Home » جوانان » د مهارتونو وده »
د خوشحاله اوسېدو ۲۱ لاملونه
ژباړه او لنډيز:زاهد جلالي
هر انسان له زيږېدو څخه تر مرګه پورء د خوښۍ د لاس ته راوړلو په لټه کي وي، نه يواځې په دې دنيا کې بلکې له مرګ څخه د وروستني ژوند دښه کولو هيله هم لري خو د ابدي ژوند ښه کول پدې نړۍ پورې تړلی دی. دغه مقاله د ښاغلي شيخ عبدالرحمن بن ناصر السعدي د کتاب چي(الوسائل المفيده للحياة السعيده)نوميږي نچوړ دی جي د خوښۍ يوويشت اسباب يا لاملونه يې پکې په ګوته کړي،زه فکر کوم چې په عملي کولو سره به يې نه يواځې دنياوي ژوندو ښه شي بلکې د اخروي ژوند د کاميابۍ راز پکې نغښتی دی دا لنډيز ستاسو مخي ته ږدو هيله ده چي د خوښۍ باعث مو وګرځي.(ژباړن)
١- د خوښۍ لوی او اساسي عامل، ريښتينی او صحيح ايمان لرل او د نيکو اعمالو سرته رسول دي، الله تعالي په دي اړه فرمايي (من عمل صالحاً من ذکر او انثي و هو مومن فلنحيينه حياه طيبة و لنجزينهم اجراهم باحسن ما کانو يعملون) نحل ايه ٩٧
٢- د خداي(ج) له مخلوق سره احسان او نيکي کول هم د خوښۍ له اسبابو څخه دي، احسان که په هر ډول وي د احسان کونکي د خوښۍ موجب ګرځي.
٣- د خوښي بل ﻻمل چي پريشاني او خفګان له منځه وړي ، ځان په يو ګټور کار کې بوختول دي ، ځکه چي اوزګاري هم د غم د لويو ﻻملونو څخه شمېرل کيږي.
نو کله چي څوک بوخت شي ذهن يې هم بوختيږي او غم ترې پاتې کېږي.
٤- ورځني کار ته ډېر پام لرل او متوجه کېدل او د تېر او راتلونکي په اړوند هيڅ فکر نه کول هم يو ګټور سبب دي. [دکتور عائض القرني په خپل کتاب (لا تحزن) کي ليکلي چي په تيرو وختونو پسي يو د اوسپني ور وتړه يانې هيڅ يې په اړوند فکر مکوه چي دا هم د خوښۍ لوي لامل دي.](ژباړن)
٥- د خداي(ج) ډير ذکر او يادول هم د خوښۍ او ارامۍ لامل دی ځکه الله تعالي فرمايي (الا بذکر الله تطمئن القلوب) الرعد ٢٨ ايه
د خداي(ج) ډېر يادول دا ځانګړتيا لري چي زړه خوښه وي وي او اراموي يي.
٦- د خداي(ج) نعمتونه او پيرزوينې پېژندل او پريېاعتراف کول بنده خوښوي چي له دي څخه لويه خوښي نشته دخداي شاکر بنده خوښ ژوندون لري.
٧- د رسول الله صلي الله عليه و سلم پر هغي وينا عمل کول چي وايي : انظرو الي من هو اسفل منکم ولا تنظرو الي من هو فوقکم فانه اجدر الا تزدروا نعمت الله عليکم .
څوک چي يو داسي دريځ اختيار کړي هيڅ کله به هم پريشانه نشي.
٨- د پخوانيو غمونو او لاملونو يې هيڅ فکر نه کول چي په دې سره غم لمنځه ځي.
٩- د زړه د اطمینان او خوښۍ د رامنځته کولو مهمه وسيله د رسول الله صلي الله عليه وسلم دغه دعا د تل لپاره لوستل دي چي وايي (اللهم اصلح لي ديني الذي هو عصمة امري و اصلح لي دنياي التي فيها معاشي و اصلح لي اخرتي التي اليها معادي واجعل الحياة زيادة لي في کل خير و الموت راحة لي من کل شر).
١٠- د خوښۍ بل لامل دادی چي : کله چي د غم او مصيبت سره مخ کېږي لدي غم څخه لوي غم پر ځان فرض کړي چي په فرض کولو سره يي اوسنی غم له ياده ووځي .
١١-د غم د ليري کولو بل لوي علاج بي ځايه او پوچو خيالاتو ته ځان نه تسليمول دي ځکه چي دغسي بي ځايه فکرونو ته ماتيدل انسان مايوسوي او په قلبي او ذهني ناروغيو يي اخته کوي.
١٢- د پورتنۍ ناروغۍ بل علاج: ددي ناروغۍ علاج په خداي(ج) توکل او ويسا ده چي پر خداي(ج) توکل زړه ځواکمنوي او توان ور بښي.
١٣-ر سول الله صلي الله عليه و سلم فرمايي:
هيڅ مسلمان خاوند دې پر خپلي مسلماني مانديني نه په غوسه کيږي که چيرته يو عادت يي ورته بد بريښي نور خو ورته بد نه دي.
د رسول الله صلي الله عليه و سلم پدي وينا کښي زمونږ لپاره دوه ګټي نغښتي دي:
لومړۍ ګټه : رسول الله صلي الله عليه و سلم مونږ ته راښولي دي چي ميړه دي له خپلي ميرمنې سره،ګاونډي له ګاونډي سره، ملګری له ملګري سره او هر څوک چي له هر چا سره هر ډول اړيکي لري له حد څخه بايد سر غړونه و نکړي او چي کله يي يوه عادت خوښ نشي له نورو خواصو سره دي پرتله کړي حتما ښه خصوصيتونه يي زياتيږي او مقابل لورۍ پري قانع کيږي.
دوهمه ګټه: ددي کار په کولو سره خفګان له منځه ځي او پر ځاي يي دوستي صميميت منځته راځي او د دواړو خواوو حقوق ادا کيږي.
١٤- هوښيار سړي پر دي پوهيږي چي ښه ژوند هغه دی چي د خوښي سره وي هر څوک کولي شي چي خپل ژوند ښه کړي په ځانګړي توګه پر خداي(ج) مين سړي.
١٥-کله چي څوک له يو غم سره مخ شي بايد د خداي(ج) پيرزويني او خپل مصيبت سره پر تله کړي چي د خداي(ج) د پيرزوينو په مقابل کي به خپل مصيبت ورته هيڅ ښکاره شي.
١٦- د نورو له بدۍ څخه هيڅ کله هم په امان کي نشي پاتي کيدي په ځانګړي توګه د خولې له ضرر څخه، ددې علاج دادی چي وپوهيږي چي د خلکو په خبرو تاته هيڅ زيان هم نه رسيږي مګر د هغوي لپاره غټ تاوان لري ښه خبره دا ده چي ددي په مقابل کي بي اعتنايي وکړي.
١٧- وپوهيږي چي ستاسو ژوند ستاسو د افکارو تابع دي: که مو په خپل سر کي ښه افکار ځاي پر ځاي کړل دنيا او اخرت به مو ښه شي او که نه غمجن او ناوړه ژوند به لري(پدي پاراګراف کي د ليکوال موخه اسلامي افکار دي)
مهمه خبره داده چي کله له خلکو سره احسان کوي بايد د منني په هيله ونه اوسي.
١٩-ګټور کارونه په نظر کي لرﺉ،دتحقيق کولو لپاره يي زيار وباسئ او کله چي مهم کارونه سرته رسوﺉ له دوه ټکو څخه په استفاده کار کوﺉ:
لمړي:د راحت له وختونو څخه.
دوهم:د قاطع تصميم او له تردد څخه له ځان ژغورني.
٢٠-کارونه په خپل وخت کي سرته رسوﺉ او هيڅ کله يي هم مه ځنډوﺉ که مو وځـنډول هر څه در څخه ګډوډ کيږي.(د نن کار د سبا په تمه مه پريږدۍ)
٢١-د ګټورو کارونو ترمنځ درجه بندي وکړﺉ:هر کار چي درته مهم ښکاريده د لومړيتوب حق ورکړﺉ او هغه کارونه چي دلچسپي او مينه ورسره نلرﺉ ترمنځ يي توپير وکړﺉ.
No related posts.

10 تبصره ها
افضلي صيب له وړانديوز څخه مو ډيره ډيره مننه.
زه له نورو وروڼو هم دا هيله لرم ترڅو خپل وړانيزونه او نيوکي راڅخه ونه سپموي ځکه همدا لاره ده ترڅو خپلي ليکني پري اصلاح کړو.
يوځل بيا له افضلي صيب څخه مننه انشا الله په راتلونکي کي به دي ټکي ته پوره پاملرنه کيژي.
السلام علیکم
زاهده وروره!
الله دې ونازوه
زه هم یو وړانديز لرم، هغه دا چې که نصوص مو ژباړلي وای کېدای شي ډېرو نورو هم ترې ګټه اخیستې وای
الله دې علم کې برکت واچوه
Aslam u alaikom
stasi de gatawor malomatona dira manana aw de noro eslami malomato po hila.
ښاغلي عبدالرحمن طارق ته
ګرانه وروره!
داخو ښه خبره ده چي آيتونه اعراب شي خو زموژ اصلي او اساسي مشکل له کمپوز سره دي ډير داسي مقالي مي ليکلي خو د کمپوز لپاره له خپراوي هم پاتي دي. زه خپله فارسي کمپموز کولي شم خو په عربي کي چندان آشنا نه يم او اعراب خو بيخي نشم کولي ځکه هريو يي ځانته شارټ کټ کي لري چي زه ورسره بلد نه يم. بياهم زه خپله هڅه کوم چي راتلونکي کي داسي مشکلات حل شي البته داکار به ستاسو دعا ته اړتيا لري.
مننه ورور مو زاهد جلالي
ديرو دره نو مشرانو الله تعلي دي ستاسي دغه کوششونه قبول کري محترمو يوه خبره کوم چي ستاسو دي پروکرامونو نه زيات افغانان ندي خبرعلت ي راته روشانه کري آو که آوس وکورو زمونز زيآت ځوآنآن هلآکت خوآته روآن دي خصوصآ په آفغآنستآن کي
په درنآوي
ښاغلو وروڼو ډ یره مننه! الله تعالی دی تاسی ته ثوابونه نصیب کری. که چیرته اصلاح انلاین یوتلویزیونی چینل جورکری دیرمثبت کاربه وی
ښاغلی زاهد جلالی صاحب! الله تعالی دی تاستو ته ډیر ثوابونه په برخه کړی، که یو کار دی کړی وای چی آیتونو او حدیثونو ته دی اعراب ورکړی وای، نو هغه وروڼو او خویندو چی په صرف او نحوه باندی نه پوهیژی هم ښه اغیزناکه ګټه اخستی وای.
په درناوی
salamona tolo lostunko ta wrandi kom,tolo hagha kasan che deen ta khedam kawi,allah de da hagho khedmaz qabul kri ao allah de haghoi ta bakhana ao khair qar pa barkha kri,aamin
دیر مفید مطلب مو خپور کری دی الله دی اجرونه درکری مننه
ډیر ګټور مطلب وو خدای دی لیکلونکی خپرونکی، ژباړونکی اولوستونکی ته اوهم نوروته لیږونکی ته خیرورکړی.