Home » Ramadan »

لس كلن ماشوم روژه ونيسي كه نه؟

 

په ماشوم باندې تر بلوغه روژه نه واجبیږي، ماشومان چې بلوغ ته نه دي رسیدلي پرته له اختلافه په هغوی باندې روژه او لمونځ نه دي لازم، خو مستحب او غوره خبره دا ده چې هغوی ته په عباداتو امر وشي.

 

فتوى: الشیخ عطیة صقر

ژباړه: خلیل الرحمن حنیف*

پوښتنه

که چیرې زما لس کلن زوی په روژې نيولو باندې ټينګار، خو بدن یې کمزوری وي، د همدې لپاره یې زه له روژه نیولو مخنیوی کوم آیا په دې اړه زه ګنهکار یم؟

ځواب

بسم الله، و الحمد لله، و الصلاة و السلام علی رسول الله، و بعد.

په ماشوم باندې تر هغې روژه نشته تر څو چې بلوغ ته نه وي رسیدلی. په صحیح حدیث کې دې ټکي ته اشاره شوې چې وایي: په ماشوم باندې تر بلوغه حساب نشته، خو موږ ته ښايي چې بلوغ ته نیږدې ماشومانو ته په روژه نیولو امر وکړو او که روژه نیسي نو مخنیوی یې ونکړو، ترڅو په روژه نیولو روږدي شي، مینه یې ورسره پیدا شي، که چیرې ماشوم ښکاره کمزوری وي، او بیا هم په روژه نیولو تاکید کوي، او خپل خپلوان یې پرې وډار شي، په دې صورت کې باک نشته که ماشوم له روژه نیولو څخه منع شي، مخنیوی یې باید په حکمت او نرمۍ سره ترسره شي، تر څو د ماشوم فکر او حواس پرې خراب نشي.

شیخ عطیة صقر د ازهر د فتوی مخکینۍ رییس په خپل کتاب (احسن الکلام في الفتوی الأحکام) کې وايي:

روژه هم لکه نور فرضیات تر هغې نه لازمیږي تر څو چې مسلمان بلوغ ته نه وي رسیدلی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (رفع القلم عن ثلاثة: عن الصبی حتی یبلغ، و عن النائم حتی یستیقظ، و عن المجنون حتی یفیق) رواه احمد و ابو داود و الحاکم و صححه.

ژباړه: (په دریو کسانو حساب نشته: په ماشوم تر څو بلوغ ته نه وي رسیدلی، په ویده تر څو ويښ شوی نه وي او په لیوني تر څو هوښیار شوی نه وي.)

خو ځینو علماوو په لس کلن ماشوم روژه واجب بللې، او په دې اړه یې دا حدیث دلیل نیولی چې وايي: (اذا اطاق الغلام صیام ثلاثة ایام، وجب علیه صیام شهر رمضان) رواه ابن جریج.

ژباړه: (کله چې ماشوم په دریو ورځو روژه نیولو وتوانیده، نو په هغه باندې د رمضان د میاشتې روژه واجب ده).

بل دا چې د روژې موضوع په لمانځه هم قیاسیږي کوم چې په اړه یې نبي کریم صلی الله علیه وسلم امرکوي او وايي: (چې لس کلن ماشومان د لمانځه په پریښودو سره ووهۍ.)

غوره نظر

خو له څیړنې وروسته لمړنۍ قول صحیح څرګندیي، کوم چې وايي په ماشوم باندې تر بلوغه روژه نه واجبیږي، ماشومان چې بلوغ ته نه دي رسیدلي پرته له اختلافه په هغوی باندې روژه او لمونځ نه دي لازم، خو مستحب او غوره خبره دا ده چې هغوی ته په عباداتو امر وشي، ځکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم موږ ته امر کوي تر څو خپلو اولادونو ته په اوه کلنۍ د لمانځه امر وکړو، لکه څرنګه چې د ابو داود په حدیث کې راغلي.

همدارنګه صحابه وو کرامو هم خپلو ماشومانو اولادونو ته په روژه نیولو امر کولو.

له ربیع بنت معوذ بن عفراء څخه بخاري او مسلم روایت کړی چې وايي: هغوی (صحابه وو) به د عاشوراء په ورځ روژه نیوله او په خپلو وړو ماشومانو به یې هم روژه نیوله، بیا به یې جومات ته بیول، او هلته به یې له وړیو څخه لوبه ورته جوړه کړه، کله به چې کوم یوه له لوږې وژړل نو هغه لوبه به یې ورکړه تر څو چې د روژه ماتي وخت به راورسیده، او دا ټول په هغو ماشومانو کې چې د روژې توان یې درلود.

هغه ماشومان چې مریض دي، یا هم د صحت له پلوه ورته روژه تاوان رسوي، نو پلرونه باید هغوی ته د روژه نیولو امر ونکړي.

خو مخنیوی یې دې هم نه کوي، تر څو دوی په خپلو ځانو دا تجربه وکړي چې روژه نیولی شي کنه، که چیرې یې نیولی شوی، نو ادامه به ورکړي، که یې نشوی نیولی بیا به خپله ماشومان روژه په خپل اختیار سره پریږدي.

پلرونو او ميندو ته لازمه ده چې، خپل اولادونه عبادت ته تشویق کړي، په ځانګړې توګه باید خپلو اولادونو ته د روژې حکمت او ګټې په پوره ځیرکتیا سره بیان کړي، تر څو د روژې نيول تجربه كړي او پریښودل یې هم د ماشومانو په قناعت سره وي، ځکه همدا د تربیې لپاره مناسبه لار ده.


*خليل الرحمن حنيف، غزني ميشتى ليكوال او د اصلاح آنلاين همكار دى.

 

نورې دا ډول ليکنې:

  1. په روژه کې د دخول نه پرته انزال روژه ماتوي؟
  2. په پنځه كلنۍ كې روژه نيول ګناه ده؟
  3. په روژه کی د استمنا حکم
  4. د روژه ماتي اصول
  5. ايا په روژه کې د وېښتانو غوړول روا دي؟
 
 
 

1 تبصره ها

  1. عبدالغفار says:

    اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته .

    زماسره داپوښتنه دډیر وخته راسره ده که چیری یوه حلمه ښځه دخپل اولاد دپیدایښت څخه ورسته تیا تر هغه ټاکلی وخته پوری په دغه مابین کی وړه مشته کی دغه به څنګه وی.
    که مو په دغه اړه معلومات راکړی ډیره مهربانی به مووی .

    وسلام.

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید