د قرانكريم حسابي اعجاز
ليكنه : ډاكټر سيدخالد راشد
هغه مهال چې بشريت د ظلم او ناپوهۍ په تيارو كې تيندكونه وهل ، هلته چې په نړئ كې ويره او وحشت تر خپل وروستي بريده رسيدلي وو او انسان د انسان د وينو تږى وو د كايناتو واكمن ددغه ناروغه بشر په حالت خپل رحمت ولوراوه د مكې په ښار كې رڼا و پړقيده او د نړيوالو ددردونو لپاره شفااو علاج راغې ، ويرونكې شپه سبا شوه او د رڼا وړانګې پر نړۍ او نړيوالو ولګيدې. هو! د حرا په غار كې پرمحمد ( ص) باندې د قران لومړي ايتونه رانازل شول او الله (ج) دهمدغه سپيڅلي قرآن په ترڅ كې وفرمايل چې } كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ{دا كتاب مو تاته راوليږه څو دخپل رب په امرخلك له تيارو نه د رڼا په لور راوباسې ، د هغه زبردست ستايل شوي ذات د لارې لورته.هوكې! دا كتاب د ژوندانه په تياروكې ستړي ستومانه او لاروركي بشر ته د رڼاګانولورى ښيئ . دغه د ايمان كتاب كه له يوه پلوه د عقيدې او ګروهې كږليچونه نيغوي نوله بل پلوه د كامياب ټولنيز، اقتصادي او سياسي نظام د رامنځ ته كولو لپاره بنسټيزې سمونې وړاندې كوي. هغه خلكو چې ددې كتاب په بلنه لبيك ووايو د نړئ سرداران جوړ شول او د اخرت د تلپاتي ژوند دكاميابيو ژمنې هم له دوئ سره دي. د تاريخ په هر پير كې د بشري سليم فطرت نه د كاږه شوو انسانانو شمير هم كم نه و نو له دې امله قرآن كريم د هغوئ د قانع كونې او سمې لارې ته د راستونې لپاره بيلا بيل دلايل وړاندې كړي دي ، هغوئ يې تر ډيره بريده خپل عقل ته په ورستنيدو هڅولي دي څو د خپل سليم عقل څخه كار واخلي او سمه لار وپيژنې . قرانكريم د خپل صداقت او ريښتينولۍ لپاره داسې اعجازي څرګندونې هم كړي دي چې په هر وخت كې يې د فرعوني ساحرانو سحر مات كړى او هغوئ يې د توحيد د بلنې منولو ته اړ كړي دي. هو ! دغه كتاب د زمانې په هره مقطع كې دهمغې مهال د حالاتو او عيني حقايقو سره سم انسانان ننګولي او چلنج كړي دي، له هغوئ يي غوښتي چې كم له كمه دې ددغه كتاب په څير يوه خبره يا يو ايت جوړ كړي خو انسان له همغه مهاله نيولې بيا تر ننه ددغه ننګونې په وړاندې ماته خوړلې. كه قرانكريم څوارلس سوه كاله دمخه د مكې فصيح او بليغ شاعران او كلام ويونكي خپل فصاحت او بلاغت ته كوزګوري كړي وو نو نن داد ې بيا د يوشتمې پيړئ مادي انسان ننګوي. هغه لوى او ستر علمي حقيقتونه چې دوئ ترې نن پرده پورته كوي قران كريم په ډيره روښانتيا سره څوارلس سوه كاله دمخې بيان كړي دي. دنني وخت انسانان چې د ساينس او ټيكنالوژئ په ډګر كې لوئې لوئ لاسته راوړنې لري او دهمدغه ساينس په بركت د ژوندانه له هرراز مادي اسانتايو نه برخمن دي له هغه پرته بل څه نه مني ، ددوئ په نظرخو څه چې ساينس وايي هغه حق دي اوهغه څه چې ساينس يي ردوي يا يي په اړه چوپ پاتې كيږي د منلو وړ نه دي. ستر قرآن دغه دې يو ځل بيا ننې پرمختلى ، مهذب او مدرن (!!!) انسان ننګوي ، له دوئ سره دهمدوئ په ژبه غږيږي او ورته دا زباتوي چې د غه كلام چې تاسې يي ګورئ يا يي اورئ د بشر نه بلكې دهغه ستر او واكمن ذات كلام دى چې تاسې اوله تاسې وړاندې ټول انسانان اوكاينات يي پيدا كړي دي .دلته يوځل بيا ټينګار كوو چې قرآن كريم د ساينس كوم كتاب نه دې او نه هم ددې لپاره راغلې چې محض د يو ساينسي او تاريخي ماخذ په بڼه دې وكارول شي بلكې دا د بشري ژوندانه لپاره راليږل شوى بشپړاو هر اړخيز نظام دى چې له بايد بشريت يي په سيوري كې ژوند وكړي ، په خپل ژوندانه كې يې پلي كړي او په دغه ډول دهغه په افكارو ، اخلاقو ، سياست ، ټولنيزو كړو وړو او ….. باندې يواځې همدا قران حاكم وي او بس. قرانكريم كه كله ساينسي حقايقو ته ګوته نيسي ، اعجازي څرګندونې كوي او يا كه كومې تاريخې كيسې بيانوي نو هغه هم ددې لپاره چې منكر انسانان د استدلال په منل شوې بڼه پړه كړي او سمې لار ې ته يې راوګرځوي. د قرانكريم له دغې علمې معجزو څخه يي يو څه په لاندې ډول دي:
د قرانكريم رياضيكي معجزاتكه لاندې څيړنې وګورو نو دا به په ډاګه شي چې دا قران د انساني فهم او پوهې له لوړو معياراتونه برخمن دى ، دداسې ستر كتاب ليكل او تاليف د انساني وس خبره نه ده او هغه هم بيا دداسې يو چا لخوا چې بيخې له ليك لوست نه ناخبره وي. په لاندې څيړنو كې وګورئ چې د قرآن يو يو حرف څومره په دقت او ذيركتيا سره ايښودل شوې دى څومره يويو ايت ، يويو سورت او يوه يوه برخه د معنا او كلماتو له مخې د نور ايتونه ، سورتونه او برخې تايئدوي او دا هغه څه دي چې الله (ج) ورته زمونږ پام وراړوي او فرمايي چې:افلا يتدبرون القران ولوكان من عند غيرالله لوجدو فيه اختلافا ً كثيرا ًژباړه: ايا دوئ په قرآن كې غور اوفكر نه كوي ، كه چيرې دا د الله نه پرته د بل چا لخوا راغلى وى نو دوئ به په كې ډيرتوپيرونه ميندلى وى.الله (ج) د سورت مدثر په ۳۰ ايت كې د جهنم دملايكو د شمير په اړه داسې فرمايي: [عليها تسعة عشر] په دې جهنم باندې ولاړې ملايكې نولس ۱۹ دې.په ورپسې ايت كې فرمايي چې ما [ ......... و ما جعلنا عدتهم الا فتنه للذين كفرو ... الى اخر الايه] (مدثر۳۱) مونږ ددې جهنم ساتونكي يواځې ملايكې ګرځولي دي او مونږ ددوي شمير یواځې د كافرانو لپاره يو ازميښت ګرځولې دى……..دقرانكريم په اړه كه رياضيكي څيړنه وشي نو دا به په ډاګه شي چې ۱۹ هغه يواځينې عدد دى چې د قرانكريم په گڼو ځايونو كې په بيلا بيل ډول راښكاره كيږي او له دې امله مونږ دغه عدد ته د قرانكريم رياضيكي كوډ وايو. په زړه پورې خبره داده چې كه چيرې د قرانكريم ګڼ مهم ارقام وشنل شي نو ټول په نولسو (۱۹ ) چې يو لومړنى عدد دى د ويشلو وړ دي. په دې اړه لاندې ساده ارقام او حقيقتونه وګورئ:
× د قرانكريم لومړې ايت بسم الله الرحمٰن الرحيم دي او دا له ۱۹ تورو يا حروفو نه جوړ دى = ۱۹*۱
× د قرانكريم د سورتونو شمير ۱۱۴ دى = ۱۹ * ۶
× د قرانكريم د ايتونو شمير ۶۳۴۶ ( ۶۲۳۴ ايتونه او ۱۱۲ بسم الله الرحمٰن الرحيم )دي چې۶۳۴۶ = ۱۹ * ۳۳۴
× د قرانكريم لومړي نازل شوي ايتونه د سورت علق لومړي پنځه سورتونه دي او هغه له ۱۹ كلماتو نه تركيب شوي
× سورت علق پخپله ۹۶ سورت دې چې د اخر لخوا ۱۹ كيږي
× دغه سور ت پوره ۱۹ ايتونه لري
× په ۱۹ ايت كې سجد ده او معنا يي ده جې يواځې( يو) ذات ته چې شريك نه لري سر په ځمكه ږده او بس.
× د قرانكريم ټول سورتونه پرته له نهم سورت ( سورت توبه) څخه په بسم الله پيل كيږي د نهم سورت څخه ۱۹ سورته را وروسته بيا په۲۷ سورت (سورت نمل) كې بسم الله دوه ځله راغلې ده او په دې ډول يي د هغه نهم سورت په سر كې كمه شوې بسم الله پوره كړې ده.
× د قرانكريم وروستې نازل شوى سورت ۱۱۰ سورت ( سورت النصر) دې چې له ۱۹ كلماتو نه جوړدى او لومړى ايت يي ۱۹ حروف يا توري لري.
× قرانكريم كي ۱۴ مختلف مقطعات له ۱۴ بيلا بيلو تورو نه جوړ دي او د ۲۹ سورتونو په سر كې راغلي دي چې….. ۱۴+۱۴+۲۹= ۵۷ = ۱۹ * ۳
× كه د هغه۱۴ سورتونو ترتيبي شمير چې مقطعات حروف يا توري لري سره جمع كړل شي نو مجموعه يي ۸۳۶ راوځې او = ۱۹* ۴۴
× قران كريم ۳۰ بيلا بيل اعداد ذكر كړي دي لكه :1,2,3,4,,5,6,7,8,9,10,11,12,19,20,30,40,50,60 , 70,80,99,100, 200,3000,5000,50000, 100000 چې مجموعه يي 162146 كيږي او = ۱۹* ۸۵۳۴
× دغه راز په قرانكريم كې د مقطعاتو حروفو كاريدنه پخپله ددغه قران په ريښتينولۍ دلالت كوي چې دا اعجاز په ټولو ۱۴ بيلا بيلو مقطعاتو كې ثابتيدلائ شي چې مونږ يواځې د بيلګې په توګه لاندې دوه سورتونه وړاندې كوو:په قرانكريم كې د ( ق) تورې ددوه سورتونو په مقطعاتو كې كاريدلى دى چې د : شورىٰ ( ۴۲ سورت) او ق (۵۰سورت ) له سورتونو څخه عبارت دي. د شورى سورت په ترتيب كې ۴۲ سورت دې او ۵۳ ايتونه لري په داسې حال كې چې د ق سورت په ترتيب كې ۵۰ دې او ۴۵ ايتونه لري . كه دهريو سورت د ترتيب شميره د هغه د ايتونو له شمير سره جمع كړو نو يو عدد لاس ته راځې او هغه هم د ۱۹ د عدد مقسوم دى.سورت شورى= د سورت ترتيبي شميره ( ۴۲) + د همدې سورت د ايتونو شمير(۵۳) =۹۵= ۱۹ * ۵ سورت ق = د سورت ترتيبي شميره ( ۵۰) + د همدې سورت د ايتونو شمير ( ۴۵) = ۹۵= ۱۹*۵بيا تر ټولو په زړه پورې داده چې په هريو سورت كې د ( ق) تورې په مساوي توګه ( ۵۷ ځلې) تكرار شوى دى او په قرانكريم كې د ( القران ) كلمه هم ۵۷ ځلې راغلې ده( ۱۹*۳) په همدې ډول كه د دواړوسورتونو د (ق) توري سره جمع كړو نو ۱۱۴( ۱۹*۶) كيږي او د قران كريم د سورتونو شمير هم ۱۱۴ دى . د پورتينو دواړو حالاتو د كتنې څخه دې پايلې ته رسيږو چې (ق) يعنې قرانكريم. له بل پلوه د ( ق) په سورت كې د قرآن سره د مجيد صفت بيان شوى دى چې كه چيرې د مجيد د كلمې ابجدي شميره حساب كړل شي نو هغه هم ۵۷ كيږي اويوځل بيا د القران د لفظ د تكرار سره يو شې كيږي. دا معنا وركوي چې قران د لوئ شان والا كتاب دى. دغه راز كه دا دواړه سورتونه وليدل شي نو ددواړو سورتونو پيل او پاى د قران په اړه وينا وړاندې كوي. قرانكريم چې كله هم د لوط (ع) كيسه وړاندې كوي نو هلته دده قوم ته د (قوم) كلمه استعماليږي خو په سورت ق كې ورته د اخوان كلمه كارول شوې ده او دا ځكه چې د قوم په لفظ كې د ق تورى دى او دهغې په بيانيدلو بيا د ق په شمير كې زياتوالې راتلو نو څكه الله د خپل حكمت له مخې ورته د اخوان كلمه وكاروله.ولې۱۹: اوس كيداى شي دا پوښتنه راولاړه شي چې ولې ۱۹ ؟ ددې پوښتنې ځواب خو الله ( ج) پخپله د سورت مدثر په ۳۱ ايت كې وركړې دې چې : و ما جعلنا عدتهم الا فتنة للذين كفرو …….ژباړه: مونږ دا عدد ( تسعة عشريا ۱۹) نه دې ګرځولې مګر ددې لپاره چې :
-
كافران په ازميښت كې واچوو
-
اهل كتاب ( يهود او نصارا ) يقين وكړي
-
مومنانو ايمان زيات شي
-
داهل كتابو او مومنانوشكونه لرې شي
-
كافران او د زړه ناروغان ووايي چې الله ددغه مثالونو په بيانولو څه غواړي.
له بل پلوه مهمه داده چې ۱۹ د عربي ژبې د (واحد ) يعنې( يو) ابجدي شميره ده دغه راز د عبراني ژبې د يو ابجدي شميره هم ۱۹ ده او دا راپه ګوته كوي چې تاسې چې څه ګورئ د ا ټول د هغه واحد لاشريك ذات مخلوق اود هغه د رحمت كرشمې دي. دغه قران چې ستاسې په لاسو كې دې د هغه واحد ذات له لورې ستاسې د هدايت لپاره راغلى دى.
| عددې قيمت يي | د عربۍ ژبې د واحد تورې |
| 6 | و |
| 1 | ا |
| 8 | ح |
| 4 | د |
| 19 | مجموعه |
دغه راز په قران كريم كې د( واحد ) كلمه ۲۵ ځلې راغلې ده چې په ۶ ځايونو كې د نورو شيانو لپاره استعمال شوې او په ۱۹ ځايونو كې د الله د وحدانيت د ښوولو لپاره كارول شوې.لاندې جدول ته ځير شئ.
| جدول : د قرانكريم هغه سورتونه او ايتونه چيرته چې د واحد كلمه بيان شوې ده او هغه ۱۹ موارد چې ددغه كلمې نسبت په كې الله ته شوى دى | |||
| ګڼه | سورت او ايت | د واحد د كلمې نسبت | د هغه ايتونو شمير چې دواحد نسبت په كې الله شوى |
| 1 | 2:61 | يو ډول خوراك | |
| 2 | 2:163 | آلله يو دى | 1 |
| 3 | 4:11 | په ميراث كې يو نفر | |
| 4 | 4:12 | په ميراث كې يو له دواړو | |
| 5 | 4:171 | الله يو دى | 2 |
| 6 | 5:73 | الله يو دى | 3 |
| 7 | 6:19 | الله يو دى | 4 |
| 8 | 12:39 | الله يو دى | 5 |
| 9 | 12:67 | يو ه دروازه | |
| 10 | 13:4 | اوپه كول | |
| 11 | 13:16 | الله يو دى | 6 |
| 12 | 14:48 | الله يو دى | 7 |
| 13 | 14:52 | الله يو دى | 8 |
| 14 | 16:22 | الله يو دى | 9 |
| 15 | 16:51 | الله يو دى | 10 |
| 16 | 18:110 | الله يو دى | 11 |
| 17 | 21:108 | الله يو دى | 12 |
| 18 | 22:34 | الله يو دى | 13 |
| 19 | 24:2 | هريو له زناكارانونه | |
| 20 | 29:46 | الله يو دى | 14 |
| 21 | 37:4 | الله يو دى | 15 |
| 22 | 38:65 | الله يو دى | 16 |
| 23 | 39:4 | الله يو دى | 17 |
| 24 | 40:16 | الله يو دى | 18 |
| 25 | 41:6 | الله يو دى | 19 |
۱۹ يو لومړنې عدد دى او د۱ او ۹ څخه تركيب شوې چې ۱ د تامو اعدادو لومړې او ۹ يي اخر دې او معنا يي ده ( هو الاول والاخر) يعنې هغه الله چې اول او اخر دى يو دى او شريك نه لري.يادونه: په قرانكريم د ( واحدا ً) كلمه شپږ څلې ياده شوې ده او داچې دا كلمه په خپل تركيب كې يو الف زيات لري نو ځكه يي ابجدي شمير هم ۲۰ كيږي نو څكه يي د ۱۹ په حساب كې نه شوداخلولې.ايا دا ټول تصادفي دى ؟ ايا دغه قرآن چې په دومره منظم ډول يو دبل سره پيوست او ټينګ شوي د بل چا كلام كيدلائ شي؟ ايا هغه څوك چې امي دى د داسې كتاب په راوړلو توانيدلې شي ؟ دا او دې ته ورته ډيرې اوسنۍ څيړنې دا په ډاګه كوي چې دغه ستر كتاب چې د انساني ژوند لپاره هراړخيزې لارښونې لري له الله پرته د بل چا كلام نشي كيدلائ.كتاب احكمت ايته ثم فصلت من لدن حكيم خبير_و قل الحمدلله سيريكم ايته فتعرفونها نوربيا
No related posts.

5 تبصره ها
د اصلاح ویب پاڼی معززو دوستانو السلام علیکم ،
لوی الله مو روغ او خوښ ولره .
ما تصادفأ ستاسی ویب پاڼه ولوستله چی ښه بډایه او مستغنی ده . خو کله چی می دغه موضوع ولوستله نو واقعأ چی د هغه د تهیه کونکی ( محترم ورور ډاکټر سید خالد راشد ) محاسبې ډیر وځورولم او بیا دا چی د کامنټ ورکونکو څلورو دوستانو څخه می هم ګیله کیږی چی ولی یې یو ځل دا محاسبې نه دي امتحان کړی خو په پټو سترګو یې دا هر څه ستایلی دي .
ګرانه راشد صاحب ، په درېیمه فقره کی دې لیکلي دي چی :
د قرآن کریم د آیتونو شمیر ۶۳۴۶ ( ۶۲۳۴ ایتونه او ۱۱۲ بسم الله الرحمن الرحیم ) دي چی ۶۳۴۶ = ۱۹ . ۳۳۴
قدرمن وروره ، دلته څو غټی غلطۍ درڅخه سوي دي : لومړی دا چی د قرآن کریم ټول آیتونه ۶۲۳۴ نه بلکی ۶۲۳۶ دي ( یو ملحد مصرﺉ چی رشاد خلیفه نومېدﺉ ، هغه د قرآن کریم د سورهً توبه وروستي دوه ستر او معظم آیتونه حذف کړي دي او ویل یې چی دا « نعوذباالله » له ځانه د قرآن سره ضمیمه سوي دي ) نو ځکه هغه مرتد ویل چی د قرآن ټول آیتونه ۶۲۳۶ نه بلکی ۶۲۳۴ دي تر څو دغه ماعدله یې په خپل طبیعت او ساختګی ډول جوړه کړې وی ! نو ما ته داسی معلومه سوه چی تا هم ضرور د هغه د پیروانو څخه دغه فقره را اخیستې ده او بېله دې چی یو ځل د قرآن ټول آیتونه پخپله سره جمع کړې ، بېله سنجسه دی هغه لوستونکو ته وړاندی کړی دی . ګرانه وروره ، پر ما مه په قهر کیږه بلکی دا یو تریخ حقیقت دی لطفأ یې امتحان کړه .
د دې لپاره چی قناعت دی حاصل سوی وی زما هغه کتاب مطالعه کړه چی عنوان یې ( قرآنی ریاضی ) دی او ښایی هر ځای تر لاسه سی . په دغه ( ۴۰۶ مخیزه کتاب کی ما دغه ټول مسایل ښه ترا څیړلي او شنلی دي .
ډیره عفو غواړم که می نامطلوب څه ویلی وی بلکی هدف می صرف او صرف اسلامی وروري ده او بس . په مینه ( زما ایمیل ادرس لاندی لیکلی دی )
ستا ورور نثار احمد صمد
nsamad57@hotmail.com
محترم ډا کتر صا حب: د مضمون څخه ډيره مننه .
دا چى تا سو د وا حِد او وا حِداً ترمنځ فرق واضح کړيدى خو د اخلاص په سورت کى چى د توحيد لپاره مختصر خو ډير جا مع سورت دى په دى سو رت کى خود نه وا حِد او واحِداً ذکر شوى دى د اَحَد کلمه را غلى ده نو دا خو له يو خوا ١٩ نه کيږى او له بلى خوا د وا حِِد او وا حِداً دوا ړو څخه جا مع کلمه ده نو د اَحد اهميت او تړاو؟
مننه ستا سو د جو اب په تمه ستا سو ورور داکتر محمد د ين
Dear Brother Assalamoalkum!thanks for intersting topics
may Allah give you ajor
hoping for more topics like that
hakimullah
Jalalabad
ماشاء الله دير شه مضمون وه . خو به يو ايت كي يوه ( عند ) كلمه باتي كه تصحيح شي شه به وي .
والسلام
مننه
خدای ج دی تاسی ته زیات اجردرکی زیات دلچسپ معلومات دی هیله دی چی دی سلسلی ته ادامه ورکی. منن