Home » معارف اسلامي » انديشه اسلامي »
څوک چې (لااله الاالله) وايي لاس ترې ونیسئ
لیکنه: دوکتور یوسف قرضاوی
ژباړه: خلیل الرحمن حنیف
یادونه:
دا لیکنه د اسلامي نړی د پیاوړی عالم او دعوتګر دوکتور یوسف قرضاوي د ارزښتمن کتاب (الصحوة الإسلامية بين الاختلاف المشروع والتفرق المذموم) د پښتو ژباړې بله برخه ده چې د اصلاح آنلاین همکار، تکړه قلموال خلیل الرحمن حنیف صاحب کړې ده.
اصلاح آنلاین په داسې حال کې چې له لوی خدای څخه قدرمن لیکوال او درانده ژباړن ته د اوږده عمر، د اسلام د خدمت د لا توان او په آخرت کې د ستر اجر غوښتونکی دی، خپلو قدرمنو لوستونکو ته دغه ارزښتمنې مرغلرې په پرلپسې توګه پدې هیله ډالی کوي چې دا امت یو ځل بیا د تفرقې له ناولو لومو څخه د وحدت سپیڅلې کړۍ ته راووزي.
په همدې هیله
د یوه روڼ آندي مسلمان په وړاندې دا ښکاره ده چې د اتحاد او اتفاق په مخکې ترټولو لوی خطر د یوه مسلمان کافر ګڼل دي، دا کار د مسلمانانو ترمنځ نیږیوالی نړوي او په ځانګړې توګه اسلام او په عامه توګه مسلمانانو ته ترې لویه ستونزه بله نشته، مطلقا د اسلامي امت نه د یوه مسلمان ایستل خطر دی، یو مسلمان د اهل قبلې له دائرې څخه بهر شمیرل، کافر او مرتد ورته ویل د مسلمانانو ترمنځ ستونزمن کار دی.
پرته له شکه دا کار ستا او د هغه ترمنځ هغه د اسلام قوي تړاو او رابطه لمنځه وړي، ستا او د هغه ترمنځ نور هغه د وروری او صمیمیت انداز نشي لیدل کیدی، نو دا دواړه اسلام او ارتداد دوه مستقیم خطونه دي چې هیڅ وخت یو د بل سره نشي یو ځای کیدی.
په دې اړه ما په خپله بله رساله (ظاهرة الغلو فی التکفیر) کې پوره بحث کړی او د دې نظریې خطرونه مې روښانه بیان کړي، دا کار یوه دیني خطا ده، د کم علمی او ناپوهی څخه سرچینه اخلي، د حرکت په موخو او اهدافو نا پوهي شمیرل کیږي او په سیاست کې اشتباه او خطا بلل کیږي.
نبوي احادیث په سختو ټکو مسلمانان له دې څخه ویروي چې بل مسلمان په کفر متهم کړي، په دې اړه صحیح او مشهور احادیث شته.
د ابن عمر رضی الله عنه څخه مرفوع حدیث دی چې وايي: (که چا خپل ورور ته وویل چې اې کافره، نو یو د دواړه څخه په دې خبرې کافر کیږي، که چیرې مخاطب همداسې وو لکه چې ورته وویل شول نو هغه کافر شو، کنه خبره بیرته په متکلم او ویونکي راګرځي) .
د ابو ذر حدیث دی چې وايي: (که چا څوک په کفر سره یاد کړل، او یا یې ورته وویل اې د خدای دوښمنه په داسې حال کې چې هغه داسې نه وو نو خبره یې بیرته پرې را ګرځي) .
د ابوقلابة حدیث دی چې وايي: (مسلمان ته کافر ویل داسې دي لکه په قتل یې چې ورسوي) .
د اسلامي حرکت په ځوانانو واجب دي چې په دې اړه ډیر له احتیاط څخه کار واخلي، د هغه چا نه لاس ونیسي چې وایي (لااله الاالله) په صحیحو احادیثو کې دا خبره راغلې چې څوک دا کلیمه ووایي، نو مال او ناموس یې په امان دی او باقي حساب یې په الله دی.
په حدیث کې راځي چې (حسابه علی الله) حساب یې په خدای دی، معنا دا چې موږ ته نور لازمه نه ده چې سینه یې پرې څیرې کړو ترڅو درک کړو چې آیا دا کلیمه یې د زړه نه ویلي که یې نه ده ویلې، موږ د هغه سره په ظاهر عمل کوو، او د باطن او غیبو علم خو یوازې الله لره دی موږ ترې عاجز یو.
د اسامة بن زید کیسه ټولو ته څرګنده ده چې په جګړه کې یې وروسته ترهغې یو کس ووژلو چې (لااله الاالله) یې وویله، نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورسره ونه منله، اسامة ډیر وویل چې هغه د ډاره دا کلیمه وویله نو ځکه مې ووژلو خو نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل: چې آیا تا یې زړه څیرې کړ ترڅو وپوهیږي چې د زړه نې یې ویلې که یې نه ده ویلې؟!.
نو ځکه دا هیڅ وخت جواز نلري چې اهل اسلام ته د کفر خطاب وکړو، په ګناه څوک نه کافر کیږي، په بدعتونو سره یې کافر مه شمیرئ، په نظریاتو سره کفر مه ورته متوجه کوئ اګر که په خپلو دغو کارونو کې په خطا او د حق او صواب په خلاف هم وي.
امام ابن الوزیر وايي: نبي کریم صلی الله علیه وسلم امر کړی ترڅو د کافر ګڼلو څخه ځانونه لرې وساتو، په دې اړه احادیث راغلې چې دلته د هغو نه ځینې یادوو.
د انس رضی الله عنه حدیث دی چې وايي: رسول الله وفرمایل (دری شیان د اصل ایمان څخه دي، د هغه چا نه لاس نیول چې لااله الاالله وایي، په ګناه یې نه کافر کوو، په عمل سره یې د اسلام څخه نه وباسو…)حدیث ابوداود په خپل سنن کې د جهاد په کتاب کې یاد کړی، او ابویعلی د بلې لارې روایت کړی، په حدیث کې کوم ضعف نه لیدل کیږي یوازې په سند کې یې یزید الرقاشي راغلی چې په حفظ کې کمزوری وو، خو حافظ ابن عدي په ښو یاد کړی او ثقه یې شمیرلی، د هغه په هکله وايي د هغه سره ډیر ښه احادیث دي چې د انس رضی الله عنه څخه یې روایت کړي هیله کیږي چې په منلو کې به یې کومه ستونزه نه وي، له بلې خوا نبي کریم صلی الله علیه وسلم ټول تابعین په ښو یاد کړي، دا حدیث د ابوداود په حدیث سره هم تقویه شوی.
همدارنګه ابوهریرة د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د انس رضی الله عنه د پورتني حدیث سره په معنا کې ورته حدیث روایت کړی. او ابوداود په خپل کتاب کې راوړی.
ابن عمر د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي (د لااله الاالله، له څښتنانو لاس ونیسی، په ګناهونو یې مه کافر کوئ،چاچې د لااله الاالله څښتنان کافر وګڼل نو هغه په خپله کفر ته نیږدې شو) طبراني په کبیر کې د ضحاک بن حمرة له لارې د علي بن زید څخه روایت کړی.
ابن عمر د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي (د لااله الاالله، له څښتنانو لاس ونیسی، په ګناهونو یې مه کافر کوئ،چاچې د لااله الاالله څښتنان کافر وګڼل نو هغه په خپله کفر ته نیږدې شو) طبراني په کبیر کې د ضحاک بن حمرة له لارې د علي بن زید څخه روایت کړی.
هیثمي واييٍ: د دوی دواړو د احادیثو په هکله اختلاف دی. خو زه وایم: چې د دوی دواړو حدیثونه په دارنګه موضوعاتو کې قابل د قبول دی او بل داچې مخکیني حدیثونه هم د موضوع تقویه کولی شي.
په دې باب کې د علي علیه السلام، ابو درداء، ابو امامة، واثله، جابربن عبدالله، ابو سعیدالخدري او عایشې رضی الله عنهم نه هم ورته روایتونه شته چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه یې روایت کړي، په سندونو کې یې جرحې لیدل کیږي خو ټول یو ځای د مخکني حدیثونو سره د موضوع کره والی ثابتولی شي، د علي علیه السلام څخه د دې حدیثونو شواهد هم څرګند دي، لکه څرنګه چې مخکې مو یاده کړه هغه خوارج کافر نه ګڼل، د هغوی د مال تالان ته یې اجازه نه ورکوله، د اصحابو کرامو عمل هم د دې موضوع تایید کوي، د جابر نه روایت دی چې وايي چا ورته وویل: آیا تاسې د اهل قبلې څخه څوک مشرک بلل؟ جابر ورته وویل: معاذ الله! له دې خبرې څخه په لړزه شو، بیا یې ورته وویل: آیا تاسې څوک د اهل قبلې کافر بللو؟ هغه په ځواب کې وویل: نه. حدیث ابو یعلی او طبراني په (الکبیبر) کې روایت کړی راویان یې سم دي، خو کله چې د اصحابو کرامو عمل په دې اړه ګورو، د حدیث په قوت دلالت کوي، دا اووه دلایل د مخکیني حدیث سره یو ځای ټول په لمړي سر د مجمع الزوائد کې راغلي).
بیا د موضوع په هکله بلې خبرې ته اشاره کوي او وايي:
(ډیر آیتونه او حدیثونه د عفوې په باره کې راغلې، ښکاره ده چې اهل تأویل هم خطا شوي، خطا د دوی عمدي کار نه وو، او موږ یې یوازې خطا بولو ځکه دا باطني علم دی چې پرته له الله بل څوک نه پرې پوهیږي، الله جل جلاله اهل اسلام ته په خطاب کې وايي: (وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ فِيمَا أَخْطَأْتُم بِهِ وَلَكِن مَّا تَعَمَّدَتْ قُلُوبُكُمْ) الاحزاب، ۵. په تاسې باندې ګناه نشته په هغه څه کې چې خطا شوي یاست، مګر ګناه شته په هغه څه کې چې تاسې یې د زړه د قصده اجراء کوی. په بل ځای کې وايي: (رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا) البقرة ۲۸۶. اې ربه زموږ! که زموږ نه کومه خطا او نسیان صادر شي نو موږ مه پرې نیسه. د دې آیت په تفسیر کې واضح شوي چې الله تعالی په ځواب کې وايي (قد فعلت) یعنې همداسې مې درسره وکړل، په خطا او نسیان مو نه نیسم، چې دا خبره په دوو صحیحو حدیثونو کې د ابن عباس او ابوهریرة څخه روایت شوې.
په بل ځای کې الله جل جلاله وايي: (وَلَمْ يُصِرُّواْ عَلَى مَا فَعَلُواْ وَهُمْ يَعْلَمُونَ) ال عمران ۱۵۳. او هغوی د پوهې او ادراک سره په خپلو کړنو ټینګار نه کوي. ګورو چې دلته یې ملامتي د علم او پوهې د حالت سره قید کړې. همدرانګه په بل ځای کې د مؤمن د قتل په هکله وايي: (وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآؤُهُ جَهَنَّمُ)النساء ۹۳. هغه خلک چې یو مؤمن د پوهې او ادراک سره سره وژني، نو د هغوی جزاء جهنم دی. دلته هم ګورو چې جزاء او وعید د پوهې او ادراک سره قید شوی، همداشان د ښکار په هکله وايي: (وَمَن قَتَلَهُ مِنكُم مُّتَعَمِّدًا) المائده ۹۵. او که چا له تاسې د پوهې او ادراک سره ووژلو. همدارنګه په ډیرو حدیثونو کې همدا معنا ښکاره ده، لکه د سعد، ابي ذر او بوبکرة متفق علیه حدیث چې وايي: (څوک چې د خپل پلار نه پرته بل چاته ځان منسوب کړي، په داسې حال کې چې دی پوهیږی چې پلار یې نه دی). دلته هم ګورو چې جزاء په شرط د علم او پوهې سره ده.

په دې اړه د مثالونو په لړ کې کیدای شي هغه حدیث هم یاد شي چې وايي: کوم کس د خپلو ګناهونو له مخې وصیت وکړ چې وروسته له مرګه مې وسوځوئ بیا مې د شدید باد په ورځ نیم په وچه اونیم هم په بحر کې کیږي ترڅو الله را باندې قادر نشي چې عذاب راکړي! همدا علت وو چې الله رحم پرې وکړ ځکه دا کس په ریښتیا د الله له عذابه ویریده، دا حدیث متفق علیه دی، د صحابه وو د یوه جماعت څخه روایت شوی، لکه حذیفة، ابوسعید، ابوهریرة، کیدای شي راویان یې د تواتر اندازې ته ورسیږي لکه څرنګه چې همداسې په جامع الاصول او مجمع الزوائد کې راغلي، د حذیفة په حدیث کې راځي چې دا کس کفن کش وو.
په دې کس الله رحم وکړ ځکه په الله او ورځې د آخرت یې ټینګ ایمان درلود، د الله له عذابه سخت ویریده، خو دا چې د الله په قدرت جاهل وو داسې یې انګیرله چې کیدای شي الله راباندې قادر نشي دا کفر نه شمیرل کیږي، مګر په هغه وخت کې چې دا خبره ورته ښکاره شوې وي نبي ورته رالیږل شوی وي، چې په دې حالت کې کیدی شي وپوهیږي نو بیا چې د نبي د څرګندونو سره سره د الله له قدرت څخه مخ اړوي دا نه منونکی دی رب تعالی وايي: (وَمَا كُنَّا مُعَذِّبِينَ حَتَّى نَبْعَثَ رَسُولاً) الاسراء ۱۵. موږ ترهغې عذابوونکي نه یو ترڅو چې (د حق او باطل د توپیر لپاره) پیغمبر (د پیغام سره) ونه لیږو.
تیر شوی حدیث د تاویل په هکله د خطا کوونکو لپاره د مفهوم نه ډک دی.
همدارنګه تیرشوي حدیثونه په دې حدیث سره هم تقویه کیږي چې وايي: (زه د بنده د ګمان سره یم، په ما دې هغسې ګمان وکړي چې خوښه یې ده) دا دری صحیح حدیثونه دي.
همدا علت دی چې یو محترم ټولی د اسلامي علماوو وايي: یو مسلمان د کفر په الفاظو ترهغې نه کافر کیږي ترڅو چې ویونکی په دې پوه نه وي چې څه وايي هغه کفر دی. دا قول د ابي علي الجبائي، محمد او شافعي دی.
کیدای شي تیر شوی صحیح یا متواتر حدیث د دوی د دې خبرې دلیل وي) .
شیخ الاسلام ابن تیمیة وايي:
(په ګناه باندې د مسلمان کافر ګڼل جواز نلري، په کومه خطا سره یې له دینه ایستل نا روا دي، په تیره بیا په هغو مسایلو کې اشتباه او خطا چې اهل قبله یې په هکله اختلاف لري، ځکه الله جل جلاله وايي: (آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللّهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِ وَقَالُواْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ( 285 ) لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلاَ تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلاَ تُحَمِّلْنَا مَا لاَ طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَآ أَنتَ مَوْلاَنَا فَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ( 286)) البقرة. پیغمبر په هغه هدایت ایمان راوړی چې د هغه د رب له خوا پر هغه نازل شویدی او خلکو چې د دې پیغمبر منونکي دي، هغوی هم دا هدایت د زړه په مینه منلی دی دوی ټولو الله، د هغه پرښتې، د هغه کتابونه او د هغه پیغمبران منلي دي او د هغو وینا داده چې: موږ د الله په پیغمبرانو کې یو له بله توپیر نه کوو، موږ حکم واوریده او اطاعت مو ومانه، زموږ څښتنه! موږ ستا څخه د ګناه نه د بښنې غوښتونکي یو او همدا ستا لوري ته زموږ درتګ دی. الله هیڅ نفس ته د هغه د وسه پورته مسؤولیت نه متوجه کوي چا چې څه ښه کړيدي میوه یې د هماغه ده، او چا چې څه بدي کړيده ګناه یې پرهماغه ده (مؤمنانو تاسې داسې دعا وکوئ) اې زموږ ربه! که له موږ نه څه هیره او خطا صادره شي، موږ مه پرې نیسه، څښتنه! په موږ هغه پیټی مه ایږده چې زموږ نه په مخکینیو خلکو دې ایښی وو، زموږ څښتنه! د کوم پیټي پورته کولو چې په موږ کې وس نشته هغه پرموږ مه ایږده، له موږ سره آساني وکوه، زموږ (له ګناهونو) څخه را تیر شه، پرموږ رحم وکوه، ته زموږ کار جوړوونکی یې د کافرانو په مقابل کې زموږ مرسته وکړه.
په صحیح حدیث کې ثابت دي چې الله جل جلاله د مؤمنانو دا دعا قبوله کړې او د خطاوو بښنه یې ورته کړې.
د خوارجو ډله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د هغوی په وړاندې د جګړې امر کړی وو، امیر المؤمنین علي رضی الله عنه ورسره جګړه وکړه، ټول امامان، صحابه او تابعین او د هغوی نه وروسته نور علماء د خوارجو سره په جګړې اتفاق لري، خو علي کرم الله وجهه او سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه او نورو صحابه وو خوارج کافر نه ګڼل، سره د دې چې جګړه یې ورسره روا بلله او عملا په جګړه ورسره ښکیل وو خو کفر یې نه ورته منسوبولو، علي کرم الله وجهه تر هغې د هغوی په وړاندې توره پورته نکړه ترڅو چې خوارجو د مسلمانانو وینې تویې کړې، د مسلمانانو مالونه یې تالان کړل، بیا یې د دوی د ظلم په مقابل کې جګړه پیل کړه، ترڅو د ظلم نه یې را منع کړي نه دا چې کافران دي، همدا علت وو چې د هغوی بندیان یې غلامان نه نیول، د هغوی مالونه یې غنیمت نه شمیرل.
د دې ډلې ګمراهي چې په نص او اجماع دواړو ثابته ده بیا هم صحابه کافر نه ورته وایي سره د دې چې الله او د هغه رسول ورسره د جګړې امر هم کړی وو، نو د هغو ډلو په اړه څه فکر کوی چې یوازې د حق په پیژندلو کې یو د بل سره اختلاف لري، د هغه خلکو په اړه څه فکر کوی چې یوازې د مسایلو په اړه یو د بل سره اختلاف نظر لري؟ هیڅکله هم نه ده روا چې یوه ډله بله کافره وبولي، د هیڅ اسلامي ډلې د وینو تویول او مال خوړل روا نه دي، سره د دې چې په ښکاره بدعت کې هم وي، کیدای شي کافره ګڼونکې ډله هم په ورته بدعت کې وي، یا یې بدعت تر هغې بلې ډلې شدید او مضر وي، اکثرا دا ټولې سره مختلفې ډلې د حقایقو په پیژندلو جاهلې دي.
بنیادي خبره داده چې د مسلمانانو د وینو تویول، د هغوی د مالونو تالانول، د هغوی د ناموس سپکاوی حرام دی، دا څیزونه یوازې د الله په اذن سره حلال شمیرل کیږي، نبي کریم صلی الله علیه وسلم د حجة الوداع په خطبة کې مسلمانانو ته داسې وویل: (ستاسو وینې، ستاسو مالونو او ستاسو ناموسونه پرتاسې حرام دي، لکه د دغه ورځې حرمت په دې ځای او په دې میاشت کې). همدارنګه وايي: (د یوه مسلمان وینې تویول، مال او ناموس په بل مسلمان حرام دي)، همدا شان فرمايي: (څوک چې زموږ سره لمونځ کوي، زموږ قبلې ته مخامخ کیږي، زموږ ذبحه خوري، هغه مسلمان دی، د الله او د هغه د رسول په ذمة او ساتنه کې دی).
په بل ځای کې وايي: (کله چې دوه مسلمانان یو د بل سره په جګړه شي، نو قاتل او مقتول دواړه په اور کې دي)، چا ورته وویل اې د الله رسوله قاتل خو خیر نو د مقتول څه ګنا ده؟ رسول الله په ځواب کې ورته وویل: (ځکه چې هغه هم د خپل ورور د قتل اراده درلوده)، په بل ځای کې فرمايي: (زما نه وروسته د کفارو په څیر یو د بل غاړې مه وهئ) همدارنګه وايي: (کله چې یو مسلمان خپل ورور ته ووايي اې کافره، نو یو د دواړو په دې کلیمې سره کافر کیږي) دا احادیث ټول صحیح دي.
که چیري یو مسلمان په ګمان سره د بل مسلمان د قتل یا کفر پریکړه وکړي، په دې سره نه کافر کیږي، ګورو چې عمربن الخطاب د حاطب بن ابی بلتعة په هکله نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته وايي: پرې مې ږده چې د دغه منافق سر ووهم، نبي کریم صلی الله علیه وسلم په ځواب کې ورته وویل: (هغه د بدر په جګړه کې حاضر وو، څه فکر کوې، الله جل جلاله د بدر په څښتنانو را ښکاره شوی او ورته ویلي یې دي: هرڅه مو چې خوښه وي ویې کړئ بیشکه ما درته بښنه کړې). حدیث بخاري او مسلم روایت کړی، همدارنګه په بل حدیث کې راځي چې د (افک) په پیښه کې اسید بن الحضیر سعد بن عبادة ته وویل: ته منافق یې د منافقینو له اړخه مجادله کوې، همداوو چې دواړه ډلې سره تیزې شوې بیا نبي کریم صلی الله علیه وسلم راغی د دوی دواړو ترمنځ یې سوله وکړه، دا حدیث هم بخاري او مسلم روایت کړی. نو دا هغه کسان دي چې د بدر په غزا کې یې ونډه اخیستې یو بل ته وايي ته منافق یې خو رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې سره کوم لوری نه ملامتوي او نه یې کافروي بلکې ټولو ته د جنت زیری ورکوي.
همدارنګه په صحیحینو کې راغلي چې اسامة بن زید وروسته ترهغې یو کس په قتل ورسولو چې لااله الاالله یې وویله، نبي کریم صلی الله علیه وسلم دا خبره ډیره لویه وګڼله کله چې خبر شو اسامة بن زید ته یې وویل: (اې اسامة! آیا تا هغه ووژلو سره د دې چې لااله الا الله یې وویله؟ نبي کریم صلی الله علیه وسلم دا خبره څو ځلې همداسې د اسامة په وړاندې تکرار کړه تردې چې اسامة وايي: داسې فکر مې وکړ لکه په همدغه ورځ چې مسلمان شوی وم! خو سره د دې یې هم په اسامة قصاص جاري نکړ، نه یې هم دیت ترې واخیست، ځکه اسامة داسې فکر کړی وو چې قتل یې ورته جائز دی ځکه هغه فکر کولو چې د کلیمې ویل یې د ډاره دي نه د زړه له قصده.
زموږ سلف داسې وو، ځینو به د ځینو سره جګړه وکړه، لکه د جمل او صفین په پیښو کې، خو د دې سره به مسلمانان وو الله جل جلاله وايي: (وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَاءتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ) حجرات، ۹. او که د مؤمنانو څخه دوه ډلې په خپلو منځو کې په جنګ شي نو د هغو په منځ کې سوله وکوئ، بیا که د هغوی نه یوه ډله په بله تیری وکوي نو له تیري کوونکي سره وجنګیږئ، ترهغې پورې چې هغوی د الله د حکم خواته را وګرځي، بیا که هغوی را وګرځي د هغوی په منځ کې په عدل سره سوله وکوئ، انصاف وکوئ چې الله انصاف کوونکي خوښوي. الله جل جلاله ښکاره بیان کړي چې مسلمانان سره د جنګ جګړو یو د بل سره وروڼه دي نو ځکه یې د هغوی ترمنځ په عدل او انصاف سره د سولې امر کړی.
زموږ سلف داسې وو چې جګړې به یې هم وکړې خو یو بل ته به یې د کفر نسبت هیڅکله نه کولو، هغه دیني ورورګلوي به یې ټینګه ساتله، یو د بل شهادت به یې قبلولو، د یو بل نه به یې د علم زده کړه کوله، یو د بل سره یې د کفارو غوندې د دوښمنیو معامله هیڅکله هم نه کوله، بلکې یو د بل نه یې میراث اخیستی شوی، یو د بل نه به یې نکاح کوله، د مسلمانانو غوندې به یې راکړه ورکړه کوله، دا ټول سره د دې چې کله نا کله به یې ترمنځ جګړې هم تودې شوې یو بل ته به یې لعنتونه هم ویل.
زموږ سلف داسې وو چې جګړې به یې هم وکړې خو یو بل ته به یې د کفر نسبت هیڅکله نه کولو، هغه دیني ورورګلوي به یې ټینګه ساتله، یو د بل شهادت به یې قبلولو، د یو بل نه به یې د علم زده کړه کوله، یو د بل سره یې د کفارو غوندې د دوښمنیو معامله هیڅکله هم نه کوله، بلکې یو د بل نه یې میراث اخیستی شوی، یو د بل نه به یې نکاح کوله، د مسلمانانو غوندې به یې راکړه ورکړه کوله، دا ټول سره د دې چې کله نا کله به یې ترمنځ جګړې هم تودې شوې یو بل ته به یې لعنتونه هم ویل.
الله جل جلاله په جماعت او محبت سره امر کړی، د بدعت او اختلاف څخه یې نهی کړې رب تعالی جل جلاله وايي: (إِنَّ الَّذِينَ فَرَّقُواْ دِينَهُمْ وَكَانُواْ شِيَعًا لَّسْتَ مِنْهُمْ فِي شَيْءٍ) الانعام، ۱۵۹. کومو خلکو چې خپل دین ټوټه ټوټه کړ او ټولی ټولی شول په یقیني توګه د هغو سره ستا هیڅ اړیکه نشته.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم وايي: (د جماعت ملازمت وکړئ، ځکه د الله مرسته او نصرت د جماعت سره دی) همدارنګه وايي: (شیطان د یوه سره وي د دوو نه لرې ګرځي) په بل ځای کې وايي: (شیطان د انسان لیوه دی لکه د میږو لیوه، او لیوه هغه میږه را نیسي چې ځانته وي جلا وي).
که چیرې کوم مسلمان د مسلمانانو په کوم ښار کې هستوګن شي نو واجب ده چې د هغوی سره د جماعت او جمعې لمنځونه یو ځای اداء کړي، د مؤمنانو سره مینه ښکاره کړي دوښمني ونه کړي، که کوم یو یې ګمرای او سر کښ ولیدو نو لازمه ده چې لارښوونه ورته وکړي که چیرې وتوانیده، که ونه توانیده نو الله د توان څخه په لوړ کار څوک نه نیسي، که چیرې قادر وو چې د وړ او غوره کس امامت او مشري په خلکو ومني نو ښه ده، کنه د خپل وس او توان سره دې د بدعتونو او سرکښیو مخنیوی وکوي، که چیرې یې د دې توان نه درلود نو په هغه چا پسې دې لمونځ اداء کړي چې د الله په کتاب او د نبي په سنتو خبر وي، په هغه چا پسې د ودریږي چې د الله او د رسول اطاعت ته مخکیوالی ښیي، لکه څرنګه چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وايي: (د خلکو امامت دې هغه څوک وکړي چې د الله کتاب ښه تلاوت کولی شي، که چیرې په تلاوت کې سره برابر وو نو بیا دې هغه څوک امام شي چې په سنتو عالم وي، که چیرې د سنتو په علم کې هم سره برابر وو نو بیا دې هغه امام شي چې په هجرت کې مخکې دی، که چیرې په هجرت کې هم سره برابر وو نو بیا دې د لوړ سن واله مخکې شي).
که چیرې د بدعتونو او بدمرغیو نه په کناره کې ښکاره مصلحت وو، کیدای شي مجلسونه یې پریږدي لکه څرنګه چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د هغه دریو کسانو څخه راکړه ورکړه بنده کړه کوم چې مخالفت یې کړی وو تردې چې الله یې توبه قبوله کړه، خو که چیرې د ده د اجازې نه پرته بل څوک امام ټاکل شوی وو او د هغه په امامت د لمانځه په پریښودو کې شرعي مصلحت نه وو نو په هغه پسې د لمانځه او جمعې نه اداء کول جهل او ګمراهي ده، او دا به د بدعت مقابله په بدعت سره وي.
که چیرې د بدعتونو او بدمرغیو نه په کناره کې ښکاره مصلحت وو، کیدای شي مجلسونه یې پریږدي لکه څرنګه چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د هغه دریو کسانو څخه راکړه ورکړه بنده کړه کوم چې مخالفت یې کړی وو تردې چې الله یې توبه قبوله کړه، خو که چیرې د ده د اجازې نه پرته بل څوک امام ټاکل شوی وو او د هغه په امامت د لمانځه په پریښودو کې شرعي مصلحت نه وو نو په هغه پسې د لمانځه او جمعې نه اداء کول جهل او ګمراهي ده، او دا به د بدعت مقابله په بدعت سره وي.
آن تردې که چا د جمعې لمونځ په فاجر پسې اداء کړ علماء یې په بیرته را ګرځولو کې اختلاف لري، ډیری علماء یې بیرته را ګرځول مکروه بولي، امام احمد بن حنبل د عبدوس په روایت کې وایي: (که چا دا لمونځ بیرته را وګرځولو نه بدعت ګر دی، همدا د هغه ښکاره قول دی، ځکه اصحابو کرامو هیڅکله هم داسې کار نه دی کړي کله یې چې په فاجرانو او مبتدعینو پسې لمونځ اداء کړی بیا یې نه دی را ګرځولی، او الله جل جلاله هم په دې امر نه دی کړی چې د خپل وس سره سم دې څوک لمونځ اداء کړي او بیا یې دې بیرته را وګرځوي) .
دا د شیخ الاسلام ابن تیمیة څرګندونې دې چې ښکاره د هغه خلکو سره مخالف دی کوم چې نور په ګناه او خطا سره کافر ګڼي، ښکاره جماعت ته دعوت کوي او د ځان ځانۍ څخه خلک منع کوي، شیخ الاسلام وايي چې په مبتدع پسې لمونځ روا دی چې څوک یې اداء کړي.
اوس وګورئ هغه کسان چې ابن تیمیة ته ځانونه منسوب بولي د دغه حقایقو څخه نا خبره دي، د هر مخالف په وړاندې یې د کفر توره را ایستلې وي ځان حق بولي نورو ته د باطل نسبت کوي، آن تردې چې لویې لویې ډلې یې کافرې ګڼلې داسې ډلې چې امتونه یې متابعت کوي لکه اشاعرة، ځینې خو ډیر تیری کوي لوی لوی علماء او دعوتګر یې په ذهن کم ورځي، د خپلې بړستنې پښې را وباسي د کفر حکم پرې کوي، دوی له دې نه ډاریږي چې کیدای شي دا حکم بیرته پردوی را وګرځي لکه څرنګه چې احادیث دې خبرې ته همداسې اشاره کوي.
د شبهې له مخې د آحادو حدیثونو په رد سړی نه کافر کیږي:
نن ورځ هغه کسان چې نوي نوي په علم کې داخل شوي، اوس یې دعوت ته پیل کړی په عجله فتوا ورکوي هغه کسان کافر ګڼي چې د ځینو صحیحو آحادو حدیثونو څخه منکر دي، کیدای شي دا حدیثونو شیخینو یعنې بخاري او مسلم روایت کړي وي، کیدای شي د دوی نه یوه روایت کړی وي، خو د دې حدیثونو نه منکر داسې څه ګوري چې په حدیث کې یې علت بولي قدحه په کې واردوي او د حدیث ثبوت ستونزمن شمیري.
دوی دا رنګه حدیثونه ردوي ځکه چې د قرآن د ښکاره د لایلو سره ټکر لري، یا د ځینو متواترو صحیحو یقیني حدیثونو سره اړخ نه لګوي، یا د قطعي علم له مخې د نه منلو دي، یا دا چې د ثابت تاریخ نه واټن لري، یا د حسي او عقلي دلالت څنګ ته غیر معقول دي او داسې نور، د حدیثو علماء دا رنګه یاد شوي ټکي په حدیث کې د موضوع والي دلایل بولي، دا په داسې حال کې چې ځینې نور علماء بیا دا خبره نه مني.
دوی نه باید د داسې حدیثونو منکرین کافر وګڼي، ځکه دوی په دې مساله کې دلیل نلري، علماء وايي چې د سنتو منکر کافر دی په دې معنا چې د پیغمبر سنت وروسته له قرآنه د شریعت د احکامو د مصدر او مرجع په حیث ونه مني، ځکه څوک چې داسې کوي نو د هغه څه نه منکریږي چې د دین له مخې په ضرورت سره معلوم دي او په سنتو سره ثابت شوي لکه پنځه ګوني لمنځونه، د لمانځه معلوم وختونه، محدود رکعتونه، دغه هیأت د لمانځه چې موږ څنګه لمونځ اداء کوو، په تکبیر یې پیلوو او او په سلام یې ختموو، دا ټول په سنتو ثابت شوي.
خو که څوک د آحادو حدیثونو څخه د یوه یا ټولو نه منکر شي، نو هیڅ معتبر فقیه او عالم یې په کفر پریکړه نشي کولی، که ډیر وړاندې ولاړ شي کیدی شي ووایي چې منحرف شوی بدعت ته یې مخه کړې، دا هم په هغه صورت کې چې د آحادو حدیثونو څخه منکر منونکي دلایل ونلري.
ګورو چې د اهل سنتو علماء خوارجو او معتزله وو ته کفار نه وايي، دا سره د دې چې د ډیرو صحیحو حدیثونو څخه منکر دي، لکه په جنت کې د الله د دیدار حدیث، په نبي کریم صلی الله علیه وسلم باندې د سحر حدیث او داسې نور، کوم چې ابن قتیبة په خپل مشهور کتاب (تأویل مختلف الحدیث) کې راوړي او رد یې پرې کړی.
ډیر داسې امامان شته چې حدیث ردوي خو بل امام همدغه حدیث صحیح ګڼي کوم چې بل رد کړی.
بلکې موږ محدثین ګورو چې ځینې داسې حدیثونه ردوي کوم چې بل محدث یې صحیح شمیري، همدا علت دی چې امام بخاري ډیر آحادیث نه دي روایت کړي خو نورو علماوو په خپلو کتابونو کې صحیح شمیرلي.
یحیی بن معین د جرح او تعدیل امام (د صدقې د فرائضو) حدیثونه ردوي سره د دې چې بخاري او مسلم روایت کړي.
په دې اړه د ام المؤمنین عایشې رضی الله عنها خپل نظریات وو، هغه احادیث یې ردول چې د قرآن د ظاهر سره یې په ټکر کې شمیرل، ویل به یې چې صحابه خطا شوي چې دا رنګه حدیثونه یې روایت کړي، دوی سم نه دي آوریدلي، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه یې تلقي سمه نه وه.
د بیلګې په توګه عایشې رضی الله عنها دا حدیث رد کړی چې وايي (مړی د خپل اهل په ژړا سره په عذابیږي) ځکه هغې دا حدیث د دې آیت معارض دی چې وايي (وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى) هیڅ پیټی اخیستونکی به د بل چا پیټی وانخلي. یعنې هرڅوک به د خپلې ګناه بار وړي. دا په داسې حال کې چې دا حدیث ډیرو صحابه وو روایت کړی.
همدارنګه دا حدیث چې وايي (یوه ښځه اور ته په دې خاطر لاړه چې پیشو یې بندي کړې وه) عایشة رضی الله عنها وايي یو مؤمن الله ته ډیر نیږدې دی نو ځکه یې په پیشو نه تعذیبوي، او په حدیث کې یاده شوې ښځه کافره وه .
همدا شان د نبي کریم صلی الله علیه وسلم هغه حدیث چې وايي د بدر په ورځ یې د قریشو د مشرانو پرتو جسدو ته په خطاب کې وویل: آیا تاسې هغه څه ترلاسه کړل چې ستاسې رب ستاسې سره وعده کړې وه؟ ما خو هغه ترلاسه کړل چې رب مې وعده راسره کړې وه.
عمر او ځینو نورو صحابه وو وویل: (آیا ته د داسې قوم سره خبرې کوي چې مړه دي؟).
علامة ابن کثیر په خپل کتاب (البدایة والنهایة) کې دا حدیث یاد کړی او زیاته کړې یې ده:
(دا هم د هغو حدیثونو له جملې دی چې عایشې رضی الله عنها به تأویلولوـ په یوه جزء کې یې ټول هغه حدیثونه راوړي چې هغې به تأویلول ـ عایشې رضی الله عنها عقیده درلوده چې دا حدیث د قرآن سره ټکر لري، ځکه قرآن وايي: (وَمَا أَنتَ بِمُسْمِعٍ مَّن فِي الْقُبُورِ) اې پیغمبره ته هغه کسان نشې آورولی چې په هدیرو کې خښ شوي دي. خو دا آیت د حدیث سره ټکر نلري، او سهي قول د جمهورو صحابه وو دی، ځکه چې داسې حدیثونه شته چې د عایشې رضی الله عنها د خبرې په خلاف وارد شوي) .
خو صحابه وو او د صحابه وو نه وروسته علماوو د عایشې رضی الله عنها د دین او یقین د کمزوری هیڅ هم نه دي ویلي، داسې یې نه دي ویلي چې هغې د خپل خاوند رسول الله سنت رد کړي او ترې منکره ده.
بلکې ټولو خپل مخالفت ورسره ښکاره کړی، د دې د نظریاتو خطاوې یې ښکاره کړې، خو هیچا هم هغې ته د کوم ټکي نسبت نه دی کړی، د هغې نظریات یې په ځانګړو کتابونوکې یاد کړي په اړه یې د احترام او عزت نه ډک بحث کړی، ځکه دا ټول د هغې د اجتهاد څخه سرچینه اخلي، نو ځکه معذوره ده، او اجر یې هم شته.
No related posts.

39 تبصره ها
زما دغه پوست د چا په ضد نه دی، یوازې د انصاف په موخه دې ته وادار شوم چې یو څه ولیکم، دوکتور قرضاوي د نړی معاصر مجتهد دی، قوي عالم او لوی فقیه دی، د تقوا او جهاد کیسې یې په ټوله نړی کې خلک آوري، د دوښمنانو تبلیغاتو ته باید غوږ ونه نیسو، کیدای شي په ځینو ځایونو کې اشتباه شوی وي، خو دا دمجتهد خاصه ده چې کله صواب او کله هم په خطا ځي، او په دواړو کې یې اجر شته لکه څرنګه چې په حدیث کې همداسې راغلي، نو زه وروڼه ته وایم چې په خپلو علماوو مشرانو او رهبرانو پسې مه را اخلی د هغوی احترام وساتی، هیڅوک د اشتباه نه خلاص نه دي، اشتباه الله بښي، او اشتباه د اجتهاد سره تړلی کار دی، ډیر ځایه زموږ لوی لوی علماء په اجتهاد کې اشتباه شوي، د صبر نه کار واخلی، هر هغه څه چې ښه دي ویې منی، کوم چې ستاسو په نظر سم نه درځي پرې یې ږدی، د چا غیبت مه کوی، په چا پسې افتراء مه کوی، د هرڅه مالک او واکدار الله دی، هرڅه ګوري هرڅه ته جزاء ورکوي، دا زما توصیه ده، چې تل په نرمه غاړه، سړه سینه او ورین تندي یو د بل سره د معلوماتو له مخې بحث وکړی، یو او بل مه توهینوی چې خدای نه خواسته تاسې توهین نشی…له ټولو نه مننه
جناب حنیف
ما رجال را توسط دین میشناسیم نه دین را توسط رجال
اسلام عليكم ورحمه الله وبركاته:
وروڼو یووخت زه هم یوسف قرضاوی ته دیرعقیدت مند وم خودبعضی فتوای ګانوله وجهی چی صادری یی کړی دکومو سره چی اکثرا اهل علم اختلاف لری علاقه می په کمیدوشوه، خو یوڅوورځی مخکی می یوویدیوولیده په کومه کی چی دده یوه فتوای دده له ویب سایت نه راخشتی وه دکوم له وجهی می چی سخت نفرت تری وشو کوم کی چی ویلی وه:
-که کوم امریکایی تابعیت لرونکی مسلمان ته دامریکا له طرفه په افغانستان یا عراق… کی دجنګیدو وویلی شی، اول دپه څه پلمه ځان خلاص کړی که نه کیده لاړدی شی خو عملا دجنګ صحنی ته دنه ځی که بیا هم نه کیده نوخیرده ده جنګ اول خط ته هم تلای شی……
لاحول ولاقوه الا باالله!!!!!!!!!!
داکوم اسلام ده داکوم ایمان ده!!!!!!!!
مسلمان خوباید په خپل عزت اوابروباندی سرفداکړی، وینه ورکړی، ځان ټوټی ټوټی کړی….. نه داچی داسلام بدترین دشمن اوغلیم سره په خپل ابرو تویولو کی اوخپل مسلمان ورور په وژلوکی کومک وکړی…..
نوځکه زه دبعضی وروڼو موقف کوم چی دقرضاوی خلاف لری تاییدوم
====> بل وروڼو مونژ باید دین په رجالوونه پیژنوبلکه رجال په دین وپیژنو ددین په تله یی وتلو چی صحیح وایی یا غلط ځکه انسان عاجزده نن به غټ عالم اوتقوای لرونکی انسان وی خو سبا به داسی کارتری وشی چی داسلام تاریخ به داغداره کړی ښه مثالونه یی زمونږ ربانی، سیاف، مجددی….. دی.
(زه کوشش کوم چی داویدیوراپیداکړم بیا به یی لنک خپورکړم انشاالله)
به جناب غفوری
فقط منتظر فیصله ای شما هم هستم و بس
برادر عزیزم حمزه
السلام علیکم
نمیدانم منتظر چه فیصله هستی ؟ من رای خود را در تبصره سابقه نوشتم و گفتم که علما را بخاطر اختلاف نظر با ایشان علمای سوء گفتن درست نیست . خصوصا استاد قرضاوی که عالم برجسته و انگشت شمار معاصر است و آرای معتبری دارد اما معصوم نیست و آرای او مانند آرای همه امت قابل نقاش است ولی نقاش به این معنی شده نمیتواند که او توهین شود و برایش عالم سوء
گفته شود . در باره قضیه الجزایر و موقف شیخ قرضاوی ازآن همینقدر گفته میتوانم که همه علمای امت درین قضیه آرای مختلف دارند . کسی عمل الجزایری ها را جهاد و دفاع از حوق مسلمانان میخواند و کسی آنرا فتنه میخواند برخی هم مهاجمین را خوارج و قطاع الطرق میخواند . نظر من در مورد ایشان اینست که آنها اجتهاد کرده اند مگر اجتهاد شان خطاست . نباید در نتیجه آن اجتهاد خون هزار ها فرد بیگناه ریخته میشد . رسیدن به حکم به قیمت خون هزار ها بیگناه نباید تمام شود ولو که در نتیجه عدوان و ظلم هم از سلطه و حکم برکنار شده باشند . اینکه الجزایری ها بهانه گرفته اند که ما از طریق صندوق های انتخابات به حکم رسیدیم پس چرا ما را نگذاشتند که حکومت را بدست بگیریم و بهمین سبب ما حق داریم که برای استعاده آن حکم غصب شده در برابر همه ملت سلاح برداریم و … این نظر خطاست و گناه است و تجاوز بر احکام شریعت و اعتداء بر حق مسلمانان است .
یک تبصره گنجایش موضوع را ندارد به همین قدر اکتفا میکنم و امید است که بدون تعصب موقف بگیرید چراکه تعصب به هیچ گروهی ولو که آن گروه مجاهدان راه حق هم باشند ، کار درست نیست و نتیجه خطرناک دارد . آدرسی را که نشاندهی کرده اید من درآن داخل شدم فکر میکنم که آدرس درست نباشد چرا که از آن آدرس سایت مقاوت عراق باز میشود …
به جناب غفوری
لا حول ولا قوة الا بالله
انا لله و انا الیه راجعون
به ایمل
انا لله انا الیه راجعون
اولا یک کمی مطالعه کن و از احوال دنیا خود را با خبر بساز سپس اعتراض کن نمیدانم شما را چی شده است؟
مثل این که الله تعالی عقل و فراست و بینایی شما را گرفته است و به کوری دل مبتلا شده اید
من زیاد حوصله هم ندارم و بیکار هم نیستم قسمیکه شما قبلا ذکر کرده بودید
البته من به جناب حقمل چیز های نوشتم که مربوط همه ای شما میشود و گفتم که همین حرف آخر من است. از الله بترس چیزی که نوشته میکنی اولا باید خارج از چار چوکات شریعت نباشد دوم از روی تعصب نباشد سوم جاهلانه نباشد چهارم درباره اش معلومات کافی داشته باشید و در اخیر میخواهم برای همه ای شما ابیاتی را که اسامه تقبله الله گفته است بنویسم
فقول الحق للطاغی — هو العز هو البشرى
گفتن سخن حق در مقابل طاغوت، عزت است و بشارت
هو الدربُ إلى الدنیا — هو الدربُ إلى الأخرى
و این راه (سعادت) دنیاست، و این راه (سعادت) آخرت است
فإن شئتَ فمتْ عبداً — وإن شئتَ فمت حرّا
حال اگر خواستی با اسارت و بردگی بمیر، و اگر خواستی با آزادی و آزادگی جان سپر
و با این کلمات سخنانم را خاتمه میدهم
به امید إحیای مجدد خلافت اسلامی
الله هل بلغت اللهم فشهد الله هل بلغت اللهم فشهد الله هل بلغت اللهم فشهد
حمزه
در الجزایر کدام جهاد است؟
آنجا که استعمار خارجی نیست به ضد کی جهاد میکنید.
مردم عام را کشتن و انفجارات در بازار ها کدام جهاد؟؟
استاد قرضاوی از مجاهدین، فلسطین، عراق و افغانستان سرسختانه دفاع میکند اما در الجزایر ..جهاد نیست!
به جناب غفوری
این هم لینک
http://www.archive.org/details/AboOsaama_105
اگر آنلاین نشد به فارمت های مختلف میتوانید آنرا بگیرید
به جناب غفوری
جناب من به هیچ کسی خاصتاً یک عالم افتراء تهمت نمیبندم و خود را مرتکب چنین گناهی بزرگی نمیسازم البته جناب شان فتوا های صادر کرده اند که نه تنها شما بلکه اکثر علماء با ایشان موافق نیستند این یک چیزی پت و پنهان نیست.
خوب میاییم راجع به اینکه من چرا ایشان را عالم سوء گفتم: بخاطریکه این عالم سوء مجاهدین الجزایر را که آنها واقعا انسان های مخلصی هستند نحسبه کذالک
باغی ها خطاب کرده است در مقابل دولت طاغوتی الجزایر و ثبوت هم موجود است یک برادر دیگر نیز خواستار ثبوت شد برایش لینک را روان کردم شما میتوانید آنرا انلاین ببینید و اگر خواسته باشید دونلود کنید.
آیا شما خود تان این را شرعاً درست میپندارید که به کسی که الله تعالی حتی به سم اسپان آنها قسم یاد کرده چنین بگویید؟
امیداوارم از احساسات کار نگرفته عادلانه فیصله کنید
جناب غفوري صاحب
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته
بسیار خوش شدم که پس از انتظار طولانی سلام علیک شمار جواب ميدهم… واقعاً موقف شما بر حقايق استوار است، حتمي نيست که با همه فتواها و مواقف جناب استاد قرضاوي همنوا و همنظر باشیم… و اختلاف هم نباید باعث مخالفت دربین ما شود… خداند متعال مفرمايد (واعتصموا بحبل الله جمیعاً ولا تفرقوا) (انما المومنون اخوة).
جناب نور
ساکت وقتی کلان ها داخل صحبت شد دیگر مداخله نکن
برادرم نور
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
من نادرک نیستم بلکه همین امروز مضمون جدیدم تحت عنوان عربی پاڅون او د امت راتلونکی در صفحه اصلاح نشر شده . اما اینکه تبصره ام نادرک است و در نقاشات اشتراک ندارم سببش مصروفیات بی ّپایان من است . از برادرم حمزه برادرانه تقاضا میکنم که این سخن را دباره تکرار نکند تا مرتکب گناه غیبت و بهتان و افتراء شمرده نشود . من خودم با بسیاری از فتواها و موقفهای شیخ قرضاوی سخت مخالف میباشم ولی مخالفتم مرا به این وادار نمیکند که ایشان را عالم سوء بنامم . بنظر من این یک افترای بیش نیست .
حمزه
خنده مکن، فقط منتظر جواب استم
به جناب ظلمت
هاهاها ها ها هامردم در آینه ای خود نگاه نکن
حمزه
پشت چرنديات و تعصب نه ګرد که در همين غرق استي… منتظر جوابها هستم؟؟؟
به جناب ظلمت که خود را نور می نامد
یک کمی از تعصب ات بکاه و چرندیات هم ننویس
حمزه
بی جهت این طرف و ان طرف حاشیه روی مکن… جواب سوالات بنده رابده.
به جناب حنیف
شما عجیب مردم هستید وقتی که برای تان نوشتم که این عالم سوء مجاهدین را باغی خطاب نموده است گفتید ثبوت بیاور و حالانکه ثبوت برای تان پیش کردم میگویید خلاصه اش را بنویسید عجیب نیست از این معلوم میشود که شما طالب حق نیست فقط کور کورانه روان هستید و یا این که شخص متعصب میباشید
حنیف صاحب محترم
در مورد موضوع و نويسنده اش مشکل ندارم بلکه استاد یوسف القرضاوي نويسنده موردنظر من است… اصلاً مشکل خالد و حمزه دارد که به شيخ یوسف القرضاوي عالم سوء خطاب دارند…
در مورد سوال حکمتيار حمزه خوب میفهمد؟؟؟
موضوع بحث تان واضح نیست، لطفا با حوصله باشید و به شکیبایی بګویید، مشکل تان چیست، آیا در ارتباط به مضمون مشکل دارید، نویسنده مورد نظر تان نیست، و یا غیر ازین کدام مشکل دیګر است.
اینجا حکمتیار چه میکند؟؟
تشکر
حمزه منتظر جواب استم
معلوم که ناتوان برامدي…
و يک سوال ديګه:
در مورد جهاد حزب اسلامي اقای حکمتيار، و افکارش چه نظر داري؟
خالد
شما و افکار شما مسموم شده و این به خاطر که شماپرورده جاهلان، جاهلان بر میایید…
ستاسې مطلب د عالم سوء څخه څوک دی…مننه
(مثل الذين حملوا التوراة ثم لم يحملوها كمثل الحمار يحمل أسفارا )
الله تعالى د ددي عالم سوء له شر سخه مسلمانان خلاص كري
برادر عزیزم! اګر شما خلاصه جریان لینګ را اینجا نوشته کنید خوب است، تا بعد ازو سرش بحث شود…ما نتانستم لینک شما را بیبنم…تشکر
حمزه
منتظر جواب هستم
و يک نقطه ديګه
در مورد حزب اسلامي حکمتيار نظرتان چيست؟
به جناب حنیف
این هم ثبوت که وعده کرده بودم برای شما پیش کنم
http://www.archive.org/details/AboOsaama_105
در همین فلم موجود است البته به زبان عربی است
و همچنان به جناب شیخ الحدیث حمزه مؤمن حکیمی
این را ببینید و خود فیصله کنید و یک عرض دارم که هیچ وقت بیدون موجب اعتراض نکنید و ناسزا نگویید چرا که با شأن یک عالم مناسب نیست اولا جویا شوید که چرا این شخص چنین گفته است آیا عقل خود را از دست داده است یا این که کدام ثبوت هم در دست دارد
اعلان نادرکی
يک وقت بود که در سایت همیشه تبصره ها و مضامین جناب غفوري صاحب را میدیدیم… و خصوصاً وقتيکه همينطور ماجرا ها رخ میداد او حتماً يک از طرفها ميبود… چرا معلوم نه میشه!
به جناب شیخ الحدیث مؤمن حکیمی
افسوس افسوس و صد افسوس بر حال شما که خود را عالم و شیخ الحدیث و…. میخوانید این طرز برخورد شما است پس از مردمان نادان چه گله کنیم لا اقل صبر میکردید که من کدام ثبوت دارم یا خیر شما بیدون موجب تعلیق مرا غلط شمردید و حالا هم این چنین حرف ها من شما را خوب میشناسم و میبینم که شما چه میکنید و چه نوع طرز تفکر را اختیار کرده اید؛ به الله توبه میکنم که ما چنین نشویم
و این را الله تعالی در بین ما فیصله خواهد کرد که چی کسی از روی تعصب حرف میزند و سخن میگوید.
و إذا خاطبهم الجاهلون قالوا سلاما
از برادران تقا میکنم که از مشاجره هاییکه فایده ندارد دست بردار شوند خصوصا وقتیکه بر عقل یکی از اطراف آن پردۀ تعصب و جهالت سایه افگنده باشد و امیدوارم این آخرین تعلیق در ادامه این مشاتمه باشد
و إذا خاطبهم الجاهلون قالوا سلاما
حمزه
کار شما که معلوم است!!! تفریق بن المسلمين……
به جناب حنیف
خیلی زود برای تان دلیل و ثبوت پیش خواهم کرد
به نور
بسیار آدم بی عقل استی که بیدون موجب تاخت و تاز میکنی حد اقل میگفتید که به کدام دلیل و ثبوت ای مفسد بی عقل خود را بی جهت به این طرف و آن طرف نزن
فکر میکنم شما بدون دلیل فیصله کردید، شما باید دلیل بگویید، و دلیل بشنوید بعد ازو شما میتوانید فیصله کنید… تشکر
حمزه
الله تعالی اين سايت را از شر تو واری فاسد و جاهل در امان نګه کند. بسيار مسموم استي.
البته نه این عالم سوء که مجاهدین را باغی ها خطاب میکند اگر خبر نداری جناب مؤمن حکیمی صاحب پس کار خود را بکن و از شکم سیرت حرف نزن.
گوشت علماء مسموم است
الله تعالی این عالم سوء را هلاک کند