Home » Ramadan »

د رمضان هر اړخيز ارزښت

 

ليكنه: ډاکټر جمال بدوي *

ژباړه: حضرت بهار**

د اسلام د نورو احکامو په څير د رمضان المبارک ګټې هم د ژوند په موقتي عناصرو پوري نه دي محدودې. په اسلام کې د ژوند معنوي، اقتصادي، سياسي او رواني اړخونه په همغږې توګه سره ګډيږي. د دې لپاره چې تاسو په اسانه پوی شئ، د رمضان المبارک اهميت په لاندې څلورو، معنوي، رواني، ټولنيزو او  طبي برخو ويشو.

معنوي او اخلاقي عناصر:


په لومړي ګام كې د رمضان المبارک روژه د خداي جل جلاله د اطاعت او ځان تسليمونې عمل دی. خداي جل جلاله ته ځان سپارل، تسليمول او هغه ته  ژمن اوسيدل د يو چا په مينه او د هغه په هڅو او عبادتونو پوري تړلي دي، چې څومره يې د خداي د رضا او خوښې د پاره ترسره کړي او يا ترسره کوي، که د رمضان المبارک څخه يواځې موخه همدا هم وي نو کفايت او بسنه کوي.
رمضان المبارک خدای جل جلاله ته د مننې او اطاعت عمل دی، هغه خدای جل جلاله چې د ټولې نړۍ خاوند او ساتونکی دی. موږ يواځې د هغه د رحمت او مهربانۍ له امله ژوندي يو او روزی را رسيږي.
رمضان المبارک يواځې زموږ د ګناهونو د جبرانولو لپاره ده، لکه چې حضرت محمد (ص) فرمايې: (څوک چې رمضان (روژه) په دې خاطر نيسي، چې خدای جل جلاله ورته بښنه وکړي د دوي ګناهونه بښل کيږي.)
رمضان المبارک په صميميت او اخلاص سره مؤمنان روزي، د نورو عبادتونو خلاف، رمضان په ځان ساتنې سره کيږي، ډير خلک په دې نه پوهيږي، چې ستا روژه ده او که نه، ځان ساتنه د امانتدارۍ او اخلاص لوړ معيار ته اړتيا لري.
رمضان المبارک په تقوی سره امر کوي، که يو څوک په خپله خوښه غواړې ځان د ناوړه او حرامو کارونو څخه وساتي هغه ته به د انسانيت لوړ معيار ور په برخه شي.
رمضان المبارک مسلمانان د سپيڅلتيا په لور رهبري کوي، روژه يواځې له خوړلو او څښلو څخه ځان ساتل نه دي، اساساً روژه د ټولو بدو او ناوړو کارونو څخه ځان ساتل دي. حضرت محمد (ص) فرمايې:
(که چيرې يو څوک د خپلو ناوړه اعمالو او افعالو څخه منع نه شو، خدای جل جلاله د هغه نه خواراک او نه څښاک ته هيڅ اړتيا نه لري.)
د رمضان المبار هدف او غايه په مسلمانانو کې معنوي او روحي بيداري ده.
رمضان المبارک د جهاد يوه بڼه ده، ځان جوړونه او ځان روزنه تقويه کوي او د دې ترڅنګ يو څوک داسي روزي،  چې خپل ضرورتونه توپيراو د حل لپاره يې عمل وکړي، وړاندې له دې چې دغه ضرورتونه د هغه د ژوند غايې او هدف مخه ډب کړي.

رواني عناصر:

رمضان المبارک د داخلي سولې، قناعت او خوشبينۍ احساس لوړوي، چې دغه احساس د خدای جل جلاله د پيژندلو او د هغه د رضا حاصلولو وروسته لوړ او قوي کيږي.
رمضان المبارک د صبر او استقامت لارښوونه کوي او د  همدارنګه د ښو اخلاقو د لوړيدا احساس قوي کوي.
هر کال يوه مکمله مياشت مسلمانان يوه نوي تجربه ازمايې، د دوی د عادي ژوند عادتونه بدليږي، يوازې د تازه ګۍ او هوساينې په خاطر نه، بلکې دغه بدلونونه نورو نويو عادتونو ته لار پرانيزي.

ټولنيز عناصر:

رمضان المبارک د مسلمان امت په منځ کې د يووالي روح قوي کوي، په ميليونونو مسلمانان په ورته مياشت کې، د ورته قوانينو لاندې عملونه کوي.
رمضان المبارک په انسانانو کې د مساويتوب روحيه غښتلي کوي، ټول مسلمانان، نارينه او ښځينه، غريب او مالدار، چې د هر نژاد او قوم وي، د ورځې روژه نيسي او يوشان مجازات او مکافات ورکول کيږي.
رمضان المبارک د صدقې او خواخوږۍ روحيه غښتلي کوي، مالدار کس کولای شي د غريب لوږه احساس کړي، تر هغې چې يو څوک خپله ځان تجربه نه کړي د بل چا د لوږې او تندې احساس سم نه شي درک کولای. نو ځکه ويلی شو، چې رمضان د صدقې او سخاوت روحيه غښتلي کوي.
رمضان المبارک اسلامي صميميت غښتلی کوي، په مسلمانانو باندې تينګار شوي چې نور مسلمانان وروڼه د روژه ماتې لپاره دعوت کړي، وروسته يو ځای لمونځونه (تراويح) کوي، او سره ګوري، چې دغه ډول عملونه د ورورۍ فضا رامنځ ته  کوي.

فزيکي او طبي عناصر:

د رمضان المبارک د روغتيايې او طبی ګټو په اړه مسلمانو او غير مسلمانو ساينسپوهانو ډير څه ليکلي، په دغو ګټو کې زيان رسوونکي شحمي موادو له منځه تلل، د معدې او کولمو ځانګړو ناروغيو له منځه تلل او د بدن د ځينو نسجونو نوي کيدل شامل دي، مسلمان معتادين کولای شي خپل بد عادتونه يواځې د رمضان المبارک په ښه ډول عملي کولو سره پريږدي.


*جمال بدوي د کاناډا د سېنټ مري په پوهنتون کې د ادارې او مذهبي مطالعاتو پروفيسور دي.

** حضرت بهار په خوست كې د اصلاح آنلاين همكار دي.

نورې دا ډول ليکنې:

  1. رمضان ستاسې په سيمه کې (خپل دودونه راسره شريکې کړئ)
  2. د رمضان فضايل، آداب او احكام
  3. رمضان په برازيل كې
  4. د رمضان روژه: تاريخ او حكم يې
  5. رمضان تير شو خو زه ډنګر نه شوم
 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

0 تبصره ها

اولتر از همه شما تبصره کنید!.

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید