Home » Ramadan » راځئ ايمان تازه کړو »
په روژه كې څرنګه خپله غوسه كابو كړو؟
قوي او غښتلی هغه څوک نه دی، چې نور خلک د واک او قوت په زور لاندې کړي، بلکې قوي هغه څوک دی، چې خپل ځان په غوسه کې کابو کړي.
سرچينه: اسلام انلاين
ژباړه: حضرت بهار*
رمضان المبارک د ګناهونو څخه د ځان پاکولو او معنوي پرمختګ مياشت ده، خو کله چې د روژې په واسطه د بدن خواږه (ګلوکوز) کميږي، او همدارنګه د انسان ځينې عادتونه بدليږي نو د دغو تغييراتو له امله کيداى شي انسان ډير زر په غوسه شي، نو ځکه حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمايې دي (په رمضان کې ځانونه کابو کړئ) له زر غوسه کيدو او جنګ څخه ځانونه وساتئ. خپله غوسه كابو كول د روژې سره تړلي موضوع ده، حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمايي: (که د کوم کس روژه وي، بايد د خپلې ښځې سره د جماع او غيبت څخه ځان وژغوري، که څوک ورسره جنګ يا د چا غيبت کوي، بايد ورته ووايې چې زه روژه يم.)
لاندې څو ټكي په روژه كې د غوسې د كابو كولو په هلكه يادوو. هيله ده چې ګټور واقع شي.

• كله چې غوسه شوې نو (اعوذ بالله من الشيطان الرجيم) ووايه.
• د ملګرو او خپلوانو سره د غوسې او ستړيا په وخت کې د موضوع د حل کولو هڅه مه کوه. کوښښ وکړه، چې د دې موضوع لپاره داسې وخت وټاکې چې دواړه لورې تيار او ورته وئ او پوره حوصله ولرئ.
• هر وخت د غوسې د پايلو په اړه فکر و کړئ، آيا دا غوسه به ستا اړيکه د ريئس، ملګرو، کورنۍ غړو او نورو خپلوانو سره ترينګلې نه کړي؟
• هڅه وکړه، تر څو په دې مبارکه مياشت کې خلکو ته بښنه وکړئ، خپله بښنه ډيره لوړه مه حسابوه او مثبت فکر کوه.
• خپله غوسه سمدستي مه ښکاره کوه، د بلې حل لارې لپاره سوچ كوه.
• د دې لپاره چې فشار کم کړې، د استراحت وخت درته وټاکه، او په دعاګانو او لمونځونو زور راوړه لکه چې الله (ج) فرمايې: ( په صبر او عبادت سره د خدای مرسته وغواړئ،)
• په منظمه توګه ورزش كوه، ځکه تمرين ذهن او بدن اراموي، هڅه وکړئ تر څو د نېشې او نورو داسي عملونو څخه، چې غوسه راپاروي، ځان وساتئ.
• د ارام او استراحت کولو لپاره لومړی اودس وکړئ، ځکه چې اودس د بدن ځيني غړي چمتو کوي.
• کله چې غوسه شئ، سمدستي ځای ته تغيير ورکړئ. که ناست وی پاڅئ او که ولاړ وی کښېنئ.
• خپله غوسه کابو کړه، که څه هم له له چا سره په خبرو کې ته په حقه وې.
• د خپلو کړنو يادښت درسره وساته، او له ځان سره فکر پرې وکړه، کوم څه چې د غلط وي د هغې تکرار څخه ځان وساته.
• په پای کې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په هغه حديث شريف بسنه کوو، چې وايې:
ليش الشديد بالصرع إنما الشديد الذي يملك نفسه عند الغضب
( قوي او غښتلی هغه څوک نه دی، چې نور خلک د واک او قوت په زور لاندې کړي، بلکې قوي هغه څوک دی، چې خپل ځان په غوسه کې کابو کړي.)
No related posts.

1 تبصره ها
حضرت بهار صیب، مننه له ښایسته او ضروری معلوماتو څخه. الله دی مونږ ته پری د عمل کولو توفیق راکړی. امین