اعلاناتو زمونږ لومړیتوبونه را بدل کړل

 

لیکنه:     نثار یوسف
ژباړه:     محسن امین


د اعلاناتو ځواک
د اعلاناتو ځای په رسنیو کې داسې دی لکه وینه چې په رګونو کې مزل کوي، اعلانات رسنۍ ژوندۍ ساتي. همدغه د اعلاناتو نړۍ ده چې په میډیا باندې حکومت کوي او د ویشتلو غږ کولای شي، همدغه لامل دی چې انساني ارزښتونه د ځینو میډیایې شرکتونو لخوا په ناولتوب او دروغو بد رنګه کیږي، میډیایې شرکتونه دا کار یوازې د دې لپاره کوي چې پدې سختو او ستونزمنو سیالیو کې د ژوندي پاتي کیدو ساه واخلي. ناومي ولف په خپل کتاب ( د ښکلا افسانه) کې وایې چې د میک اپ یا د سینګار سامانونه د کور د اړتیا وړ سامانونو څخه څو چنده زیات په ښځو باندې خرڅیږي.
د میک اپ یا د سینګار شیونه د کور د ضروري سامانونو په پرتله ډیر ضروري معرفي کیږي…….دا د اعلاناتو ځواک څرګندوي.

د اعلاناتو ځواک کولای شي چې بیکاره او فضول شیونه درته حیاتي او اساسي موادو لیست کې وشمیري او خلک مجبور کړي چې هغه په لوړو قیمتونو واخلي….لکه څنګه چې بې ګټې خوراکونه په ښکلي او جذابو پاکټونو کې بندیږي او خوراک یې خوندور وي، خو کومه غذایې ګټه نه لري، همدارنګه مونږ هم په بیکاره او بې ګټو اعلاناتو کلابند شوي یو.
لږ غور وکړه: ایا تا کله خپل ورځنیز خوراکي مواد لکه ترکاري، لوبیا، وریجي او داسې نور د پرلپسې اعلاناتو له امله اخیستي دي، نه تا ندي اخیستي، بلکه د داسې موادو اشتهار ته هیڅ اړتیا نه لیدل کیږي، خو بیا هم مونږ او تاسې یې اخلو.

په کابل کې د سړک تر غاړې بې شمېره اعلانات

اعلاناتو زمونږ لومړیتوبونه را بدل کړل
تاسې یو ځل خپل مصرف کړي پیسې د خپلو ماشومانو ته په ګټور شیانو را نیولو لکه ضروري غذایې مواد، ښه کتابونه او نور اړین شیونه د نورو بیکاره شیونو سره مقایسه کړئ لکه ایس کریم، کوکاکولا، کمپیوټري لوبې یا ګیمونه، د فلمونو او سندرو سی ډی ګاني، نو ډیر لوي توپیر به مو تر سترګو شي.
ایا ته پوهیږي چې په هندوستان کې خلک هر کال د ۱۲۰ میلونو ډالرو په اندازه کوکاکولا غوړوپوي، پداسې یو هیواد کې چې هلته هر درییم ماشوم په لوږه ګیډه ویده کیږي، نورو ټولو هندیانو ته کوکاکولا د اعلاناتو له لارې ور پیژندل کیږي او خرڅیږي.
اعلاناتو زمونږ د خوراک کولو او مصرف کولو عادتونه را خراب کړل
په ټوله نړۍ کې واړه هلکان تر ټولو شتمن پیردونکي دي، یو د ۶ یا ۷ کالو ماشوم د تلویزیون هر اعلان هره خبره رښتیا ګڼې، په ممبۍ ښار کې داسې زده کوونکي شته دی چې هغوي سره د مختلفو بانکونو ۴ یا ۵ کریډیټ کارډونه موجود وي، ځینې ماشومان خپل پلار او مور د پیسو را ایستلو ماشین (ATM) ګڼې. ماشومان د لباس اخیستلو، موبایل اخیستلو یا د فلم اخیستلو پر وخت د ډیرو مشهورو خلکو پر خوښه او مشوري سره سم تګ کوي، احصایه دا را په ګوته کوي چې هغه شی چې ماشومان یې ډیر اخلي هغه د موسیقۍ البمونه دي…. دا د موسیقۍ البمونه دوي ته څه ګټه رسوي؟ د عیاشۍ، فحاشۍ او بیکاره کارونو دروازه ورته خلاصوي، د غوږونو د زیانمن کولو سره سره د هغوي اخلاق او کرکټر هم ویجاړوي.
د ښکلا او رنګینیو نسل
د اعلاناتو د لارې نه شیطاني کارونه او شیطاني تولیدات ښکلي او رنګین شوي دي او خلک هڅول کیږي چې دا شیطاني تولیدات واخلي، د مثال په توګه: په امریکايې تلویزیونو کې د شرابو او بیر لپاره هر کال زر مختلف تجارتي اعلانات په مسلسل ډول ښودل کیږي، د شرابو او بیر د اعلاناتو مصرف هر کال دوه میلیارده ډالر دی…..د دې څه نتیجه راوځي؟
هر کال امریکایان د ۹۰ میلیارده ډالرو په ارزښت شراب او بیر اخلي او څکي یې، نو بیا…………..
په امریکا کې ۱۵ میلیونه سخت شرابیان (هغه خلک چې ډیر شراب څښي او همیشه نشه وي)، او هر کال یوازې د ډیسمبر په اخرنۍ شپې ۵۰۰۰ ترافیکي پیښې د امریکا په سرکونو ترسره کیږي….
ښځې د میډیا تر استثمار لاندې
جیمز کوپ په فاربیس مجله کې چې په ۱۹۷۸ فبرورۍ کې خپره شوي وه، لیکلي وو چې:
دا ګټه یوه لا محدوده ګټه ده
په دندو کې، په ترفیعاتو کې، د بازار موندنې په چارو کې، د خبرونو په خپرولو کې د ښځو ونډه تر نورو مخ په ډیریدا ده، او دا هڅه روانه ده چې د اعلاناتو د نړۍ له لارې نه د فحاشۍ او عیاشۍ دایره ښه پراخه شي.
نن سبا ښځې د خپل بدن او جسم نه ډیرې پیسې پیدا کوي نسبت د هغوي درلودونکي ظرفیتونو او مهارتونو ته، څلور کاله وړاندې ماریه شاراپوا (د ټینس لوبې روسۍ اتله لوبغاړې) د خپلو ټولو ستر بریاوو په مرسته یوازې ۲ میلیونه ډالر لاسته راوړل، خو د اعلاناتو له لارې نه یې ۱۸ میلیونه ډالر ترلاسه کړل.
کله به مونږ خلکو ته د اسلام په اړه وایو؟
پدغه اوسنۍ میډیا کې چې د اعلاناتو یې اوږده او تیره ژبه ده، څومره مسلمانان خلکو ته د اسلام او قران په اړه اعلانات خپروي، راځئ چې مونږ او تاسې همدا له نن ورځ نه پرې کار پیل کړو…

نورې دا ډول ليکنې:

  1. د رسنیو سېلاب او زمونږ هېواد
 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

2 تبصره ها

  1. حبیب الله امارات says:

    جزاکم الله خیر – احسنت

  2. أبوخليل قدوسي says:

    ډېر ښه لکه چی ویل کېږي :
    الاعلان یجبرک علی شراء ما لا تحتاج الیه
    اعلان تا دهغه شي اخېستلو اړباسي چي اړتیا به نه ورته لرې

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید