Home » معارف اسلامي » شخصيت ها »
لمر پریووت (د امام شهادت)
د شپې آخري برخه وه، د مؤمنو میرمنولارښونکې زینب الغزالي د شپې د لمانځه لپاره راپورته شوې وه چې د هغې د کور دروازه وټکول شوه، هغه دروازې ته راغله او ویې پوښتل:
- څوک؟
- زه امین خلیل یم محترمی!
- خیریت خو به وي! په دې وخت کې؟ زینب الغزالی وپوښتل.
- خیریت خبره نده! امین خلیل وویل: د شپې ناوخته ما ته ډیر مهم خبر راورسیده خو په هغې وخت کې مې ستا سې ویښول اړین ونه بلل، ماته څرګنده وه چې تاسې د شپې د لمانځه لپاره راپورته کیږئ. ځکه نو دلته راغلم!
- وروره! زمونږ په کور کې اوس هیڅوک نشته ځکه نو زه تا دلته کینولی هم نشم! زینب الغزالی په عذر سره امین خلیل ته وویل.
- زه هم کیناستلوته وخت نلرم، زه اوس سمدستی د اسکندریه په ګاډي کې حرکت کوم، تا ته دا ویل غواړم چې تاسې سمدستی د شیخ حسن البناء سره اړیکه ونیسئ او هغه پدې قانع کړئ چې له قاهرې څخه کوم بل ځای ټه ولاړ شي.
****
د پټو پولیسو د سیاسي څانګې د مشر جګړن محمد الجزار په دفتر کې دری چارواکی ناست وه، په خونه کې پوره چوپتیا وه، یواځې د جګړن د بوټانو اواز اوریدل کیده چې یوې او بلې خوا ته وارخطا ګرځېده، لږ ځنډ وروسته د دفتر څخه بهر د موټرو دریدو آواز واوریدل شو.
- هغوی راغلل!جګړن د خپل ځان سره وویل.
څه ځنډ وروسته په زینو کې د چا د راپورته کېدو اواز پورته شو او دوه کسان خونې ته راننوتل، یو د پولیسو یونیفورم اغوستی وه چې په اوږو یې نښانونو داسی څرګندوله چې د پولیسو لوړ پوړی چاورواکی او افسر دی، دویم په ښکلو او ډولي مصري جامو کی وه، په خونه کې ناست د پولیسو چارواکي دواړو نوو راتلونکو ته راپورته شول.
- دا د جلالتمآب اعلی حضرت د مصر د ټولواک خاص خادم ِښاغلی محمد حسن دی!
د پولیسو چارواکي خپلو نورو ملګرو ته نوی په ملکي جامو کې راغلی سړی معرفي کړ.
- د دې ټولوعملیاتو او پروګرام لپاره اعلی حضرت همدا عمومې څارونکی ټاکلی چې د ده تر مشری لاندې به هر څه سرته رسیږي. اوس تاسې ووایاست چې ستاسې تیاری او چمتوالی څرنګه دی؟
- هو! هو! ښکار پوره پنځه بجې د عابدین په سړک باندې پروت مرکز شبان ته را رسیدونکی دی، زمونږ د معلوماتو سره سم هغه به د ماښام تر لمانځه وروسته د هغه ځای څخه ووځي، د هغه د وتلو په وخت کې به تیاره ښه پخه شوې وي، دری بازان د دې کار لپاره ټاکل شوي دي، یو باز به د شبان د دفتر څارنه هم کوي او دوه نور بازان به په ښکار باندې برید او حمله کوي.
- د دې کار لپاره ستاسې یو پوځي موټر ډیرمناسب دی ځکه چې د هغه رنګ تور او په تیاره کې بالکل نه پیژندل کیږي، پدې موټر کې به بازان پس له ښکار کولو څخه الوزي! جګړن محمد الجزار خپل معلومات او پلان وړاندې کړ.
- سمه ده! نوي راتلوونکي پولیس چارواکي وویل.
- تاسې خپل موټروان محمد محفوظ ته پدې هکله حکم وکړئ! تاسې هم څه لارښوونی وکړئ! جګړن محمد الجزار د پاچا ځانګړي استازي محمد حسن ته وویل.
- بس تاسې د دې خبرې ډیر کوښښ وکړئ! ځانګړي استازي او خاص خادم وویل.
- چې نن در څخه ښکار خلاص نشي، نور کارونه مونږ خپله سمبالوو. د جلالتماب اعلی حضرت او ټول حکومت سترګې ستاسې په لور دي، دا په یاد ولرئ چې که پدې پلان کې بریالي شویو نو داسې څه به درکړل شي چې ستاسې په خیال او خاطر کې به هم نه تیریږي. د دی خبرې هیڅ انګازه هم باید استاد ناغی ته ونه ورسیږي.
***
د استاد محمد اللیثی سره د ټاکل شوي وخت به بنسټ شیخ حسن البناء د خپل اوښي وکیل عبدالکریم منصور سره یو ځای د عابدین په سړک پروت د جمعیت شباب المسلمین مرکز ته راورسیده.
د استاذ ناغی سره چې کومې خبرې وشوې هغه هیڅ پایلی ته ونه رسیدلې، کله چې ماښام شو نو هغوی هلته لمونځ اداء کړ، تیاره ښه خپره شوې وه، لږ ځنډ وروسته وکیل عبدالکریم منصور لاندې سړک ته راښکته شو او یوه ټیکسې یې ونیوله.
استاذ محمد اللیثی تر موټر پورې د شیخ حسن البناء د رخصتولو لپاره راووت چې د شا لخوا پرې د دفتر خدمت کوونکي اواز وکړ چې تاسو ته ټلیفون راغلی دی، خو هغه دواړه په ټیکسی کې کینول او بیا د ټیلفون په لوري په منډه راغی.
امام حسن البناء په ټیکسي کې پوره ناست نه وو چې د ټولی سیمې بریښنا ختمه شوه، په همدې وخت کې نژدی یو سیوری را پیدا شو، موټر ته نژدې راغی، سیمه او هوا د ګولیو ډزو ونیوله، حسن البناء په منډه د جمعیت دفتر ته ننوت او دا یې ویل چې زه یې وویشتلم!
د هغه په بدن باندې ډيرې ګولۍ لګیدلې وې خو بیا هم هغه همت وکړ او خپله یې د روغتون امبولانس په تلیفون باندې راوغوښت.
د ډوزو په اوریدو سره سم استاذ اللیثی په منډه له دفتر څخه راووت چې د ډزو لوری او ځای معلوم کړي، په تته او پیکه رڼا کې هغه ته یو لوړ او جګ سړی ښکاره شو چې ولاړ وو او په لاس کې یې تومانچه نیولې وه، هغه کوټ اغوستی او په سر یې رومال تړلی وو، استاد اللیثی د هغه د نیولو لپاره چیغې کړې خو هغه په استاد اللیثی باندې هم ډزې وکړې چې هغه خطا شو، استاذ هغه پسې منډې کړې خو هغه قاتل دوه ځلې پرې ډزې وکړې او هغه ترې خطا کیدې، پدې وخت کې د سړک بل لوری ته وتښتیده چې هلته بل ملګری هم ورته ولاړ وو، هغوی دواړه بیا په یو تیار چالان موټر کې سپاره شول او له سیمې څخه وتښتیدل.
استاذ اللیثی چې کله دفتر ته راغی نو تلیفون لا هماغسې چالان پاتې وه، کله چې هغه تلیفون پورته کړ نو د بلې خوا څخه اواز راغی:
- زه جګړن محمد الجزار د پټو پولیسو مشرخبرې کوم!
- غم جوړ شو صیب! استاد اللیثیی چې د پولیس نوم واورید نوسمدستې یې وویل: دلته د دفترمخی ته په شیخ حسن البناء باندې وژونکی برید وشو!
- ایا هغه تراوسه پورې ژوندی دی که مړ شو؟ د بل لوری څخه په دبدبه او قهرجنه لهجه اواز راغی.
- تر اوسه لا څرګنده نده خوهغه او ورسره زخمې ملګری یې امبولانس روغتون ته یوړل! استاذ اللیثی جګړن محمدالجزار ته ځواب ورکړ.
امبولانس هغوی دواړه زخمیان قصرالعینی روغتون ته ورسول خو مخکې روغتون ته حکم رسیدلی وو چې د حسن البنا د زخمونو څخه وینه همداسې خوشې کړي او د هغه د روغتیا لپاره هیڅ ډول کوښښ ونکړي، په همدی خاطر ډاکټرانو یوې او بلې خوا ته ځانونه کول او خپله دنده یې نه ترسره کوله.
لږ ځنډ وروسته یوځوان د روغتون بیړني سالون ته راغی او ویې ویل:
- د برید کوونکو موټرچې چیرې ولاړ وو، هلته زه هم نژدې موجود وم، د هغی نمبر C-9979 او رنګ یې تور وو.
- تا ته د موټر نمبر او رنګ څنګه یاد دي؟ هلته ولاړ یو اخوانی ورڅخه وپوښتل.
- ځکه را ته په یاد دي چې دې موټر هلته څو ځلی چکر ووهلو او بیا بیا راتاویدلو، زه هلته هسی بیکاره ناست وم او کتل مې! نوي راغلي ځوان وویل.
- که ستا خبره سمه وي نو دا نمبر او موټر د پولیسو جنایی دفتر پورې اړه لري، چې د هغې اداري مشر کفیل محمد عبدالحمید دی، ایا ته د پولیسو په خلاف شهادت او ګواهي ورکولای شې؟ هلته ولاړ اخوانی راتلونکی ځوان ته وویل.
- که زه پوهیدلی چې دا برید په شیخ حسن البنا باندې شوی دی نو ما به د سر په قربانۍ سره هغه ژغورلی وای، شهادت او ګواهی خو عادي خبره ده! راغلي ځوان وویل.
استاذ محمد اللیثی چې کله روغتون ته راورسید ه نو امام شیخ حسن البنا د ژوند او مرګ په منځني حالت کې پروت ؤ، د هغه په ژبه باندې د شهادت کلمه روانه وه، هغه کلمه چې ټول ژوند یې هغه ته وقف کړی ؤ، هغه به پدې حالت کې څه ډول لدې څخه بې پروا کیده، هره ثانیه هغه د ژوند څخه لرې او مرګ ته نژدې کیده خو د دې سره سره د هغه په څیره باندې ډاډ او اطمنیان پرله پسې زیاتېده لکه خپل رحیم رب خپلو نیکو او صالحو بنده ګانو ته د دی خبرې یقین ورکړي (یا ایتهاالنفس المطمئنه ارجعی الی ربک راضیة و مرضیة فادخلی فی عبادی وادخلی جنتی)
ای ډاډمن نفسه! په خوشحالۍ سره د خپل رب لوري ته راشه، زما په بنده ګانو او جنت کې داخل شه.
ډاکټر په نبض باندې لاس کیښود او بیا یې د دې روښانه لمر د ډوبیدو اعلان وکړ.
انالله و انا الیه راجعون
***
د احساساتو او ولولو څخه ډک ډیر اوازونه پورته شول او بې شمیره سترګې او ښلنې او ژړیدونکې شوې.
د مسلمانانو په منځ کې غم، خفګان او ماتم ټغر وغوړېده خو په فرنګي او یهودو لیکو کې د خوشالۍ څپې خپرې او د خوښیو څراغونه بل او روښانه شول ځکه هغوی پدې خوشاله وه چې د مسلمانان یو ستر لارښود او مجاهد امام یې د هغوی په خپلو لاسونو په شهادت ورساوه. لاس پوڅو او غلامو واکمنانو خو امام حسن البنا شهید کړ خو په زړه کې لاهماغسی ویره او ډار پروت ؤ، په ټول ښار کی ګرز بندیز او په تلو راتلو بندیز ولګیده. هیچا ته د امام په جنازه کې د ګډون اجازه ورنکړل شوه، د امام ورور او نور اخوانی غړی په زندانو كې بندیان وه.
د امام حسن البنا پلار ته په نیمه شپه کې خبر ورکړل شو چی یواځې راشی او د خپل ځوی مړی په یواځې ځان کورته یوسي، پلار یی احمد البنا چې کمزوری او بوډا وه، د خپل ځوی مړی یې په خپلو اوږو باندې خپل کور ته راورساوه، د کور په بامونو، دروازو، کوڅو او لارو کې هر لوري ته پولیس ولاړ وه. هیچا ته یې د تلو راتلو اجازه نه ورکوله ان چې ښځو او میرمنو ته هم اجازه نه وه، یواځې څو اخواني میرمنو په څه پلمو او خبرو ځانونه د امام کورته راورسول او هلته یې د امام په غم کې د هغوی د کورنۍ سره ګډون وکړ.
ترغسل وروسته د امام پلار او څو اخوانی میرمنو د امام جنازه تر هدیرې پورې ورسوله اوهلته یې هم هیچا ته اجازه ورنکړه چې د هغه جنازه وکړي یواځې پلار یی د هغه ځوی جنازه وکړه چې په لکونو خلکو ته یې د ایمان، یقین، اسلام او جهاد سپیڅلي درسونه ورکړي او هغوی یې په عملي توګه صادق مؤمنان روزلي وه، امام د ټولو په زړونو کی داسې ځای درلوده چې تر پلار او هر چا څخه زیات وه خو د استعمار لاس پوڅو او غلامو واکمنانو د خپلو بادارانو د خوشالولو لپاره هغه په شهادت ورساوه او بیایې په یواځې شکل باندې خاورته وسپارلو.
***
لاس پوڅو او غلامو واکمنانو د وژلو او قتل تور په سعد ګوند باندې ولګولو حال دا چې د سترګو لیدلى شهادت دا وه چې دا د پټو پلیسو لخوا څخه په شهادت رسیدلی، ځکه د موټر نمبر پلیټ د پولیسو د جنایي دفتر پوری اړه درلوده، د ډزو په وخت کې د بریښنا تلل او په روغتون کې د ډاکټرانو رویه او سلوک د دې ګواه وه چې دا کار لاس پوڅو واکمنانو کړی دی.
جګړن محمد الجزار هغه ځوان ته چې د موټر نمبر یې ښودلی ؤو، ګوت څنډنه وکړه چې که ته غواړی د هغه پسې ولاړ شې او خپله میرمن اواولادونه یتیمان کړې نو بیا داسې ګواهي او شهادت ورکړه که نه د حسن البنا قاتل به ازاد وي او هیڅ څوک پرې هیڅ نشۍ کولای.
***
د امام حسن البنا تر شهادت وروسته د کفر، ظلم او بربریت ژرنده په ګرځیدو شوه، هر لور ته د اخوان غړي او پلویان پرته د کوم قانوني تور څخه نیول کیدل او د هغوی په خلاف دروغجنې دوسیې جوړیدې، هر لوري ته داسې وحشت روان وه چې ښکاره لیدونکو داسې فکر کاوه چې پدې شهادت او نیولو باندی به د الهي دین مخه ونیولی شي او هغوی به د خپل واک په ګدیو باندې بې غمه ناست وي.
خو د اخوان لپاره زندانونه او بندیخانې د ازمیښت او امتحان ځای ثابت شو، د هغوی ایمانونه نور هم پاخه شول او بیا وروسته د کلک باور او ایمان سره له زندانونه څخه راووتل.
امام حسن البنا رحمه الله د خپل ځان او وینو قرباني ورکړه او په خپلو پاکو وینو یې داسې یو څراغ روښانه کړ چې د هغې په رڼا او وړانګو کې د نیل د درې او وادۍ په تورو تیارو کې د هدف په لوري کاروانونه روان شول، په هر قدم کې او هر ګام کې به هغوی امام حسن البنا رحمه الله د اواز انګازه ترغوږ کیده چې فرمایل یې:
ای وروڼو: خصوصا هغه چې زیات احساساتي او جذباتي دي او د زر پایلو غوښتونکي دي: واورئ! ستا سې دا لاره یوه ټاکلې شوې او ښودلې شوې لاره ده چې د هغې هر څه له پخوا څخه ټاکل شوي او معلوم شوي دي، زه د هغو پولو او ټاکلي شوی احکامو کوم چې زه پری پوره قانع شوی یم هیڅکله هم مخالفت نه کوم او نه له هغه څخه تیریږم، دا لاره ډیره اوږده او اغزنه ده خو سمه اونیغه لارده، پرته لدې لارې څخه د خلاصون او نجات بله لاره نشته.
نارینتوب یواځی احساسات او جوش ندی، او نه زر پایلو غوښتنه او لاس ته راوړنه ده بلکې حقیقي نارینتوب او غیرت پوره صبر، استقامت، کلکوالی، هر څه په سړه سینه اوریدل او په هغې غور کول دي او بیا په هماغه لاره تلل دی.
په تاسې کې چې څوک په ورغوي باندې د سر شمودانی کلکول غواړي هغوی دې پدې پوه شي چې دا ځای د دوی میدان او ساحه نده او نه دلته د هغوی مطلب پوره کیدای شي، هغه څوک چې د پخوالي څخه مخکی میوه راشکول او د غوړیدوڅخه مخکی دګل سره لوبې کول غواړیي! زه او هغوی سره یو ځای نشو چلیدای، زه داسې بیړه کوونکي او احساساتی خلکو ته نصیحت کوم هغوی دا تحریک، ګوند او حرکت خوشي کړي او د خپل مطلب ځای ته ولاړشي.
د اسلام وروڼو!هغه څوک چې په صبر،حوصله، استقامت او مضبوطو قدمونو باندې زما سره تلل غواړی نو پدې دې پوه شي چې لومړی به تخم او دانه اچول کیږی، بیا به هغه رازرغونیږی اووروسته به نمواووده کوی، دټاکی وخت اوکوښښ څخه وروسته به ګلان غوړیږی اومیوه به نیسی بیادانتظارڅخه وروسته به ګلان غوړیږی اومیوه به نیسی بیادانتظارڅخه وروسته به میوه پخیږی اودهغی څخه وروسته میووراټولولووخت راځی.
څوک چې پدی اصولواوطریقوپوه شونوهغه دی خپل سفر اوحرکت روان وساتی دهغوی اجراوبدله یواځی په الله پاک ده کوم چې دمخلصواومحسنوبنده ګانواجراوبدله هیڅ وخت نه بابیزه اوعبث کوی، مونږبه هم له خپل اجر اوثواب څخه نه برخی کوی، دااجراوثواب دفتحی،بریاو کامیابی په شکل اوصورت کې هم ورکول کیږی اوځینی وخت پدی لاره کې دشهادت دلوی ویاړ به ترلاسه کولو هم.
***
تر دری کلونو پورې د دې پاکې وینې تویوونکي قاتل او داړه مار سره د څرګندودلایلو، ګواهیو او شواهدو ونه نیول شو بلکې هغوی ته په حکومتي څوکیو باندی لوړوالی هم ورکول کیده تردې چې په ۱۹۵۲م کال کې د مصر لاس پوڅی او غلام پاچایی نظام ختم او د هغې پر ځای پوځی اوعسکری نظام منځ ته راغی چې بیا د دې کرغیړن پلان یو لس مجرمان او تورن کسان ونیول شول او د خپلو ناوړه کړووړو په سزاورسیدل.
سرچینه:
د کتاب نوم: د نیل مساپر
لیکوال: پروفیسور اختر حسین عزمي
ژباړن: عبدالواسع صابر
No related posts.

3 تبصره ها
نمیدانم چه محبتی با این داستانها در دل دارم که هر قدر آنها را بشنوم و بخوانم احساس تشنگی ام در مورد این تاریخ همیشه جاوید بیشتر میشود.
یادم می اید اولین بار قصۀ شهادت امام را سه سال قبل در صنف از استاد بزرگوارم شنیدم، او این داستان را با چنان سوز و گداز میگفت که همه شاگردان صنف را به گریه انداخته بود.
روح امام شاد، راهش گشاد و پیروانش در ازدیاد باد.
امام رحمه الله د خپلو وینو نذرانه ورکړه خو د داسې حرکت بنسټ یې کيښود چې ټوله دنیا یې په خوځښت راوسته او ټولې اسلامي نړۍ کې پيروان لري. له مشرق څخه تر مغربه او له شماله تر جنوبه، مسلمان د ده د نوم یادولو سره رحمه الله وايي او الله ته یې د درجاتو لوړولو دعا کوي. څومره مفید ژوند او څومره ښکلی مرګ!!!!
إسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
په رښتيا سره چه امام حسن البنا د اسلام ستر لارښود وه او الله (ج) هغه اجر اعظیم ورکړی. روح د ښاد وی او موږ د الله (ج) په اسلام د عمل کولو توفيق راکړی.
په درناوی