Home » مشوره و فتوا » حدود او جزا »
د خدای او بنده د حقونو سرغړونه او توبه؟
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
امابعد: زه یوه پوښتنه لرم که یی ځواب راته راولیږﺉ نو زښته زیات به مو منندوی وم.
که چیرته یو څوک یوه ګناه وکړی او هغه ګناه بل چاته وه هم نه وایی یعنی یا یی یوځل کړی وی یا څوځله خو نه د وخت حکومت ته او نه بل چاته دغه خپل حال ونه وایی یعنی له خپل ځان سره یی محرم وساتی دغه سړی ته به د خپل رب له طرفه څه عذاب وي؟
نوټ: که یی په دغه ګناه کی د بنده حق تلف کړی وی یا د الله یعنی په دواړو حالاتو کی یی جواب راولیږﺉ
اوکه یی له دغه ګناه څخه توبه هم ایستلی وی نو بیا به یی حال څه وی؟
ستاسو د ځواب انتظار
په ډیره مینه
محمد مصعب
جواب : دوکتور رفیع الله عطاء
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم اما بعد!
که چېرته چا ګناه کړې وي او که هر څو ځله يې کړې وي او له الله پرته بل څوک پرې نه وي خبر او له کړې ګناه څخه توبه وباسي ، او صحیح توبه وباسي نو انشاء الله الله تعالی به ورته معافي وکړي ، د يوه حدیث شريف مفهوم دی چې ( له ګناه څخه توبه کوونکی داسې دی لکه هېڅ ګناه يې چې نه وي کړي).
که چېرته حقوق العباد يې تلف کړي وي ، نو په دې صورت کې لازم دي چې هغه ته خپل حقوق بېرته ورکړي او يا ورڅخه معافي وغواړي او هغه هم ورته معافی وکړي او په حقوق العباد کې يواځې توبه چې حقوق العباد بېرته اداء نه کړی شي او یا ورته عباد معافي ونه کړي کفايت نه کوي.
No related posts.

4 تبصره ها
السلام عليكم ورحمت الله وبركاتو محترم مولوي صيب!
بعضي خلك د نصوارو په اچولو سره روژه ماته نه بولي او دليل هم واي ايا دا درسته ده كه نه مهرباني وكري جواب راكري.
وسلام
سلام مولوی صاحب
زما پوشتنه ددی په هکله ده چی که ایا زما اوزما ده میرمنی خوشه پر دی وی چی نور اولاد ونه لرو اوس محل شکر ۷ اولاده لرو ایا ده اسلام له نظره دا کارکولای شو او که نه
مننه په احترام
اسلام علیکم مولوی صاحب:
زماپوشتنه ددی په هکله ده چی دخپلی میرمنی سره ایا د شا له طرفه کورواله داسلام له نظره جایز دی او که نه مننه په احترام
محترم ورور محمد مصعب او محترم ډاکټر صاحب !
السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته
د ډاکټر صاحب په اجازه زه به ددی ورور د سوال په دوهمه برخه یو څه ووایم . دغه ورور دا هم پوښتنه کږی وه چه آیا د خپل ګناه نه خلګ خبر کږی او کنه .
محترم مصعب صاحب . خدای ډیر بښونکی دی . او لدی سره سره ډیر سترکونکی هم دی . نو د ګناه نه چه بنده په اخلاص توبه وباسی او پښیمانی ښکاره کری او بیا ګناه خواته د تلو اراده ونکږی نو خدای به یی انشاالله چه وبښی .
او خدای ستر کونکی هم دی نو چه کله هغه د خپل ګناه کار بنده ستر ساتلی وی او په ګناه باندی یی بل څوک خبر نه وی نوبنده هم باید بل څوک پخپل ګناه خبر نکری .دا به ډیره سادګی وی چه خدای د چا پرده کوی او هغه پخپله خپل ځان رسوا کوی . نو بالکل دی چاته نه وایی او هر وقت دی ځانته دعا کوی چه خدای یی وبښی .