Home » ساينس او روغتيا » کمپيوټر ساينس »
ويکي ليکس: فيس بوک د امريکا تر ټولو خطرناکه جاسوسي شبکه ده
اصلاح انلاين
د ويکي ليکس افشاء کوونکي وېب پاڼې بنسټګر جوليان اسانج په خپله يوه تازه مرکه کې ويلي دي، چې فيس بوک داوسنۍ زمانې تر ټولو غټه او بد ترينه جاسوسي شبکه ده.
نوموړي د Russia today ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي دي، چې فيس بوک په ځانګړي ډول تر ټولو ويرونکي جاسوسي شبکه ده، چې تر اوسه يې فعاليت کړی دی او له همدې لامله يې په جاسوسۍ کې سیال نشته.
هغه وايي چې دا سايټ د نړۍ د خلکو، د هغوی د اړيکو، نومونو، ادرسونو، د اوسېدو ځايونو، له خلکو سره راشه درشه، قومونو، د خوښې شيان او له امريکا سره د نظر د يو والي او مخالفت په اړه د هر کس پوره معلومات لري، او دا په ډېره اسانه ډول د امريکا د جاسوسي شبکو په اختيار کې پراته دي.
جوليان ټينګار وکړ، چې په امريکا کې ډېر زيات کمپيوټري او معلوماتي شرکتونه دي، چې د امريکا حکومت سره مرسته کوي، تر څو ورته د خلکو د ژوند په اړه جاسوسي وکړي.
د جوليان په فکر چې ګوګل، ياهو او فيس بوک چې د امريکا تر ټولو ستر کمپيوټري او معلوماتي شرکتونه دي، د امريکا داستخباراتي سازمانونو سره ډېرې نزدې اړيکي لري.

هغه وايي چې مهمه دا نه ده، چې دوی دې امريکايي ا ستخباراتو ته حاضر شي او معلومات دې ورکړي، بلکې دې شبکو امريکايي استخباراتي سازمانونو ته داسې واک ورکړی دی، چې په ډېرې اسانۍ سره کولی شي هرې برخې ته لاس رسی ولري.
اسانج وايي چې خبره دا نه ده، چې فیس بوک عملاْ دامريکايي ا ستخبارتو په واسطه کنترولېږي او کنه، اصل خبره دا ده، چې امريکايي جاسوسان کولی شي په ډېرې اسانۍ سره د فيس بوک پر چلوونکو سياسي او حقوقي فشارونه و اچوي تر څو معلومات ورکړي، نو ځکه هغوی هم هر وخت دې ته اماده نه دي، چې د خلکو فايلونه ورته پيدا او په واک ورکړي، له همدې لامله يې هغوی ته هم اختيار ورکړی دی، چې د خلکو معلومات وکتلی شي.
نو له همدې لامله امريکايي جاسوسان هر وخت د يو کس په اړه چې دوی غواړي تعقيب يې کړي نو پوهيږي چې دا کس څوک له ځان سره اضافه کوي، له چا سره ملګرتيا کوي او يا کوم شيان خپروي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سرچينه: هموطن سلام وېب پاڼه
No related posts.

18 تبصره ها
Dear brother i i hope you are fine and healthy so that is very good idea that give your message to the whole user because all the people are busy with Face book so we must take the right benefit from it and join those people who can give us good guide.
With best regard
your brother Khushal Ahmad zai
دا خو واضحه خبره ده چی هر شرکت نه استخبارات معلومات اخستلی شی نو دومره د تشویش خبره نه ده البته مهمی خبری نه باید چی ددی لاری انتقال شی بیا هم کولی شو په مستعارو نومونو د مختلفو ځایونو څخه تری ښه استفاده وکوو
Aslam Alikum Deera deera manana?
نو بايد چه تاسو سم دستي خپل پيج له فيسبوك نه پاك وكري .
خير يوسي چې دا مرکه مو خپره کړه خو دا اوس د دعوت او بلنې د یوې وسیلې په طور ترې کار واخلی کیدای هغه جاسوس چې ګوري پرې سم شي او د جاسوسۍ نه لاس واخلي ؛ ځکه زړونه د الله تعالی په بلاکیفه لاس کې دي او تغییر ورکوي.
د دعوتی قاعدې په اساس چې : (الاجر یقع بمجرد الدعوة)یواځې په دعوت او بلنه درته اجر او ثواب رسیږي نو ولې ګوری کومه وسیله چې لاس مو ورته رسیده کار ترې اخلی.
فېسبوک برتانوي نه بلکې يو امريکايې شرکت دی چې مرکز يې په کالېفورنيا کې دی.
http://en.wikipedia.org/wiki/Facebook
salam wo alikom warahmatuulah wa barakato thanks from jamiat to give info for us i m really appreciate on u all that was really intresting article i loveeeeeeeeeeeeeeeeeeee u all so much nd wanna to sacrifice my self i the way of allah.bye alll
سلامونه
وروڼودغه لیکنه چي مي وه لوستله اودملګرونظرونه مي هم په پوره ډول وه کتل خوزماپه فکرډیره دتشویش وړخبره نه ده ځکه چي ټولي رسنۍ چي تصویري دي که چاپي دي اوکه ژغیزي دي دیوچالخواڅخه حمایه کیژي دابه هرچاته اوس په پوره ډول مالومه وي
السلام عليکم روحمة اله وبرکاته
دټو لو وروڼو څخه مننه کوم زما دزړه خبره مو کړي ده تاسو باور وکړ ي زه هم په دي اخته وم چي په فيس بوک کي هم داسي غو ښتنه وکړم لکه څرنګه چي تاسو کړي ده خو هغه ليکنه مي لا نه وه تکميل کړي چي ددي پاڼي سره مخ شوم نو او س
دير خو شهاله سولم چي زما ديرملګر ي به هم دا خبره لما سره ومني نو له تاسو ټولو څخه مننه زمافيس بو دي gul fazli راسي وخت
دلاسه مه ورکوي زه هم ستاسو ملګر يم په اسلامي تعليماتو کي
فیسبوک دامریکا داستخباراتي معلوماتو د راټولولو لپاره یوه ښه وسیله کیدای شي خو پخپله ویکي لیکس هم دامریکا جاسوسي شبکه ده.
facebook is not an American network it is a British Network
http://www.ikhwanbook.com
د مسلمانانو ټولنيزه شبکه، په مصر کې د اخوان المسلمين د ځوانانو له خوا جوړه شوې او په مخ وړل کېږي.
السلام عليکم،
بالکل سمه خبره ده، دا ما يو څو کاله وړاندې په ځينو نورو وېبپاڼو کې هم کتلې وه.
د نيو يارک ټاېمز مجلې هم په دې هکله يو کال وړاندې څه ليکلي ول خو دقيق مې په ياد نه دي.
د نورو ورونو په تايد موږ بايد ددوی وسيلې د همدوی په مقابل او د خپل سپېڅلي دين په ګټه او د دعوت په موخه وکاروو. او انشاءالله چې همداسې به کوو.
له ګټورې ليکنې مو مننه،
قدرت الله جاهد
زه هم دمحترم خالد منصور هډه وال نظر به کلکه تأیید کوم باید چه فیس بوک ددین تعلیم اوتعلم اواشاعت دپاره کار واخستل شی
سلامونه
دا خبرا می ډېراخو ښه شوا
او داسې ځه هم کوم
اوس مهال مسلمانانو له پکار ده چې فیس بوک یوازې او یوازې د دعوتي کارونو لپاره وکاروي او د دین د نشر او اشاعت لپاره ترینه کار واخلي.
http://www.facebook.com/hadawal2.net.ms
http://hadawal2.net.ms/
فیس بوک نه یوازې د امریکا لپاره جاسوسي کولای شي، بلکې د هر چا لپاره د جاسوسۍ او د معلوماتو د پیدا کولو زمینه برابروي، ویل کیږي چې امریکا کې د کورونو غله خپلې برنامې د فیس بوک له لارې نه تنظیموي، ځینې ساده خلک فیس بوک کې لیکې چې نن دلته لاړم او نن مې دا کار وکړ او سبا لپاره دا پلان لرم، نو د اورپا او د امریکا غله کولای شي چې د خپلو امریکایانو او اورپایانو کورونه په اسانۍ سره لوټ کړي.
د شخصي استعمال لپاره فیس بوک ډیر خطرناک دی، اوس مهال مسلمانانو له پکار ده چې فیس بوک یوازې او یوازې د دعوتي کارونو لپاره وکاروي او د دین د نشر او اشاعت لپاره ترینه کار واخلي.
اوس یی خوند وکو
Salam! It is really an interesting article
Thanks