ګوګل نوې وېنډوز جوړوي

 

په انټرنیټ باندې د ګوګل په نامه د لټونې ویب سایټ اعلان کړی دی چې د کمپیوټر د چلولو یو نوی پروګرام یا (operating system) جوړوي او بازار ته یې عرضه کوي.

د ګوګل دا اقدام ددې لپاره کیږي چې د کمپیوټري پروګرامونو په بازار کې خپل ځای پیدا کړي چې تر اوسه پورې د مایکروسافټ کمپنۍ په دې برخه کې ډیره وړاندې ده.

ګوګل دغه اعلان پر خپل ویب سایټ باندې خپور کړی دی.

گوگل وايي، د دوی کمپیوټري سیستم به د کروم په نامه د اینټرنیټ د پرانیستونکي پروګرام یا (chrome internet browser) پر اساس کار کوي او تمه کیږي چې د ٢٠١٠م کال په نیمايي کې به بازار ته راشي.

ګوګل وايي، دغه نوی سیستم یې په اصل کې د لاپ ټاپ کمپیوټرونو لپاره جوړ کړی دی.

دغه کمپنۍ وايي، سرعت، ساده والی او مسئونیت ددغه نوي جوړېدونکي کمپیوټري پروگرام تر ټولو ښه خصوصیات دي.

له دې اقدام سره د ګوګل او مایکروسافټ تر منځ سیالي نوره هم قوي شوې ده. دا وخت د نړۍ په ٩٠ فیصده کمپیوټرونو کې د مایکروسافت پروگرام استعمالیږي.

مایکرو سافټ دمګړۍ د کمپيوټر لپاره ګڼ شمېر پروګرامونه لري لکه وینډوز ایکس پي ، وېنډوز وېسټا او همدا ډول مایکروسافت افس او ګڼ شمېر نور پروګرامونه چې د هر کمپيوټر اړين مواد دي.

نورې دا ډول ليکنې:

  1. مايکروسافټ Windows 8 ازمايلو ته وړاندې کړه
  2. پنځه سوه جي بي سي ډی راووته
  3. اته زره GB هارډ ډېسك بازار ته راغى
  4. د کمپیوټر د هنگ شوو پروگرامونو تړل
  5. امازون كېنډل، د برېښنا-كتابونو لوستونكې آله
 
 
 

0 تبصره ها

اولتر از همه شما تبصره کنید!.

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید