د سوډان تجزيه! افريقا ته يې بل اسراييل وزيږاوه

 

ډاكټر وحيد الله مصلح

مونږ لا د شرقي تيمور زخم نه دى رغولى، مونږ لا د فلسطين غصب شوې زمكې ژاړو، او مونږ لا د اندلس تاريخ ته نوي مضمونونه ږدو، هو! مونږ به ډېر ژاړو، ډېر زخمونه به مو شړيږي، او د هرې تجزيې او هرې وركې پسې به نور هم وركيږو ځكه استعمار مونږ ته ستونزې راكړې او حلونه يې رانه اخيستي، استعمار خپله موخې لري او مونږ يې د بې هدفۍ په دښتو كې ورك كړي يو، استعمار په خپله ارزښتونه لري، او مونږ يې له ارزښتونو خالي كړي يو، استعمار په خپله نظام لري او مونږ يې دنباله، استعمار په خپله قيادت لري او پر مونږ يې تپلي دي، استعمار ساينس لري او مونږ ته يې د ډمانو ستارې راكړي، استعمار په خپله صليب لري او مونږ يې سكولر كړي يو، استعمار په خپله سره متحد كيږي او مونږ يې د نشنليزم پر رنځ اخته كړي يو، او…
نو! دا څومره بې رحمه استعمار دى، او دا څومره ذليل شوى مسلمان! دا ذلت څومره پرله پسې دى، چې پرون يې په اندلس كې خپل شاندار تاريخ ته د نجات مټ ورنه كړ، او پرون يې د اسلامي وجود شرقي تيمور تجزيې ته همدغسې غلام سكوت لره او مړه يې ورته كتل او نن چې يو ځل بيا دا د صليب ليوني، د نفتو سوداګر، او د استعمار مشران سره راټول شوي او له اسلامي خاورې لوى سوډان تجزيه كوي نو اسلامي نړۍ بيا همغسې غلام سكوت او مړه كاته لري.
تخمير شوى امت!
دا څومره تخمير شوى امت دى، او دا خوب څومره مرګونى اوږ د دى! ډېره موده كيږي چې دا امت د نزدې يو پېړۍ غلام او بې كرداره ماضي او حال تر منځ د بيا اسلامي ويښتابه پر توپير نه دريږي، دماضي پر تعقيب روان او روان حال خپل رُخ نه بدلوي…

پرون يې چې د اندلس د مسجدونو پر منارو د صليب نښانونه پورته كول نو ژړيدونكي يې يوازې د غرناطې په كوڅو كې تبعيديدونكي مېندې اوپلرونه وو، هلته چې د پېغلو د پت لوټلو معصومو چيغو او مسيحي لوټونكو په كړسنده خندا ګانو كې له تبعيديدونكو پلرونو او مېندو نه د ايساريدونكو اولادونو كريغې هم وركېدې، ښايي هغه مهال به د اندلس سره له مرستې تم شوي مجبور عثماني خلافت دا فكر كاوه چې دا به وروستۍ حادثه وي، خو كله چې ورپسې د حادثو رُخ په لږ څه اووښتې بټې له هغسې ترخې مسيحي كېدنې پر ځاى په مسلمانو ټولنو كې د تجزيې مخه واخېسته نو كه يې هر ځاى د مسلمانانو د نژادي او ژبنيو اورونو په لمبو كې اسلامي ارزښتونه د نابودۍ پر ژۍ ودرول نو تر ټولو ترخې تجربې يې دا هم وې چې د همدغه اسلامي سيمو هغه مسيحي پرګنې چې پېړۍ يې د اسلامي خلافتونو پر اسانتياو خرامانه ژوند تېر كړى وو، د مسلمان د نن مستضعف حالت په رامنځته كېدو يې د ويش غدارموقف ته يا اړ كړل او يا يې خپله ونيوه. په منځني ختيځ كې د وحشي او تاريخي سودخوړونكو لپاره د اسراييل په نامه د غصب شوي هېواد جوړول د همدغې منحوسې لوبې تر ټولو بدترين تسلسل وو، هغوى چې ظلمونه پرې فاشيستي نازېزم كړي وو هغه چې پر بېرغ يې هم نښان له صليبه جوړ وو، نو ټس يې ولې له اسلام واخېستل شي؟ هغه د هولو كاسټ ډرامه كه ترسره كېدا يې د المان او اروپا په بټيو كې ترسره شوې وه، نو زور يې ولې مسلمان ملتونه ګالي؟ هلته چې د پېړيو په اوږدو كې د همدغه يهودو د بقا او پنا د نازكې ژغورنې پر مهال يوازې عثماني خلافت وو چې له شرقي اروپا پر راتښتېدلو يهودانو يې د ژوند لورولو بخل نه ووكړى، هغوى ته يې په خپلو هيوادونو كې د اوسېدو حق وركړى وو او كله چې د صهيونېستانو د كنګرې او مستيو وخت رارسيږي نو د اروپا د ظلمونو بيه يې د اروپا د ښېرازو ځنګليزو زمكو پر ځاى د مسلمان امت له زړه او هويت فلسطينه واخېسته! خو دا هم پاى نه وو، په تسلسل يې د عربي نړۍ پراخه ويشنه هغه ناورين وو چې پراخه اسلامي خاوره يې په ډېرو وړو وړو امارتونو، پادشاهيو اوديكتاتور يو وويشله… تر ټولو زوړ او مكار برېتانوي استعمار چې له ټولې اسلامي نړۍ پښې سپكولې نو ددې تجزيوي موقفونو په تعقيب يې د نويو جوړو شويو هيوادونو په منځ كې داسې تپل شوى او غير طبيعي پولې هم راښكلې چې بيخي فطري نه وې، كه دا نن د افغانستان او پاكستان تر منځ د ډېورنډ كرښې معضله له منځه ووځي، هغه نو بله كومه ستونزه ده چې پاكستان او افغانستان به د دوه ښكېلو هيوادونو پر موقف ودروي؟ په ټوله كې د اسلامي هيوادونو تر منځ د نويو سرحدونو د رامنځته كولو پر مهال دغسې غير طبعي ويش د برېتانوي استعمار هغه تاريخي كړنه ده چې ګرده اسلامي نړۍ يې پرې له يووالي غورځولې ده.
د مسيحي اروپا او لويديز زړه بيا هم سوړ نه شو، هغه اسلامي هېوادونه چې په كې مسيحي پرګنې مېشتې دي، د خورا جاسوسي فعاليتونو په پاى كې يې هغوى ته د نمونه باغي قيادتونو په رامنځته كولو سره د مسيحي دولتونو ايجادول بله هغه ستونزه ده چې هر ځاى يې د اسلامي قارې د هېوادونو په منځ كې د خپلو مادي او معنوي ګټو د خوندي كولو په خاطر په مخ كې نيولې ده.

خو،كه پرون اسلامي امت د شرقي تيمور د جلا كولو په قضيه كې نه وى چوپ شوى نو نن به يې د سوډان د تجزيې خوبونه نه واى ريښتيا كړى! دا ډېره دردوونكې ده چې په سوډان كې دې5 سلنه اقليت مسيحي قوم د خپل هېواد په وړاندې د غدارۍ په مقابل كې د خپلواكۍ غوښتونكو په نوم ونومول شي، لويديز نه يوازې د هغوى د ټول پوښتنې ننګه كړې بلكه هغوى او د هغوى مبارزه يې تل پاللې ده.
د سوډان لنډه پېژندنه
سوډان د افريقا په شمال ختيزه برخه كې پروت دى، د45 ميليونه په شاوخوا كې نفوس لري په دغه نفوس كې د جنوبي سوډان برخه له اتو تر نهو ميليونو رسيږي.
د سوډان مساحت دوه نيم ميليون كيلو متر مربع دى. په دې حساب نو سوډان د افريقا تر ټولو لوى او د نړۍ لسم لوى هېواد شمېرل كيږي. سوډان25 ولايتونه لري، دغه هېواد په شمال كې له مصر او ليبيا، په غرب كې له چاډ او مركزي افريقا، په جنوب لويديز كې له كانګو، په جنوب كې له اوګاندا او كينيا، په شرق كې له اتيوپيا او په شمال ختيز كې له اريتيريا او سره سمندر سره پولې لري.
د خپل ستراتيژيك موقعيت له امله سوډان تل د استعمارګرانو تر بريدونو لاندې راغلى، له انګلستان څخه يې ايله په 1956 ميلادي كې خپلواكي تر لاسه كړه او له همغه مهاله بيا تر دې دمه د استعمار ګرانو پټې توطيې دي چې له امله يې سوډان تل د جګړو تاريخ تجربه كړى، په ختيز، لويديز او جنوب كې تل د پرديو د لاسوهنو او داخلي كم ظرفيتيو له امله جګړې نه دي غلي شوي. د جنوبي سوډان جګړه ايز تاريخ ډېر اوږود دى، دغه جګړو د پخواني فقيد ولسمشر جعفر نميري پر مهال زور واخېست چې بالاخره يې د اّديس بابا په تړون سره د سولې موافقه ترسره شوه. د عمر البشير په واسطه د اسلامي دولت په رامنځته كېدو سره د جنوب مسيحي جګړه مارو يو ځل بيا پر جګړې لاس پورې كړ، او له1980 تر2003 پورې يې دوام وميند.
په2005 ميلادي كال كې د عمر البشير او جنوبي جګړه مارو تر منځ په كينيا كې د نېفاشا تړون تر سره شو، دغسې يو تړون كومه اّني چاره نه وه بلكه د امريكا ستراتيژيكو مغزونو ورته اوږده لار وهلې وه، له اقتصادي تحريمونو نيولې بيا د سياسي شخړو، له ګاونډيو سره لانجو، له جنوب سره په څنګ څنګ كې په ختيز او لويديز كې قبيلوي او قومي تعصبونو ته لمن وهل ټول په كې شامل دي، هغوى له هرې خوا عمر تر فشار او تعرض لاندې ونيوه او په دې تر تيب سره يې د عمر البشير اداره په ډېر تدريجي ډول له قوته وغورځوله،

په2005 ميلادي كال كې د عمر البشير او جنوبي جګړه مارو تر منځ په كينيا كې د نېفاشا تړون تر سره شو، دغسې يو تړون كومه اّني چاره نه وه بلكه د امريكا ستراتيژيكو مغزونو ورته اوږده لار وهلې وه، له اقتصادي تحريمونو نيولې بيا د سياسي شخړو، له ګاونډيو سره لانجو، له جنوب سره په څنګ څنګ كې په ختيز او لويديز كې قبيلوي او قومي تعصبونو ته لمن وهل ټول په كې شامل دي، هغوى له هرې خوا عمر تر فشار او تعرض لاندې ونيوه او په دې تر تيب سره يې د عمر البشير اداره په ډېر تدريجي ډول له قوته وغورځوله، د2011 جنوري ټول پوښتنه دهمدغه تړون ماده وه، خو كله چې د ټولپوښتنې په پيليزه كې عمر البشير الجزيرې تلويزيون سره مركه كوله نو ورته يې وويل چې د2005 كال تړون موخه داوه چې دواړه لوري به اتحاد ته كار كوي خو د جنوب شورشيانو ټولې هڅې د تجزيې په خاطر متمركزې كړې وې.
لويديز ته ولې سوډان مهم دى؟
1_ د سوډان په جنوب كې د نفتو بې پايه زېرمې شتون لري. داسې ويل
كيږي چې د سوډان تر90 سلنې ډېر عايد د خامو نفتو صادرات جوړوي، دا په داسې حال كې چې تر85 سلنې ډېر نفت په جنوبي سيمو كې قرار لري.
همدغه زېرمو ته د امريكا وږې سترګې وې چې په2003 كال كې يې جورج بوش د امريكا پخوانى ولسمشر دې وينا ته اړ كړى وو چې بايد هغه ورځ راورسيږي چې د امريكا25 سلنه نفتي واردات د افريقا لويه وچه جوړ كړي.
2_ د سرې بحيرې30 سلنه ساحل په سوډان كې دى، اسرايل تل په دې هڅه كې دى چې د سره سمندر اوبه دې د دوى په واك كې وي، د ځينو تحليل كوونكو په اند اسرايل ويريږي چې هسې نه سره بحيره هم لكه د عربي بحيرې د1967 او1973 جنګونو په څېر تل ابيب تر محاصرې لاندې ونيسي، او هغه داسې چې هغه مهال عربانو د تيران او باب المندب ابناګانې پر اسرايلو تړلې وې.
3_ سوډان افريقا ته د اسلام د ننوتو دروازه ده، امريكا او اسراييل غواړي چې د جنوبي او شمالي افريقا په منځ كې د اسلام ارتباط پرې او پر ځاى يې د سوډان په جنوب كې د مسيحي دولت په رامنځته كولو سره يو مسيحي اړيكه رامنځته كړي. كلونه مخكې د جنوبي سوډان جګړه مار مشر ويلي وو چې مونږ د جنوب په جدا كولو سره افريقا ته د اسلام ننوتل كنترولوو، او له دې ليارې په افريقا كې د اسلام موقعيت ضعيف او ضعيفتر كوو.
4_ د سوډان په جنوب كې د نيل سيند بهېدل اسراييلو ته ډېر زيات
ستراتيژيك ارزښت لري، په عين حال كې دغه سيند په راتلونكي كې د مصر او شمالي سوډان لپاره يو تهديد دى، د نيل يوه څانګه له اتيوپيا څخه سرچينه اخلي او بله برخه يې له اوګاندا څخه دغه دواړه برخې بيا په جنوبي سوډان كې بهيږي او بالاخره په خرطوم كې سره يوځاى كيږي. د نيل اوبه د شمالي سوډان او مصر تر خوړوبولو وروسته د مديترانې په اوبو كې غورځېږي. د المان خبرګزارۍ له مخې مصر تشويش لري جنوبي سوډان به د برني نيل پر څنډه افريقايي هيوادونو سره يوځاى ددې ميلان ولري چې پر مصر د نيل اوبو جريان غوڅ كړي. سره له دې چې مصر اسراييل په اسراييل د مصر د ولس له اسلامي ويښتابه ويريږي او ښايي دغسې ستراتيژيك ځايونه د هغې ورځې لپاره په كنترول كې ساتي چې پر مصر د اسلامي حركت د واك په صورت كې ترې د فشار د الې په توګه ګټه واخلي. له بلې خوا سره له دې چې اسرايل د خپل هېواد د اوبو اړتيا د تركيې پر اوبو پوره كوي خو بيا هم د مرستندويه اوبو په توګه د نيل په څېر څپاند سيند ته اړتيا شته او بيا په داسې حال كې چې د نړۍ د راتلونكو جګړو بنسټونه به د اوبو په سره ناندرۍ جوړوي نو په دغسې صورت كې د نيل سيند پر سرچينو خېټه اچول د اسراييل په لومړيتوبو كې قرار لري.رسميت پېژني، ښې او تودې اړيكې لري، او د كمپ ديويد تاريخي شرمېدلى تړون يې هم تر منځ شته، خو بيا هم اسراييل د مصر د ولس له اسلامي ويښتابه ويريږي او ښايي دغسې ستراتيژيك ځايونه د هغې ورځې لپاره په كنترول كې ساتي چې پر مصر د اسلامي حركت د واك په صورت كې ترې د فشار د الې په توګه ګټه واخلي. له بلې خوا سره له دې چې اسرايل د خپل هېواد د اوبو اړتيا د تركيې پر اوبو پوره كوي خو بيا هم د مرستندويه اوبو په توګه د نيل په څېر څپاند سيند ته اړتيا شته او بيا په داسې حال كې چې د نړۍ د راتلونكو جګړو بنسټونه به د اوبو په سره ناندرۍ جوړوي نو په دغسې صورت كې د نيل سيند پر سرچينو خېټه اچول د اسراييل په لومړيتوبو كې قرار لري.
د امريكا تشويقي بستې!
تر ټول پوښتنې مخكې جنوبي سوډان ته د امريكا ډېر وفدونه، شخصيتونه او حتى د هاليوډ د بدنومې فلمي ادارې ستوري ورغلل او په سيمه كې يې د جلاكېدنې له پروسې سره له نزدې همكاري او لاروښوونې درلودې. پر دې برسېره اسراييل چې د جنوبي سوډان په جلا كولو كې بنسټيز او لارښود نقش لري هم په سيمه كې فوق العاده فعال شتون درلود، د اسرايلو عبري اّرتص ورځپاټه د يوه تحليل له مخې ليكي چې: همدا اوس (د جنوري په4 مه) د تل ابيب ماموران په جنوبي سوډان كې شته او ددغه هيواد له جدايي غوښتونكو سره فكري مرسته كوي، دغه ورځپاټه ليكي چې د جنوبي سوډان په مستقل هېواد كې به لومړنۍ سفارتخانه د اسرايلو وي.
په دې لړ كې د امريكا د سنا د خارجي اړيكو د كمېټې رئيس جان كيري هم سيمې ته تللى وو او هلته يې په خپلو ويناو كې ويلي وو چې كه په جنوب كې د جلا كېدنې ټولپوښتنه په ارامۍ سره تر سره شي نو د شمالي سوډان دولت به د امريكا له تشويقي بستو څخه برخمن شي او اوباما حاضر دى چې سوډان په فوري توګه د تروريزم د ملاتړ له لېسته وباسي.
اوس پوښتنه دا ده چې ولې يوازې د يوې ټولپوښتنې په پاى كې سوډان ته تشويقي بستې وړاندې كيږي؟
دا ځكه چې پرون يو قوي او غښتلى عمر البشير په سيمه كې د ستراتيژيكو زېرمو او موقعيتونو د ښكېلولو په وړاندې د امريكا او اسرايلو مخه ډپ كړې وه، خو نن چې عمر البشير د جنوبي سوډان، او دارفور بهرنيو تپل شويو جګړو ښه وځپه او له پروني پرتمه نني مستضعف حالت ته وغورځېده نو يې ورته همدغسې تشويقي بستې وړاندې كړې، هغه اوس د اخف الضررين په غوره كولو كې ډېر بې وسه ولسمشر دى، او دا چې امت ورسره مرسته نه شي كولاى نو هغه د نړيوال اسلامي حركت د پخواني مشر استاد مهدي عاكف په وينا چې د غزې ولس ته يې ويلي وو: (زما بښنه منئ، زه هم ستاسو په څېر محاصره يم….)
عمر البشير او ټول پوښتنه
له بده مرغه عمر البشير د سوډان انقلابي مشر حالاتو داسې پسې واخېست چې كه د خپل هېواد ډېرو وياړونو او لاسته راوړنو د سوډان اتل كړى خو استعمار ورته په راتلونكي كې داسې يو مقام هم خوندي كړ چې كه كله هم د سوډان د تجزيې خبره راپورته كيږي نو ويل كيږي به چې د ….هلته به ډېر كم خلك په دې پوهيږي چې كومو وطني، سيمه ايزو او نړيوالو فشارونو، تهديدونو، تحريمونو، جګړو او بريدونو سوډان دغسې يوې شرمېدلې معاملې ته ورټېله كړ؟ په داسې حال كې چې بيا هم له بده مرغه ډېرى معاصر تاريخ ليكونكي او د رسنيو واكداران د صهيونېزم او امريكا په چوپړ كې دي دوى به تاريخ همغسې ليكي څنګه يې چې د امريكا صليبي جنون او د اسرايلو مذهبي اجنډا او اقتصادي غوښتنې غواړي.عمر البشير په واكمنۍ كې سوډان وويشل شو… هلته به ډېر كم خلك په دې پوهيږي چې كومو وطني، سيمه ايزو او نړيوالو فشارونو، تهديدونو، تحريمونو، جګړو او بريدونو سوډان دغسې يوې شرمېدلې معاملې ته ورټېله كړ؟ په داسې حال كې چې بيا هم له بده مرغه ډېرى معاصر تاريخ ليكونكي او د رسنيو واكداران د صهيونېزم او امريكا په چوپړ كې دي دوى به تاريخ همغسې ليكي څنګه يې چې د امريكا صليبي جنون او د اسرايلو مذهبي اجنډا او اقتصادي غوښتنې غواړي.
خو! حقيقت حقيقت دى، سوډان تجزيه كيږي او دا هر څه د عمر البشير په واكمنۍ كې… زما په اند ددې خبرې ژوره څېړنه په كار ده چې د بهرنيو فكتورونو سره په څنګ كې هغه كوم داخلي فكتورونه دي چې سوډان يې په دغسې يوې تپلې تجزيې وروغورزاوه، مهمه پوښتنه دا ده چې د2005 كال هغه تړون چې په نيفاشا كې تر سره شو او تر مخه يې د يوې ټول پوښتنې په ترڅ كې د سوډان تجزيې ته ليار هواره شوه، ايا نه شواى كېداى چې په همغه لومړيو كې د جنوبي سوډان د سرچينو او غوښتنو په درك كولو سره د20 مې پېړۍ په اتيايمو لسيزو كې پر يوه داسې حل غور شوى واى چې هم يې سوډان متحد ساتلى واى او هم يې د جنوب خلك ارام او مطيع… دا هر څه هغه مهال ممكن ځكه وو چې له يوې خوا په جنوب كې جګړه مار لكه نن هومره قوي نه وو او له بلې خوا د هغه مهال ځواكمن او مسلط عمر البشير او ننى بې وسه ولسمشر ډېر توپير لري، هلته يو قوي عمر او د نن په نسبت كمزوري جګړه ماران يوې موافقې ته رسېدلاى شول.
د سوډان اوسنۍ تجزيه اسلامي هيوادونو ته هم د يوه زيګنال او عبرت حيثيت لري، ټول هغه هېوادونه چې ايالتونه او ولايتونه لري بايد د خپلو هېوادوالو غوښتنې پرته له كوم ايالتي او مليتي توپيره درك او د هېواد ستونزه دغسې يوه حالت ته ونه رسوي چې بالاخره د نيفاشا د تړون په څېر
ذليلو معاملو ته ليار هواره شي. اصلاً په اسلامي هيوادونو كې د سرچينو غير متوازن ويش هغه داخلي ستونزه ده چې پراخو نارضايتيو، غبرګونونو او مبارزو ته ليار هواروي.
مخكې مو هم يادونه وكړه، عمر البشير د اسلامي دولت په جوړولو سره نور غرب ته له همغه لومړيه د منلو نه وو، ګورئ! په داسې حال كې چې سوډان هومره پراخې زېرمې لري، ستراتيژيك موقعيت لري د نيل د اوبو سرچينې لري او د سرې بحيرې30 سلنه پولې په سوډان كې دي خو لويديز بيا هم تر داننه چې سوډان تجزيه كيږي هغه د يوه غريب، ناداره او كم ارزښته هېواد په توګه معرفي كوي… خو كه همدا نن جنوبي سوډان د مسيحي ايډيالونو پر بنسټ يو خپلواك دولت جوړ كړي نو بيا به يو ديموكراتيك، پرمختللى او متمدن دولت وي. لويديز له همغه لومړيه سوډان په نښه كړ، د سوډان په داخل كې يې د ختيځ، لويديز او جنوب داخلي جګړې رامنځته كړې، سوډان يې له پراخو اقتصادي تحريمونو سره مخ كړ، دغه هيواد په پراخه توګه له تجريد او انزوا سره مخ شو، په نړۍ كې د سوډان يو ډېر بدرنګ او لانجه مار تصوير وړاندې شو، د سوډان په سياسي جريانونو كې يې ژورو اختلافونو ته زمينې برابرې كړې، دا كه شعوري وي او كه غير شعوري خو د استاد حسن الترابي په مشرۍ د اسلامي جريان اختلاف په نهايت كې سوډان ډېر ضعيف او خوار كړ، په هاګ محكمه كې يې پر عمر البشير بنديزونه ولګول او نړيوالو پوليسو ته يې په هر ځاى كې چې ممكن وي د هغه د نيولو امر وركړ، پر سوډان امريكا كروز توغندي وورول، او ددغه ټولې قصدي او د جنوب تجزيې ته د چاپېريال جوړوونكې ماجرا په جريان كې يې پر عمر البشير د نيفاشا تړون تر سره او ورته يې ژمن وساته.
داسې ويل كيږي چې عمر البشير ددې لوبې په پاى كې يوه وروستۍ او ناكامه هڅه وكړه چې ګوندې د سوډان د تجزيې مخه ونيسي، هلته چې د سوډان ولسمشر انتخابات د2010 كال مارچ ته رامخكې كړل، داسې ويل كيږي چې ولسمشر اټكل كاوه چې دغه انتخابات به هم لكه د ايران په خو دښمن د بشير تر اټكله ډېر هوښيار وو، پر انتخاباتو د كتونكو په توګه د اوباما ځانګړيو استازيو (د جيمي كارتر د بنسټ200 غړيو) په همغه ترڅ كې اعلان وكړ چې ټاكنې په بشپړه توګه سمې دي، او عمر البشير د ديموكراتيكو ټاكنو په ترڅ كې د سوډان د اوسيدونكو86 سلنه راى چې د جنوب10 ايالتونه او د دارفور درې ايالتونه هم په ځان كې رانيسي ګټلي دي. په دغه لړ كې د جنوب د باغيانو مشر هم عمر البشير ته د (قاطع، تاريخي ا و ديموكراتيكې بريا) مباركي وركړه. په دې توګه د عمر البشير وروستۍ حربې هم كار ورنه كړ… او سوډان د اسلامي خاورې ستر هېواد د تجزيې په لور د ټول پوښتنې ښكار شو.څېر له پراخو نړيوالو نيوكو لاندې راشي، د تقلب او تزوير تورونه به ولګول شي، د جنوب جګړه مار به نيوكې وكړي او ددې ټولو په نهايت كې به عمر ته ددې پلمه په لاس ورشي چې د جنوب ټولپوښتنه د غبرګون په توګه باطله اعلان كړي. خو دښمن د بشير تر اټكله ډېر هوښيار وو، پر انتخاباتو د كتونكو په توګه د اوباما ځانګړيو استازيو (د جيمي كارتر د بنسټ200 غړيو) په همغه ترڅ كې اعلان وكړ چې ټاكنې په بشپړه توګه سمې دي، او عمر البشير د ديموكراتيكو ټاكنو په ترڅ كې د سوډان د اوسيدونكو86 سلنه راى چې د جنوب10 ايالتونه او د دارفور درې ايالتونه هم په ځان كې رانيسي ګټلي دي. په دغه لړ كې د جنوب د باغيانو مشر هم عمر البشير ته د (قاطع، تاريخي ا و ديموكراتيكې بريا) مباركي وركړه. په دې توګه د عمر البشير وروستۍ حربې هم كار ورنه كړ… او سوډان د اسلامي خاورې ستر هېواد د تجزيې په لور د ټول پوښتنې ښكار شو.
راتلونكې بوږنونې
ه1_هغه مسلمانان چې په جنوب كې اوسيږي ښايي د نوي رامنځته شوي جنوبي سوډان د عيسوي لښكرو د وحشت په جګړو كې همغسې له منځه يووړل شي لكه پرون يې چې په اسلامي اندلس كې ډلييز وژلي وو.
ه2_ د نفتو غني سيمې ابيې پر سر چنې ښايي په يو بل جدل واوړي، د ابيې سيمه د شمالي او جنوبي سوډان تر منځ پرته ده، تر60 سلنې ډېر وګړي يې مسلمانان دي، خو دا چې جنوبي سوډان ښايي ددې ادعا ولري چې د ابيې مسلمان اوسيدونكي له نورو ځايونو ورته راكډه شوي او له بلې خوا د سوډان له تجزيې څخه د امريكا او اسرايلو بېسارې پاروونكې ننګه او په سيمه كې د مسيحي لښكرو سره په خوا كې د امريكا فعال شتون ښايي ابيه شمالي سوډان ته پرېنږدي. خو دا چې د جنوب د نفتو صادرولو ليار پر شمال تېريږي، دې فكتور شمالي سوډان ته بيا هم يو ستراتيژيك موقعيت وركړى، كېداى شي ددغسې فرصتونو په كارولو سره جنوب لږ څه په واګو كې وساتل شي. په شمالي سوډان كې به د دولت تر ټولو مهمه لاسته راوړنه دا وي چې پر جنوب د فشار الې په نښه او پر وخت يې استعمال كړي.
ه3_تجزيه ښايي يوازې د شمال او جنوب په نوم ويشنه كې ايساره نه شي، ددې ډېره شديده ويره شته چې سوډان به د دوه برخو پر ځاى پر درې برخو وويشل شي، په سوډان كې د دارفور ستونزه له مخكې شته، او دا چې د دارفور تجزيه غوښتونكي جګړماران وار له مخه جنوبي سوډان ته تښتيدلي دا په دې ګواهي وركوي چې ستونزه تر دې ډېره پراخه څومره يې چې تصور كيږي.
ه4_د جنوب او شمال تر منځ د سرحدونو ټاكل بله ستونزه ده، دلته به استعماري ځواكونه د دواړو هېوادونو تر منځ د راتلونكي لپاره پراخې سرحدي ستونزې پرېږدي، او ددې هم امكان شته چې د سرحدونو د ټاكلو پر مهال د دواړو لوريو د نه قناعت له مله يوه بله جګړه رامنځته شي.
ه5_ په جنوب كې د مختلفو قومونو او حتى د ګټو دينونو شتون ښايي په جنوب كې د اوږدې نارامۍ سبب وګرځي، او دا په دوه لاملونو، لومړى دا چې نشنيليزم تل د جز په لور سير لري او ښايي همدغه فكتور په جنوب كې مېشت قومونه په خپل منځ كې يووالي او اتحاد ته پرېنږدي. دويمه خبره دا ده چې نوى رامنځته شوى دولت مسيحي هويت لري، په داسې حال كې چې د سرشمېرنو له مخې هلته يوازې40 سلنه مسيحيان شته او په مقابل كې يې30 سلنه مسلمانان او پاته نور يې د پخوانيو عقايدو څښتنان دي، نو په دغسې يوه متفاوته ټولنه كې چې نه يې مخكې د دولتدارۍ تجربه درلودلې، او اوس يوازې د مسيحي هويت پر بنسټ نوى دولت رامنځته كوي ښايي نور قومونه ورسره د زغم پر ځاى د مقاومت همدغه بېلګه ليار په مخه ونيسي.
چې دغسې كار به په سيمه كې يوې اوږدې بې ثباتۍ او زهرجنو بهرنيو لاسونو ته تر كلونو كلونو د مداخلې فرصتونه وركړي.
له بلې خوا په جنوبي سوډان كې دولتي بنسټونه د جګړه مارو د اغتشاشونو له امله له نشت سره مخ دي، د اسوشيټېډ پرس په حواله (د جنوبي سوډان په اته ميليونه او اويا زره نفوسي سيمه كې يوازې15 سلنه خلك لوستي دي چې د همدې لامله هلته په ټولپوښتنه كې له تصويري نښو ګټه واخېستل شوه، په دغه سيمه كې يوازې50 كيلومتره پوخ سړك شتون لري). نو په دې حساب په جنوبي سوډان كې د دولتدارۍ لپاره هيڅ كوم داسې بنسټ نه دې پاته او دا هرڅه د مسيحي جګړه مارو د ناروا جګړو علت دى چې خپله سيمه يې د يوې اږدې نارامۍ له امله ښېرازۍ او پرمختيا ته پرېنښوده.ه6_كوم پورونه چې پر جنوب تر تجزيې مخكې پراته دي د پرې كولو لورى به يې څوك وي؟ دا هغه پوښتنه ده چې ټول پوښتنې ته ورغلي د امريكا پخواني ولسمشر جيمي كارټر يې په اړه ويلي دي چې شمالي سوډان به د هېواد تر تجزيې وروسته د جنوبي سوډان د پورونو پرې كول په غاړه اخلي. خو د سوډان ولسمشر عمر البشير دغه پورونه د جنوبي سوډان خپله معامله ګټي.
د لويديز رسنيو ژبه
رسنۍ د ذهنيت په جوړولو كې بنسټيزه ونډه لري، لويديزې رسنۍ د ملتونو له فكرونو سره لوبې كوي او د پېښو په وړاندې عقلونه په ډراماتيك ډول اړوي، نن چې د لويديز رسنۍ د اسلام په اړه كومه ژبه كاروي هغې ته يوازې دښمني ويل كېداى شي او بس. د سوډان په اړه د يهودو يرغمل شويو نړيوالو رسنيو همدغسې يو ناوړه موقف نيولى، دغو رسنيو د سوډان د ولس او اسلامي هېوادونو او په ټوله كې د ګردې نړۍ عقلونه د جنوبي سوډان تجزيې سره اعتياد كړي دي. د بېلګې په توګه د ټولپوښتنې په اوږدو كې د ځينو رسنيو اقتباسونه رااخلو: رويټرز انګليسي خبرګزاري د (جنوبي سوډان ازادۍ ته رايه وركوي) تر عنوان لاندې ليكلي دي: په جنوب كې ميليونونو سوډانيانو په خوشاليو سره د راى اچونې صندوقونو ته ولاړل په داسې حال كې چې په شمال كې د مقاماتو استعفاګانې په تنفر سره استقبال شوې، د هاليووډ ستوري جورج كلوني او د امريكا د سنا د بهرنيو اړيكو رئيس جان كيري هم د جنوبيانو په نڅا او سندرو كې ګډون وكړ).
د انګليس يوې بلې خبرې سرچينې بي بي سي هم د راپورونو په ترڅ كې وويل: په داسې حال كې به د افريقا تر ټولو لوى هېواد په دوه هېوادونو وويشل شي چې ددغه موضوع لپاره راى اچونه د ولسي خوشالۍ سره مل ده.
لوموند فرانسوۍ ورځپاټې ليكلي دي چې دغه ټولپوښتنه كولاى شي په كلى توګه په سوډان كې داخلي جګړې ته پاى وركړي، هغه جنګ ته چې د څو لسيزو راهيسې د جنوب د خلكو چې اكثره يې مسيحيان دي او د عمر البشير په مشرۍ د شمال د اسلامګرايانو تر منځ روان دى.
د لويديز د رسنيو همدغسې ذهن مينځونكي منحرف يون نه يوازې د خپلو ولسونو ليد لوريو ته د مسلمانانو پر ضد يو كوږ جهت وركړى بلكه هلته چې مسلمانان خپلې خپلواكې او نوموړې رسنۍ نه لري هم د دښمن د همدغسې ناوړه تبليغاتو ښكار كيږي، هغوى چې د اسلام داعيه لري، د ملي يووالي موقف لري، او په نړۍ كې د مسلمان هويت لږ تر لږه ژوندى غواړي د دوى له نظره بنسټ پالي دي، خو مسيحيان چې د يوه لوى وطن د تجزيې په لويديزې ډرامې كې نڅيږي هغوى د وطن د غدارانو پر ځاى مسيحيان او ازادي غوښتونكي بلل كيږي؟؟؟

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

1 تبصره ها

  1. ایمل says:

    د سوډان اوسنۍ تجزيه اسلامي هيوادونو ته هم د يوه زيګنال او عبرت حيثيت لري، ټول هغه هېوادونه چې ايالتونه او ولايتونه لري بايد د خپلو هېوادوالو غوښتنې پرته له كوم ايالتي او مليتي توپيره درك او د هېواد ستونزه دغسې يوه حالت ته ونه رسوي چې بالاخره د نيفاشا د تړون په څېر
    ذليلو معاملو ته ليار هواره شي. اصلاً په اسلامي هيوادونو كې د سرچينو غير متوازن ويش هغه داخلي ستونزه ده چې پراخو نارضايتيو، غبرګونونو او مبارزو ته ليار هواروي.

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید