Home » جوانان » د مهارتونو وده »
حسين او فيل
د هوښيارو ماشومانو لپاره خوږې کيسې (دويمه کيسه)
ليکنه:- هارون يحى
ژباړه:- عبدالله جهادوال
برېښناليک:- Abdullah_jahadwal@yahoo.com
د حسين مور هغه د اونۍ په ورستى ورځ يوه ژوبڼ ته بوت. هغه د لومړي ځل لپاره ډول ډول ژوي په يوه ځاي کې ليدل. دوى د فيل مېنې ته ولاړل. يو وړوکي فيل به په خپل خرطوم چټک رهي شو او راوبه لوېده، او هر ځل به چې هغه ولوېد نو مور به يې مرستې ته راتلله.
د فيل مور(فيلې) حسين وليد چې دوى ته ورګوري نو ځرګنده يې کړه:” ته وينې چى زما ماشوم ډېر کوچنى دى او هغه تر اوسه په دې نه پوهيږي چې خپل خرطوم څنګه وکاروي. هغه به پوره تر دولسو کلونو زما په څنګ کې وي او په لومړيو شپږو مياشتو کې به زه هغه ته وروښيم چې خپل خرطوم په مناسب ډول استعمال کړي”.
حسين ځواب ورکړ:” زه به هر وخت دې ته هک پک وم چې دا فيلان خپل خرطومونه د څه د پاره استعمالوي، ايا تاسو د دې په واسطه ساه اخلئ؟”
فيلې ده ته وويل:” همدا زموږ خرطوم دى چې د نورو ژويو څخه يې جلا کړي يو. زموږ ټنډې(وچولي) د خرطومونو په پاى کې دي، او موږ دا خرطومونه خپلو خولو ته د خوړو او اوبو د لېږدولو او د شيانو د راپورته کولو او بويولو لپاره کاروو. موږ د دوى(خرطومونو) په واسطه يو ګيلن (٤ ليټره) اوبه پورته کولاى شو.او آيا ته په دې پوهېدلې چې موږ حتى کولاى شو پدې يو وړوکى نخود هم راپورته کړو؟! موږ دا خرطومونه تصادفاً لاس ته نه دي راوړي. دوى د الله تعالى -هغه چا چې هر څه پيدا کړي دي- له لوري موږ ته يوه ډالۍ ده.”
حسين بيا وپوښتل:” تاسو څنګه د کافي خوړو په پيدا کولو بريالي کيږئ؟”
فيلې څرګنده کړه:”موږ په مځکه کې تر ټولو غټ ژوي يو. يو فيل د ورځې ٧٢٠ پونډه ( ٣٣٠ کيلو ګرامه) واښه خوري.موږ بايد د ورځې ١٦ ساعته په خوړلو تېر کړو.”
حسين ته بله پوښتنه پيدا شوه او ويي ويل:”ستاسو د غاښونو په اړه لږ معلومات راکړه؟”
فيلې ځواب ورکړ:” لکه څرنګه چې ته وينې زما د خولې په دواړو خواوو کې دوه اوږده او تېره غاښونه شته. موږ د دوى په وسيله د ځانه دفاع کوو او همدارنګه په دوى د اوبو د پيدا کولو لپاره غارونه کيندو. البته زموږ غاښونه د دې کارونو په بيا بيا کولو سره له کاره لوېږي، نو د دې لپاره الله متعال موږ ته ځانګړى توان راکړى. هغه دا چې زموږ نوى غاښ د شا څخه راټوکيږي تر څو هغه پخوانى او د کاره لوېدلي غاښ په نوي غاښ تبديل شي. ځکه چې الله دغسې پيدا کړي يو موږ کولاى شو نوى غاښ راوټوکوو او په مناسب ډول يې وکاروو.”
حسين د يوې شيبې لپاره فکر وکړ:”ته ښايي وږې وې، ستا په نس کې غورهار دى.”
فيلې وموسکل:” موږ دا غږونه کاروو تر څو يو د بل سره په اړيکه کې شو. موږ کولاى شو حتى د يو بل سره د ٢.٥ مايلو(٤ کيلو مټرو) واټن په لېرې والي وغږېدلاى شو.”
حسين سرګرځني شو:” ښا، نو تاسو د يوه بل سره څرنګه غږېږئ؟”
فيلې وويل:” الله زموږ په ټنډه کې يو ځانګړى غړى پيدا کړى دى هغه داسې غږونه راوباسي چې انسان يې نشي اورېدلاى.برسېره پر دې موږ په داسې شفرونو(کوډونو) يو د بل سره غږېږو چې نور ژوي هم نشي کولاي پرې پوه شي او د لرو واټنونو نه د يو بل غږ اورېدلاى شو. دا هم مه هېروه چې موږ بايد د دې څيزونو په اړه فکر وکړو او هر وخت د الله شکر ادا کړو.!”
حسين سر وښوراوه:” مننه چې تا ماته دا ټول شيان بيان کړل. اوس زه بايد بېرته خپلې مور ته ورشم.
“الله پامان حسينه.” فيلې وويل.
حسين بېرته مور ته د ورګرځېدلو په لاره کې هک پک و او فکر يې کاوه، ” څوک پوهېږي چې د الله(ج) دومره سترې معجزې په نورو ژويو کې شته دي؟”
No related posts.

0 تبصره ها
اولتر از همه شما تبصره کنید!.