روژه د نفس پر ضد غوره جهاد
ليكنه: عبدالحميد الكتبي
ژباړه: هدايت الله هميم*
ډيرى کسان د رمضان په مبارکه مياشت کې له عصبي نارامى او نفسي ستړيا نه شکايت کوي، او په روژه کې چې څومره ښايي، هومره دين ته نه نژدې کېږي، سره له دې چې دا مياشت تر ټولو غوره مياشت او الله تعالی ته د نژدېوالی لوی لامل دی، او د ايماني لوړې توښې د برابرولو لپاره غوره وخت دی، ځکه چې په روژه کې الله تعالی ته د نژدېوالي په اړه ډېر هڅوونکي نصوص راغلي دي. په روژه کې د جنتونو دروازې پرانستې وي، د اور او دوزخ دروازې تړلې وي، شيطانان تړل شوي وي، ثوابونه دوه برابره حسابېږي، د خير غوښتونکی په خپلو نېکو کارونو کې ډېروالی راولي.
که چېرې پر جسم د روژې اغيز، ستړتيا، عصبانيت او سستۍ ته ځير شو، نو پوهېږو چې دا يو طبيعي حالت دی، او روژه تر يوولسو مياشتو ځنډ وروسته د جسم او روح لپاره له نورمال حالته يو څه وتل دي.
زياتره خلک د روژې په لومړي سر کې په خپلو خوړو، خوب، کار او نورو فعاليتونو کې يو څه ګډوډ وي، له دې امله مسلمان ته د شعبان د وروستيو ورځو د روژې نيولو حکمت روښانه کېږي، چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم به په کې روژه نيوله، دا ځکه چې د يوې بشپړې میاشتې د روژې نيولو لپاره انسان ځان چمتو کړي.
د ارادې روزنه
په روژه کې بايد له خلکو سره خپل چلند ته پوره پاملرنه وكړو، پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي: ” روژه ډال دی، که چېرې له تاسو يو تن روژه وي، چټيات دې نه وايي، شور او زوږ دې نه جوړوي. په بل روايت کې راغلى چې: که چېرې چا ښکنځله ورته وکړه، نو ودې وايي چې: زه روژه يم ” متفق عليه.
شيخ القرضاوي په خپل کتاب(فقه الصوم) کې ليکي: “روژه د ارادې لپاره روزنه او د نفس لپاره جهاد دی، پر صبر ځان عادتول دي، له معمول حالت نه وتل دي، نو ایا له ارادې پرته خير ښېګڼه وي؟ او ايا په اطاعت له صبر پرته دين وي، همدا دي چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم روژې ته (د صبر مياشت) هم ويلې ده. په حديث کې راځي چې: “د صبر د مياشتې روژه، او د هرې میاشتې درې ورځې روژه نيول کينه او غوسه له منځه وړي.”
که د دې خبرې په ژورو ځان پوه کړو چې روژه جهاد دی، صبر دی، بلکې له معمول حالته وتل دي، نو ايا دا تمه کوو چې له دې تغيير سره ځانونه چې څومره ژر کېدای شي اشنا کړو؟ موږ بايد د روژې له رانژدې کېدو سره سم د ټولو عباداتو سره خپله اړيكه پياوړې كړو!
له معمول حالته دغه وتل ، دوه برابره صبر ته اړتيا لري، له سستۍ، خوشکۍ، ظاهري او باطني شهوتونو نه پر هغو دردونو صبر کول دي، چې د ټول کال په اوږدو کې د انسان نفس ورسره اشنا شوی او معمول يې ګرځېدلی دی.
د شريعت له حکمتونو دا هم دی، چې د قدر شپه يې د روژې په وروستيو لسو ورځو کې ګرځولې ده، د روژې لومړيو لسو ورځو ته يې نه ده راوړې، هدف يې دا دی چې د روژې په لومړيو شلو ورځو کې نفس له صبر، مجاهدې او د ارادې له تقويت سره عادت شي، د قدر شپه په روژه کې داسې مهال راځي، چې د مؤمن نفس د شلو ورځو په اوږدو کې له زياتو طاعتونو، عبادتونو او صبر سره اشنا شوی او عادت شوی وي، ډېر شهوتونه يې پرېښي وي، نېک عمل يې زيات شوی وي، د رحمتونو، بښنې لس لس ورځې يې تېرې کړې وي، او له اوره د ژغورنې په لسو ورځو کې ورګډ وي.
روژه د الله لپاره
روژه یوازې د الله تعالی لپاره! دغه عبادت يوه بېله ځانګړتيا لري، چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم يې په اړه د خپل رب له قوله داسې ويلي دي: “روژه زما لپاره ده او زه به یې ثواب ورکوم” بخاري
امام ابن حجرالعسقلاني رحمه الله د دغه لفظ په اړه د علماوو ځينې نظرونه راخيستي، چې لنډيز يې دا دی:
* لکه په نورو عبادتونو کې چې ريا راځي، په روژه کې ريا نه راځي. د دې قول تاييد د رسول الله صلی الله عليه وسلم دغه قول کوي چې: “په روژه کې ريا نه شته.”
* د (و أنا أجزي به) له قول نه مراد دا دی چې يوازې زه د روژه نيوونکي د ثواب او نېکيو د زياتولو توان او علم لرم. په نورو ټولو عبادتونو کې نور خلک هم خبرېږي. قرطبي وايي: معنا يې دا ده چې د اعمالو د ثواب اندازه خلکو ته معلومه ده، چې له لسو پيل تر اووه سوه پورې او تر هغه چې د الله تعالی خوښه شي، نېکۍ ورکوي، خو په روژه يوازې الله تعالی ثواب ورکوي، هرڅومره يې چې خوښه شي.. دا لکه د الله تعالی دغه قول داسې دی: ” إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُمْ بِغَيْرِ حِسَابٍ ” (الزمر10)
* د دې قول: “الصوم لي” معنا دا ده چې روژه ما ته تر ټولو خوښ او مخکې عبادت دی، ابن عبدالبر وايي: دا قول يې کافي وباله چې “الصوم لي” ځکه چې روژه پر ټولو نورو عبادتونو فضيلت لري.
* اضافت دلته د تشريف او تعظيم لپاره دی، لکه بيت الله [د الله کور] که څه هم ټول کورونه د الله تعالی دي.
* له خوړو، شهوت او داسې نورو څخه استغنا د الله تعالی له صفتونو څخه دي، لکه چې روژه نيوونکی الله تعالی ته له هغو صفاتو سره نژدې شي، چې الله تعالی پرې متصف شوی.
* روژه يوازې د الله تعالی لپاره ده، او د بندګانو په کې هېڅ ډول برخه نه شته .
* الله تعالی ته يې د اضافت لامل دا دی چې په روژه له الله تعالی پرته د بل چا عبادت نه شي کېدی .
د امام ابن حجر له تېرو نقل کړيو نظرونو څخه څرګندېږي چې روژه د اخلاص او تربيې مدرسه ده، ډېر ثواب يې له الله تعالی پرته بل چا ته نه دی معلوم، روژه د الله تعالی له خوښو او غوره عبادتونو څخه ده، الله تعالی يې ځان ته له دې امله نسبت کړی، چې ان روژه نيوونکي يې هم مشرف بللي دي، په روژه کې تر هر وخت ډېر الله تعالی ته خپل بندګان نژدې کېږي، روژه نيوونکي يوازې د الله تعالی لپاره روژه نيسي او د بل چا عبادت پرې نه کېږي .
معناوې او تمې
که چېرې هغه مسلمان، چې د روژې په سپېڅلي لفظ او روحانيتونو پوهېدل غواړي، په دغو صفتونو کې فکر وکړي، نو له شک پرته چې پر نفس او ايمان يې ژور اثر پرېوځي، که د روژې په هره مانا کې سړی فکر وکړي، په نفس يې ژور اثر کوي، اراده او عزم يې قوي کوي.
روژه د اخلاص د روزنې لپاره غوره ډګر دی، او د اجرونو د ګټلو لوى فرصت. ( إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرهمْ بِغَيْرِ حِسَاب )، د روژې پر مهال مؤمن د الله تعالی په غوره عبادتونو کې مصروف وي، او په روژه کې له پاکو او سپېڅلو پريښتو سره ورته والی دی، روژه نيوونکی په خپل نفس کې داسې انګېري چې دی ټول د الله تعالی لپاره دی، او مسلمان په روژه نيولو سره يوازې او يوازې د الله تعالی عبادت کوي. ايا دغه ټولې ماناګانې کافي نه دي، چې د مسلمان په نفس کې لوړ ايماني ارزښتونه وپرځوي؟
د صبر مياشت
ابن رجب ويلي: “صبر په درې ډوله دی: د الله تعالی په پيروۍ صبر، د الله تعالی له محارمو صبر، او د الله تعالی له لوري پر دردوونکو تقديرونو صبر کول. دا درې واړه ډولونه په روژه کې شته دي، ځکه چې په روژه کې د الله تعالی په اطاعت کولو صبر شته، له نفسي غوښتنو او پر هغو څيزونو صبر دی، چې الله تعالی پر خپلو بندګانو حرام کړي، پر لوږه او د بدن او جسم په کمروزۍ صبر دی ” . لطائف المعارف/284 .
اې وروڼو او خويندو!
بايد د روژې د حکمتونو او برکتونو په اړه ژور فکر وکړو، خپل نيتونه نوي او سوچه کړو، او پدې توګه ځان هغه لوړ هدف ته ورسوو چې د روژې لپاره ټاكل شوىدى، دلته یوازې په چټکۍ سره د روحانيتونو او سپېڅلتياوو غوښتنه بس نه ده، دا د الله تعالی په اراده ترسره کېږي، بيړه مه کوﺉ، ټولو کارونو ته په ژور نظر ګورﺉ، دا بايد درک کړو، چې موږ د يوه لوی عبادت، جهاد او د نفس د تربيې په درشل کې يو، په ريښتيا چې دا يوه ډېره سخته ازموينه او تربيه ده .
No related posts.

0 تبصره ها
اولتر از همه شما تبصره کنید!.