دسيرت مسابقه او د سيرت دوره

 

دافغانستان اسلامي فرهنګي مرکز د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دمحبت داظهار او دسيرت نه دالهام اخيستو په موخه.
دسيرت النبي  مسابقه اعلانوي چي ممتازو ګډون کوونکو ته په کې په زړه پورې جايزى په پام کې نيول شوي.
دمسابقې لپاره دابوالحسن علي الندوي کتاب (خاتم النبيين) ټاکل شوى چې پښتو او درى دواړو ژبوته ژباړل شوى.د نبوي سيرت مينه وال کولاى شي چي په مسابقه کې دګډون او دکتاب دترلاسه کولو لپاره دمرکز ادارې ته مراجعه وکړي.
دثبت نام وخت:  هره ورځ دسهار (٩) بجو نه تر ماښام (٦) بجو پورې.
د مسابقې وخت: د حوت مياشتې (١٥) نيټه چې د مارچ (٦) سره برابره ده. ديکشنبې ورځ د سهار (٩) بجې

ځای: د افغانستان اسلامي فرهنګي  مرکز- ارباب روډ د رباني  کوڅه پېښور پاکستان.

رابطه نمبر: 091 5852795

شپږورځنې دسيرت دوره
همدا ډول لکه دنورو کلونو په څېر سږکال هم دنبوي سيرت شپږ ورځنې دوره دپياوړي سيرت پوه پوهندوى عبدالواسع صابر لخوا پيل کيږي ټول مينه وال او په ځانګړي توګه دسيرت دمسابقې ګډون وال ددې زرينې موقع څخه فائده اخستلاى شي.
د دورې پيل:د ١٣٨٩ لمريز کال د حوت دمياشتې د (٧) نيټې څخه تر (١٢) نيټې پوري.
دخويندو لپاره جدا د پردې انتظام شوى دى.

ځای: د افغانستان اسلامي فرهنګي  مرکز- ارباب روډ د رباني  کوڅه پېښور پاکستان.

يادونه:  د ټولوتعليمى ادارو،ادبي ټولنوڅخه په درنښت هيله کوو چې په دى ورځوکى دسيرت په اړه درسونه،کنفرانسونه او مسابقى ترتيب کړى.

نورې دا ډول ليکنې:

  1. د قرآن کریم د حفظ او حسن قراءت مسابقه
 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

6 تبصره ها

  1. عبدالرحمن ساجد says:

    الله اکبر ولله الحمد
    مسابقه بالای مسابقه
    ماشــــــــــــــــــــا الله
    بسیار جوان های فعل ، الله پاک همیشه کامیاب وسر بلند داشته باشد شما خادمین اسلام را باز هم ماشا الله

  2. موید الحق حقانی says:

    دا دمرکز فرهنگی مسلسل . خوندور درسونه .مسابقی .دارالمعلمین .مجهزه کتابخانه اونور تربیتی گـتور بروگرامونه اددی جوانانو سستی .بی بروایی چی لدی نه گته وانه خلی نو داخو یو ناشکری ده او بل دزانو سره جفا بیا به خدای خبر چی داسی شکلی فرصت درته میسر شی الله تعالی ددوی ته نور همت هم ورکری خو زوانانو ته فکار دی سیرت شه زده کری بیا داسی استاذ کم بیدا کیزی موقع له لاسه مه ورکوی

  3. watandust says:

    به سلامونو مو لمانزم
    الله تعالي د تاسو ته اجرونه دركري جي داسي نيك كارونه كوي او هر وخت دامت د اصلاح به فكر كي اوسي
    خو زما يو بيشهاد دي او هغه هم د مركز فرهنكي ورونو ته هغه دا جي ددي ستريت نوم به رباني ستريت مه خرابوي

  4. جزاک الله خيرا

  5. زاهد مير says:

    دا خو به ډير خوند وکړي، زما هم تابيا وه ور ته، مګر په دې تورخم ور اوښتل سخت کار دی.

  6. عبدالباقي عبدالباقي says:

    داهم يو بل نيک ګام چې دستايلو وړ دي
    .مننه

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید