رسنۍ! د هوا او اوبو نه وروسته د انسان قوي اړتيا

 

ژباړه:

سرچينه: Www.weeklyasia.net

رسنۍ د واكمنۍ څلورمه قوه ده خو نن سبا يې خپل قوت او طاقت په بې ساري توګه ځلولى دى، نن سبا د منځني ختيځ او عربي نړۍ په بدلونونو كې ميډيا خپل پوره اغيز درلودلى دى، خلك يې د ديكتاتورانو پرضد بارولي دي، د فيس بوك او انټرنيټ په وسيله د ولسونو د برخليك د تغييرولو هڅې روانې دي، رسنۍ د هيوادونو تاريخ بدلوي، رسنۍ دي چې له شاتو نه زهر او له زهرو نه شات جوړولى شي، رسنۍ دي چې اتلان د تروريست او ناوړه څيرې د اتلانو په توګه مشهورولى شي، لويديځ د رسنيو له لارې د اسلامي هيوادونو دننه د ولسونو د ارزښتونو او باورونو په بدلولو لګيا دى، نو ولې اسلامي خوځښتونه او ټولنې له دغې موثرې وسيلې نه غافله او بې تفاوته دي؟.

انسان د ژوندي پاتې كيدو لپاره ترهرڅه وړاندې هوا او اوبو ته اړتيا لري خو تردې وروسته ډير اړين او ضروري څيز ميډيا او رسنۍ دي، له رسنيو پرته زمونږ ورځنۍ چارې نيمګړې دي.

د ايران د اسلامي انقلاب مشر خميني د كيسټو په وسيله بدلون راووست، نن د انټرنيټ زمانه ده، فيس بوك او ټويټر چې كوم رول ادا كوي هغه له ټولو رسنيزو وسيلو نه پورته دى.

موبايل ايس ايم ايس او فيس بوك نن ورځ هر كور ته ځان رسولى دى، كوم ځاى ته چې زمونږ ورور، زوى او د كورنۍ بل غړى د اجازې پرته ننوتلى نشي، رسنيو هلته ځاى نيولى دى، الله(ج) چې د انبياوو په وسيله انسانانو ته خپل دين ورساوه او هغوى هم د خپل عصر ټول رسنيز وسايل كارولو په وسيله دغه مسئوليت ادا كړ.

مګر د ډير افسوس ځاى دى چې نن سبا د رسنيو طنابونه او مزي د اسلام د دښمنانو په لاس كې دي، هغوى لدې لارې د ازادۍ ګټلو جګړې او جهاد ته د تروريزم نوم وركولى شي، غربي رسنۍ دي چې د روس خلاف جګړې ته جهاد او د امريكا خلاف جګړې ته تروريزم وايي، د ميډيا او رسنيو واك او اختيار نن د نورو په لاس كې دى.

راځئ چې نن مونږ مسلمانان اوږد مهاله پلان جوړ كړو ترڅو د هغو له لارې زمونږ راتلونكي نسلونه د دښمن له لاس نه ميډيا او رسنۍ وباسي او په خپل واك او كنټرول كې يې راولي، په علم، معلوماتو او فن كې وړاندې شي، علمي تفوق او غلبه پيدا كړي، مونږ بايد د ميډيا او رسنيو له لارې خپل دعوت او بلنه او خپل دعوتي پروګرامونه په ډيره ښه او اغيزناكه توګه وړاندې كړو.

نورې دا ډول ليکنې:

  1. رسنۍ بايد په اسلامي ويښتابه کې څه رول ولري؟
  2. د رسنیو سېلاب او زمونږ هېواد
 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

1 تبصره ها

  1. رسولي says:

    جواد صاحب په ایمان دې برکت شه د کاڼي کرښه دې ویلې ده:(…خو تردې وروسته ډير اړين او ضروري څيز ميډيا او رسنۍ دي، له رسنيو پرته زمونږ ورځنۍ چارې نيمګړې دي)په واقعیت کې نني دعوتګران او بلونکي باید د رسنیو نه کار اخیستل خپل او اغیزمن کړي؛ځکه چې هر پیغمبر په خپل وخت کې د مؤثرو وسیلو څخه کار اخیستی دی او دعوتګران خو د هغوی وارثان دي باید دوی هم د پیغمبرانو په څیر کار وکړي.
    او دا یو څرګند حقیقت دی چې چا هم د معلوماتو په ټکنالوجۍ برلاسي موندلې ده بری هم د هغو په لورې دی.
    جواد خو ښه مثالونه او بیلګې راوړي تکرار ته یې اړتیا نشته.

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید