انټرنټ د نړۍ پنځم ککړ هیواد

 

ژباړه:

د چاپیریال ساتنې یوې نادولتي ادارې ګرینپیس ((Greenpeace له خوا ترسره شوې څېړنه ښيي چې د معلوماتو مرکزونه (Data Centers) چې د نړی ډېره برخه انټرنټ یې په زور کار کوي د برېښنا تر ټولو لوی مصرف کوونکي دي. په 2007 کې د ګوګل (Google)، اکامای (Akamai)، یاهو (Yahoo) او اپل (Apple) د معلوماتو مرکزونو 662 بیلیونه kWh (کیلو واټه په ساعت کې) برېښنا لګولې. پداسې حال کې چې د ټول هند د بريښنا لګښت ایله 568 بیلیونه kWh ته رسیږي.

د (ستاسې معلومات څومره ککړ دي) تر سرلیک لاندې راپور کښلي که انټرنټ هیواد وی، د نړۍ د ککړو هیوادونو په کتار کې به یې پنځم ځای خپل کړی و. راپور زیاته کړې سره لدې چې ډیری آی ټي کمپنۍ د برېښنا د اغیزمنې کارونې په اړتیا ښه خبر دي او هڅه کوي څو ممکنه انرژي ذخیره کړي، بیا هم د پاکې انرژي کارول عاجله اړتیا نه ورته ښکاري. پدې توګه زیات شمیر د معلوماتو مرکزونه او آی ټي اړوند تاسیسات اړینه انرژي د ډبرې له سکرو برابروي.
راپور لیکي “د کمپیوټر سرور ساتنځایونه (Server Farms) ورځ په ورځ پراخیږي او شمیر یې څو چندو ته رسیږي.

د ټکنالوژي پر مټ د نښتې ننۍ دنیا د معلوماتو مرکزونه د یوویشتمې سلنې کارخانې جوړوي” راپور کې همدارنګه راغلي “د یوویشتمې پیړۍ ټکنالوجي تر اوسه په پراخه پیمانه برېښنا د تیر وخت له ناپاکې انرژي (د ډبر سکرو) څخه لاس ته راوړي. د څیړل شوو کمپینو له نیمایي زیاتې له پنځوسو تر اتیاوو په سلو کې بريښنايي اړتیاوې د ډبرې سکرو څخه لاس ته راوړي. “

راپور په هند کې د موبایل زیاتې کارونې (د راپور په ونیا د موبایل انقلاب) او پر چاپیریال یې اغیزو ته ځانګړې پاملرنه کړې. راپور کې دي “په هند کې د درې لکه ټیلیفون پایو له ډلې څلویښت په سلو کې یې په کلیوالو او نیمه ښاري سیمو کې لګیدلي چېرته چې لیني بریښنا یا له سره شته نه او یا هم په منظم ډول فعاله نه وي. په دې شان سیمو کې ټیلیفون کمپني د اړتیا وړ انرژي برابرولو لپاره ډیزل کاروي کوم چې د کاربن او هوا د ککړتیا کچه تر ډیره لوړوي. “

د راپور په وینا “د مخابراتي سکټور له خوا د ډیزلو لګښت اوس مهال دوه بیلیونه لیټره ته په کال کې رسیږي چې د رېل ګاډو له لګښت وروسته دویم راځي. ”
د ګرینپیس اداره همدار راز آی ټي کمپنۍ د حساب ورکونې پر مهال د مرموزو ځوابونو د وړاندې کولو لپاره غندي. راپور پدې اړه داسې لیکي “تر کومه چې د شفافیت خبره ده دا مهال په آی ټي سکټور دوه مخي معیارونه حاکم دي.  آی ټي کمپنۍ له پيریدونکو غواړي څو خپلو شخصي معلوماتو ته په لاس رسي کې پر کمپني پوره پوره باور وکړي، خو خپله تیار نه دي چې خپل برېښنايي منابع ښکاره کړي. “

د نړۍ د لویو آی ټي کمپینو په پرتله یاهو (Yahoo) تر ټولو شنه (چاپیریال ته کم زیان رسوونکې) پيژندل شوې او اپل (Apple) -تر ډیره په شمالي کارولینا کې د معلوماتو مرکز د شته والي له امله- چاپیریال ته تر نورو زیانمنه بلل شوې. د راپور په خبره په هند کې د بريښنايي لګښت په اړه د معلوماتو په وړاندې کولو کې وایپرو (Wipro) تر نورو ډېر شفافیت لري.

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

4 تبصره ها

  1. رسولی says:

    مننه مدثر صاحب جالب عنوان دې ورته کړی دی خو داسې یې مادی ککړتیا په راپور کې انځور کړې ده د انټرنټ نه ډیری ځوانان ناوړه ګټه پورته کوي چې معنویت تر اغیز لاندې راولي که دی لورته هم یو څه توجه او پاملرنه وشي ښه به وي.

  2. حلیم وردګ says:

    دا راپور په زړه پوری دی، ددی لاری زموږ هیوادوال کولای شی پدی فکر وکړی چی انسانی ژوندی او د هغه کشول د مدرنیزه کیدو خواته څومره چاپیریالی ننګونی له خانه سره راوړی؟. خو باید ووایم چی انټرنټ سره ددی چی دومره ناوړتیا لری ګټی یی ددی څو برابره دی چی هغه ټولو ته ښکاره دی.

    دا په بیلابیلو هیوادونو پوری اړه لری چی څنګه خپله بریښنا تولیدوی؟. کیدایشی داسی هیوادونه هم وی چی ټوله یا زیاته برخه انرژی یی اوبیزه وی. چی پدی صورت کی بیا تقریبا هیڅ چاپیریالیزه ننګونی له ځانه نلری.

    خو که داسی یو دولت وی لکه د جنرال اسماعیل خان، بیا نو انټرنیټ څه چی یوی وړی راډیو در لودل هم د چاپیریال لپاره بد دی.
    دا ناځوانه وزیر چی د افغانستان په شته روانو اوبو کی یا ډیزلی برق تولیدوی او یا یی له ترکمنستان او تاجیکستان ازبکستان څخه را واردوی بیخی د شرم ځای دی. ارمان می د هلمند، پنجشیر، کنړ، ککچی،…… سیندونه دی چی په سمتی سره بهیږی او ګاونډی هیوادونه تری بی له کومی… استفاده کوی

    توف پدی نا اهله حکومتداری.

    حلیم

  3. مدثر says:

    Dear Zahid,
    First, it’s a report and focuses on how big technologies destruct the environment and in long term causes global warming just to get cheap energy. It demonstrates the effects of industrialization on natural surroundings.

  4. zahid says:

    i think the topic is with a negative message or do not have any message, if the purpose is to discus the weakpoints of IT so the need is for improving the weak points but the topic draw a negative picture of the great invention of the century and even of humman life, let me know your feadback

    Thanks

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید