راشد الغنوشي ۲۲ کاله وروسته هېواد ته ستون شو
ژباړه: خاکسار وقار
فارس خبري سرچينه: هر کلي کوونکو د تونس د اسلامي خوځښت مشر راشد الغنوشي د ظلم په مقابل کې د «نه» کلمې بنسټګر ونوموه.
د مانېټورينګ فارس د راپور په اساس: د قطر د الجزيرې تلويزوني چينل د تونس د النهضة اسلامي خوځښت د سرلاري له ۲۲ کلن تبعيد وروسته بېرته هېواد ته راستنېدو اړوند د زرګونو هرکلي کوونکو انځورونه وښودل چې له ساعتونو راهيسې يې د تونس په نړيوال هوايي ډکر کې د هغه د الوتکې د راښکته کېدو لارې څارلې، د راټول شويو هرکلي کوونکو د خبرو له مخې هغوی دغه ورځ په ټول هېواد کې د خوښۍ او جشن ورځ وبلله او نړيوالو ته يې دا وښوده چې ولس له راشد الغنوشي سره بې پايه مينه لري.
د هر کلي کوونکو له ډلې څخه يو تن چې د غنوشي راستنېدنه يې يو الهي پرېکړه وبلله، وويلې: “غنوشي يو تونسي بچی ده خو، په ډېر مظلومانه ډول له هيواده و ايستل شو چې اصلاً بايد نه وای تبعيد شوی”.
يو بل تونسي ځوان بيا د النهضه اسلامي خوځښت مشر د ظلم پر وړاندې د «نه» کليمې بنسټ ايښودونکی وباله او زياته يې کړه: “مونږه ټول دلته (هوايي) ډګر ته د هغه چا د هر کلي لپاره راوتي يو چې په تونس کې يې په يواځې ځان د لمړي ځل لپاره د ظلم او تيري پر وړاندې د «نه» کلمه وکاروله”.
د راپور له مخې غنوشي پداسې حال کې تونس ته له پراخ ملاتړ سره يوځای له دوه ويشت کلن تبعيد وروسته راستنيږي چې د تونس حالات دده د ايستلو له وخت سره توپير لري ځکه اوسمهال نوموړی د يو پراخ ملاتړ لرونکي او پېژندل شوي سياسي لوري په شکل مطرح ده.
شيخ راشد الغنوشي د تونس د النهضة خوځښت رهبر چې په ۱۹۸۹ م کال د تونس پخواني ولسمشر زين العابدين پوسيله له هيواده شړل شوی و ،په لندن کې ژوند تيروه.
مسلمانان چې دوه لسيزي وړاندې د تونس د دولت له سترو مخالفو ډلو څخه شمېرل کېده ښايي اوس بيا د زيات قوي سياسي لوري په شکل پدې هېواد کې برسېره شي.
د الغنوشي هرکلي کوونکو چې ډېری يې ځوانان وو، د «الله اکبر» او « مسلمانان نه تسليميږي» د شعارونو په بدرګه کولو خپل رهبر استقبال کړ.
راشد الغنوشي خپل اسلامي غورڅنګ په ۱۹۸۲ کال کې د تونسي لوستو کسانو په مرسته د اخوان المسلمین له تګلارې سره سم جوړ کړ.
لاندې ويډيو کې د خلکو لخوا د نوموړي د استقبال مراسم ليدلی شئ.
دلته هم د ښاغلي راشد الغنوشي سره د اصلاح انلاين مرکه ولولئ.
“چې هېواد دې اشغال شي يا به مقاومت کوې يا خيانت، درېيمه پکې نشته”
No related posts.

3 تبصره ها
محترومو لیدونکو اولوستونکو السلام علیکم
هر څوک چې ددین لپاره او دټولنې دخیر لپاره په اخلاص سر ه کارکوی هغوی الله تعالی همداسی عزتمن کوی لکه غنوشی صاحب.
داد هغو خلکو لپاره دعبرت ځای دی چې خپل عزت په مال او ځواک کې ګوری ولو که په خلکو دظلم په ترسره کولو ترلاسه شی ، چې عزت په دین کې دی او دالله تعالی دبندګانو دحقیقی خدمت ( دظالمو حاکمانو څخه دازادیدیو خدمت) یعنی خلک د بندګانو دبندګی نه خلاصول او یواځې دیو الله تعالی بندګی او غلامې ته رابلل عزت دی نه مال او ځواک.
مننه
فاروق
خاکساره!
یره ته خو دې په جنتونو کې غوټه شې په دې لیکنه چې تا ژباړلې ده.
اوږد عمر درته غواړم، راشد غنوشي دې درنه جوړ شي، ښا!!!
وتعز من تشاء وتذل من تشاء بيدك الخير انك على كل شي قدير
الله اكبر ولله الحمد