Home » مشوره و فتوا » عبادات »
د سهار لمونځ ته نه شم پاڅېدلی،څه وکړم؟
ژباړه: محمدآصف احمدزى
يوه شپه يو نېک بنده دشپې ناوخته له سهاره مخکې راويښ شو، ګوري چې ښځه يې پر تهجدو ولاړه ده، لمونځ کوي، لاسونو يې پورته نيولي، سترګې يې له اوښکو ډکې او په ډېر اخلاص سره لاس په دعا ده. خاوند يې حيران شو، چې څنګه دى ويده دى او ښځه يې په عبادت بوخته ده، خاوند يې ورته وويل: ولې نه وېده کېږي؟ څه خبره ده، چې لاتراوسه ويښه يې؟ پرهيزګارې ښځې په ډېره عاجزۍ سره ځواب ورکړ، چې څنګه څوک ويده شي، په داسې حال کې، چې پردې پوهېږي، چې دوست او حبيب يې نه ويده کېږي؟
دسهار لمونځ هغه مقياس دى، چې له الله تعالى سره ستا ددوستۍ اندازه ښيي. په نن زمانه کې ځينې مسلمانان په خپل وخت دسهار لمونځ نه اداء کوي، ځينو بيا له قاموس څخه غورځولى دى، ځينې يې دقضا کېدو څخه څو ساعته وروسته راګرځوي، ځينې يې دماسپښين له داخلېدو مخکې ادا کوي او ځينې يې بيا قضايي هم نه راګرځوي.
که يو انسان له بل انسان سره دزړه له تله دوستي ولري، نو له هغه سره دملاقات کولو هڅه کوي، تل په دې فکر کې وي، چې هغه وويني او که کله يې هم دملاقات وخت رانږدې شي، نو خوب يې تښتي، ترهغه پورې چې خپل دوست وويني. نو آيا په رښتيا هغه کسان، چې دسهار لمونځ کې تنبلي او سستوب کوي، خپل خداى سره مينه نه لري؟ آيا هغه ته په لويي قايل نه دي او په رښتيا يې ملاقات کول نه غواړي؟
راځئ فکر وکړو، که يو بډاى مدير دخپل شرکت يو کارکوونکى په دې وګوماري، چې هر سهار وختي يې کور ته ورشي او دورځې د زرو ډالرو په مقابل کې نوموړى په څلورو بجو (دلمانځه پرمهال) له خوبه راويښ کړي او بيا بېرته لاړشي. دا حالت به تر هغه پورې ولري، چې په دنده ګومارل شوى شخص خپل کار په سمه توګه او هره ورځ سرته ورسوي، خو که چېرته يوه ورځ هم په خپله دنده کې ناغېړى وکړي او بې له عذر څخه په خپل وخت نوموړى کس راويښ نه کړي، نو هغه کومې پيسې چې پخوا يې اخيستې وې، هغه به بيرته دې شتمن ته ورکوي.
نو ګرانه وروره! که ته دده پرځاى وې، نو آيا دخپل مدير په راويښولو کې به سستوب وکړې؟ آيا هره ورځ به دهغو زرو ډالرو دلاسته راوړلو په موخه خپل ټول ځواک په لاره وانه چوې، ترڅو هغه کس راويښ کړې؟ آيا که کومه ورځ درڅخه دا کار پاتې شي او خپل مدير ته رسيدګې ونشې کړاى، نو دخپل تقصير ټولې لارې به په کار وانه چوي، ترڅو دخپل تقصير عذر په کې وړاندې کړې؟
الله پاک له دې ټولو نه اوچت دى (ولِلهِ المَثُلُ الاَعلَى). نو ګرانه وروره! ته به په دې حال کې څه کوې؟ الله پاک هغه رازق ذات دى، چې هرڅه يې درکړي دي، هر نعمت يې له مليونونو ډالرو څخه لوړ ارزښت لري: (وان تعدوا نعمت الله لاتحصوها)، نو آيا هغه کريم او رحيم ذات په دې نه ارزي، چې هره ورځ يې له خاطره څلور بجې (دلمانځه داداکولو پرمهال) راويښ شې، ترڅو يې په څو دقيقو کې دهغو نعمتونو په مقابل کې، چې تاته يې درکړي دي، شکر اداکړې؟
دسهار دوه رکعته سنت لمونځ رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ډېر زيات ګران و او په دې اړه يې ويلي دي چې: (دسهار دوه رکعته لمونځ، ددنيا او هغه څه چې په کې دي، بهتره دي). نو کله چې دنيا او هغه څه چې په کې دي دسهار ددوه رکعتو سنتو سره مساوي نه دي، کله چې دسنتو دومره زيات فضيلت وي، نو دسهار ددوو فرضو رکعتونو فضيلت به څومره وي؟
که څوک دسهار دلمانځه پابند وي، نو دوزخ څخه ژغورل کېږي، رسول الله صلى الله عليه وسلم ويلي چې څوک، چې دسهار او مازيګر دلمونځونو پابند وي، نو جنت ته داخليږي. همدارنګه يې ويلي: چاچې دلمر دختو او ډوبيدو څخه مخکې لمونځونه ادا کړل، نو له دوزخ څخه به وژغورل شو.
دسهار دقرآن کريم دتلاوت په اړه الله پاک فرمايي: (وَقُرآنَ الفَجْرِ اِن قُرْآنَ الفَجْرِ کَانَ مَشْهُودًا)، دسهار له قرآن څخه دسهار لمونځ مراد دى، چې ملايکې ورباندې شاهدي ورکوي. په دې اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم داسې وضاحت ورکړى چې: (دشپې مو ملايکې تعقيبوي، همدارنګه دورځې هم او دسهار او مازيګر دلمونځونو په وخت کې سره راټوليږي، بيا دا ملايکې پورته جګيږي، نو الله پاک بيا ترېنه پوښتنه کوي، په داسې حال کې چې هغه ذات ورباندې پوه وي، چې زما بندګان مو په کوم حالت کې پرېښودل؟ ملايکي وايي: په داسې حال کې مو پرېښودل، چې لمونځونه يې کول او کله چې ورغلو هم، نو لمونځونه يې کول. )
هغه خلک څومره نېکمرغه دي، چې دخپلو نفسونو سره جهاد کوي، په خپل بستر کې له پاتې کېدو څخه لاس په سر شوي او دا ددې لپاره، چې دمنافق له علامو څخه وژغورل شي. همدارنګه دسهار دعظمت او لويوالي په اړه الله پاک قسم کړى او ويلي يې دي چې: (وَالفَجْرِ وَليَالٍ عَشْر).
ګرانه وروره! په خپل وخت دسهار دلمانځه په ادا کولو سره ايمان نوى کېږي، زړونه ژوندي کېږي، سينې پراخېږي، نفسونو له خوښې ډکېږي، دميزان تله ورباندې درنديږي او اجرونه ورباندې ډېريږي.
ګرانه وروره! دسهار دخوب يو څو لحظې دقبر دعذاب او د دوزخ دلمبو په پرتله هېڅ دي، هلته بيا داسې انسان ټول عمر دپښېمانتيا له امله په خپلو ګوتو خولې لګوي او وايي چې: (رَب ارْجِعُونِ لَعَلي اَعْمَلُ صَالِحا فِيمَا تَرَکْتُ).
په هغه خوند دې اور ولګېږي، چې وروسته ورپسې پښېمانتيا وي، همدارنګه هغه راحت دې هم هلاک شي، چې وروسته ورپسې دردونه وي.
ګرانه وروره او ګرانې خورې! دخداى درکړي نعمتونه درپه زړه کړه، چې څومره ډېر دي، دهغه چا له حال نه ځان خبر کړه، چې کله دشپې مهال ويده کېږي، نو له يو عالم خفګانونو سره ويده کېږي، ټوله ورځ ديوې مړۍ ډوډۍ دپيداکولو له امله يې په بدن کې شيمه نه وي پاتې، هر سهار چې کله راويښيږي يا داده، چې دګرمي له امله ځوريږي، يا دسړو له لاسه رېږدي، له ډول ډول تکليفونو او دردونو سره مخامخ وي او شاوخوا يې بچيان ترېنه يوه مړۍ ډوډۍ غواړي؛ خو ته له هر اړخه بشپړ يې، هرڅه لري، بدن دې روغ دى او يوه مړۍ روزې هم دررسېږي. نو پام کوه او له دې ووېرېږه، چې دګناه او ناشکرۍ له امله يوه ورځ درڅخه دا ټول نعمتونه واخيستل شي.
وروره! کله چې ته ويده کېږي، نو له مرګ څخه کله په امن کې پاتې کېږي، آيا يوه ورځ دې داسې فکر نه دى کړى، چې په همدې خوب کې درڅخه ساه ووځي او خداى ناخواسته دناوړو اعمالو او له ګناهونو څخه ډک مستقيما ځاى دې له هماغه خوږې بسترې څخه تنګ قبر ته وي. له همدا اوس نه چمتو والى ونيسه، دپوښتنې لپاره ځواب پيداکړه. که دا کار وکړې، نو شايد له هغو کسانو څخه وشمېرل شې، چې دحق خبره اوري او بيا لانور هم ښه کوي، خداى دې وکړي، چې زموږ او ستاسو خاتمه سمه کړي او الله دې وکړې چې دهغه شکر اداکړو، چې موږ ته يې دا پرېمانه نعمتونه راکړي دي.
دسهار په لمانځه کې دلټي حکم:
الله پاک فرمايلي: (ان الصلاة کانت علي المؤمنين کتابا موقوتا). اسلام دژوند بشپړ منهج دى، دخداى او بنده ترمنځ يو تړون دى، نو بنده ته په کار ده، چې دالله پاک له خوا په واجباتو عمل وکړي، او ددې واجباتو په ادا کولو سره الله پاک بيا خپله بدله ورکوي، نو دا منطق نه دى، چې يو تړون وشي، خو بيا وروسته هغه څه چې خوښه يې وي، ادا کوي يې او هغه څه چې خوښه يې نه وي، نه يې ادا کوې. الله پاک فرمايلي: (يَايهَا الذِيْنَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السلْمِ کَافة). په دې اړه مفسرينو ويلي چې: (يعنې ټول اسلام له احکامو او شرايعو سره ومنئ). الله پاک پر اسرائيلو ځکه په قهر شو، چې پر ځينو احکامو به يې عمل کاوه او پر ځينو نورو به يې نه کاوه، بيا نو الله پاک ورته وويلې چې: (اَفَتُؤمِنُونَ بِبَعْضِ الکِتَابِ وَتَکْفُرُوْنَ بِبَعْض).
رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه څوک، چې دسهار او ماخستن لمونځونه په جماعت سره ادا کولو کې سستوب کوي؛ منافق بللى، نو دهغه به څه حال وي، چې دا لمونځ نه په جماعت سره ادا کوي او نه يې بې له جماعته. رسول الله صلى الله عليه وسلم ويلي: (په منافقينو باندې دسهار او ماخستن لمونځونه ډېر سخت وي، که ددواړو لمونځونو په ثوابونو پوه شي، نو آن په خاپوړو به هم ورته راشي.)
الله پاک له هغو کسانو بېزاره دى، چې فرضي لمونځونه نه ادا کوي، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي چې: (په قصدي ډول فرض لمونځ مه پرېږده، که چا پرېښود الله او رسول ترېنه بېزاره دى. )
نو ګرانه وروره! دا دې خوښيږي، چې هغه څوک درڅخه بېزاره شي، چې تاته ترټولو ګران دى؟ نو لمونځ ولې قضا کوې، چې له دې سره الله پاک درڅخه بېزاره کېږي.
نو علاج څه شى دى؟
هر يو بايد دساعت يا ټېلېفون زنګونه دسهار دلمانځه پر مهال عيار کړو، ترڅو لمونځ په خپل وخت سره ادا شي. بايد دشپې له خوا وختي ويده شو، ترڅو وختې راپاڅېږو او وروسته له هغه بيا پر ورځنيو چارو پيل وکړو، ځکه دسهار څخه وروسته الله پاک خپلو بندګانو ته رزق ويشي، همدارنګه بايد مخکې له دې چې ويده شو، هغه اذکار ووايو، چې په احاديثو کې راغلي دي، تل له خداى څخه وغواړو، چې په خپل وخت دلمونځو دادا کولو توفيق راکړي، او که احيانا کوم لمونځ راڅخه قضا کېږي، له خداى سره ژمنه وکړو، چې داسې لويه ګناه به بيا نه تکراروو.
No related posts.

14 تبصره ها
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته: څنګه یو څوک کولی شی چی په بل پسی دبدو خبرو کولو نه ځان وساتی:
اسلام علیکم
محترمو زه یو سوال لرم هغه دا چه که یو سری یا خزه وغواری چه دسه مودی لپاره یا بیخی داولاد بنداول وغواری یا دعضر له وجی یابغیر له عضره دا په اسلام کی سه حکم لری
مننه
السلام علیکم ورحمة الله و برکاته
محترم وروره ستاسو د سوال د ځواب لپاره لاندې لينکونو وګورئ
http://eslahonline.net/27333
http://eslahonline.net/14119
جزاک الله خیرآ
د اصلاح انلاین نه یوه نړی مننه!
الله تبارک و تعالی دی مونږ ټولو ته د سهار د لمانځه دادا کولو توان او استتعات په نصیب کا.
آمین یا رب العالمین
قدرمن استاد آصف احمدزی صیب! الله دې پر قلم برکت کړه، تاسې لږې لیکنې کوئ خو ډېرې مهمې کوئ.
د سهار لمونځ یو له هغو ستونزو دی چې نن ورځ مسلمان ځوان ورسره مخ دی. یو مطلق اکثریت دی چې اصلاً سهار لمونځ نه کوي، یو اکثریت یې بیا قضا کوي او یو اقلیت ځوانان دي چې د سهار لمونځ ادا کوي.
زه په داسې اتاق کې اوسېږم چې اتاقي مې راته وايي «نن خو دې بیا د موبایل زنګ لېونی کړم!!!» زما دا اتاقي هم له هغو ځوانانو دی چې د سهار لمونځ تل قضا کوي.
الله دې ټولو ته توفیق د خیر ورکړي.
دمحمد اصف ورورڅخه یوه نړۍ مننه الله ج دی اجر درکړی.
زه به هم یوه خپله تجربه چی دډیروخت لپاره دسهار لمونځ راڅخه قضاء کیده او بیابه ټوله ورځ ډیر ترفشارلاندی ووم ذهن می ګډوډ وو. هان تردی چی دغه دسهاردشکرخوب دلاسه می وزن هم زیات شو او دغاړی ، څټ او سر دردونه راته پیداشوو. ماداسی فکر کاوه چی خوراک می زیات شوی ده او زیات خوراک کووم . وروسته دیوڅه وخت نه می دغه مشکل وخوږ ملګری ته ووایو او دغه قصه وی ورته وکړه. هغه راته وویل چی حتماً دسهارخوب کوی او لمونځ به هم قضاء کوی. ماورته وویل چی داکار خو اکثراً راڅخه کیږی. نود کله څخه می چی دهغه خوږ ملګری او همکار په مشوره دسهارخوب ته دپای ټکی ایښی ده او دسهارلمونځ می منظم کړی ده. له دی مشکل څخه په تمامی ډول خلاص شوی یم . الحمدللله
خدای ج دی نورهم توفیق راکړی چی دژوند تراخیره دوام ورکړم اوستاسوټولو مسلمانانو لپاره دروغ صحت اودالله درضا دعا کووم
الله امین
سلامونه او نيكي زه له مولوی صیب نه یوه پوښنته لرم د سهار د لمانځه په باره که یوه څوک هره ورځ د سهار لمونځ قضا کوی او بیایی قضایی له لمر ختلو نه وروسته کوی څه حکم لری او دا کار تر کومه وخته جایز دی
dawrankhil@gmail.com
Salam!
Yes, i read this topic, it is really good and informative, i hope after that i will never forget performing morning prayer!
Jaza kumullahu khairan
Halim
یوه تجربه ده او هغه د چی هغه ساعت چی دبیداریدو لپاه یی انسان عیاروی باید لیری کیخودل شی چی د انسان لاس ورته نه رسی زکه اکثر داسی کیگی چی ساعت زنگ ووهی نو نو انسان دخوبه وی هغه آف کری او بیا ویده شی او په توگه دچمعی دلمانزه نه پاتی شی او که لیری یی ایخی وی نو ضرور به ورپسی پاسیگی او چی انسان یو زل دبستری نه پاسید بیا ورته ضمیر هم اچازه نه ورکوی نو دا یو خه تجربه ده . والسلام
دیر شه مضمون وو. بعضی لوستونکی په عربی نه پوهیژی، نو د دی لپاره چی د مضون په معنی او مفهوم شی پوه شی مهربانی به به مو وی چی په د آیات او احادیثو ترجمه هم ولیکی، زما غوشتنه دادی جی هر لیکوال ورور دا په نظر کی ولری.
وسلام
ستاسو د بریالیتوب په هیله
اخي الفاضل محمداصف!
جزاك الله خيرا خيرا الجزاء…
واسال الله تبارك و تعالى ان يوفقكم بمزيد الترجمة مثل هذا المواد. وايضا من اخواننا الذين يساعدون بروئية هذه الاشياء لنا و يجتهدون لاصلاح هذه الأمه بأحسنه.
زیت الله وروره
لومړې خو دا چې دا ستا نوم څه ډول نوم دی ، زه خو یې به مانا پوه نه شوم ، هیله ده چې توضیح ورکړې
دوهم دا چی دا سایت اسلاح آنلاین نه بلکه اصلاح آنلاین دی
او دریم دا عکس خو دی داسی دی لکه په مهمان خانه کی چی ناست وی لگ رسمی عکس انتخاب کره
خدای دی د اسلاح انلاین تولو کارکونکو او لوستونکو ته په دنیا کی نیکمرغه ژوند او په اخرت کی د جنت لور مقام ورکری .
جزاک الله خیرا
جزاک الله خیرا