د بد اخلاقه تلويزون چلوونکو وژنه رواه ده؟

 

 

اسلام انلاين.نټ + بي بي سي: د سعودي عربستان يو تر ټولو لوړپوړي قاضي، شيخ صالح اللحيدان، ويلي چې د ساتېرۍ ځينې بداخلاقه پروګرامونه چې د تلويزوني چينلونو له خوا خپريږي، فحاشي خپروي. د منځني ختيځ په لروبر کې په لسګونه سيټلايټ تلويزوني چينلونه خپرونې کوي او هره ورځ په ميليونونو عربان يې ګوري.

نوموړي قاضي دا خبره د دولتي راديو له لارې د يو اوريدونکي د پوښتنې په ځواب کې وکړه. پوښتونکي د رمضان په مياشت کې د نيمه بربنډو ښځو درلودونکو پروګرامونو د خپرولو په هکله پوښتلي وو. شيخ اللحيدان وويل پهدې کې هيڅ شک نشته چې د دا ډول پروګرامونو خپرول يوه ستره ګناه او ناوړه کار دى، او د داسې چينلونو څښتنان هومره مجرمان دي لکه څومره يې چې ليدونکي دي. هغه زياته کړه، د داسې کسانو وژل روا دي چې د خيانت او بدلمنۍ لور ته بلنه ورکوي، او په نورو سزاګانو له دغه کاره لاس وانه خلي.

د شاهي کورنۍ لپاره يو سخت انتخاب
کتونکي باور لري چې د هيواد د يو ستر برحاله قاضي په توګه د هغه خبره په اسانۍ سره ځمکې ته نه شي غورځول کېدای، او د شيخ صالح اللحيدان په څېر علماء د سعودي د شاهي کورنۍ  لپاره هغه د ډانګ او پړانګ انتخاب دی.

له يو پلوه د سعودي چارواکي د هغه دې ملاتړ ته اړتيا لري چې د هغوی د واکمنۍ بڼه

اسلامي معرفي کړي، او له بل پلوه د هيواد د يو تر ټولو لوړ قاضي لخوا دا خبره چې د غيراخلاقي خپرونو لرونکو د څښتنانو سرونه بايد پرې کړل شي، هغه جګړه چې د امريکا په مشرۍ پيل شوې او سعودي يې ملاتړ کوي لا پسې ستونزمنوي.

No related posts.

 
 
 

3 تبصره ها

  1. Anonymous says:

    دغه كار د ټولنې لپاره يو لوى ګذار دى پر ځانګړي توګه د ځوانانو او زده كوونكو لپاره او ددې لپاره بايد يوه ځانګړي ستراتيژي جوړه شي او دغه كار په هيواد كې د اطلاعاتو او كولتور وزارت كولاى شي. تر څو ددغسې خپرونې مخ ونيسي .

  2. Anonymous says:

    محترمو دا یو تریخ حقیقت دی چی زمونږ په هیواد کی داسی تلویزونونه دی چی دهغوی داسلاح لپاره باید یو میکانیزم جور شی او دا کار باید جمعیت اصلاح وکری.
    زه په دی اره دیره زیاته هیله له نوموری ارکان خخه لرم

  3. Anonymous says:

    زه خو وايم چي اول بايد د افغانستان د تلويزيوني چينلونو د مسئولينو غوزونه پري كراي شي. عربستان خو پري زيات شرم لري، هغوئ خو نيمه بربند فيلمونه خپروي او دلته پوره بربند!!!!!!

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید