Home » Ramadan »

د روژه ماتي اصول

 

ژباړه : رحمن الله رسا*

خداى جل جلاله د بقرې سورت په ۱۸۷  ايت کې فرمایي: (تر هغې پوري روژه ونیسی،تر څو چې شپه شي)

پیغمبر صلى الله عليه وسلم د خداى جل جلاله دا وينا په لاندې توګه تشریح کړې ده:

کله چې ورځ لاړه شي، شپه راشي او کله چې د لمر سترګه پناه شي، نو په دې وخت کې روژه ماته کړئ.

په روژه ماتي کې تلوار

 دا ډیره د اهمیت وړ خبره ده، چې په روژه ماتي کې عجله او بیړه وکړئ. ځکه دا هغه څه وو چې د خدای پیغمبر او اصحابو به همداسې تر سره کول او دوی به د روژه ماتي په ترسره کولو کې ډيره بیړه کوله.

يو تابعي ويلي دي: صحابه کرام رضى الله عنه په روژه ماتي كې تر ټولو ګړندي او د پیشنامي په وروسته كولو كې  وروستني خلک وو. کله به چې د روژه ماتي وخت شو، نو دوی به ډیره بیړه کوله تر څو زر تر زره روژه ماته کړي او د پيشنامي په خوراک کې به دوی کوښښ کولو چې تر ممکنه وخته آخرو شيبو ته وځنډول شي

د روژې په ماتولو کې بیړه کول نوري ګټې هم لري چې په لاندې توګه ورته اشاره كوو.

په روژه ماتي كې د بيړې فضيلت

د سهل ابن سعد رضى الله عنهى الله عنه څخه روایت دی چې د خدای  پیغمبر صلى الله عليه وسلم فرمایلي دي: هغه خلک چې د روژې په ماتولو کې ګړندیتوب کوي په خير كې دي- بخاری شریف.

د روژې په ماتولو کې عجله کول د پیغمبر صلى الله عليه وسلم سنت دي. که چیرې مسلمانان د روژې په ماتولو کې بیړه کوي، نو دا به د دوی سره د پیغمبر ص د سنتو د پر ځای کولو او د پخوانيو دینداره خلکو د لارې په تعقیبولو کې مرسته وکړي.

دا حقیقت دی چې د پیغمبر صلى الله عليه وسلم د سنتو پر ځای کونکي به هیڅکله بې لارې نشي او هيڅ وخت به پر غلطو لارو لاړ نه شي.

د سهل ابن سعد څخه روایت دی چې پیغمبر صلى الله عليه وسلم  فرمایلي دي: زما امت به زما په سنتو باندې عمل کوی او دوی به دې ته انتظار نه کوي، چې ستوري راپورته شوي دي که نه، تر څو روژه ماته کړي یانې دوی به دې ته نه ګوري چې د روژې د ماتولو څخه مخکې ستوري راپورته شوی دی کنه – ابن حبان.

په روژه ماتي کي بیړه کول هغه طریقه ده چې پیغمبر صلى الله عليه وسلم، مسلمانان د عیسویانو او یهودیانو څخه پرې جلا کوی.

دا هغه څه دي چې خوږ نبي صلى الله عليه وسلم په لاندې حدیث کې بیان کړي دي:

د ابوهریره رضى الله عنه څخه روایت دی چې د محمد صلى الله عليه وسلم فرمایلي دي: څومره چې خلک د روژې په ماتولو کي بیړه کوي نو همدومره به د دین لوړ ښکاره شي. ځکه چې عیسویان او یهودیان د روژې په ماتولو کې وروسته والی او سیستي کوي او دوی د روژې ماتول ځنډوي او تر ناوخت پوري روژه نیسي. ابوداوود

د ماښام د لمانځه د ادا کولو څخه مخکې د روژې ماتول

داسې ویل کيږي چې د خداى جل جلاله د خوږ  پيغمبر صلى الله عليه وسلم دا عادت وو، چې د ماښام د لمانځه د ادا کولو څخه مخکې به یې روژه ماتوله- احمد او ابوداوود.

د ابودردا رضى الله عنه څخه روایت دی، چې د پیغمبرى درې نښې شتون لري.

۱- د روژې په ماتولو کې بیړه

۲- د پیشمني ځنډونه

۳- په لمانځه کې د ښي لاس پر چپ لاس ايښودل-  طبراني.

روژه باید په کوم شي ماته شي؟

د خداى جل جلاله  د خوږ پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم به دا عادت وو، چې روژه به يې په خرما ماتوله خو که خرما به موجوده نه وه نو بیا به یې روژه په اوبو ماتوله.

د انس ابن مالک رضى الله عنه څخه روایت دی چې  پيغمبر صلى الله عليه وسلم دا عادت وو چې  مخکې د دې څخه چې د ماښام لمونځ ادا کړي په تازه خرما به يې روژه ماتوله. که چيرې به یې تازه خرما پیدا نکړه نو بیا به یې په وچه خرما روژه ماتوله او که چیرې به یې وچه خرما هم نه کړه پیدا نو بیا به يې د اوبو څخه څو کوچني غړپونه وکړل- احمد او ابوداوود.

د روژه ماتي په وخت کې باید څه وویل شي؟

روژتي باید پردې پوه شي، چې د روژه ماتي په وخت کې  خداى جل جلاله د روژه دار سړی دعا، عذر او زارۍ اوري او هغه قبلوي.

د ابوهریره رضى الله عنه څخه روایت دی، چې د خداى جل جلاله خوږ پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمایلي دي: د درې ډوله خلکو سوال او زارۍ خداى جل جلاله نه ردوي.

۱- د روژه دار دعا د روژه ماتي پر وخت

۲- د عادل امام او عادل پاچا دعا

۳- د مظلوم دعا

د دې درېو ډلو کسانو دعا خداى جل جلاله نه ردوي او د دوي دعاګانې د لوی قدرت څښتن په خپل دربار کې قبلوي-  ترمیذی ، ابن ماجه او ابن حبان.

نو روژتي ته په کار دی، چې د روژه ماتي له وخت څخه ګټه پورته کړي او د خداى جل جلاله څخه د هغو شیانو غوښتنه وکړي، چې د ده ژوند په دینا او اخرت کې پرې هوسا کيږي.

كله چې سړى ډوډى وخوري او موړ شي نو دا دعا دې وكړي، ځكه چې کله به چې د خدای خوږ پيغمبر صلى الله عليه وسلم روژه ماته كړه نو دا دعا به يې کوله:

ذهب الظماء و ابتلت العروق و ثبت الاجر ان شاء الله تعالى

 تنده له منځه تللي ده او رګونه دوباره ډک شوي دي، اجر او برکت به هم که خداى جل جلاله خوښه وه په برخه شي.

روژتي ته خواړه وركول

دا هر مومن ته په کار دي چې هر وخت د نیکو او ښو اعمالو د ترسره کولو کوښښ او هڅه وکړي. د دغو نیکو او ښو اعمالو له جملې څخه يو د  روژتي مړول دي.

خوږ نبی کریم ص فرمایلي دي: څوک چې یو چا ته د روژه ماتي له پاره څه ورکړي، ترڅو روژه ماته کړي، نو هغه به دومره اجرونه تر لاسه کړي لکه څومره چې دا روژتي د روژې د نیولو په مرسته تر لاسه کوي او دا به په هیڅ وجه د روژتي اجرونه کم نه کړي- احمد او ترمیذي شریف.

 

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

3 تبصره ها

  1. رحمت شاه says:

    ټولو ته سلامونه وایم او د روژې مبارکی وایم!
    یوه پوښتنه لرم او هغه دا چې په ماښام کې د روژه ماتي په مهال ملایان هغه وخت اذان کوي چې سمه تیاره وي او بله داچې اذانونه هم په بیلابیلو وختونو کوي نو په کوم اذان روژه ماتول پکار دی او ځنې خو یې( د خیط الاسود) نه هم ورورسته اذان کوی.

    بله دا چې د پیشمنی په مهال ځنې ملایان چې همدا خواړه یې تر خولې شي پّ نیمه شپه اذان کوي، چې د (خیط الابیض) درک هم نه وي او ستوري په اسمان ښکاري، اوس داسې حالت کې ځه وکړو
    مننه

  2. Anonymous says:

    سلامونه ښاغلی غفوری وروره ستا د خوږو اسانه او د فیضه ډکودری ژبی لیکنوڅخه یوه نړی مننه ! لوی چښتن (ج) دی ژوند ،بری،سرلوړی در په برخه کړی چی نور هم سپیڅلی چوپړ ته دوام ورکړی

  3. Anonymous says:

    بسم الله الرحمن الرحیم
    برادران محترم خوانندگان اصلاح انلاین !
    السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
    اولتر از همه قدوم ماه مبارک رمضان را برای همه مسلمانان جهان و خصوصا به ملت مسلمان افغان و خصوصا به خوانندگان اصلاح انلاین تبریک میگویم و خداوند متعال از فیوضات و برکات این ماه مبارک ما را بی بهره نکند و روزه های مارا قبول بفرماید . آمین
    برادر محترم تدوین کنندۀ این مضمون را نیز اجر عظیم نصیب کند .
    برادران مومن !
    اگر انسان دقیقا فکر کند که چرا رسول الله صلی الله علیه و سلم امتش را بار ها امر کرده و تشویق کرده و بشارت خیریت داده ، اگر در افطاری عجله کنند ، شاید اندک تکان بخورند . زیرا که عجله کردن در افطاری به معنای اینست که ما ازین روز طولانی که در تشنگی و گرسنگی سپری کردیم ، به ستوه آمده بودیم و خوب شد که گذشت و از قید آزاد شدیم و هله پته در خوراک و نوشیدن آغاز میکنیم .
    مگر هر گز هدف رسول الله صلی الله علیه و سلم چنین نبوده و با اندک دقیق شدن ، درک میکنیم که حکمت دیگری درین تشویق و بشارت نهفته است .
    چه فکر میکنید که این انتهای غرور و تکبر نخواهد بود که خداوند یک وقت معینی را برای آزاد نمودن بندگانش از یک قید مؤقت مقرر نموده ، مگر آن بنده اش پوز گرفته بگوید که من هنوز هم حوصله دارم ، بیشتر هم میتوانی مرا امتحان کنی . من هیچ نیازمند به این ازادی نیستم . من میتوانم دو روز دیگر هم گرسنه بمانم .
    چه فکر میکنید که این بنده چگونه بنده است ؟ آیا از دربار خدا بی نیازی نکرده ؟ آیا در بارگاه ایزد متعال تکبر نکرده ؟
    اکنون ببینید کسی را که لحظاتی قبل از موعد آذان یک لقمه را بدست گرفته و با خدا راز و نیاز دارد و میگوید که بارخدایا ! من به این لقمه اشد ضرورت دارم ولی بخاطر اینکه تو مرا از خوردن منع نموده ای ، من این لقمۀ در دست داشته را خورده نمیتوانم . پس بار خدایا از همه گناهانم در گذر کن . الهی ! از نوشیدن حوض کوثر و خوردن از باغهای جنت الفردوس محرومم نکن . خدایا ، تا اجازۀ تو نباشد من یک قطره اب هم نوشیده نمیتوانم . با وجود اینکه از تشنگی لرزه بر اندام دارم . بار خدایا ! روزه ام را قبول کن .
    پس همین است حکمت تعجیل در افطاری و این انتهای انکساری را وانمود میسازد . نه به ستوه آمدن از عبادت را .
    بر علاوۀ اینکه با عملکرد به این سنت پیامبر اسلام چنانچه خود شان فرموده اند که مخالفت با یهود و نصاری صورت میگیرد ، با کمال تواضع به بارگاه خداوند دست تضرع را بالا کرده میباشیم .
    اکنون میبینیم که یک طبقه دیگری که ( بهتانا و زورا ) خود را مسلمان مینامد ، مگر در هر عرصه دین تقلید از یهود و نصاری میکند و مصداق این ایه کریمه قرار دارد که ( لا یذکرون الله الا قلیلا ) میبینیم که این طبقه در همین هم تقلید از یهود و نصاری میکند و روزه را بعد از آشکار شدن ستاره ها افطار میکند و با کمال افتخار اعلان میدارد که افطاری طبق فقه جعفریه . خداوند از چنین عبادت بینیاز است . خداوند هیچ نوع عبادت را نمی پذیرد تا مطابق ارشادات رسولانش نباشد . اینها اگر دعوا دارند که ایشان اصل اند و پیروی از رسول همان ها میکنند ، پس بگویند که دین شانرا از چه کسانی میگیرند ؟ اگر گفتند از رسول بواسطه نقل کنندگان ، باز از ایشان میپرسیم که درست . نقل کنندگان چه کسانی اند ؟ اگر گفتند اصحاب رسول ، برایشان مگوییم که سند پیش کنند . اگر سندی از اصحاب پیش کردند برایشان میگوییم که این سند تزویر است ، زیرا که مطابق دین شما اصحاب همه مرتد اند الا چهار نفر .
    و اگر گفتند دین را از امامان میگیریم برایشان میگوییم که سندی از امامان بیاورید که به رسول الله وصل شود . اینجاست که یک سند هم ندارند . زیرا که منتهای سند نزد ایشان تا جعفر صادق میرسد . آنهم بواسطۀ راویان کاذب و منافق و یهود صفتان .
    پس . الحمد لله الذی انزل الکتاب علی عبده و لم یجعل فیه عوجا .

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید