Home » Ramadan » فتاوی و احکام »
د تراویح د لمانځه فضايل، احكام او مسائل
تراویح، د ترویحه جمع ده، د ترویحې معنی ده د دمې او آرام کولو لپاره لږ څه وخت کښیناستل، لیکن په اصطلاح کی له ترویحی نه مراد هغه د استراحت جلسه ده چی د رمضان په شپو کې د ادا کیدونکي سنت لمانځه په دوران کې له هرو څلورو رکعتونو څخه وروسته کولی شي او څرنګه چې د دې شل رکعته پر دوران کې پنځه تراویح (دمې) کوي په دې خاطر دې سنت لمانځه ته تراویح وویل شو.

تعريف
تراویح، د ترویحه جمع ده، د ترویحې معنی ده د دمې او آرام کولو لپاره لږ څه وخت کښیناستل، لیکن په اصطلاح کی له ترویحی نه مراد هغه د استراحت جلسه ده چی د رمضان په شپو کې د ادا کیدونکي سنت لمانځه په دوران کې له هرو څلورو رکعتونو څخه وروسته کولی شي او څرنګه چې د دې شل رکعته پر دوران کې پنځه تراویح (دمې) کوي په دې خاطر دې سنت لمانځه ته تراویح وویل شو.
د تراویح لمانځه حکم:
د تراویح لمونځ مؤکد سنت دی، رسول الله( صلی الله علیه و سلم) هم د دې کلک اهتمام کړی دی او اصحاب کرامو هم؛ خو څوک چې بې عذره د تراویح لمونځ پریږدی هغه ګنهګار دی، دا لمونځ لکه څرنګه چې د سړیو لپاره مؤکد سنت دی دغه شان د ښځو لپاره مؤکد سنت دی.(درالمختار)
بیا دا خبره هم په پام کې ساتل په کاردي چې تراویح د روژې تابع نه دي، یعنی دا فکر کول بیخی غلط دي چې د تراویح لمونځ دهغه چا لپاره دی چې ورځ یې روژه ونیسی، دا دواړه سره جلا جلا عبادتونه دي؛ که څوک د کوم عذر له مخې روژه ونه نیولی شي، لکه ناروغ وي یا په سفر کې وي او روژه ونه نیسي، یا ښځې د حیض او نفاس په حالت کې او د تراویح د لمانځه وخت ته پاکې شي نو هغو ته هم د تراویح لمونځ کول په کار دي، د نه کولو په صودت کې د سنتو د پریښودو ګناه پرې لازمیږی.
د تراویح د لمانځه فضیلت:
رسول الله( صلی الله علیه وسلم) د شعبان د میاشتې په آخري ورځ د رمضان د هر کلي لپاره یوه ډیره په زړه پورې او اغیزمنه خطبه ورکړه چی پكې ويې فرمايل: (د دې میاشتې یوه شپه داسې ده چې له زرو میاشتو نه ښه ده، د دې میاشتې په شپو کې الله تعالی د ترایح لمونځ نفل کړی دی؛ کوم سړی چې په دې میاشت کې کوم سنت کار پخپله خوښه سرته ورسوی د هغې دومره ثواب دی لکه د نورو میاشتو په فرضو کې چې وی.)
په یو بل حدیث کې رسول الله( صلی الله علیه و سلم) تراویح لمونځ د بخښنې ذریعه بللې ده او فرمایلي یې دي: (چا چې د رمضان په میاشت کې له ایماني کیفیت او د آخرت د اجر په نیت سره لمونځ ـــ تراویح ـــ وکړې، الله (جل جلاله) به د هغه ټول مخكيني ګناهونه وبښي.
د تراویح د لمانځه وخت
په کومه شپه چې د رمضان میاشت ولیدل شي له هماغې شپې نه دې د تراویح لمونځ شروع کړی شي او کله چې د اختر میاشت ولیدلی شي نو تراویح دې پریښودی شي؛ د تراویح لمانځه وخت د ماسخوتن په لمانځه پسې پیل کیږی او د سبا راختلو نه مخکې پورې وي.
که چا د ماسخوتن د لمانځه نه تراویح وروسته وکړې او وروسته په څه وجه سره د ماسخوتن د لمونځ بیرته اعاده ضروري شي نو په دې صورت کې د تراویح د لمونځ هم بیرته راګرځول په کار دي. (در المختار)
البته مستحب دا دی چې د شپې په لمړۍ دریمه برخه کې د نیمې شپې نه مخکې د تراویح لمونځ ادا کړی شي، له نیمې شپې وروسته یې کول روا دي خو خلاف اولی دی.
د تراویح د لمانځه جماعت:
رسول الله(صلی الله علیه وسلم) په رمضان المبارک کې درې شپې یعنی ۲۳، ۲۵ او ۲۷د رمضان د تراویح لمونځ په جماعت سره وکړ، بیا چې کله د اصحاب کرامو شوق او ذوق او زیاتوالی یې ولید نو جومات ته یې تشریف را نه ووړ، ملګرو یې داسې فکر وکړ چې ګوندی هغه( صلی الله علیه وسلم) ویده شوی دی نو دروازې ته راغلل او آواز یې ورته وکړ؛ هغه (صلی الله علیه وسلم) ورته وفرمایل:
(الله تعالی دې ستاسی په شوق او ذوق کې نور هم برکت واچوي، زه له دې ویرې بهرــ جومات ــ ته در ونه وتم چې دا لمونځ نه چې پر تاسې فرض شي او تاسې یې بیا همیشه پابندی ونکړی شى، نو په دې خاطر تاسې دا په خپلو کورونو کې کوﺉ، ځکه چی نفلي لمونځونه په کور کې کول زیات اجر او ثواب لري.) صحیح مسلم
له دی حدیث نه صرف دومره ثابتیږی چې د تراویح لمونځ په جماعت ــ جمع ــ سره کول روا دي ځکه چې پخپله رسول الله ( صلی الله علیه و سلم) درې شپې په جماعت سره تراویح وکړې.
له رسول الله ( صل الله علیه وسلم) نه وروسته اصحاب کرامو هم په خواره واره ډول د وړو وړو ډلو په شکل کې په جمع سره تراویح ادا کولې ان تر دې چی دویم خلیفه حضرت عمر فاروق (رضی الله عنه) د دې منظم جماعت ودروله او اصحاب کرامو په سر او سترګو دا ومنله.
وروسته له هغې کوم خلیفه د دې سنتو مخالفت نه دی کړی، په همدې خاطر علماوو د تراویح د لمانځه جمعې ته سنت مؤکد کفایی ( کفایی مؤکدسنت ) ویلي دي.
د تراویح د لمانځه رکعتونه
د تراویح د لمانځه شل رکعتونه د اصحاب کرامو په اجماع سره ثابت دی، شل رکعتونه دې په داسې طریقه وکړي چې په هر دوه رکعتونو باندې سلام وګرځول شي او له هر څلورو رکعتونو څخه وروسته دې دومره وخت لپاره کښینی په څومره وخت کې یې چې دغه څلور رکعتونه ادا کړي دي په ترویحه کې همدومره وخت کښیناستل مستحب دي خو که داسې محسوس شي چې مقتدیان دومره وخت کښیناستو باندې تنګیږی نو بیا دومره وخت کښیناستل په کار نه دي بلکې د مقتدیانو لحاظ باید وساتل شي.
د ترویحې په حالت کې لمونځ کوونکی ته اختیار دی چې غلی کښیني، تسبیحات وایې، نفل کوی… څنګه یې چې زړه غواړي کولی شي. په مکه معظمه کې خلک د کښیناستو پر ځای د خدای د كور طواف کوي، په مدینه منوره کې د کښیناستو پر ځای څلور رکعته لمونځ کوي، ځینې فقهاؤ لیکلی دی چې په ترویحه کې دې دا دعا ولوستل شی:
(سبحان ذی الملک والملکوت، سبحان ذی العزة و العظمة و الهیبة والقدرة و الکبریآء و الجبروت، سبحان الملک الحی الذی لاینام ولایموت، سبوح قدوس ربنا ورب الملایکة والروح، اللهم اجرنا من النار یا مجیر یا مجیر یامجیر.)
ژباړه: پاک او تر ټولو لوړ دی د حکومت او اقتدار والا، پاک او تر ټولو لوړ دی دعزت او عظمت، او لویی او دبدبې والا، پاک او تر ټولو لوړ دی، هغه تل ترتله ژوندی پاچا چې نه ویده کیږي او نه فنا کیدل لري، نهایت پاک، له عیبونو څخه سپیڅلی، زمونږ پالونکی، او د پریښتو پالونکی او د جبرییل پروردګار. ای الله! مونږ ته د دوزخ له اور نه نجات راکړې، ای پناه ورکوونکيه! ای پناه ورکوونکیه! ای پناه ورکوونکی ذاته!.)
د وتر لمانځه جماعت:
یوازې په رمضان کې وتر په جماعت سره ادا کول ثابت دی؛ له رمضان المبارک څخه پرته د نورو میاشتو وتر لمونځ په جماعت سره کول روا نه دي. کوم خلک چې د تراویح لمونځ یوازې ادا کړي هغه هم د وتر لمونځ په جماعت سره ادا کولی شي لیکن کوم خلک چې تراویح په جماعت سره ادا کړي هغه هم د وتر لمونځ په جماعت سره ادا کولی شی لیکن کوم خلک چې تراویح په جماعت سره ادا کړی د هغو لپاره ضرور ده چې د وتر لمونځ یوازې ادا کول صحیح نه دی او همدا راز دا هم صحیح نه ده چې د تراویح لمونځ په جماعت سره وکړی بیا ویده شی او بیا د تهجدو سره یوازې وتر ادا کړي.
په تراویح کې د قرآن كريك ختم:
د رمضان المبارک په ټوله میاشت کې یو ځل ټول قرآن په ترتیب سره ختمول مؤکد سنت دي، رسول الله ( صلی الله علیه وسلم) به هر کال د روژې په میاشت کې جبرییل ته ټول قرآن اوراوه، او په کوم کال چې یې له نړۍ نه رحلت وکړ په هغې کال کې یې دوه ځله جبرییل ته ټول قرآن واروه، هغه ( صلی الله علیه وسلم) خپل امت هم دې کار ته وهڅوه او ویې فرمایل: ( روژه او قرآن به د مومن سپارښت کوي، روژه به وایي: ای زما ربه! ما دا سړی د ورځې له لوري له خواراک څښاک او نورو خوندونو اخیستلو نه رامنع کړ، نو ده ځان رابند کړ، نو ای زما ربه! د دې سړي په باره کې زما سفارش ومنه، او قرآن به وایي چې ما د شپې له خوب نه رامنع کړ، نو ای پروردګاره! د دې سړی په حق کې زما سفارش قبول کړې، الله تعالی به د دې دواړو سفارش قبول کړي.) (مشکوة دعبدالله ابن عمر رضی الله عنه روایت)
اصحابو کرامو به هم د دې سنتو زیات خیال ساته، حضرت عمر(رضی الله عنه) به د تراویح د جماعت د لمانځه او په هغو کې د ټول قرآن اورونی لپاره خاصه توجه کوله، له دین سره عامه بې پروایي، د خلکو د سستۍ او ټنبلۍ په وجه دغه سنت پریښودل هیڅکله صحیح نه دي، لږ تر لږه یو ځل په تراویح کې ټول قرآن اوریدلو او اورولو ته ضرور توجه پکار ده او چیرته چې په خلکو کې ذوق او شوق او ادابو سره په آرام آرام په داسې ډول سره چې د تلاوت حق یې ادا شی واوریدل شې نو له یوه نه زیات ختمونه کول غوره وي. له درې ورځو نه په کنه موده کې ټول قرآن ختمول صحیح نه دی ځکه چې په دی صورت کې د قرآن د تلاوت حق ادا کیدلی نشی.
د رسول الله( صلی الله علیه وسلم) د تلاوت کیفیت په حدیثو کې داسې بیان شوې دې چې هغه (صلی الله علیه وسلم) به یو یو حرف واضح او یو یو آیت جلا جلا لوسته، خپل امت ته یې په ترتیل او آرام سره د قرآن کریم د لوستو د فضیلت بیانولو په ترڅ کې وفرمایل: (د قیامت په ورځ به د قرآن لوستونکی ته وویل شی چې په کومه آرامی او خوش آوازﺉ سره چې تا په دنیا کې قرآن لوسته، هماغسې قرآن وایه او د هر آیت په بركت يوه درجه پورته کیږه، ستا د آرام او هستوګنې ځای د قرآن کریم د وروستی آیت سره نږدې دی.) (ترمذی)
ضروري لارښوونه
که په کوم ځای کې د لمانځه او قران سره د خلکو مینه کمه وي او د مقتدیانو د عامې سستی او غفلت له مخې دا ویره وي چې که په تراویح کې د ټول قرآن لوستو اهتمام وشی نو نه یوازې دا چې پر خلکو به پیټی وي بلکې کیدی شي چې خلک جومات ته له راتلو او په جماعت سره لمونځ کولو نه هم ځان ګوښه کړي، نو ښه دا ده چې هلته د ختم ترتیب ونه نیولی شي، یوازې په لنډو سورتونو سره دې تراویح وکړی شي تر څو چې دغه خلک د تراویح له سنتو نه بې برخې نشی.
ځینې خلک د کم علمۍ له وجهې په تراویح کې محض د قرآن کریم اوريدل او اورول مقصود ګڼی او په تراویح کې د اعتدال او سکون، خشوع او تضرع او عاجزی کولو هیڅ خیال نه ساتي، په داسې حال کې چې همدا د لمانځه روح دی او بیا داسې خلک چې په منډه ټول قرآن په تراویح کې واوري، نو بیا نه د تراویح لمانځه ته څه توجه کوی او نه په جماعت سره د تراویح کولو لپاره جومات ته راتلل ضروري بولي، دا ډیرغلط فکر دی، که د ټول قرآن د اوریدو موقع نه وي یا قرآن ختم شي بیا هم د تراویح لمونځ ځان ته مستقل مؤکد سنت دی دې ته شا کول او ورځنې غافل کیدل په کار نه دي.
د تراویح د لمانځه بیلابیل مسایل
1- د تراویح نیت به داسې کوئ: نیت کوم چې دوه رکعته سنت تراویح ادا کړم، دوه رکعته نیت به وتړي، په دوه رکعته پوره کیدو به سلام وګرځوی، په دې ډول به شل رکعته پوره کړه.
2- وتر لمونځ په تراویح پسې وروسته ادا کول ښه دي، لیکن که په څه وجه سره له څه تراویح نه وروسته یا د ټولو تراویح لمانځه نه مخکې وتر لمونځ وکړی شې نو دا هم دواده. (درالمختار)
۳- که کوم مقتدی وروسته راغی، د هغه لا څه تراویح پاتې وې چې امام د وتر لمونځ ته پورته شو، نو ده له په کار دی چې وتر په امام پسې په جماعت سره وکړي او پاتې تراویح له وترو نه وروسته ادا کړي.
4- له څلور رکعته ادا کولو نه وروسته په ترویحه کې دومره ځنډ کښیناستل مستحب دي په څومره کې چې یې دا څلور کعته ادا کړی، خو که چیرته دومره ځنډ کښیناستل پر مقتدیانو پیټی وي په دغه صورت کې بیا لږ ځنډ کښیناستل ډیر ښه دي.
5- که یو څوک د ماسخوتن د لمانځه له ادا کولو نه پرته د تراویح په لمانځه کې شریک شو نو د هغه تراویح صحیح نه دی، هغه له پکار دی چې لومړی د ماسخوتن لمونځ ادا کړي بیا ورپسې تراویح وکړي، د تراویح وخت د ماسخوتن په لمانځه پسې دی.
6- که چا د ماسخوتن فرض په جماعت سره ادا کړل او تراویح یې په جماعت سره ونکړې د ده لپاره هم وتر په جماعت سره ادا کول په کار دي.
7- که چا د ماسخوتن فرض لمونځ په جماعت سره نه وي کړی هغه هم وتر لمونځ جماعت سره کولى شي.
8- بې له عذره په کښیناستیا تراویح لمونځ کول مکروه دي، البته که څه عذر وي نو بیا صحیح دي.
9- څوک چې د ماسخوتن لمونځ په جماعت سره ادا نکړی شي ( یوازې یې کړی وی) د هغه لپاره هم د تراویح لمونځ په جماعت سره ادا كول صحیح دي.
10- كه فرض او وتر یو امام ورکړي او تراویح بل امام ورکړي، داهم صحیح دي، حضرت عمر(رضی الله عنه) د فرضو او وترو لمونځ پخپله امامت کاوه او د تراویح امامت به حضرت ابی ابن کعب (رضی الله عنه) کاوه.
11- که د تراویح ځینې رکعتونه په څه وجه سره فاسد شي او بیرته راګرځول یې ضروری وې نو د قرآن پاک هغه برخه باید بیرته راوګرځول شي کومه چې په فاسد شوو رکعتونو کې ویل شوې وه تر څو چې د قرآن(ختم) هم صحیح لمانځه کې پوره شی.
12- د تراویح په دویم رکعت باندې د کښیناستو پر ځای امام پورته شو، که د دریم رکعت له سجدې نه د مخه ور یاد شي یا کوم مقتدي فتح ورکړي نو امام له پکار دي چې په قعده کښیني او د تشهد له لوستو وروسته د سهو سجده وکړي بیا لمونځ پوره کړي سلام وګرځوي، دا دواړه رکعتونه صحیح دي او که د دریم رکعت له سجدې نه وروسته ور یاد شول نو یو رکعت دې بل هم ورسره ملګری کړي څلور رکعته دې پوره کړی، په دی صورت کې دا څلور رکعتونه د دوه رکعتونو ځای نیسی. (یعنی پوره تسبیح نه شمیرل کیږی).
13- که امام په دویم رکعت د قعدې لپاره کښیناست بیا په هیرو سره دریم رکعت ته پوره شو، په دې صورت کې یې څلور رکعتونه پوره کړل صحیح شمیرل کیږی(یوه پوره تسبیح).
14- کومو خلکو چې د ماسخوتن لمونځ په جماعت سره نه وي ادا کړی د هغو لپاره د تراویح لمونځ په جماعت سره ادا کول صحیح نه دي ځکه چې نفل په جماعت سره او فرض یوازې ادا کول دا ځکه صحیح نه دي چې نفلو ته په فرضو ترجیح ورکول دي.
15- کومو خلکو چې فرض لمونځ په جماعت سره ادا کړی وي او تراویح په جماعت سره ادا کوي په دې کې هغه خلک هم ورسره ملګری کیدی شي چې فرض یې په جماعت سره نه وي ادا کړي، ځکه چې پدې صورت کې دوی د هغو کسانو تابع ګڼل کیږی چې فرض یې هم په جماعت سره ادا کړ دی.
16- که یو څوک داسې وخت جومات ته راورسید چې د ماسخوتن فرض جماعت شوی دی نو هغه دې لومړی فرض لمونځ ادا کړی بیا دې په تراویح کې شریک شی او د تراويح کوم رکعتونه چې ورنه تللي وي هغه دې یا د ترویحه په وقفه کې (د دوه تسبیحانو ترمنځ) ادا کړی یا دې د وتر په جماعت سره له ادا کولو څخه وروسته ادا کړی.
17- کومو خلکو چې د ماسخوتن لمونځ په جماعت سره نه وی ادا کړی بلکې یوازې یې ادا کړی وی د هغو خلکو سره د وترو په جماعت کې شریکیدی شی چې فرض لمونځ یې په جماعت سره کړی وي او وتر په جماعت سره ادا کوي.
18- نن سبا چې د محفل شبینه کوم شکل رواج شوی دی دا بلکل صحیح نه دی، د قرآن لوستونکي په ډیره بې پروایى سره په سرعت تلاوت کوي او منډه وهي، نه د صحیح او غلط فکر ورسره وي او نه د تلاوت د آدابو لحاظ، نه له دې نه د څه اثر اخیستلو او هدایت مندلو کوم احساس ورسره وی، بس په یو قسم سره ختمول یې مقصود وي، بیا د مقتدیانو دا حال وې چې بس څو کسان په امام پسې ولاړ وي او په هغو کې هم زیاتره یې څو رکعته په امام پسې کوي او په عام ډول خلک شاته ناست وي خبرې اترې کوي، ځینې یې په ناسته ناسته شاباشی وایي ځینې نور یې په تفریحی اندازه خبرې کوې، دا هغه قیام اللیل او د قرآن هغه تلاوت نه دی کوم چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) دهغې تعلیم ورکړی وو او کوم چې د هغه ملګرو سنت کیده او پوره توجه یې ورته ساته، دا په حقیقت کې له قرآن سره ښکاره ظلم دی او په قیام اللیل او د قرآن د تلاوت په مقصد پورې ملنډې وهل دي.
قرآن کریم فرمایی:
(( کتب انزلناه الیک مبارک لیدبروا ایته و لیذکروا الوالالباب)) (ص / 29 )
ژباړه: دا کتاب د خیر او برکت سرچینه ده، چې مونږ تا ته نازل کړی دی، تر څو خلک د هغه پر آیتونو غور وکړی او د عقل او فکر والا ور څخه درس واخلي.
او رسول الله(صلی الله علیه وسلم) فرمایې:
( چا چې له درې ورځو نه په کمه موده کې قرآن ختم کړ، هغه په قرآن هیڅ پوه نه شو). (ترمذی)
قرآن پاک فرمایی: (و إذا قرئ القرآن فلستمعوا له…) (الاعراف/204)
ژباړه:(او کله چې قرآن ولوستلی شي نو په پوره توجه سره یې واورئ).
20- په تراویح کې ځینې خلک درې ځلې قل هوالله لولی، داسې کول مکروه دی.
21- د قرآن پاک له ختمولو نه پس فورا ورپسې بیا قرآن شروع کول سنت دي، د رسول الله( صلی الله علیه وسلم) څخه روایت دی چې:(د الله تعلی دا خبره ډیره خوښه ده چې کله یو ځل قرآن ختم شي نو فورا ورپسې بیا شروع کړی شي او تر(( اولئک هم المفلحون)) پورې ولوستلې شي) (علم الفقه، دویم ټوک/174 مخ)
No related posts.

1 تبصره ها
اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
محتر وروجانه!
۱۴ او ۱۵ شمېره مسایل دې یو د بل خلاف دي، هیله ده بیا غور پرې وکړي.