Home » کلتور او هنر » ادبيات »
تروږمۍ
ليکوال:رحیم الله (حريفال)
نن شپه مې په ذهن کې یو څه غزونې کوي…
ستړی یم ډیر ستړی… نه پوهیږم چې څه لامل دی..
خوب وینم چې ګډودي ده…ناري دي ،غوغا ده ،په دې غوغا او نارو کې مې یو ډیر اشنا غږ واوریده…
خو د غږ څښتن مې سم نه پیژانده ،تروږمۍ وه.
بیا مې د مرستې ،مرستې اواز تر غوږو شو،زړه مې درد وکړ دپاڅید لو هڅه مې وکړه اراده مې وکړه چې ژریي مرستي ته ځان ورسوم…
خو دجګید لو توان نه وو راکي حالاتو بې وسه کړی وم…
په لاسونو اوپښوکې مې دمه نه وه…
ښه یي وینم چې د لیوانو یوټولی تری راتاودی کش کوۍ یي رانه اخلي یي دا ځل مې زورورې چيغې واريدي او هڅه یي کوله چې ځان راوپیژني داسي یي وویل: زه ستا د خوبونو ناوې، زه ستا د ژوند مانا ،زه د انسا نیت ښکلا ،زه دمیلیونونو شهیدانو ارمان …زه آزادي یم ، آزادي.
آزادي تر پا د شا هۍ لا تیری کا
چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي
(خوشحال خان خټک)
اتم د ثور ۱۳۹۰ کال
No related posts.
