دنړۍ په بيلابيلو هيوادونوكې دامريكا پوځي اډې او دهغو اغيزې!

 

ليكنه: دردمن غنى خيل

پاول جيورج پاليس ليكلي دي چې امريكا خپلو موخو ته د رسيدو لپاره سره لدې چې شوروي اتحاد له مينځه تللى دى دنړۍ په130_156 هيوادونو كې پوځي اډې لري چې شميريې په2007 م كال كې (1000) اډو ته رسيده، چې اوس به يې شمير خورا نورهم زيات شوى وي ځكه چې په افغانستان او عراق كې يې نوې اډې خلاصې كړې دي چې دا اډې په خپله د امريكا په زيان تمامې شوې دي.
دامريكا دغو اډو په نړۍ كې30 مليونه ايكړه ځمكه چې يو ايكړ د دوه جريبه ځمكې سره برابر دى، نيولې ده.
په دې اډو كې ديو مليون څخه زيات عسكر په وظيفه ګمارل شوي دي چې په كال 2008 كې يې ټول كلنى لګښت د650 مليارده امريكايي ډالرو څخه زيات و، طبيعي ده چې دا لګښت به اوس د يوزر مليارده څخه هم اوښتى وي ځكه چې په نړيواله توګه  د هرڅه قيمتونه اوس د پخوا په پرتله ډير لوړ شوي دي.

1_ پيژندنه:
دايمي پوځي اډې هغه پوځي اډو ته ويل كيږي چې په اړه يې د دوه هيوادونو ترمينځ داوږد مهال لپاره تړون امضاء شي چې وخت به يي دپنځوسو كالو څخه كم نه وي او له ديرش زرو څخه زيات عسكر به پكې په وظيفه بوخت وي چې نوموړې اډې په لاندې څلورو ډولونو ويشل شوې دي:
1_هوايي پوځي اډې.
2_ځمكنۍ پوځي اډې.
3_ بحري پوځي اډې.
4_ جاسوسي اډې.

په اسلامي نړۍ كې امريكايي پوځي اډې:
امريكا خپلو موخو ته درسيدو لپاره په خورا زياتو اسلامي هيوادونو كې هم پوځي اډې تاسيس كړې دي چې ديوه پلوه يې ګڼ شمير بې ګناه خلك نارينه، ښځينه ، ماشومان او سپين ږيري په شهادت رسولي دي او له بله پلوه غواړي چې داسلامي هيوادونو ډارن اولاسپوڅي مشران ور باندې وويروي.
ځينې اسلامي هيوادونه چې دامريكا پوځي اډې پكې شتون لري په لاندې ډول دي:
1_ سعودي عربستان, 2_ قطر ,3_ بحرين, 4_ مصر,5_ كويټ ,6_ عمان ,7_عربي متحده امارات ,8_ عراق ,9_افغانستان ,10_قزاقستان ,12_قرغيزستان ,13_ پاكستان.او داسى نور…

په نړۍ كې دامريكايي پوځي اډو اغيز:

سياسي اغيزې
له سياسي پلوه يې نوموړي هيوادونه دستر ګواښ سره مخ كړي دي،
استقلال او اّزادي يې له مينځه تللې او يا  هم محدوده شوې ده.
داسې حكومتونه يې په اسلامي هيوادونو كې په ولسونو مسلط كړي دي چې خپل ولسونه دهغوۍ د كړنو څخه ډير زيات په تكليف دي.

امنيتي اغيزې
امريكايي عسكرو په مختلفو هيوادونو كې  دهغه هيواد بى شميره اوسيدونكي وژلي دي چيرته چې دوۍ اډې لري ، په كال1980 م  كې يې په فليپين كې48 تنه وژلي وچې په دغه ډول سلګونه نمونې شته، چې ګڼ شمير يې ښځې او ماشومان وْ او دغه راز امريكايي عسكر كله نا كله په ښارونو اوكليو كې ګرځي چې د خلكو دتشويش سبب كيږي.

اقتصادي اغيزى
دځينو هغه هيوادونو اقتصادي منابع يې تر خپل كنترول لاندې راوستلي دي چې امريكايي عسكر پكې حضورلري او دغه رازيې ددې هيوادونو اقتصادي وده او پرمختګ په داسې ډول په امريكا پورې تړلى دى چې كله هم امريكا وغواړي دهغه هيواد اقتصادي حالت د ركود سره مخامخ كړي داكار كولاي شي.او همدارنګه يې په اقتصادي لحاظ په ځينو هيوادونو كې يو شمير خلك په ځان پورې تړلي دي تر څود يو خوا نه طبقاتي ژوند ته وده وركړي او له بله پلوه همدا ډله خلك په هيواد باندې ددې لپاره مسلط كړي چې تر څو ددوى ګټې په هغه هيواد كې خوندي وساتي.

اخلاقي اغيزى
1_دامريكايي پوځي اډو په شاو خوا كې په ځينو هيوادونو كې دفحشا مراكز جوړ شوي دي چې پدې توګه په دغو هيوادونو كې ټول اخلاقي حدود او نورمونه له مينځه تللي دي.
2_دا چې انسان دنشه يي توكو داستعمال په وخت كې په ځان كنترول نلري نوځكه خو كله نا كله د امريكايي عسكرو له خوا دنشې په حالت كې په ښځو اوماشومانو جنسي تيري شوي دي.
3_ دجنسي غريزې دپوره كولو لپاره هم جنسي تيري شوي دي چې دجاپان او فلپين خلك يې خورا زيات ځورولي دي.

صحي اغيزى
1_ په كومو هيوادونو كې چې امريكايي پوځي اډې شتون لري هلته  ګڼې لاعلاجه ناروغۍ ( ايدز) پيدا شوې چې دغه ټولنې يې د مرګ او ټولنيزې تباهۍ له ګواښ سره لاس او ګريوان كړې دي.

بشري اغيزې
2_دخلكووژنه، دښځواوماشومانو پرحقوقو تيري په ټوله كې دبشر په حقوقو تيرى دى.

دچاپيريال اغيزې
1_ دچاپيريال ككړتيا : دوى مختلفې وسلى او مهمات استعمالوي چې كيمياوي مواد هم پكې وي او دا د چاپيريال په ككړولو او ګڼو وژونكو ناروغيو په پيدا كيدو كې رول لري.
2_ دڅكلو داوبو ككړتيا: كيمياوي مواد حتى په اوبو هم منفي اغيز لري.

اجتماعي اغيزى
3_ دحرامي يا زنا نه پيدا شويو اولادونو زيږيدنه چې بى سرپرسته وي اوخورا په ډيرو سختو شرائطو كې ژوند كوي، چې وروسته د عقدو په پيدا كولو سره هغوى په خطرناكو جرمونو كې ككړ شوي اودبشر حقوق او بين المللي قوانين تر پښو لاندى كړي دي.

دا او دې ته ورته نور منفي اثرات…
ددې ټولو اډو دشتون لپاره امريكا خپل ولس ته همدا لامل ښيي چې د امريكا امنيت ته ګواښ متوجه دى نو ځكه دامريكايي پوځي اډو شتون دنړۍ په مختلفو هيوادونو كې ضروري دى.
په افغانستان كې دامريكا متحده ايالاتو دپوځي اډو دشتون اغيزې څو اونۍ وړاندې دافغانستان جمهور رئيس حامد كرزي په يو مطبوعاتي كنفرانس كې داڅرګنده كړه چې امريكايي مقامات په افغانستان كې دپوځي دائمي اډو له جوړولو سره علاقه لري چې لدې دوه ورځې وروسته ددفاع وزير عبدالرحيم وردك په افغانستان كې دامريكائي دائمي پوځي اډو څخه خپل ملاتړ اعلان كړاو ويې ويل چې داكاربه په اوږد مهال كې په افغانستان كې دامن اواستقرار سبب شي.
دا غوښتنه دلومړي ځل لپاره د 2010 م كال په وروستيو كې امريكايي سناتور ليندسي گراهام له خوا مطرح شوه نوموړي دNBC تلويزيون سره په مركه وويل چې په افغانستان كې د امريكا متحده ايالاتو دائمي پوځي اډې به دواړو هيوادونو ته ډيرې ګټورې ثابتې شي القاعده او طالبان به بيا ونشي كولاى چې بيرته افغانستان ته راشي
اوپدې سره به د افغانستان اوامريكا متحده ايالاتو ترمينځ هميشنۍ دوستي ټينګه شي.

دلته په كار ده چې په لنډ ډول لاندې ټكي روښانه كړو:
1_دا چې افغانستان په تاريخي لحاظ څو ځله داستعماري ځواكونو له خوا تر هجوم  اويرغل لاندې راغلى دى خو هر ځل استعماري قوتونه د ناكامۍ سره مخ شوي دي او ددې ستر لامل دادى چې افغانستان په جيوپوليتيك ډول خورا په ډير مهم موقعيت كې قرارلري چې له دې ځايه په اسانۍ دسيمې هيوادونه په هر اړخيز ډول تر كنترول لاندې راځي.
2_ زمونږ په ګران هيواد كې همدا اوس جنګ روان دى او امنيت نشته ، دخارجي ځواكونو په خلاف جګړه روانه ده  ددى څو لاملونه په لاندې ډول دي:
3_ انسان په فطري ډول اّزاد دى اواستقلاليت يې ډير خوښيږي،  هيڅ بهرنى فشار نه مني او كوشش كوي چې د پرديو له حاكميت څخه ځان وژغوري.
4_ دافغانستان خلك مسلمانان دي د اسلام مقدس دين هم اجازه نه وركوي چې مسلمانان دى خارجي استعمار په خپل هيواد كې ومني نو له همدې امله دافغانستان حلكو هميشه دخارجي استعمار په خلاف پاڅون كړى دى او هغه يې دخپل هيواد څخه ويستلو ته اړ كړى دى.
5_ګاونډي اود سيمې هيوادونه په افغانستان كې دامريكا اوناټو دحضور څخه په هراړخيز ډول تشويش لري ځكه چې امريكا غواړي په ټوله نړۍ باندې حكومت وكړي او دنړۍ هيوادونه دامريكا پدې اراده باندې پوهيږي نو له همدې امله يې دنړۍ په مختلفو هيوادونو كې پوځي اډې جوړې كړې دي.
نو دافغانستان ګاونډي هيوادونه دافغانستان په جنګ كې په يو ډول نه يو ډول برخه لري  او په دې باندې بايد هر څوك پوه دي حتى امريكايان هم.
په افغانستان كې دامريكائي اډو جوړولوموخى او اهداف:
په افغانستان كې دامريكا متحده ايالاتو پوځي اډو دشتون اهداف په لاندې ډول تر څيړنې لاندې نيسو:
1_دافغانستان په طبيعي زيرمو باندې كنترول درلودل ځكه چې افغانستان پټه خزانه ده افغانان متاسفانه تر اوسه په پوره ډول دخپل هيواد دمختلف النوع زيرمو څخه خبر ندي خو امريكايانو دا هر څه دخپلو جاسوسي او كشفي الوتكو او وسايلو په ذريعه معلوم كړي دي چې په افغانستان كې څومره طبيعي زيرمې شته.
دامريكا دمتخصصينو دبراّورد له مخى د افغانستان طبيعي زيرمې په زرګونو مليارده امريكايي ډالر ارزښت لري چې دنړۍ وال اقتصادي ركود په وخت كې خورا زيات ضرورت ورته پيدا كيږي.
2_ دسيمې دطبيعي زيرمو ولكه په خپل لاس كې اخيستل ( تيل -غاز او نوراقتصادي او حتى تجارتي منابع).
دافغانستان په شا اوخواكې هيوادونه هم پراخه طبيعي زيرمې لري، داسې ويل كيږي چې دخليج دطبيعي زيرمو دخلاصيدو څخه وروسته امريكا پدى لټه كې ده چې بايد په نورو ځايونو كې هم په اقتصادي منابعو باندې ولكه ولري.
3_ دسيمې دهيوادونو په هر اړخيز ډول مهار كول لكه چين، ايران، پاكستان روسيه اود منځنۍ اسيا هيوادونه.
په افغانستان باندې دامريكا دائمي پوځي اډو اغيزلكه څرنګه مو چې دا روښانه كړه چې د امريكايي پوځي اډو شتون په نړۍ كې دژوند په بيلابيلو اړخونو باندې خورا زيات ناوړه اغيز لري دغه راز په افغانستان كې يې شتون له منفي اغيز څخه خالي ندى، هغه ناوړه اغيز چې په افغانستان به يې ولري په لاندې ډول ورته اشاره كوو:
ديني اغيزې
1_ زمونږ داسلام مقدس دين دخطر سره مخ كيږي ځكه چې امريكائي پوځي اډې يواځې ددې لپاره ندي چې پوځي اهداف به مخكې وړي بلكې ددې تر څنګ نور ګڼ شمير اهداف لري چې يو به يې همدا وي چې دمسيحيت برلاسي كولولپاره به زمينه برابروي.

تعليمي اغيزى
1_ دهيواد په تعليمي سيستم كې به خورا ستره ګډوډي رامينځته شي ځكه چې امريكايان به دتعليم په مختلفو اړخونو كې په ځانګړي ډول دنصاب په برخه كې  لاس وهي چې دا لاسوهنه به زمونږ دهيواد تعليمي سيستم دخورا زياتې ګډوډۍ سره مخ كړي.

سياسي اغيزې
1_په سياسي برخه كې به دافغانستان سياسي استقلال دډير ستر ګواښ سره مخامخ شي په دى معنى چې دافغانستان واكمنان به په حقيقت كې امريكائي جنرالان وي او افغانان په تش په نامه درئيس جمهور او وزير په نوم ياديږي خو هيڅ ډول خپلواكي به نلري.
2_ زمونږ حكومتي سيستم او نظام به دخارجيانو له خوا ټاكل كيږي، داسى نظام چې نه به زمونږ د دين سره او نه به زمونږ دكلتور سره برابر وي.
3_ دافغاني حكومت د مختلفو ارګانونو تر مينځ ترينګلى حالت رامينځته كول، وزارتونه او ولايتونه او مسړلين به  دمركزي دولت څخه بى  پروا كړي او دا به بالاخره دهيواد د ويش او تجزيې سبب شي.
4_ يو شميرلاسپوڅي به په ولس باندى وتپي.

امنيتي  اغيزې
1_افغانستان كې اوس هم د بهرنيانو پرضد جګړه روانه ده نوافغانان به د خارجي استعمار په خلاف مبارزې ته دوام وركوي، ښكاره خبره ده چې جګړه ديو هيواد امنيت ته زيان رسوي.
2_ ګاونډي هيوادونه هم په افغانستان كې دامريكايي ځواكونو دحضور څخه تشويش لري نو هغوى به كوشش كوي چې ددوى په خلاف يو لړ حركات تر سره كړي، په افغانستان كې روان مقاومت به حمايه كوي چې دامريكايي ځواكونو په ځپلو كې ورڅخه كارواخلي.
3_ د هيواد دننه به په خپله امريكايي ځواكونه د ګرځيدو راګرځيدو پرمهال افغانانوته د سردردي او تشويش سبب ګرځي.
4_دنړۍ په كچه به دهغه خلكودښمني دافغانستان سره خورا ډيره زياته شي چې دامريكا سره ښكاره او يا هم پټه دښمني لري.
5_ افغانستان به د لويو قدرتونو دسياليو په مركز بدل شي.

اقتصادي اغيزې
1_سود به رواج شي چې دالله ج سره دجنګ معنى لري.
2_ دهيواد په اقتصادي منابعو باندې كنترول تر لاسه كول.
3_په اقتصادي لحاظ طبقاتي ژوند ته په هيواد كې وده وركول.

اخلاقي اغيزى
1_ هيواد كې به اخلاقي فساد او فحشاء خوره شي.
2_دجنسي تيريو احتمال زياتيږي.

اجتماعي اغيزې
1_ شرابو اودې ته ورته په نورو نشه يي توكو د هيواد والو روږدي كيدل.
2_قومي اختلافاتو ته لمن وهل او وده وركول.

فرهنګي اغيزې
1_ دافغانستان دخلكواسلامي اوتاريخي فرهنګ او كلتور به د ستر ګواښ سره مخ شي.
2_ دهيواد ملي ژبې به كراركرار له مينځه ولاړې شي.
3_امريكايان به كوشش وكړي چې په افغانستان هغه غربي ازاد كلتور ته وده وركړي كوم چې حتى دوى يې په خپل هيواد كې هم نه غواړي.
4_دافغانانو يو شمير غوره رواجونه به هم دخطر سره مخ شي.

دچاپير يال اغيزې
1_همدا اوس داّيساف او امريكايي ځواكونو د مراكزو فاضله مواد ټول دكابل ښار په سيند او يا هم دكابل ښار په شا اوخواكې غورزول كيږي.
2_ دكيمياوي وسلو داستعمال احتمال شته چې پدې سره به زمونږ دهيواد چاپير يال ډير ككړ شي او مختلف خطر ناك مرضونه به ورځنې پيدا شي.
كه څه هم ځينې خلك پدې نظر دي چې دامريكا دائمي اډې دافغانستان په ګټه دي دوى وايي چې ځينې پرمختيايي كارونه به ترسره شي او يابه هم دهيواد امنيت ښه شي او دخارجي هيوادونو مداخلې به بندې شي اول خو دا هسى خوب او خيال دى او كه چيرې ځينې ګټې هم ولري  خوكه دزيانونو سره يې پرتله كړو هغه ګټې به ډيرې كمې وي دا ځكه چې دا اوس دامريكايي قواو او دغه راز په ټوله كې دناټو دځواكونو شتون دهمدې لپاره دى چې زمونږ په هيواد كې امنيت ټينګ شي اوپرمختيايي كارونه ترسره شي چې دا هيڅ هم ونشول ديو كال نه بل ته ګډوډي نوره هم زياتيږي نو ويلاى شو چې دامريكا دائمي پوځي اډې دافغانستان په ګټه ندي.

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

2 تبصره ها

  1. حيوان ناطق says:

    مننه له دې ګټورو معلوماتو، چې سرچينې يې ذکر وای لا به ښه و

  2. احمد says:

    په اقتصادی لحاظ خو باید ووایم چی پخوا هم افغانانو کوم قوی اقتصاد نه درلود او نه هم د دی لیاقت لرو چی خپل اقتصاد ته وده وکرو. او بل دا چی کله چی د القاعدی لخوا د سعودی په حکومت فشار دیر شو نو عربستان سعودی امریکا ته وویل چی خپلی ادی وباسی نو په همدی لحاظ د سعودی نه ادی قطر ته ولیگدول شوی.

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید