Home » خبر او تحليل » غرب »
فاکس نيوز: آيا اوباما د خلکو د وژلو حق لري؟
ژباړه: عبدالرزاق حبيبي
په پاکستان کې داسامه له وژلو وروسته امريکايي سياسي مبصرين او تحلل ګران په تلويزيونونو کې په دې خبره بحثونه کوي،چې اوباما د خلکو د وژلو حق نه لري.
د ايرنا خبري اژانس په حواله چې د سه شنبې په ورځ د فاکس نيوز چينل په یوه خپرونه ريالټي چک کې په دې موضوع بحث وشو، چې اوباما په فردي ډول د خلکو د وژلو حق لري کنه؟ دوی دا بحث وروسته له دې جوړ کړ، چې امريکايي ځواکونو د اسامه له وژل کېدو وروسته په يمن کې هم د القاعده د يو غړي د وژلو لپاره عملیات ترسره کړل.
ددې راپور پر اساس چې د جمعې په ورځ د امریکا بې پيلوټه الوتکو، په عربي جزيره کې د الاولاکي په کور عمليات وکړل تر څو نوموړی له کور څخه ژوندي او يا مړ را وباسي.
فاکس نيوز وايي چې که څه هم د امريکايي ځواکونو دغه عمليات ناکام شول، مګر سوال دلته راپورته کېږي، چې ايا اوباما د خلکو د وژلو د امر حق لري کنه؟
امريکايي ليکوالې بريژيت ګابريل، فاکس نيوز ته وويل، چې مونږ پخوا فکر کاوه، چې د 11 ستمبر حملې القاعده ترسره کړي دي، خو په اصل کې داسې نه وه.
سوال دا دی، چې انور الاولاکي څوک دی؟ دا هغه کس دی، چې غوښتل يې د هغه بمب په واسطه چې تر کاليو لاندې يې پټ کړی و، د کرسمس په ورځ يوه الوتکه والوزوي.
همدا ډول ويل کېږي، چې نوموړي هغه امريکايي افسر هڅولی و، چې د فورټ هوډ په پوځي ميدان کې يې يو شمېر امريکايان ووژل.
الاولاکي يو يمن الاصله امريکايي مسلمان دی، او هغه وخت چې پلار يې دامريکا په نيومکزيکو پوهنتون کې درس وايه پيدا شوی دی.
د نوموړي کورنۍ د ده تر اووه کلنۍ پورې په امريکا کې اوسېدله او له دې وروسته بېرته يمن ته وګرځېدل.
فاکس نيوز وايي چې اوس پوښتنه دلته مطرح کېږي، چې ايا د امريکا ولس مشر بارک اوباما او يا بل هر ولس مشر ددې قانوني حق لري، چې په خپل شخصي امر سره کوم امريکايي ووژني؟

ددې سوال په ځواب کې بايد وويل شي، چې د انورالاولاکي څخه د امريکا د اساسي قانون د پنځمې مادې پر اساس ساتنه کېږي، د همدې قانون پر اساس هېڅوک د ژوند کولو، آزادۍ او يا شخصي ملکيت څخه له قانوني سرغړونو پرته څوک محرومولی نه شي.
د مېرمن ګابرېل په وينا چې الاولاکي د هېڅ کومې محکمې لخوا تر اوسه په کوم جرم نه دی تورن شوی، او هغه هم ځکه چې تر اوسه هېڅ محاکمه شوی نه دی.
د اوباما د شخصي وکيلانو په خبره، چې د دا ډول پوښتنو مطرح کول، د امريکا په اطلاعاتي، امنيتي او نظامی ادارو پورې اړه لري، او د ولس مشر د واک تر دې اندازې پورې محدودول د امريکا د خلکو امنيت محدودول دي.
ددې راپور پر اساس چې اوباما وايي چې انور يو تروريست دي نو د اوباما وکيلان هم په همدې خبره بسنه کوي او وايي چې د يو کس د تورنولو لپاره يواځې همدومره بس دی.
د مېرمن ګابرېل په وينا چې انورالاولاکي کېدی شي اوس امنيت و نه لري، اما که امريکايي ولس مشر دا ډول هر وګړی د امريکا دښمن معرفي کړي او هغه هم پرته له دې چې د خپلې ادعا د اثبات لپاره کوم سند ولري نو په دې صورت کې هېځ امريکايي بيا خوندي نه دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سرچينه: ايرنا
نورې دا ډول ليکنې:
- بلېير: ماته خدای ويلي و چې د اشرارو په وژلو پسې ولاړ شم
- د اوباما وينا: تاسې پکې څه واياست؟
- اوباما ته د بوش پاتې ميراث
- باراک حسین اوباما یا باراک هیچ اوباما
- اوباما در مصر براي مسلمانان سخنراني مي کند


1 تبصره ها
زمونږ د بشر د حقوقو کمیسیون چې مشري یې ثیماسمر کوي او ویاند یې نادري دی دغه پوره ، عام او تام حقوق اوباما ته ورکوي چې هرڅوک هرځای کې ووژني، دوی بیا هغه وژل شوی جنایت کار ګڼي، د اسامه په اړه هم دوی همدغسې نظر درلود!!