عمار او كيشپ
ليكنه: هارون يحيى
ژباړه: عبدالله جهاد وال
Abdullah_jahadwal@yahoo.com
د هوښيار ماشومانو لپاره خوږې كيسې….. لومړۍ كيسه
له ما فی السموات و ما فی الارض و ان الله لهو الغنی الحميد (۶۴ ايه سوره الحج)
ژباړه:ـ ټول هغه څه چې په اسمانونو او په مځکه کې دي، ده لره دي او هغه بې نيازه او ستايل شوی دی.
يوه ورځ عمار د خپلې خوښې وړ کيسو نه يوه په زړه پورې کيسه د (سويې او کيشپ) په نامه لوستله، هغه وخندل چې په دا سويې څه وشول او د کيشپ نه يې دا زده کړل چې د عقل نه کار اخستل د يوه کس لپاره څومره مهم وی او هوښياري د فزيکي ځواک نه ډېره ارزښتمنه ده. کله چې هغه په دې شيانو فکر کاوه، هغه ناڅاپه وليدل چې د کتاب کيشپ د کتاب په پاڼه راژوندی شوی او د ده سره يې خبرې پيل کړي:
کيشپ داسې ويل پيل کړل:- سلام عماره! دا ډېر د خوښی ځای دی چې ته وړوکی او پوره هوښبار يې تر څو زما او د سويې د کيسې نه څه درس زده کړې.
عمار وپوښتل:- ته څو کلن يې؟
کيشپ ورغبرګه کړه:- زه دومره ځوان نه يم لکه چې ښکارم، زه په رښتيا د پنځه څلوېښتو (۴۵) کلونو يم. يو کيشپ تر شپېت
و(۶۰) کلونو پورې عمر لري. او دلته يواځې يو ډول کيشپان شته د ټېسټوډو (Testudo) په نامه چې تر (۱۸۹) کلونو پورې ژوند کولای شي.
ستا د خوښې موسم کوم يو دی؟ ( عمار وپوښتل)
کيشپ ورغبرګه کړه:- زموږ د پايښت لپاره معتدله هوا ډېره مهمه ده. زموږ د بدن تودوخه د چاپيريال د هوا د تودوخې سره سم بدلېږي او دا معمولاٌ (۳۲.۲) او (۳۲.۴) درجې فارنهايټه چې (۰.۱) او (۰.۲) درجې سانتي ګراده کېږي او د هوا د هغې نه ټيټه وي. زموږ هضمي سيسټم هغه وخت تېزېږي کله چې هوا توده وي. کله چې موږ الله پيدا کړلو نو دغه ځانګړنه يې راکړه چې په ډېره تودوخه کې هم په اسانی سره وپايېدلای شو. موږ ټولو هغو ډاليو ته چې الله راکړي، اړټيا لرو خو هغه بې نيازه او بې اړتيا دی.
عمار په هېښتيا کې شو:- ستا د خوښې وړ خواړه څه دي؟
(موږ د ژېړ کدو سره مينه لرو، زموږ سترګې ډېرې تېزې دي او ژېړ شيان ښه ليدلای شو، دا په دې مانا چې موږ د خپلې خوښې خواړه په اسانی سره پيدا کولای شو.) کيشپ ورڅواب کړه.
عمار د کيشپ لپاره بله پوښتنه لري:- ايا تاسو ژمنی خوب کوی؟
کيشپ يې تشرېح کوي:- هوکې، کله چې د اکتوبر د میاشتنې نه هوا مخ په سړېدو شی نو د خوړو پيدا کول ګران شي. زموږ بدن په کرخت کېدو پيل کوي او موږ خپل ځانونه په څو مياشتني خوب کولو سره ساتو. زموږ د زړه ټکان او ساه اخستل بيخي کم شي.موږ د اکتوبر او مارچ تر منځ په ژمني خوب ويده و. ځکه الله دغسې پيدا کړي يو، موږ بايد په ژمي کې د خوړو په نه شتون کې ويښ پاتې نشو کوم چې ښايي زموږ لپاره وژونکی وي. الله موږ د ډېرښت لپاره ساتي او په سم مهال خوب راباندې راولي.
عمار د پوښتلو لپاره ډېر څه لرل:- زه پوهېږم چې تاسو په وچه کې اوسی خو زه فکر کوم چې ځينې مو په اوبو کې هم اوسي، د دې په اړه څه راته ويلای شې؟
کيشپ موسکی شو:- ته سم وايې، عماره. زموږ په ډله کې د تازه اوبو کيشپان او د سمندر کيشپان هم شته خو زه پخپله د وچې کيشپ يم.د بېلګې په ډول، زه ډګرونه، پستې خاورې او د انګورو تاکونه غوره ګڼم. د تازه اوبو کيشپان د تا همنوعان په اکواريومونو لکه جهيل او د اوبو په ذخېرو کې ساتي. د سمندر کيشپان په معتدلو اوبو کې اوسي او وچې ته د هګيو اېښودلو لپاره راخېژي.اجازه راکړه چې د (Caretta) سمندري کيشپ په اړه په زړه پورې څه درته ووايم:
کارېتا (Carettas) معتدلو ساحلونو ته ځي تر څو هلته هګۍ کېږدي الله وړوکو کيشپانو ته دا الهام ورکړی چې څرنګه مستقيم هغه ځای ته لاړ شي چې د دوی پکې ژوندي پاتې شي. څرنګه دغه واړه ژڼي پوهېږي چې دغه سمندر د دوی د ژوند لپاره تر ټولو ښه ځای دی؟ دا ځکه چې زموږ رب دوی ته دغه پوهه الهام کړې.
عمار وويل:- ته سم وايې، هر څوک چې فکر ولري نو بايد پوه شي چې دغه نړی د الله په عجايبو ډکه ده. موږ بايد تل په ياد ولرو چې ته، زه، ټول ژوی او ونې او ټول شيان د الله نښانې دي. دا ډېر ښه شول چې د تا سره وغږېدم. ډېره مننه چې ما ته دې داسې شيان وويل. الله پامان.
کيشپ وويل. (الله پامان، هوښيار اوسه هلکه.)
No related posts.

3 تبصره ها
وقعا چی دیوه ماشوم لپاره دداسی مضامنو لیکل چی هم جالب ،علمی ،اسلامی او اخلاقی برخی په ځان کی لری ډیر مهم دی ځکه داسی مطالب انسان په خپله دلوستلو لپاره هڅوی . په درنشت
السلام عليکم
جهادوال صا حب مننه ډير په زړه پورى وه کوښښ وکړۍ چى د قرا نکريم څخه ددغسى په زړه پورى مطا لبو استنبا ط ته ادامه ورکړۍ.
بله داچى که ځما په نظر دغه برنامى ته د اصلاح په راډيوئئ او تلويزيونى؟ مطبوعاتو او همدارنګه که امکا ن لرى نورو مطبوعاتو کى په عملى شکل وړاندى کړل شى ښه به وى . و با الله التوفيق
السلام علیکم
جهادوال صیب ماشاء الله ډېر په زړه پورې کار دې کړی. الله دې وکړي چې ادامه ورکړې… داسې مضامین سره لدې چې د ماشومانو لپاره د دلچسپی باعث کېږي، ساینسي معلومات هم لري او په عین حال کې اسلامي روحیه هم په نظر کې نیول شوې ده.
د لا زیاتو ژباړو په تمه دې یو
الله دې بریالی لره….