق چې په عربي هيوادونو کې ليدل کيږي ، فکر نه کوم چې د نړۍ په هيڅ هيواد کې يې حکمرانان په خپلو ملتونو باندې ولوروي.
په عربي نړۍ کې شاهي نظامونه د يوې مطلقې پاچاهۍ پر کرښه هغسې جانانه روان دي چې فکر کوم نه کيږي چې هلته به هم ٢١ مه پيړۍ پيل شوي وي، ولې د دې بر عکس په دغه سياسي موزيم کې جمهوري حکمرانان هم په پاچاهيو بدل شوي لکه مصر، ليبيا ، سوريه او يمن، بلکې ټول اوږدکميسي عربان.
په عربي نړۍ کې ملتونه هومره د خپلو نظامونو او خپل سياسي ژوند په هکله بې اثره او بابيزه دي چې هغوى ته پاکستان هم انګلستان ښکاري.
اسلامي هيوادونه عموما د خواخوږو او زړه سواندو حکمرانانو نه محروم دي او دا محروميت په کې دوام لري ، ولې عربي هيوادونه له داسې حکمرانانو سره مخامخ دي چې د منخنيو پيړيو غلامان هم ښايي هومره تر رقابت لاندې بې وسۍ نه وي کړولي.
ملتونه او پرګنې د سياسي عمل او سياسي نظر نه هومره ليري ساتل کيږي ، په تيره دمذهبي آزاديو او مذهبي فعاليت نه چې کيداي شي په دغو هيوادونو کې د مسيحيت لپاره فعاليت هومره جرم نه وي لکه د اسلام لپاره يو آزاد فعاليت.
سره لدې چې حکمرانان دا پنځوس کاله خپل جبروت ورځ په ورځ ټينګوي ولې ملتونه چې د مذهب او اسلام سره مينه لري هغوى هم خپله مخه لري.
يوه موقته آزادي:
په افغانستان کې د شوروي د مداخلو او اشغال پر مهال چې د شوروي پرمختګ خليج او سيمه ټوله په خطر کې وغورځوله ، هغه مهال د امريکا په اجازه په عربي هيوادونو کې د شوروي پر ضد د روان مقاومت سره د همکارۍ په موخه، په عربي هيوادونو کې د مذهبي آزادۍ لپاره لږ څه شرايط پراخ شول.
او د عربي سيمې ځوانان زيات پيښور او افغانستان ته راغلل چې دې آزادۍ په عربي ځوانانو کې د بل نوي او آزاد ژوند جذبه ژوندې کړه ځکه چې پاکستان په عمومي توګه او افغانستان د جهاد په دوران کې داسې شرايط درلودل چې د عربي نړۍ په هيوادونو کې هغه چا په خوب کې هم نشواى ليدلاى
په دې سلسله کې بلا ځوانان راغلل او د نوې جذبې سره خپل وطن ته ولاړل او د افغانستان د ځانګړو شرايطو له مخې کيداى شي هغوى په خپلو هيوادونو کې د ورته حالاتو انديښنې له ځانه سره وړې وي ، ولې د عربي سيمې کنګل شرايطو هغوى ته د يوه عادي تحرک فرصت هم نه ورکاوه.
که څه هم په فلسطين کې د حماس حرکت ډير هغه چې په افغانستان کې روان و کاپي کړل ، ولې په زياتو هيوادونو کې استخباراتي کړيو هومره دغه ځوانان تر نظر لاندې ونيول چې د عربو افغانانو په عنوان يې د هغه عادي ژوند هم له کړاو سره مخامخ کړ.
دغه موقته آزادي هومره محدوده وه چې د شوروي د ماتۍ د علامو پر برسيره کيدو نور عربي موسسات له فعاليت نه ولويدل او افغانستان ته راغلي ځوانان ډيرى تر تعقيب لاندې ونيول شول ، په تيره هغه مهال چې په افغانستان کې داخلي جګړې پيل شوې او مجاهدين په دې اړه د يو خطرناک فوکس لاندې راغلل.
تر امريکې حساس عربان:
امريکا د شوروي په ماته نور د هغو مجاهدينو د بدنامولو پسې راواخستله چې د يو لوى تحول په پاى کې يې، د نړيوالو توجه اسلام ته د يو فکر او نظام په حد کې راواړوله،ولې امريکا وغوښتل چې غربي ځوانان او عام غربي انسان په دې اړه په بله انديښنه کې وغورځوي، د دې لپاره يې د اسلام او افراطيت خطر له پيله تر پايه وتراشه او ورته يې پروپاګند وکړ.
امريکا په دې اړه چې د غربي ځوان کهول پام په بله کړي ، د استخباراتي کړيو په راپورونو عربي دولتونه هم په دې تشويش کې وغورځول چې په جهاد کې روزل شوي عرب زلميان کيداى شي د عربي سيمې حکمرانانو ته بالفعل خطر شي، ولې په حقيقت کې غرب وغوښتل چې د جهاد په دوران کې د مجاهدينو سره د عربي سيمې د پرګنو ټينګ شوي روابط او همکارۍ په يو تهمت بدله او افغانستان د عربي لويې سيمې سره وشلوي يا هم برعکس.
که څه هم په دې اړه ځينو مشرانو چې د نړۍ د لويو توطيو په اړه يې ماشومانه فکر درلود ، هغوى په عربي ځوانانو کې د فلسطين د آزادۍ او په عربي سيمه کې د جهاد د دويم پړاو په اړه لوڅې خبرې كولې، کيداى شي په دې اړه استخباراتي کړيو ډير څه د هغو له خبرو راټول کړي وي چې د عمل په ډګر کې د هغې په اړه د هيچا سره هيڅ هم نه و، ولې که په يو ژور نظر کې له دې پورته او پرته حالاتو او تحولاتو ته انسان ځير شي نو غرب خپله دغه حساسيتونه په ماهرانه ډول ايجاد کړل او عربي حکومتونه يې هومره په دې اړه حساس کړل چې د هغوى دښمني د عربو مجاهدينو او خپله د افغاني مجاهدينو سره تر امريکا او غرب نه هم مخکې او ژوره پيل شوه.
عربانو او يا عربي حکومتونو په دې اړه اشتباه وکړه چې هغوى د جهاد پاتې قضيې ته دغرب له نظره شا کړه او له سياست نه ناخبره مجاهدين يا هم د ګاونډيو په دام کې لويدلي مجاهدين يې د هغو توطئو په سمندر کې لاهو کړل چې تر نن پورې خو په کې پهلوان تهذيبه مشران فکر کوي چې هغوى ډير ښه او په سمه روان دي.
عربي حکومتونه د يو بې ثباته افغانستان په نتيجه کې دامريکا د هغو مداخلو ميدان شو چې د عراق نه په کې غرب پيل کړې او نن يې په ليبيا کې دويم پړاو پيل کيږي.
لومړى :
عربان لومړى هدف دى:
پاتې په کې هم د غرب له نظره پاتې دي:
اسلام چې د غربي نړۍ سره د پيړيو په تسلسل کې په يو اوږد اخ و ډب کې راغلى، هغه په تير عصر او اوسني معاصر تاريخ کې د غرب لخوا لومړى هدف دى، کيداى شي امريکا او انګليس له چين او شوروي نه هم ډيره انديښنه درلودله، ولې امريکا او اروپا دواړه د اسلام په اړه تر دې ژوره انديښنه لري چې دې انديښنې غرب ته د څو مليتونو د ټکولو پاليسي په مخکې ورکړه ، چې د ټولو په سر کې اول ملت ، عرب امت دى .
عربي امت په دې خاطر چې د دين مقدسات په کې ځاى لري، دين او کلچر يې د قرآن کريم سره ژور ه رابطه لري، او په دې خاطر چې عربان په يو ډير استراتيژيک موقعيت کې د سترو قارو د يو ځاى کيدو په مرکز کې موقعيت لري، اروپا ، آسيا او افريقا.
او وروستى دا چې دا سيمه د نفتو له پلوه تر ټولو غني سيمه ده چې کيداى شي دغه نفت هغوى غښتلي کړي او هغوى ته د نړۍ په ترکيب کې يو مهال اغيزمن حضور ورکړي.
له همدې ځايه غرب غواړي عربي هيوادونه او يا ملتونه تقسيم او په خپلو کې اخته کړي او هلته داسې حکمرانان حمايه کړي چې د يوې تشې چوکۍ ها خوا ور سره د فکر او آزادۍ په اړه هيڅ نه وي.
په مصر کې د اخوان المسلمون د ګوند بې رحمه او پرله پسې ځپل همدا فلسفه تر شا لري چې د عربانو يا د مسلمانانو د متحدې استراتيژۍ پلويان بايد په نطفه کې ختم شي.
دويم د معاصرې ترکيې مسلمان ملت:
عربان د اسلام په اړه د چين، روسيې ، هند او افريقايي ملتونو سره د ټکرونو سوابق لري ، ولې ترکي ملت د عثماني خلافت په دوران کې هغه چې تر ټولو زيات يې په يوه ځپونکې محاصره کې ساتلي و، هغه غرب او نننۍ اروپا وه.
د همدې ځايه غرب قدم په قدم عثماني دولت ته سياسي کمينونه ونيول چې پاى انګليسانو د عرب نشنليزم په هڅونه وکولاى شول چې عثماني خلافت په يوه کمزورې مرحله کې له خپلې مخې ليري کړي.
که څه هم عثماني خلافت د جرمني سره ډيرې نږدې او دوستانه اړيکي درلودلې ولې جرمني او عثماني خلافت دواړه په دې کې ناکام شول چې هغه او لوى ترکستان د پرنګي پر ضد په آسيا کې په ژوندې جذبه راوپاروي ولې انګليس وکولاى شول چې په يو مناسب فرصت کې عربي ملتونه د عثماني خلافت پر ضد په موثره توګه وپاروي او نتيجه هم ورکړي.
له همدې ځايه غرب په ترکيه کې د عثماني دولت پر ځاى هغه اتاتورک او هغه نظام راووړ چې نور په کې ترکان د يوې پيړۍ لپاره د عربانو سره په دښمنۍ کې ولويدل او داسې ترکان د هغه سيکولر فوځ په قفس کې بې چاره شول چې د لمانځه سپينه خولې يې هم پر سړک نه شوه په سر کولاى .
په غرب کې د اسلام او يوې اسلامي امپراتورۍ د تشکيل په اړه دويم هدف ترکي ملت دى چې هغوى د دغسې مواقعو نه ګوښي ساتي .
دريم هدف:
افغانستان او پاکستان:
افغانستان او پاکستان د شوروي د اشغال په دوران کې د لوى شوروي په ماته او انحلال کې هغه رول ولوباوه چې په ويتنام کې ماتې خوړلې امريکا يي هم پر ځان حيرانه کړه.
پاکستان د بلا کمزوريو سره سره چې لري يې، بيا هم د څو خواوو نه مهم هيواد دى.
اول د شوروي په ماته کې کومه سياسي او نظامي تجربه چې د دې هيواد خلکو زده کړي هغه د دې هيواد لپاره هغه سياسي غنا ده چې په اهميت يې امريکايان پوهيږي ، دا چې امريکا په سيمه کې غواړي هند ديو قدرت په توګه مطرح او حمايه کړي په دې کې لوى هدف د هغه پاکستان کمزوري کول دي چې د شوروي په ماته کې يې، په نړۍ کې ځان، يوه داسې فعال او موثر هيواد ته رسولى دى چې امريکا او غرب يې نور نشي زغملى.
دويم دا چې پاکستان د شوروى پرضد د مقاومت د شرائطو نه په استفاده وکولى شول چې ځان يو اتومى قدرت کړى.
دا د امريکا او غرب لپاره د زغملو وړ نه وه بيا چې پاکستان په سيمه کې د چين سره ښه مناسبات هم ولري.
دريم پاکستان د هند سره پخپلو تيرو سوابقو دا درک کړې ده چې اسلام د يوه دين او جذبى په حد کې د لوى هند سره د مقابلو او سيال حضور لپاره تر هر څه په دې ملت کې د يوى مذهبى عقيدى ژوندى ساتلو ته ضرورت لري.
دې فکر او په دې اړه د نسبى شرايطو آزادۍ، پاکستان نه هغه ملت جوړ کړى چې د نورو په نسبت په کې پاکستاني طالب العلمانې پيغلى هومره امتحان ورکړې چې د مشرف د غلامۍ په دوره کې په ماجراو سر شوله.
همداسى د پاکستانى ملت سره د ايماندارۍ هغه جذبه ده چې د ګورنر باډيګارډ پکى د خپل ولى نعمت ګورنر په تندى هغه شپيلى ږدي چې اصلا يې د ګورنر د ساتلو په خاطر غاړى ته کړى وي.
امريکا او غرب د دغسى ديني جذبو له تاريخ نه ناخبره نه ده دهمدې ځايه امريکا سيمى ته هومره چې د چين او ايران خبري کوي دهغه برابر ددغسې پاکستان د ځپلو هدف لري.
افغانستان که له ډيرو خواو نه کيداى شي اول هدف نه وي ، ځکه افغانستان په تيره تجربه کې وښودله چې هغوى د يو ژور سياسي مشرتابه په جوړولو کې ناکام دي ولې په دې هيواد کې ديوه داسې ژوندي او قربانۍ ته چمتو او له هر چا نه د لوړ احساس لرونکى ملت حضور هغه څه دي چې دا ملت يې د پاکستان په څنګ کې د يوه فعال رول د احتمال له ويرى هدف ګرځولى دى. په افغانستان کې د بنديانو تحقير، هلمند ته د پرنکى شهزاده راتګ او په افغانستان کې د يوه بې رحمه جنګ او بلکې کسانو کړول همدا يو هدف لري چې هغه د دې لوړ خياله ملت ذليلول او د غرور له هسکو نه د هغه راغورځول دي.
عربان ملي قائد نه شي جوړولى :
بيرته راګرځو خپلې موضوع ته چې هغه د عربي سيمې تحولات دي.
عربان که څه هم لوى ملت دى، ښه امکانات لري، ژوندى تاريخ لري، ولې پرګنې هلته په وروستي تاريخ کې داسې دخپل تهذيب سره بيګانه شوي چې هغوى د يوه ملي قائد په جوړولو کې مثبت کردار نه شي لوبولى.
له همدې ځايه په ټوله عربى سيمه کې به تاسې د ضياء الحق په سطحه يا هم د مهاتير محمد په سطحه يا هم د اردوګان په سويه يو محبوب او د ملت د ملاتړ نه برخمن حکمران پيدانکړې.
که څه هم ملک فيصل پخپله لنډه دوره کې د سعودى کردار په سيمه کې په وزين مسير کې روان کړ ولې اساسات او محورونه يې نا پاخه ترى ولاړل او سعودى د هغه رول نه محروم شو چې ملک فيصل پکې په يو توپير ننوتى و.
نور بيا

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

3 تبصره ها

  1. همایون غفوری says:

    السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
    د څلورو نورو ورځو له تیریدو سره دا دی بیا هم پخپله وعده مو وفا ونکړه او زما مضمون مو خپور نکړ او نه مو راته د نه خپرولو دلیل وویل …
    و ما علینا الا البلاغ

  2. همایون غفوری says:

    السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
    له مجبوریت نه دلته یوه داسې تبصره لیکم چه په دې موضوع پورې اړه نلري ځکه چه اصلاح مسؤولینو ته یو پیغام رسول غواړم او همدا وسیله راته مناسبه ښکاره شوه…
    هغه دا چه درې اونۍ وړاندې مې ورته د ( بن لادن … یوه پلمه چه مړه شوه ) تر سرلیک لاندې یو مضمون لیږلی ؤ مګر دوی خپور نکړ . او زه پوهیدم چه خپریږي نه ځکه چه دوی نورو سایټونو کې خپاره شوي مضامین نه خپروي . که څه هم زه پدې سیاست کې ورسره مخالف یم خو بیا هم خپله رایه پرې منلی نشم .
    دوه اونۍ وروسته له هغه نه په روهي پآڼه کې یو مضمون خپور شوی ؤ چه له کومې امریکایي مجلې نه يوې پښتنې لیکوالې ژباړلی ؤ . هغه مضمون زما هغه اند تاییداوه کوم چه ما پخپل مضمون کې بیان کړی ؤ . نو پدې اساس ما هغه پخواني مضمون کې لږ بدلون راوست او سرلیک مې ورته بدل کړ او اصلاح ته مې ولیږه . بیا مې د دوی له سیاست سره سم کار وکړ او هغه دا چه دغه بدل شوی مضمون مې بغیر لدوی نه بل هیڅ سایټ ته و نه لیږه . مګر بیا هم ګورم چه پنځه ورځې تیرې شوې خو دوی تر اوسه هغه ندی خپور کړی .
    ڼه پوهیږم چه هغه مضمون د دوی سیاست سره څه تعارض درلوده ؟ بیا ګومان کوم چه ښایي د دې لپاره یې خپور کړی نوي چه ما پکې د ګلبدین نوم یاد کړی او کیدای شي د ګلبدین پهکله دوی زمې له نظر سره موافق نوي . خو هر څه چه ده هغه مضمون د خپرولو مضمون ده که دوی یې نه خپروي خپله خوښه یې …

  3. صدیق الرحمن محرابی says:

    د دروند استاذ اسلامی صاحب څخه په مننه:
    ډیر ښکلی مضمون ؤ. عنوان ئی د عربی هیوادونو ؤ لکن په حقیقت کی ئی د ټولی نړی تصویر وړاندی کړی ؤ. نن ورځ ډیری مسلمانان په دی نظر دی چه په نړی کی هیڅ مسلمان هیواد بغیرله شرقه او یا له غربه مستحکم نسی پاته کیدلای د قائد ملت په حیث خو لا په ځای پریږده خو استاذ ثابته کړی ده چه دا نظریه بلکل غلطه ده. صرف ځنی منفی عوامل دی چه مسلمانو امتونو هغه د منځه نه دی وړی چه ړومبی عامل ئی په اسلامی نړی کی د غرب او شرق لاسپوڅی حکام دی.که چیرته اسلامی امت دا منفی عوامل په لوړ عظم او زراکت سره د منځه یوسی نو نه دا چه اسلامی امت به د یو قائد امت په حیث په نړی کی سرخرویه وی بلکی د اخیرت ښیګڼی به ئی هم په برخه وی

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید