Home » جوانان » د مهارتونو وده »
هوښیاران وایي!
کله چې ته له یوچا سره مرسته کوې، څو غره ته وخیژي نو ته هم ورسره د غره څوکې ته نژدې کیږې.
کله چې نصیحت کوې نو پوره تمه لره ، کیدای شي ځینې دې خبره ومني.
د هغه چا چې غواړي کتاب ولولي او هغه چې کتاب د لوستلو لپاره غواړي ترمینځ ډیر توپیر موجود دی.
ته راته هغه څه راوښایه چې تا په خندا راولي… زه به درته ووایم چې ته څوک یې.
نااشنا دنیا ده… هغوی چې د مړښت نه مري له هغه چانه ډیر دي چې لوږه یې ژوند اخلي.
که خپل تفکیر او د زړه غوښتنې بدلې کړې نو ژوند دې هم ورسره بدلیږي.
خوښي ، په آرام زړه د اوامرو اجراء کولو ته وایي.
له هغه چانه لیرې ګرځه چې د قرآن او سنت سره مخالفت کوي، څو یې زیان تاته در ونه رسیږي.
له دوو دښمنانو نه ځان ساته، یو هغه چې خلک د شبهاتو او شکوکو او غوړو او چربو خبرو په وسیله بې لارې کوي، بل هغه چې د خپلې دنیا او ریاست په مینه کې غرق وي.
No related posts.

3 تبصره ها
الحمد للله زه خو ډیر خوشحاله یم
خداوند کسانی را که مشتمل اینګونه اعمال هستند اصلاح فرماییند
و به امید کوشش هایی بیشتر شما
مایان نیز بعضی از موضوعات جالب را داریم که قابل فهم همه است آیا مایان می توانیم که برایی خوانندګان محترم ارسال بداریم؟
از همکاری شما و عرق ریزی شما در برابر نمودن اینګونه چیز هایی عام فهم متشکریم
خدای دی مونژ او تاسی ته هدایت وکی
آمین ثمه آمین
ډیر په زړه پوری معلومات دی خو چی لږ ډیر وایی
مننه
ښه لیکنه ده خو ځينې ځایونه یې لږ مغلق دي. چې عام فهمه وای او هره جمله لږه تشرېح شوې هم وای نو زه به پرې پوره پوه شوی وم.