البانيا غواړي يو ستر جومات او قرآني باغ جوړ کړي

 

اصلاح انلاين
البانيا غواړي په دغه هېواد کې په يو 27000 متره مربع ځمکه کې يو ستره ودانۍ جوړه کړي، دغه ودانۍ کې به يو ستر جومات، يو اسلامي مرکز او يو اسلامي  تاریخي ا ثارو ميوزيم وي.
دغه ستره ودانۍ به د البانيا په پايتخت تيرينا ښار په سکينډربګ ښار کې د ښاروالۍ لخوا جوړه شي، په همدې ښار کې تر دې مخکې دوه سترې کليسا ګانې هم جوړې شوې وې، ځکه نو اوس جومات او اسلامي مرکز هم جوړېږي، ځکه اسلام، کاتوليک عيسويت او ارتودکس عيسويت ددغه هېواد له سترو دینونو څخه دي چې ډېر پيروان لري. د کليساګانو ترڅنګ د نوی جوړېدونکی جومات د هدف د عبادت ځای او د ادیانو ترمنځ د يو بل د زغملو احساس ځواکمنول ښودل شوي دي.

د ودانۍ له مخکې جوړ شوی ډيزاين

د ودانۍ له مخکې جوړ شوی ډيزاين

د جومات جوړښت او مخه د مکې طرف ته ده، ځکه نو له ښار څخه د مکې او قبلې طرف ښه تعين کېدی شي. همدا ډول جومات يو ستر تالار هم لري، چې په يو وخت کې په زرګونو خلک کولی شي په کې مونځ وکړي. او همدا ډول د ودانۍ جوړښت په داسې ډول شوی دی، چې د جومات د کوټې هره برخه د طبعی رڼا څخه ګټه اخستلی شي.
ددغه ودانۍ د ډيزاين د انتخاب په اړه د ترينا ښار شاروال وويل چې، د ودانيو جوړول مونږ د مسابقې په ډول د شرکتونو ترمنځ ازاد رقابت ته پرېښوده، چې دغه اوس ابادونکي شرکت دا مسابقه وګټله او دا ډيزاين مونږ ځکه غوره کړ، چې ددې وړتيا يې لرله چې په دغه چوک کې يو داسې ستر ځای جوړ کړي، چې د هر ډول مذهبونو د پيروانو لپاره په کې ځای موجودي وي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې پروژه کې د جومات او اسلامي مرکز په خواو شا کې يو ښکلی باغ هم جوړېږي، چې په اسلام کې د بوټو او شين والي سره دميني ښکارندوی به کوي.
ښاروال هغه خوا يوې سيمي ته اشاره وکړه او زياته يې کړه، چې دا سيمه قرآني باغ نوميږي، ځکه دلته به ټول هغه بوټي او ګلان کرل کېږي، چې په قرآن کې يې ذکر شوی دی.
سرچينه: اسلام اليوم

نورې دا ډول ليکنې:

  1. د پاريس جومات ښکلې ودانۍ له اسلامي معمارۍ سره
  2. جومات د خرڅلاو بولۍ ته وړاندې شو
  3. په ډنمارک کې د يوه جومات جوړولو پرضد کمپاين ترسره شو
  4. اسرائیلو په مسجد اقصی یرغل وکړ
 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

0 تبصره ها

اولتر از همه شما تبصره کنید!.

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید