Home » خبر او تحليل » اسلامي نړۍ »
حماس او فتح څلور کاله وروسته روغه وکړه
اصلاح انلاين
په عربي نړۍ کې د استبدادي نظامونو له نسکورېدو وروسته،د عربي ملتونو ددغه پاڅونونو يوه ستره پايله راووته او هغه دا، چې د فلسطين دوه مخالفې ډلې حماس او فتح له څلور کلونو کشمکش وروسته له يو بل سره د روغې جوړې تړون لاسليک کړ.
د خبري رسنيو په حواله چې د تېرې جمعې په ورځ چې د حماس او فتح تر منځ کومې خبرې شوې وې او پرېکړه شوې وه، چې د دې دواړو ګوندونو ترمنځ به د سولې تړون لاسليک کېږي، دا دی د چهارشنبې په ورځ د فتح ګوند مشر محمود عباس او د حماس ګوند د سياسي دفتر مشر خالد مشعل لخوا د مصر په پايتخت قاهره کې يو تړون لاسليک شو، چې له مخې به يې يو خپلواک دولت تشکيلږي او دواړه ډلې به واک هغه ته سپاري. د دغه تړون په لاسليک کولو سره د فلسطين ددغو دوو واکمنو ګوندونو ترمنځ د تېرو څلورو کلونو راهيسې روان جنجال پای ته ورسېد.
دا تړون د مصر د دولت په منځګړيتوب په داسې حال کې امضاء کېږي، چې امريکا او اسرايلو د فتح ګوند سخت تهديد کړی و او اخطار يې ورکړی ، چې که د فتح ګوند سوله وکړه نو له دوی سره به خپلې مرستې بندې کړي.
د اسلامي جهاد ګوند يو مشر ښاغلي احمدالمدلل د العالم تلويزيون سره په مرکه کې وويل چې د تړون له مخې به د ازادو ګوندونو يوه کابينه جوړه شي، چې د غه کابینه به يو کال دوام وکړي.
مدلل وړاندې وويل، چې زمونږ تر ټولو لومړيتوب د يو ازاد او مستقل حکومت او ادارې رامنځ ته کول دي، ځکه اوسمهال د فلسطيني ملت تر ټولو ستره غوښتنه همدا ده.
حماس او فتح تر منځ پخوانی کشمکش
د حماس او فتح ترمنځ هغه وخت کمشکش او ستونزې را پيدا شوې، چې کله څلور کاله وړاندې د فتح ګوند په فلسطين کې د شويو ټاکنو له منلو څخه انکار وکړ، ځکه هغه وخت ټاکنې په اکثريت مطلق ډول حماس ګټلې وې، نو له همدې لامله د دواړو ګوندونو ترمنځ مسلحې نښتې رامنځ ته شوې، چې په پايله کې د غزې واک د حماس لاس ته او د رام الله او نورو ښارونو اختيار د فتح ګوند ته په لاس ورغی.

په تېرو کلونو کې دالجزيره تلويزيونو او ويکي ليکس لخوا د فتح ګوند يو شمېر اسناد خپاره شوه، چې د فتح ګوند خيانت يې له خپل ملت سره ښکاره کاوه او هغه دوستي چې دوی له اسرايلو سره لره را بربنډه شوه، چې دې کار د فتح ګوند حيثيت ډېر ټيټ ا و د خلکو په وړاندې يې ا رزښت کم شو.
دا په داسې حال کې وه، چې د فتح ګوند له ځان سره د اسرايلو او حسن مبارک د حکومت قوي ملاتړ درلود او د همدې ملاتړ له لارې يې د حماس حکومت تر سخت اقتصادي او نظامي فشار لاندې نيولی و، چې تر ټولو سخت يې هغه جنګ و چې څوکاله مخکې يې غزه ۲۲ ورځې محاصره کړې او خلک يې تر سخت اقتصادي او نظامي فشار لاندې راوستلي و.
داسې ښکاري، چې په مصر کې د فتح ګوند د ځواکمن ملاتړي يعنې حسن مبارک له منځه تللو او په مصر کې د اخوان المسلمين ګوند د قوي نفوذ او د حماس له ملاتړ نه وروسته فتح ګوند د خپل شتون لپاره له هوښيارۍ نه کار واخيست او حماس سره يې د روغې جوړې لاره خپله کړه.
خالد مشعل: د فلسطين د ازاد حکومت پايتخت به بيت المقدس وي
د تړون د لاسليک پر مهال د حماس د سياسي دفتر مشر خالد مشعل راتلونو ټاکنو ته خپله هر ډول امادګي ښکاره کړه او زياته يې کړه، چې ددغه تړون د عملي کولو لپاره د حماس حکومت خپلې هر ډول قربانۍ ورکولو ته تيار دی
مشعل زياته کړه، چې د فلسطين د ستونزې حل او د اسرايلي صهيونستي رژيم پر وړاندې ودرېدل يو قوي عزم او ارادې ته اړتيا لري، نوموړي د فلسطيني ملت غوښتنو ته په ځواب ويلو او د يو ازاد فلسطيني حکومت رامنځ ته کېدو ته په اشارې سره وويل، چې د فلسطين راتلونکی متحد حکومت به په غزه او رام الله دواړو کې وي ا و مرکز به يې بيت المقدس وي ، هغه وويل چې بيت المقدس به له يهودو خالي ښار او له دې سيمي څخه د کډه شويو فلسطيني کډوالو اصلي ټاټوبی شي.
عباس اسرايلو ته : يا سوله يا کورونه جوړول
بلخوا د فتح ګوند مشر محمود عباس ددغه تړون پر مهال وويل، چې اسرايل بايد په دوو انتخابونو کې يو غوره کړي، يا سوله او يا په فلسطين کې د کورونو جوړول، محمود عباس زیاته کړه، چې فلسطينی ملت نن له څلورو کلونو بدبختۍ او اختلافاتو نه وروسته د يو روښانه راتلونکي په لور خپل لومړني ګامونه اخلي.
هغه وويل، چې دی د اسرايلو او ځيني نورو کړیو لخوا سخت تهديد شوی دی، چې ددغه تړون له لاسليک کولو څخه لاس واخلي او يو اختيار کړي، يا حماس یا اسرايل خو ما ورته په بار بار ويلي دي، چې حماس زمونږ ورونه دي او زه به هېڅکله هم د حماس پر خلاف له اسرايلو سره ونه درېږم.
محمود عباس د اسرايلو لومړي وزير ته توصيه وکړه، چې له هوښيارۍ نه کار واخلي او په فلسطيني ځمکو د کورونو جوړولو او يا سولې په ا ختيارونو کې يو غوره کړي.
نورې دا ډول ليکنې:
- ایران د سوریه په سر له حماس سره اړیکی شکوی
- حماس يوويشت كلن شو
- “حماس” وګټله او “اسرائيل” مات شو!!
- حماس: له اسراييلو سره تر وروستۍ سلګۍ جنګېږو
- څېړنه: حماس د فکری ثبات او سیاسی ځواك تر منځ

1 تبصره ها
ماشاء الله، بسیار جای خوشی است که بعد از سقوط رژیم حسنی مبارک دو جناح مخالف اسلامی فلسطین با هم جور شدند، اینها باید با هم حکومت مستقل اسلامی بسازند و با هم شانه به شانه در مقابل دشمن اصلی اسلام و فلسطین (اسراییل) جهاد بکنند تا بتوانند خاک اشغال شدۀ خویشرا از آنها دوباره بگیرند.
خداوند متعال بالای مسلمان ها رحم بکند تا همه در هر جا با هم شوند.
الله متعال در افغانستان نیز صلح دایمی را برقرار بکند.