د تراويحو په لمانځه کې د قرانکريم له مخې لوستل

 
مولوي امين الله ازره وال
د اصلاح ويبپاڼې د فتوا او مشورو د څانګې محترمو چلونکو او مولوی صاحبانو !
زما سلامونه او نيکې هيلې ومنئ. زه يو سوال لرم: البته زماسوال دوه جزء  لری:
سوال: ايا د تراويحو اونورو نوافلو په جماعت  سره  لمونځو کې د قرانکريم  له  مخې لوستل اويا له مخې  ختم کول د امام ابوحنيفه( ح) په مذهب کې روا  ده او که نه؟
اول جز:  په داسې حال کې چې دجماعت ټول ګډونوال د جماعت د امام په شمول  د امام ابوحنيفه په مذهب وي.
دوهم جز: پداسې حال کې چې د جماعت ګډونوال د مختلفو مذاهبو پيروان وي او خپله د جماعت امام د امام ابوحنيفه په مذهب وي.
هيله ده مفصل او د روژی د مبارکی مياشتی نه مخکې  معلومات راکړئ.
والسلام

عاطف

ګرانه اوقدرمنه وروره عاطف خانه !
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
له هرڅه دمخه تاته اونورو ټولو مسلمانانو وروڼو اوخويندوته درمضان دمبارکې مياشتې د راتلو مبارکي وايم
لوى اومعال الله دې مونږ ،تاسې اونورو ټولو مسلمانانو وروڼو اوخويندو ته توفيق راپه برخه کړي چې له  دې زرين اوطلائې فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړو
درمضان مبارکه مياشت په یو شمېر ځانګړتياوباندې مشتمله ده چې  نورې مياشتې ورڅخه برخمنې ندې
درمضان دمياشتې ځانګړتياوې:
1-    داچې په دې مبارکه مياشت کې يوفرض عمل ترسره کول داوياووفرضوپه اندازه اجراوثواب لري
2-    داچې نفلي عبادت پکې د فرضو په اندازه اجر اوثواب لري
3-    داچې د قرآنکريم درانازليدو پيل په همدې مياشت کې شوى دى
4-    په دې مبارکه مياشت کې دقدرشپه شته چې له زرومياشتو څخه غوره ده
5-    په دې مبارکه مياشت کې اعتکاف کول درسول الله صلى الله عليه وسلم سنت عمل دى
6-    دتراويحولمونځ په همدې مياشت کې سنت عمل دى
7-    په تراويحو کې دقرآنکريم ختم هم سنت دى
8-    صدقه فطر اوداسې نور
هيله ده چې مسلمانان دغه عبادتونه په سمه توګه ترسره کړي
له د ې څخه وروسته راځواصل مقصدته چې هغه دورورپوښتنه ده
لکه چې مونږ بار بارويلي دي چې داد اهل سنتو څلور واړه مذهبونه حق مذاهب دې که کوم  مسلمان په هرمذهب پسې ولاړ شي نو هغه په حقه لار روان دى او الله تعالى به انشاءالله تعالى اجر اوثواب ورکوي
کله چې څوک په يوه مذهب کې داخل شي نو غوره طريقه داده چې بياتراخره پورې په همدې مذهب کې پاتې شي پرته له کوم شرعي ضرورته دې بل مذهب ته نه ورځې ،ځکه چې په تبديل مذهب سره سړى دنفسي غوښتنوښکارکيږي اوپه دين باندې دملنډو وهلو لامل ګرځي اوپه همدې توګه بل لورته دخلکو ترمنځ دشخړو اواختلافاتو باعث هم ګرځي
مونږ اوتاسې ګورو چې په افغانستان کې داهل سنتو په مذاهبوکې يواځې حنفي مذهب شتون لري اودافغانستان اکثره مسلمانان دهمدې مذهب پيروان دي  نوبايدخلک  کوښښ وکړي چې په همدې مذهب عمل وکړي
دپوښتنو ځواب:
1- دامام ابوحنيفه رحمة الله عليه په وړاندې په لمانځه کې له مصحف( د قرآنکريم ) څخه قرائت لوستل لمونځ فاسدوي برابره خبره ده چې لمونځ فرض وي اوکه سنت داهم سمه ده چې  ګډون وال  ټول حنفيان وي اوکه گډوډ وي دې خبرې ته کوم اعبتارنشته  اودامام ابوحنيفه دوه لوى شاګردان امام ابويوسف اوامام محمد رحمهم الله تعالى وايې چې لمونځ پرې نه فاسديږي البته په دې کارسره لمونځ مکروه کيږي،ځکه چې له اهل کتابو سره پکې تشبیه او ورته والى راځي ددې خبرې تفصيل په بدائع الصنائع اوپه نوروکتابوکې شته دى   بدائع الصنائع للكاساني (1/ 543
دافغانستان مسلمانانوته زمامشوره داده چې په  حنفي مذهب عمل وکړي، ځکه چې په ياده سره قراءت لوستل په لمانځه کې  دټولو امامانو په وړاندې غوره کاردى.

No related posts.

 
 
 

2 تبصره ها

  1. Mohammad Yasin says:

    الله اکبر و لله الحمد.العزة لله ولرسوله وللمؤمنین ولکن المنافقین لا یفقهون.
    سؤال:
    هل تجوز القراءة من المصحف في صلاة التراويح وصلاة الكسوف أو لا ؟ .

    الجواب:
    الحمد لله
    لا حرج في القراءة من المصحف في قيام رمضان ، لما في ذلك من إسماع المأمومين جميع القرآن ، ولأن الأدلة الشرعية من الكتاب والسنة قد دلت على شرعية قراءة القرآن في الصلاة ، وهي تعم قراءته من المصحف وعن ظهر قلب ، وقد ثبت عن عائشة رضي الله عنها أنها أمرت مولاها ذكوان أن يؤمها في قيام رمضان ، وكان يقرأ من المصحف ، ذكره البخاري رحمه الله في صحيحه معلقاً مجزوماً به .

    فتاوى إسلامية م2 – الشيخ ابن باز رحمه الله

    وسئل الشيخ ابن باز رحمه الله : هل يجوز للإمام في أثناء الصلوات الخمس أن يقرأ من المصحف ، وخاصة صلاة الفجر لأن تطويل القراءة فيها مطلوب وذلك مخافة الغلط أو النسيان ؟

    فأجاب :

    ” يجوز ذلك إذا دعت إليه الحاجة ، كما تجوز القراءة من المصحف في التراويح لمن لا يحفظ القرآن ، وقد كان ذكوان مولى عائشة رضي الله عنها يصلي بها في رمضان من مصحف ، ذكره البخاري في صحيحه تعليقا مجزوما به ، وتطويل القراءة في صلاة الفجر سنة ، فإذا كان الإمام لا يحفظ المفصل ولا غيره من بقية القرآن الكريم جاز له أن يقرأ من المصحف ، ويشرع له أن يشتغل بحفظ القرآن ، وأن يجتهد في ذلك ، أو يحفظ المفصل على الأقل حتى لا يحتاج إلى القراءة من المصحف ، وأول المفصل سورة ق إلى آخر القرآن ، ومن اجتهد في الحفظ يسر الله أمره ، لقوله سبحانه : ( وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا ) وقوله عز وجل : ( وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ ) . والله ولي التوفيق ” انتهى . “مجموع فتاوى ابن باز” (11/117) .

    والله أعلم .

    الإسلام سؤال وجواب

  2. خاکسار وقار خاکسار وقار says:

    جزاکهم الله خیر

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید