اولس كلن مين (مشوره)
ژباړه: حزب الله ناصح*
پوښتنه :
السلام عليكم و رحمة الله و بركاته
زه اولس كلن ځوان يم، له خپلې كورنۍ سره په يوه بهرني هيواد كې اوسيږم او درس وايم، د رخصتۍ په ورځو كې خپل هيواد ته ستون شوم او هلته مې له يوې پيغلې سره وپيژندل، هغه زما همزولې ده او زمونږ په ګاوند كې اوسيده،هغه ډيره با اخلاقه نجلۍ وه، د تلفون شميرې مو سره بدلې كړي او كله نا كله به په تلفون سره غږيدلو، ورو ورو هغه شيبه راورسيده چې پوه شوو عواطف مو يو بل ته نژدې شوي دي او يو د بل په مينه مو اعتراف هم سره وكړ. زما رخصتي پوره شوه او بيرته خپلې كورنۍ ته ستون شوم. د تګ نه وړاندې هغې راته وويل چې زما او ستا دوستي پدې ډول ناممكنه ده چې ته په يوه او زه په بل كې هيواد كې اوسيږو نو له همدې امله بيلتون د دواړو لپاره غوره دى.
ما هم ورسره موافقه وكړه ځكه خبره يې سمه وه، دا عقل نه مني چې زه خپل ژوند له داسې پيغلې سره وتړم چې په كال كې يوازې دوه مياشتې ورسره كتلى شم.
كه څه هم چې دې موافقې ته سره ورسيدو چې نور به يو بل هيروو خو اوس چې زه خپلې كورنۍ ته راغلى يم نو لا هم ورسره هره مياشت په تيليفون كې خبرې كوم. زه د هغې د هيرولو توان نه لرم.
څرګنده ده چې تاسې به ما ته د هغې د هيرولو او خپلو درسونو ته د پاملرنې لاښوونه كوى، ځكه همدا خبره زما عقل هم تصديقوي، خو زړه مې يې نه هيروي، كله هم چې په يو كار مصروف شم، انځور يې مخې ته راځي، هيرولى يې نشم، او درسونه هم راته په مخكې پراته دي، لدېنه هم ويريږم چې صنفي نمره مې را ټيټه نشي ځكه زه د با استعداده زده كوونكو څخه يم.
زه نه شم كولى چې د هغه يو نامعلوم لوري ته له ځان سره بوزم، زه غواړم چې هغه زما د راتلونكي ژوند ميرمن شي، خو لكه څنګه چې هغه په يو او زه په بل هيواد يم نو ګرانه ده چې سره يو ځاى دې شو.
زه د زړه اوعقل په جګړه كې ښكيل يم، له تاسې نه هيله لرم چې مرسته راسره وكړى.
الله دې تاسې ته نيكه بدله دركړي.
ځواب
ګرانه وروره.
عليكم السلام و رحمة الله وبركاته
پداسې مسائلو كې تل زړه او عقل سره جګړه كوي، ډير ځله خو ځوانان همدا د زړه مني او د عقل په غوښتنو پښه ږدي خو پايلې يې بيا جوته ده چې هسې ښكلې نه وي لكه چې زړه يې په لومړي كې انځورونه كاږي. لدې كبله مونږ غواړو ستا د عقل پلويتوب وكړو، او ستا دا هوډ چې د ځان لپاره د ښې لارې په لټه كې يې پياوړى كړو.
ته پوهيږې چې ستا دا اړيكې پدې عمر او پداسې ظروفو كې كله نا كله هغه طبيعي پرمختګ نه كوي چې په طبيعي ډول سره پاى ته ورسيږي، مونږ ګمان كوو چې كومه جګړه ستا د عقل او زړه ترمنځ رامنځ ته شوې درې عوامل لري .
لومړى :
تا له دې پيغلې سره په مكمل ډول اړيكې ندي شكولي او ستا په وينا لا هم په تليفون ورسره اړيكې ټينګوې، دا هغه شيان دي چې ستا احساسات راپاروي او د هغې يادونه دې په زړه كې بيا راتازه كوي، ته يې داسې ګرځولى يې چې د هيرولو توان يې نه لرې، او په خپلو احساساتو هم ولكه نه لرې، نو د حل لاره دا ده چې په بشپړه توګه ورسره اړيكې ختمې كړې.
دويم :
په تا باندې دومره وخت نه دى تير شوى چې هغه دې له ذهن نه بيخي ووزي، ځكه چې تر هغه چې ته ورسره په مكمل ډول اړيكې ختموې، او پخپلو احساساتو باندې ولكه ترلاسه كوې، يو څه وخت ته اړتيا ده او دا به تر هغه وخته پورې درته لويه ستونزه وي، خو د وخت په تيريدو به دا مشكل حل شي، نو موږ په ټينګار سره وايو چې په همدې ډول به دا ستونزه حل شي كه څه هم چې ځينې بې تجربې كسان دا كار ناشونى ګڼي
دريم :
د داسې يوې څيز نشتوالى چې تا او ستا فكر له دې موضوع څخه مشغول وساتي، مونږ دا عقيده لرو چې كه ته درس پيل كړې ځان پكې مصروف كړې، او ذهن ته دا موكه ورنه كړې چې بيا پدې موضوع كې مصروف شي، نو كه چيرې ستاهوډ قوي وي. انشاء الله چې همدا درس به له تا سره د دې موضوع په هيرولو كې مرسته كوي.
الله تعالى دې توفيق دركړي، له هماغه ذات نه كومك وغواړه او دعاكوه انشاء الله چې لوى خير به ووينې.
دا تجربه بايد ستا لپاره د دې لامل شي چې ډير كوښښ وكړې تر څو په ټولګي كې خپله نمره وساتلى شې، او د دې وړشې چې له صالحې او غوره ښځې سره واده وكړې.
No related posts.

14 تبصره ها
Be try to get engagement with this or other girl.
If you continue your life without engagement you may fall in the vady of girls and in that time you will be able to safe your life.
وروره زما مشوره داده که چیری داړیکی ورسره پاکی وی اوښه دپیژندلی وی هم خپله اوهم یی کورنۍ نوبیاکیدای شی چی دنکاح غوښتنه وکړی اوچی هر کله ددرس نه وزګارشوی بیانوواده وکړه خوچی یوشی ته دپام وی چی اړیکی دناسمی نه وی یعنی دځوانۍ په احساساتوډیری نه وی ولاړی اوس ددهغی امید پیداکړی چی په ځان دباورنه وو له اوله به دنه په امید کوله اواوس نوته هم یونارینه غوندی غیرت وکړه اوزمونږورینداره یی کړه خوپورته شیان په نظرکی ونیسه وسلام علیکم ورحمة الله ولرکاتة
ګرا نه او محترمه وروره : د خپل استا د او د استخا رى لمونځ ته ددى لپاره ترجيح ورکړه چى په دى داسى مشکوکو مسا يلو کى د استخا رى لمونځ په صحيح طريقه اداء شى نو د نبى ص په و ينا او طريقه کى هيڅ مشکل نشته او مثبته نتيجه ورکوى، او که ډنګ دى ورکړ تړنګ به دزمانى او خورى (خدا نخواسته).
بيا هم استخارى نه بعد د نجلۍ اود هغى کورنۍ ښه مطا لعه کړه اسلامى اصول مه هيروه دنعس خوا هشا تو ته ترجيح مه ورکوه انشاء الله الله ج به دى مل شى او اينده ژوند کى به دى الله ج خير وا چى . استغفرا الله لى ولکم .
زما وروره د نکاح لپاره په ډول سره برابر ئی خپل کوښښ وکړه او د دی پیغلی سره چی څومره زر کیږی خپل واده وکړه ځکه ته اوس ګناه کوی هغه هم د غوږ زنا ده خپله کورنی قانع کړه او د واده زیری د راولیږه که دا کوښښ وکړی چی په حلاله نکاح سره ئی واخلی تا به د ددی پیغلی مراد هم په لاس راوړی وی چی تا ته ئی خپل زړه در کړ الله درته د نکاح نعمت وړاندی کوی ،الله به د په ژوند کی برکت واچوی ستا د ښه ژوند په هیله نکاح د هیره نشی .
وروره السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
دا چی خلکو درته خه او بد مشوری درکری دی زه مشوره ده چی د استاد په مشوره فکر وکره
سلام وروره زما په نظر که هر سومره زر کوی شی واده ورسره وکره چی زوانی دی چنجوخوراک شی
او داسی نه وی چی ددی توکی چهل درباندی وشی
ناوی:
د واده په شپه هلک له خپلی ناوی سخه وپوشتل: گرانی! له ما مخکی دی له چا سره مينه درلوده؟
ناوی هیس جواب ورنه کره، هلک ورته وويل: مونژ خو پخپله خوَشه واده کرى، ولی شرمیژی؟
ناوی بيا هم غلی وه، هلک بيا وپوشتل، د ناوی طاقت ونه شو له مخه يی پرونى لری که او په قهر يی ورته وويل:
ولی دومره بی صبره يی؟ پری میژده چی لژ په ارامه يی وشمارم.
مننه
متوجه اوسه نور ستا خپل کار دی
فاروقی
uoy most geet this girl
salam
worara ka zama mane da kar da ostaad pa nazar waka.
wassalam
[b]ګرانه دوسته السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته:
ستا مشکل مې ولیدلو نو د شه ملکری په حیث غواړم چې مشوره درکړم ، مینه دې وړاندې بوځه سخت خوند به واخلې. دا واضحه خبره ده چې د نارینه وو ډیر ژر دجینکو خوا له میلان ژر پیدا کیړي مګر اول دا معلومه کړه چې ته خو بولهوس نه یې ځکه چې ځوانان په نن دور کې د دیش او کیبل او همدارنګه د غربې او خصوصا د هندي فلمونو نه دیر ژر متاثره کیړی او یوه خیالی نړۍ جوړوي. که چیرې ته په ریشتیا هغه خوښخوې نو بیا خو مینه ورسره ښه کلکه وکړه ولې چې مینه پیدا کول داسې اسانه کار نه دی او بیا خو ستا په شان چې جینۍ در باندې مینه شي ایله سور ولګوي ته د مینې په خوند نه پوهیږې بیا به ارمان کوې او د هغې معصومې پیغلې د زړه ارمانونه هم مه ورانوه ، ولې د چا زړه ازارول سخته ګناه ده او بله داچې هغې په دیرو ځوانانو کې ته خوښ کړی یې او په تا باندې یې اعتماد او اعتبار کړی دی نو پوه شه د زړه له کومې در سره مینه کوي. او له خیره سره قدام راواخله او خپل درسونه دې او لوله چې خپل مطلب ته ورسیږې نو بیا پرې قدم راواخله او دریا ته ډنګ ورکه !!!!!!
[/b]
zma ham da mashwara da chi musulmana pighla na omida ma prigda tawkal par khuday wakra ao wada yee kra Allah di mubaraka kree
Azmat u llah From Kabul
Oh Mr, u give him nice advice, but u know Truely love come once a live, Mr.man if u truly love each othe plz get engaed
United king dom,
london
مننه له مجاهدورورنه
موفقه مشوره يي بلكل نه دي وركړي
دومره وفاداره پيغله دسر په بدل واخله ياره
ډېره ناسمه مشوره یې ورکړې.
دا چې نوموړې پېغله د مین په هیوادني ګاونډ کې اوسیږي، نو کیدای شي مرکه پرې وکړې او په خپل نوم یې کړي، د درسونو د بشپړولو وروسته دې ورسره واده وکړي.
عشق بد رنځ دی
قدم راواخله
‘گرانه وروره السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
داچی داجلی ستاخوشه ده اوانجلی هم بااخلاقه اوحسینه ده نودخپلی کورنی سره دی مشوره وکه اواستخاره هم وکه ستادزوانی دوره ده جوانان زردحسینوخواته متحرک کیژی حدیث شریف دی چی دین خواته یی دیره توجه وکره اوکه ورسره واده وکی دابه بهتره وی ایمان به دی کامل شی ماهم واده کری دی اوهم خپل درسونه په دیره خه توگه پرمخ ورلای شم طبعا بلوغ عمرلومری دوردی تیرکری چی علاقمندی دی شته نوسنت پوره که اوایمان دیه هم پوره کره الله دی په ژوند کی برکت واچوه