Home » خبر او تحليل » اسلامي نړۍ »
دا شنه جنډه زما دکور ده!
یوه زمانه داسې وه چې په یوه سیمه کې به کوم مسلمان اوسیده د نیکو سلوکو او ښې روییې کیسې به یې د کلي او ګاونډ د هر تن په خوله وې. که یو چا به له سره نه پیژنده هم په لیدو به یې له ورایه ورمعلومه شوه چې مسلمان دی. څیرې، خبرو او کړو یې د خبرې ګواهي ورکوله.
د وخت په تیریدو هر څه بدل شو، مسلمانان له دنیا سره په مینه کې دومره مشغول شو چې د مسلمانۍ رنګ پکې پیکه شو. مال، پیسې او دنیایي خوندونه یې هر څه شو، ځکه خو الله سپک کړل. د هغوی که کوم عزت و هغه یوازې په اسلام کې و او کله یې چې دین ته شا کړه د عزت یې کمی راغی او الله ذلیل کړل.
همدا خلک بیا د دنیا هوس له ځانه دومره ناخبره کړه چې خپل تاریخ او هویت یې هیر کړ. څیره او بڼه خو په ځای پریږده خبرو او کارونو یې هم اسلامي رنګ له لاسه ورکړ.
زموږ په ګاونډ کې هم همداسې څه پیښه شوې. هسې په حیدرآباد کې عموماْ مسلمانانو ډېره توره نده کړې. سره لدې چې د ایالت د ۸۲ میلیونه وګړو ۴۱ سلنه جوړوي، له سیاسي پلوه ځانګړی قوي موقف نلري. ځینې د یوې ډلې شا نیسي او ځینې نور د کومې بلې ډلې ډول ته نڅیږي.
د تعلیم په ډګر کې له څو محدودو -هغه هم شخصي- اسلامي ښوونځیو پرته د مسلمانانو لپاره خاص منهج نشته. پوهنتون خو لا لرې خبره ده. د مسلمانو په لاس جوړ پوهنتونونه او هغه چې په کلونو د مسلمانو له خوا اداره کیده او مسلمانو پوهانو پکې تدریس کاوه اوس یې واک د داسې چا په لاس کې دی چې له پلرونو او نیکونو د اسلام دښمنان دي. په دیني توګه ه هم له اسلامي اصیلو تعالیمو لرې پاتي او پر ځای یې له زړو ورپاتې رسمونو او خرافاتي عقایدو ته معتقد دي. د یادونې وړ ده چې دا خبره په عمومي کچه سمه ده او که نه اسلامي پوهان او تکړه علماء هم پکې شته.
خبره مې هیره نه شي، هغه دا چې د رمضان له میاشتې مې د ګاونډ له ځینې ځوانانو سره اشنایي شوه ځکه په مسجد کې مې هره ورځ ورسره کتل. زموږ په مسجد کې به د لمونځ کوونکو ځای نه و. څو کتاره به له مسجده بهر دریدل. خو د میاشتې له لویدو سره سم د مسجد د ننه ایله یو یا دوه کتاره برابرېدل.
خپل نوي ملګري مې د ډېر وخت لپاره ونه لیدل. بیا داسې شوه چې زه له خپلو نورو محصلینو ملګرو سره یوه نوي کور ته کډه شوم چې له مسجد سره ډېر نږدې و. دومره نږدې چې د اذان غږ به سړی له درانه خوبه راپاڅوه. یوه ورځ مسجد ته روان وم. یو ملګری مې ولید چې د یوه کور تر مخ ولاړ و. دا یې خپل کور و. سلام مې پرې وکړ او د مسجد په لور ترې تیر شوم. له جماعت وروسته مې په مسجد کې ونه لید. بیا به هره ورځ او یا یوه ورځ تر منځ هماغه ملګری د خپل کور تر مخ ولاړ و او جماعت ته د تلو پر مهال د سلام له تبادلې پرته مو نور څه نه سره ویل. دا په داسې حال کې و چې د نوموړي د کور او مسجد تر منځ یواځې یو ګراج و. د امام غږ له لوډ سپیکر پرته هم پکې اوریدل کیده. خو دی مسجد ته نه راته.
له څو ورځو وروسته مې لیده چې ملګري مې ټول د مسجد شاوخوا نږدې پراته دي، خو یوازې دا ده چې مسجد ته نه راځي.
اصلي خبره دا نه ده. خبره دا ده چې په دې له پوهیدو وروسته راسره فکر پیدا شو چې اسلامي مناسک (په ځانګړي ډول لمونځ) د مسلمان او نامسلمان تر منځ د توپیر اساسي نښه ده او هغه دا خلک نه ادا کوي او یا یې خاصو ورځو ته محدودوي نو په عامو حالاتو کې له نورو څه ډول بیلیږي. د بیلیدو لپاره څه خاص شرایط ضروري وي چې هغه په نورو کې نه وي.
تر ډیره مې د خپلې پوښتنې ځواب ونه موند. بیا یوه ورځ د پخلي پر مهال مې د پخلنځي له کړکۍ ناڅاپی بهر ته پام شو. موږ په دریم پوړ کې و او د نوموړي ملګري مې یو پوړه کور و. زموږ د دالان او پخلنځي کړکۍ د مسجد په لور خلاصیده. د نوموړي کور بام هم پوره ښکارېده. ګورم د کور د بام په سر شنه جنډه ولاړه وه.
اوریدلي مې و چې معمولاْ شنه جنډه په زیارت او یا هم د شهید پر قبر دریږي، خو د دې کور پر بام د شنې جنډې د دریدو په مطلب هیڅ پوه نه شوم. اصل کې همدا شنه جنډه د مسلمانو د بیلتون نښه ګرځیدلې. نه یواځې پر دې کور بلکې د هر مسلمان په کور شنه جنډه ولاړه ده. یواځې د جنډې په لیدو سړی پوهیدی شي چې دکور خلک مسلمان دي.
No related posts.

4 تبصره ها
سلامونه او نیکی هیلی الله (ج) د وکری چی ددی شکلی پانی کارکونکی تل د صحت په جامو کی پت وی.
بعد له سلامه !
البته زما اول وار دئ چی دی پانی ته داخل شوی یم .
الله (ج) د ددی شکلی پانی جورولو اجر او ثواب درکری.
د نورو کامیابیو په هیله !
خالد ستانکزی
staso la likani na deera ziyata manan Allah de ajar dar kare reshtiya ham
ka zamong aliman khpal qaom ta sahe la ra war pa gwata kre no biya ba
da jahil qaom dasi bidhat na ka ve dalta pa Islamabad ki biya war sara pa korono khwaga ham taqsim kave ao pa korono gropona ham lagave Allah de tolo musmanano ta islame fikar war na sib kare AMIN SOMA AMIN
ټولو لوستونکو ته اسلام علیکم
وروره حیدر اباد پریژده راشه افغانستان ته په روژه کی مو په جومات کی دقران ختم کیده زیات خلک راتلل خو کله چی ختم خلاص شو بیا همداکار وشو لکه په حیدراباد کی دا تلویزونونه چی وی زمونژ به داحال وی نو دنعمان دوست یوه لنده کیسه ده او لیکی چی راشی چی په خپل کور کی خپل زان سانسور کرو که سوک یی لولی نو په تول افغان کی دی دنعمان دوست لیکنی ولولی
مننه
مدثر وروره الله د اجر درکړی واقعا نن دمسلمانانو په مینځ کی د بدعت ډیر پاخه سنګرونه جوړ دی زما ګاونډیان دی تنها د جمعی د ورځی په لمانځه سره خپل د یو اونی لمونځ پوره بولی بله خو بده ئی مه قبلوه اکثره علما دی چی د مسلمانانو رنګه یی بده کړی ده او ناپوهو ته ئی دبدعت لارهواره کړی ده .
ښه مثال به در کړم چی څو ورځی مخکی د مولودی شریف ورځ و ددی په تجلیل کی غټ د دین علما د دین ډاکټرانو ګډون کړی وا په نامه ئی خیراتونه ورکول کیدل چی ددی بدعت لامل زموږ علما ؤ چی ښه ورته معلوم چی کار د یهودو دی خوبیا ئی هم تر سره کوی او غټ خیټی علما او خانانو ګډون پکی کړی وا را وښیه چی دا حدیث د میلاد النبی دتجلیل لپاره راغلی دی یا راوښیه چی اصحابو تجلیل کړی دی ته خاین هغه ته دهیڅ فکر نه دی چی د حضرت محمد(ص) امر نن په دهیواد کی پلی کیږی اوکنه قسم په الله چی دا خیرات دا بدعتی خیرات به تا له د باره چی امر یی نه پلی کوی وبښی خو والله که د وبښی ځکه ستا کار د یهودو سره شباهت لری ،نو ګرانه وروره همدا علت دی چی نن الله مسلمانان د یو ټوک څښتن نه ګرځوی بله وګوره په پارلمان کی غټ غټ ددین علما دی ټول اساسی قانون یادوی دیونه به یو آیات دقران او یا یو حدیث وانه وری نو اوس تاسی ووایی چه دا هیواد یادا دمسلمانانو ټولنه به کامیابه شی نه هیڅکله هم نه.