کوچنۍ صدقه ستر اجر

دلته کليک وکړﺉ او دا پیغام په پښتو کې ولولئ
از حضرت ابو هريره رضى الله عنه روايت است كه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمودند : كسيكه از روزى پاك و حلال خويش به اندازه يك خرما صدقه بدهد در حاليكه الله متعال تنها پاك و حلال را قبول ميكند پس خداوند بدست راست بلا كيف خويش آنرا قبول ميكند و اورا چنان پرورش ميدهد چنانكه شما چوچه اسپ را تربيه ميكنيد تا آنكه به اندازه كوه آنرا بزرگ كنيد . ( متفق عليه)
جمعيت كمكهاى انسانى و جمعيت اصلاح به همكارى يكديگر ميخواهند كه صدقه ، سرسايه و كمكهاى شمارا در ماه مبارك رمضان براى فاميل هاى بى بضاعت و محتاج برسانند پس اميد است كه به دست باز كمك كنيد واين كوشش خيرخواهانه و دلسوزانه را كامياب كنيد .
اندك كمك مالي شما هم كاري بزرگي را به سر ميرساند
840 افغاني چگونه ميتواند كه در رشد وپرورش يك فاميل حصه بگيرد
اگر چه 840 افغانى براى يك سرمايه دار بسياريك چيزى اندك است مگر همراى يك فاميل بى سرپرست خوب كمك كرده ميتواند و تا يك اندازه كمكهاى اوليه زنده گى ساده و بسيط آنها را پوره كند و ميتواند كه اين 840 افغانى براى از بين بردن تدريجى فقر يك قدم مؤثر باشد “
جمعيت كمكهاى انسانى ميتواند كه به قيمت 840 افغانى شما براى يك فاميل غريب در ماه مبارك رمضان خوراكه يك هفته را تهيه نمايد.
“حد اقل 120 افغانى صدقه ميتواند شما را در اجر و ثواب يك روز افطارى يك فاميل شريك سازد.
صدقه فطر ( سرسايه ) شما يتيمان بى سربرست را در خوشى هاى عيد شما شريك مى سازد و بالآخره در چهره يك طفل جورديده خوشى و تبسم را رونما مى سازد.
اميد است كه حد اقل با دادن 120 افغانى صدقه فطر در اين كار خير با ما همكار شويد بخاطريكه رسول الله صلي الله عليه وسلم ميفرمايد : شما خودرا از آتش دوزخ نجات دهيد اگر كه توسط دادن يك توته خرما هم باشد ( متفق عليه

)
چرا همراي فاميلهاي بي بضاعت كمك ميكنيم ؟
كمك كردن با مردم بي بضاعت وجيبه ديني ما است.
از رسول الله صلى الله عليه وسلم پرسيده شد كه اى رسول خدا! به نزد الله جل جلاله كدام شخص بسيار محبوب است؟ رسول الله صلى الله فرمودند به نزد الله جل جلاله كسى بسيار محبوب است كه براى مسلمانان فائده ميرساند و به نزد الله جل جلاله آن كار بسيار محبوب است كه يك خوشى را در دل مسلمان داخل كند و يا يك مشكلى را از او دور كند و يا قرض اورا ادا كند و يا گرسنگى را از او دور كند و يا يك شخص به همراى برادر مسلمانش در وقت ضرورت به آن نيت روان شود كه قدم هاى اورا محكم كند الله جل جلاله قدم هاى اورا در آنروز محكم ميكند كه قدم ها در لرزه ميباشد.

    آین صفحه به شکل بروشور از اینجا دیده میتوانید

آین صفحه به شکل بروشور از اینجا دیده میتوانید

همچنان رسول الله صلى الله عليه وسلم ميفرمايد :
نيست هيچ روزى مگر كه دو فرشته از آسمان پايان ميشوند و يكى آن ميگويد:
اى الله كسى كه انفاق ميكند برايش عوض اورا اعطا كن و ديگرى ميگويد كه اى الله مال بخيل و ممسك را تلف كن. ( متفق عليه)
“من و كافل يتيم در جنت مانند دو انگشت با هم نزديك ميباشيم.
يتيمان و بى سرپرستان نسبت به همه مستحق كمك هستند اينها چشم براه شما هستند كه دست شانرا بگيريد، پروگرام رشد افراد بى بضاعت بسيار وسيع است و از تمام مسلمانان آرزو منديم كه در رشد خانواده هاى ناتوان همراه ما سهم فعال داشته باشند. اگر در اين پروگرام تعداد زيادى افغانها سهم بگيرند ميتوانيم كه در مدت كم يك تعداد زيادى فاميل هاى ناتوان را از تاريكى هاى فقر بيرون سازيم و از آنها افرادى بسازيم كه نه تنها بار دوش جامعه نباشند بلكه در پيشرفت و آسوده گى جامعه سهم فعال داشته باشد.
شما چگونه ميتوانيد كه كمك نمائيد ؟
شما ميتوانيد كه يك فاميل را براى مدت يك هفته افطارى بدهيد كه قيمت آن 840 افغانى و يا هر اندازه كه مورد پسند شما باشد از طريق دفتر جمعيت كمكهاى انسانى در پروژه روزه افطارى حصه بگيريد”
شما ميتوانيد كه از 120 افغانى گرفته تا هر اندازه ء كه توان داشته باشيد صدقه بدهيد و در اجر روزه دار خود را شريك سازيد .
“شما ميتوانيد كه صدقه فطر يعنى سرسايه به هر اندازه كه باشد از طريق جمعيت كمكهاى انسانى براى خانواده هاى يتيمان بدهيد واز اين طريق در لحظات خوشى تان يتيمان را با خود شريك سازيد .
شما ميتوانيد كه صدقات و پول نقد تانرا در دفتر جمعيت كمكهاي انساني بسپاريد و يا از طريق حساب بانكي ارسال داريد.
صدقه كوچك اجر بزرگ
120 افغاني افطاري يك روز
840 افغاني افطاري يك هفته
كسى كه يك روزه دار را افطارى داد براى اين شخص مانند روزه گيرنده اجر داده ميشود بدون انكه از اجر روزه گيرنده چيزى كم شود.
( ترمذى)
ما كي هستيم ؟
جمعيت كمكهاى انسانى در سال 2001 م از طرف يكتعداد جوانان رضا كار بخاطر اعمار مجدد و همه جانبه و به اميد كمك با افغانهاى ناتوان به ميان آمد. جمعيت كمكهاى انسانى يك اداره افغانى غيردولتى ، غير سياسى ، و غير انتفاعى بوده كه در داخل و خارج كشور جاى كه افغانها سكونت دارند كار هاى كمكى و خيريه را انجام ميدهد. و در وزارت اقتصاد ثبت بوده و با مؤسسه ( ANCB) و ( ACBAR ) هماهنگى و عضويت دارد.
ستراتيژي ما : جمعيت كمكهاى انسانى كوشش ميكند كه بشكل يك جامعه خيريه جهانى اسلامى عرض وجود نمايد كه در نيكبختى و پيشرفت جهان بشيريت حصه داشته باشد، براى بشريت با صداقت كامل و شفافيت با عرضه نمودن خدمات يك نمونه اسلامى باشد و به همين قسم خوشى و رضايت الله جل جلاله را بدست بياورد.
ساحه فعاليت ما:
1_ تربيه يتيمان
2_ جور كردن مساجد و كمكهاى عاجل
3_ كمك همراى شاگردان و محصلين ناتوان
4_ تهيه آب پاك آشاميد نى
5_ خدمات صحى
كمكهاي عاجل و پروگرام افطاري:
جمعيت كمكهاى انسانى افتخار دارد كه در ساحه كمكهاى عاجل براى هموطنان كمكهاى زياد عرضه كرده و به همين ارتباط در داخل كشور و كشورهاى همسايه نام و جايگاه بلند دارد . جمعيت كمكهاى انسانى در كمكهاى عاجل و، افطارى رمضان و پروگرام قربانى كار هاى ذيل را انجام داده است : دروقت وقوع حوادث طبيعى ( بارانها ، زلزله ها و……….) خدا نا خواسته اگر هموطنان ما متضرر ميشوند جمعيت كمكهاى انسانى به كمك شما براى آنها مواد مورد ضرورت را تهيه مينمايد.
جمعيت كمكهاى انسانى در ماه مبارك رمضان براى مردم بى بضاعت و ناتوان بنام افطارى يك اندازه مواد خوراكه را تهيه مينمايد.
در عيد اضحى گوشتهاى قربانى شما را براى فاميل هاى غريب ميرساند.
جمعيت كمكهاي انساني افتخار ميكند كه كمك شما را باشفافيت كامل براي مستحقين ميرساند و براي كمك كننده گان راپور قناعت بخش تهيه مينمايد.
صدقات شما همراى فاميل هاى يتيمان و ناتوانان در موارد ذيل كمك كرد.
شما ميتوانيد كه ديگر فاميل ها و دوستان خود را هم از اين پروگرام خبر كنيد تا كه آنها هم مطابق توان شان كمك نمايند و در اين كار خير سهم بگيرند
اگر ما وشما همراي برادران ناتوان خود كمك نكنيم پس بيگانگان در عوض طعام عقيده ء آنها را ميگيرند .
” كاد الفقر ان يكون كفراً”
آدرس ما : حصه دوم كارته پروان سرك بادام باغ عقب رياست عمومى محابس نزديك مكتب افغان يار دفتر جمعيت كمكهاى انساني
شماره هاي تلفون:
0789881900 – 0785471343
- 0752040590 0783195069
در وقت تسليمى پول سند رسيد را بدست بياوريد
ايمل آدرس: hasafg2001@gmail.com
نمبر حساب: حبيب بانك كابل برانچ:
افغاني: 40_50090 HAS دالر: 09_793 HAS

__________________________________________________________________________
كوچنۍ صدقه ستر اجر
له ابو هريره رضى الله عنه څخه روايت دى چې نبي كريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل: څوك چې د خپلې پاكې (حلالې ) روزۍ څخه د يوې خرما په اندازه صدقه وكړي, په داسې حال كې چې الله جل جلاله يوازې پاك (حلال) قبلوي, نو الله جل جلاله يې په خپل (بلا كيف) ښي لاس قبلوي او د هغې صدقې داسې پالنه كوي لكه تاسې چې د اسپي د بچۍ پالنه كوئ. تردې چې د غره په اندازه يې غټه كړي. ( متفق عليه)
د بشري مرستو ټولنه د جمعيت اصلاح سره په ګډه غواړي چې ستاسې صدقې, سرسايې او مرستې د روژې په مباركه مياشت كې بې وزله او اړو كورنيو ته ورسوي نو هيله ده چې په خلاص لاس مرسته وكړئ او د خير او خواخوږئ دغه هڅه كاميابه كړئ.
د روژ ې په میاشت کې د نفلي عبادت ثواب د فرضي عبادت په اندازه دی،‌ او د فرضی عبادت اجر اویا چنده زيات دی.‌ په دې مياشت کې د صدقو پر ورکړه او د غريبانو پر لاسنيوي زيات ټينګار شوی.‌
د افغانستان د بشري مرستو ټولنې له بې وزلو سره د مرستې او له هغوی سره د شتمنو د تړاو په خاطر د هېوادوالو تر منځ د پيوستون يوه کړۍ جوړوي.‌ ډاډه اوسئ چې ستاسې مرستې بې وزلو ته د دې ټولنې له لارې په تر ټولو شفافه بڼه رسېږي.‌
که ستاسې په 840 افغانیو يوه بې وزله کورنۍ د يوې هفتې لپاره او په 3360 افغانيو د بشپړې میاشتې لپاره ځان ته د روژې خواړه برابرولی شي، ولې په دومره کمه مرسته خپل يو هېوادوال موړ نه کړو،‌ او په دې توګه هم خپله ملي او ټولنيزه او هم اسلامي دنده ترسره نه کړو؟
ستاسې لږه مالي مرسته هم ستر كار سرته رسوي
840 افغانۍ څنګه كولائ شي د يوي كورنۍ په پالنه كې ونډه واخلي
كه څه هم 840 افغانۍ د يوه شتمن لپاره ډير كم څه دي خو د يوې بې سرپرسته كورنۍ سره ښه مرسته كولاى شي او د هغوي د ساده او بسيط ژوند لومړنۍ اړتياوې تر يوه حده پوره كولاى شي كيداى شي دغه 840 افغانۍ د فقر په تدريجي له منځه وړلوكې يو اغيزمن ګام شي.
ستاسې د 840 افغانيو په بيه به د بشري مرستو ټولنه يوې بې وزلې كورنۍ ته د رمضان په مباركه مياشت كې د يوې اونۍ خواړه برابر كړي.
لږ تر لږه ستاسې 120 افغانۍ صدقه هم د يوې كورنۍ د يوې ورځې د روژه ماتي په اجركې تاسې شريكولاى شي.
ستاسې صدقۍ الفطر( سرسايه) به بې څوكه يتيمان د اختر په خوښيو كې له تاسې سره شريك كړي او بالاخره د يوه ژړيدلي او ځوريدلي ماشوم پر اننګو به د خوښيو مسكا خوره كړي.
هيله ده لږ تر لږه د 120 افغانيو يا هم د خپل صدقۍ الفطر په وركولو سره د خير په دغه كار كې زمونږ سره ملاتړي شۍ ځكه نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايي: د جهنم له اور څخه ځانونه وژغورئ, كه څه هم د خرما د يوې ټوټې (صدقه كولو ) په واسطه وي. (متفق عليه)

دا پاڼه د بروشور په شکل په دې عکس کې کتلی شئ

دا پاڼه د بروشور په شکل په دې عکس کې کتلی شئ


ولې د بې وزله كورنيو سره مرسته كوو؟
د بې وزلو سره مرسته زمونږ ديني وجيبه ده
له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې اې د الله رسوله! الله جل جلاله ته ډير ګران څوك دى؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: الله جل جلاله ته هغه انسان ډير ګران دي چې نورو انسانانو ته ګټه رسوي. او الله جل شانه ته ډير خوښ كار هغه خوښي ده چې ته يې د يو مسلمان زړه ته ورننباسې او يا ترې يوه ستونزه لرې كوې او يا يې پور پرې كوې او يا لوږه ترې لرې كوې او يو څوك چې له خپل مسلمان ورور سره د هغه د اړتيا پر وخت په دې نيت روان شي چې دهغه قدمونه غښتلي كړي الله جل جلاله به دده قدمونه په هغه ورځ غښتلي كړي په كومه ورځ چې قدمونه لړزيږي.
دغه راز رسول الله صلى الله فرمايي:
په هره ورځ دوه فرښتې راكوزيږي يوه فرمايي: يا الله انفاق كونكې ته ( ښه) بدله وركړې او بله فرمايي: يا الله د ممسك او بخيل څخه مال واخلې. متفق عليه
زه او ديتيم پالوونكې به په جنت كې لكه د دوو ګوتوپه څير څنګ په څنګ يو.
يتيمان او بې سر پرسته تر بل هر چا د مرستې ډير وړ دي، دوى د ستاسو په څير خلكو لاس نيوي ته سترګې په لاردي، د بې وزله كورنيو د پالنې پروګرام ډير پراخ دى او له ټولو مسلمانانو هيله لرو چې د بې وزله كورنيو په پالنه كې له مونږ سره فعاله ونډه واخلي. كه له مونږ سره ګڼ شمير افغانان په دغه پروګرام كې ونډه واخلي نو په لنډ وخت كې به وكولاى شو د هيواد يو زيات شمير بې وزلې كورنۍ د بې وزلئ له تيارو را اوباسو او له هغوى نه به د ټولنې داسې غړي جوړ كړو چې نه يواځې د ټولنې پر اوږو به بار نه وي بلكه د ټولنې په پرمختګ او هوساينه كې به فعاله ونډه ولري.
تاسو څنګه كولاى شئ مرسته وكړئ؟
تاسو كولاى شئ د يوې كورنۍ له يوې اونۍ روژه ماتي څخه چې بيه يې 840 افغانۍ ده بيا تر هرڅومره برخو پورې چې ستاسو خوښه وي د بشري مرستو د ټولنې له لارې د افطار صايم ( روژه ماتي ) په پروژه كې برخه واخلي.
تاسې كولاى شئ يوازې د 120 افغانيو څخه نيولې تر هر څومره چې ستاسو خوښه وي صدقه كړئ او د روژه ماتي په اجر كې ځانونه شريك كړئ.
تاسې كولاى شئ خپل صدقۍ الفطر يعنى سرسايه (څومره چې وي) د بشري مرستو د ټولنې له لارې د يتيمانو كورنيو ته وركړئ او له دې لارې د خپلوخوښيو په شيبو كې يتيمان د ځان سره شريك كړئ.
تاسې كولاى شئ خپل صدقات د نغدو پيسو په شكل د بشري مرستو ټولنې دفتر ته وسپارئ او يا هم د بانكي اكاونټ له لارې يې راوستوئ.
كوچنۍ صدقه ستر اجر
840 افغانۍ د يوې اونۍ روژه ماتى
120 افغانۍ د يوې ورځې روژه ماتى
چاچې يوه روژتي ته روژه ماتى وركړ ده ته هم د روژتي په څير اجر وركول كيږي بې له دې چې د روژتي له اجر څخه څه كم كړل شي ( ترمذي)
مونږ څوك يو ؟
د بشري مرستو ټولنه په 2001 ميلادي كال كې د يو شمير رضاكارو ځوانانو لخوا د افغانستان د هراړخيزې بيا رغونې او د اړو او بې وزلو افغانانو سره د مرستې په هيله رامنځ ته شوه. د بشري مرستو ټولنه يو افغاني، نا دولتي، غير سياسي او غير انتفاعي اداره ده چې په هيواد او له هيواده بهر چيرته چې افغانان ميشت دي مرستندويه او خيريه كارونه سرته رسوي. د اقتصاد د وزارت سره ثبت او د افغاني خيريه موسساتو د هم غږۍ د ادارو ( ACBAR ) او ( ANCB) غړيتوب لري.

زمونږ لرليد: د بشري مرستو ټولنه هڅه كوي تر څو د يوې داسې نړيوالې اسلامي خيريه ټولنې په بڼه را څرګنده شي چې د ټول بشريت په نيكمرغۍ او پرمختيا كې ونډه ولري ، بشريت ته په پوره ريښتينولۍ او شفافيت د خدماتو په وړاندي كولو كې يوه اسلامي نمونه اووسي او په دې ډول د الله جل شانه خوښي او رضا لاس ته راوړي.
زمونږ د فعاليت ساحې:
دبشري مرستو ټولنه په لاندې ساحو كې كار كوي او خپلو هيوادوالو ته مرستې رسوي
1_ د يتيمانو پالنه
2_ د مساجدو جوړول بيړنۍ مرستې
3_ د بې وزله زده كوونكو، ‌طالبانو او محصلينو سره مرستې
4_ د څښاك د پاكو اوبو برابرول
5_ روغتيايي خدمات
بيړنۍ مرستې او د روژه ماتي پروګرام:
د بشري مرستو ټولنه وياړ لري چې د بيړنيو مرستو په ساحه كې يې هيواد والوته پراخې مرستې وړاندې كړي دي اوپه دې اړه په هيواد او ګاونډيو هيوادونو كې ښه وتلى نوم لري. د بشري مرستو ټولنه د بيړنيو مرستو ، روژه ماتي او قربانيو په پروګرامونو كې لاندې كارونه سرته رسوي: د طبيعي پيښو( ورښتونو او زلزلو …) د پيښيدو پر وخت كه خداى مكړه هيواد وال متضرر كيږي د بشري مرستو ټولنه ستاسو په مرسته هغوى ته اړين توكي برابروي.
د رمضان په مباركه مياشت كې د بشري مرستو ټولنه بې وزلوته د روژه ماتي به نامه خواړه تهيه كوي.
په لوى اختر كې ستاسو د قربانيو غوښې بې وزلو كورنيو ته رسوي.
د بشري مرستو ټولنه وياړي چې ستاسې مرستې په پوره شفافيت مستحقينو ته رسوي او مرسته كوونكو ته د هغوى د قناعت وړ راپورنه برابروي
تاسې كولاى شئ نورې كورنۍ او خپل ملګري هم له دغه پروګرام څخه خبر كړئ تر څو هغوى هم د خپل وس سره سم مرسته وكړئ او د خير په دغه كار كې ونډه واخلي.
كه مونږ او تاسو د خپلو بې وزلو وروڼو او خويندو سره مرسته ونه كړو نو پردي ترې د ډوډۍ په بدل كې عقيده اخلي.”كادالفقر ان يكون كفراً ”
120 افغانۍ د يوې ورځې روژه ماتى
840 افغانۍ د يوې اونۍ روژه ماتى
زمونږ پته: كارته پروان, دويمه حصه بادام باغ سرك د محابسو عمومي رياست شاته كوڅه د افغان يار مكتب ته نږدې د بشري مرستو د ټولنې دفتر.
د ټيلفون شميرې: 0789881900 _ 0785471343_ 0752040590_ 0783195069
بريښنا ليك:
hasafg2001@gmail.com
بانكې اكاونټ:
حبيب بانك كابل برانچ:
افغانۍ:HAS 50090_40 ډالر: 09 _ 793 HAS

No related posts.

Subscribe / Share

4 تبصرها نظر خود را در باره مضمون بنویسد



عفت کلام را مراعت نمایید!

لطفا سوالهای خود را به ایمیل fatwa@eslahonline.net بفرستید


  1. محبوب الله جامع قندهار says:

    السلام علیکم و رحمت الله و برکاته
    خدواند شما را اجر و خیر زیاد نصیب بگرداند، بنده علاوه ازینکه این مطلب را به دوستان میرسانم حاضر به هرنوع همکاری مالی و جانی با این نهاد هستم و همکاری بنده تاوقتی خواهد بود که شما کمکاکان مطابق شریعت اسلام فعالیت نمائید.

  2. عبدالله says:

    السلام علیکم ورحمته الله!

    د اصلاح او بشری مرستو د ټولنې دغه نوښت د ستاینې او قدردانئ وړ ده، الله پاک دی تاسو ته لا نور توفیق او اجرونه درکړي،

    هیله ده چې په نورو ولایاتو کې د بانکې حسابونو معلومات هم ورکړئ ترڅو ګرانو هیوادوالو ته د همکارئ په برخه کې اسانتیا وې.

    په درنښت

    عبدالله جلال اباد

  3. عبد الله - ننګرهار says:

    د بشری مرستو ټولنی ښاغلو!
    تاسو چی د خپل پروګرام له پاره کوم نوم ټاکلی (کوچنی صدقه ستر اجر) له لومړی بند سره یی زه موافق نه ځکه تاسو صدقی ته کوچنی صدقه ویلی او که صدقه څومره هم کمه وی هغه د خدای په وړاندی ډیره لویه ده تاسو یی کوچنی مه ګڼی که تاسو د کوچنی صدقی د نوم په بدلولو اقدام وکړی ښایی ډیره به ښه وی – دا زما نظر دی خدای دی وکړی چی پری خواشینی نه شی .

  4. احمد الله - کابل says:

    الله پاک دی ستاسو په هڅو کی برکت واچوی
    ډیر نیک اقدام دی ، زمونږ بډای افغانان باید د بی وزلو افغانانو لاسنیوی وکړی
    تر څو به مو پردیو ته لاس نیولی ، راځی په خپله له خپلو بی وزلو سره مرسته وکړو .

Leave a Reply