“زه خو وايم نايي بيخي نشته” (په زړه پورې کيسه)

 

ژباړه: عبدالرزاق حبيبي
سرچینه: آن اسلام.نټ

یو کس د سلماني دوکان ته لاړ تر څو ورته ږيره او د سر وېښتان جوړ کړي، څنګه چې نايي کار پيل کړ، نو سړي ورسره مرکه پيل کړه، دواړو په مختلفو او ګڼو موضوعاتو ښه ګرمه مرکه وکړه، کله چې مرکه د خدای موضوع ته ورسېده، نايي يو دم وويلې زه خو په دې باور يم چې خدای نشته.
دې کس ورته وويل دا څه وايي؟ نايي ورته وويل همداسې ده کنه، ته بهر دې کوڅو ته ور ووځه، ته به خپله پوه شې چې خدای نشته، که چېرته خدای تعالی موجود وی نو دا دومره خلک به مريضان وی؟ دا دومره بې سرپرسته او غريب ماشومان به داسې خوار و زار ګرځېدلی؟
که خدای موجود وی نو خلک په مرضونو او دردوونو نه اخته کېدلی، زه خو هېڅکله داسې تصور نه شم کولی، چې هغه خدای چې له خپلو بنده ګانو سره مينه لري داسې شيان دې بيا هم موجود وي؟
سړي له ځان سره لږ ساعت فکر وکړ او بيا همداسې غلی شو، ځکه نه يې غوښتل يو دم ورسره بحث پيل کړي، نايي هم خپل کار پای ته ورساوه او سړی هم له دوکان نه همداسې ووت.
سړی چې څنګه له دوکانه ووت نو يو سړی يې وليد، چې وېښتان يې ډېر اوږده شوي و، ږيره يې هم ګډه وډه وه، او جامې يې هم ډېرې چټلې شوې وې، او له لرې ډېر خراب ښکارېده.
سړی بېرته د نايي دوکان ته ور وګرځېد او ورته يې وويلې، زه خو وايم چې نايي بېخي نشته دی!
نايي ورته وويل: دا څه وايي؟ څنګه نشته دی، ولې دا زه نه يم؟ ستا په مخ کې دا دی ولاړ يم او همدا اوس مې ستا وېښته در جوړ کړل!
سړي ورته وويل زه خو دا خبره ځکه نه منم، چې که نايي  وی نو دا مخامخ سړی به دا سې چټل، له اوږدو وېښتانو سره او په خراب حالت کې نه ګرځېدلی؟
نايي ورته وويل دا خو زما ګناه نه ده نو! که ماته راشي نو داسې به نه ګرځي، چټل او اوږدو وېښتو سره به نه ګرځېدی او د هغه اوږده وېښتان خو زما په نه شتون دلالت نه کوي!
سړي ورته وويل خبره همدلته ده، کنه! خلک ځانونه له خدای څخه لرې لرې کوي او هغه ته د نزديوالي اسباب نه لټوي، نو ځکه په ټولنه کې هم تکاليف زيات او خلک په مشکلاتو کې راګېر دي.

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

14 تبصره ها

  1. محمد صدیق امرخیل says:

    ماشا الله ډیر عالي او په زړه پورې یعنې قانع کوونکې کیسه وه الله پاک دې د لیکوال او د سایت د چلکوونکي په عمر او روزي برکت واجوي

  2. مبين says:

    سلام
    ډېره ښه کيسه ده ډېره مې خوښه شوه
    ماشالله

  3. محمد جاويد حيدرزى وردك says:

    سلامونه او نيكې هيلې د اصلاح انلاين ټولو كاركوونكو او مرسته كوونكو ته!
    خداى دې وكړې چې جوړ او روغ ياست.
    ښاغليو ډېره په زړه پورې كيسه وه او ډېر يو لوى درس پكې پروت وو خداى دې وكړې چې ليدونكو او لوستونكو ترې څه زده كړي وي الله دې ټوله په نيكه لار هدايت كړي او الله تاسو ته هم اجر در په برخه كړي.
    ستاسو د لازياتو معلوماتو په هيله.

    الله مو مل او ملګرى.

  4. خلیل الله (نائب) says:

    ډیره ښکلی قصه وه الله تعالی دی درته اجر درکړی.

  5. حميدالله سبحاني says:

    ګرانه وروره واقعآچي ښه په زړه يوري قيصه وه داخوپه رښتیاهم دخلکوپوري اړه لري چي څوک ځان څنګه برابروي

  6. مجيب الرحمن عاصم says:

    زه يوې خبرې ته اشاره کول غواړم او هغه دا چې په دنيا کې تکليفونه او مشکلات له الله تعالى څخه په ليرې والي دلالت نه کوي ځکه رسول الله صلى عليه وسلم فرمايي: اشد الناس بلاءً الانبياء ثم الاولياء ثم الامثل فالامثل” ژباړه: سخت مشکلات په انبياؤ او بيا په اولياؤ او بيا همداسې په ترتيب په نيکو خلکو راځي.
    دا مشکلات عام دي که د دعوت په لاره کې وي او که نور د دنيا مشکلات وي، تر دې پورې يوه قيصه راپه ياد شوه، يو سړي چا ته وويل چې مسلمانان ولې په مشکلاتو کې دي، نو هغه دويم سړي ورته وويل: چې زه ستا نه پوښتنه کوم، کله چې ته په لاره کوڅه کې خپل زوى په کوم غلط کار ووينې نو خامخا هغه رټې او وهې او له هغه کار څخه يې منع کوې او که چېرې د بل پردي سړي زوى ووينې نو هغه ته هيڅ هم نه وايي، نو الله تعالى ته چې هم څوک نږدې وي هغه د لږ ګناه په کولو هم په مشکلاتو کې اخته کوي تر څو له ګناه څخه منع شي او د آخرت په ورځ يې مشکلات کم وي، او څوک چې ترې ليرې وي نو هغه ته په دنيا کې راحت ورکوي او مشکلات نه پرې راولي تر څو ټول مشکلات او تکليفونه ورته اخرت ته پاتې شي

  7. سعادت الله says:

    ډیره ښکلی او قانع کوونکی. الله جل جلاله دی اجرونه درکړی.

  8. طیب الله بانده وال says:

    دیره شه قیصه وه.

  9. عبدالوهاب قاضی زاده says:

    دیر بزړه پوری کیسه وه دیره مننه.

  10. داکتر محمدسرور فیروزی says:

    په زړه پوری قیصه وه

  11. افضلي says:

    ماشاء الله
    حبیبي صاحب الله دې په ګوتو کې نور هم برکت واچوه…. دې ورځو کې ستا ژباړې الحمد لله ډېرې شوي… الله دې له بد نظره وساته….

  12. کامران نورزی says:

    سبحانک یا رب!!!! انت موجود الصمد

  13. رسولی says:

    خوږه کیسه ده او ښه مطلب یې پکې انځور کړی دی .

  14. قدرت الله جاهد says:

    په زړه پورې کيسه وه. :-)

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید