Home » خبر او تحليل » غرب »
په هالنډ کې لومړۍ اسلامي ورځپاڼه چاپ شوه
سرچينه: اخبار جهان اسلام
ژباړه: محمد شفيق امين
یو مسلمان هالنډي ځوان، په دې هېواد کې په هالنډي ژبه لومړنۍ اسلامي ورځپاڼه چاپ كړه.
په هالنډ کې د اسلام د حقیقي څېرې د معرفي کولو لپاره د مسلمانانو په هیلو د څوکلونو له تېرېدو وروسته، یو مسلمان هالنډي ځوان، د فانداق(د نن مسلمان) په نوم، په هالنډي ژبه، لومړنۍ اسلامی ورځپاڼه بازار ته راويسته.
جوزف چې د دې ورځپاڼې د پلور او تبلیغاتو په برخه کې کار کوي، وویل: ډير خوښ یم چې د اسلام د حقیقي څېرې د معرفي کولو لپاره، خپل وخت دې ورځپاڼې ته په تبلیغاتو کې تېروم.
جوزف چې ۱۵ کاله وړاندې مسلمان شوى وویل: مسلمانان په هالنډ کې تلویزوني خپرونې ګوري او له دې څخه ځوریږي چې د اسلام ناسم پوهاوی وړاندې او پیغمبر صلى الله عليه وسلم ته سپکاوی کېږي.
په همدې موخه د داسې ورځپاڼو رامنځته کول له موږ سره د اسلام د حقیقي څېرې په موندلو کې زیاته مرسته کوي.
د فانداق ورځپاڼ، په هالنډ کې د اسلامي شرکتونو د سوداګریزو تبلیغاتو په مالي ملاتړ په وړیا توګه، توزېع کېږي او هره میاشت ۲۵ زره ګڼې چاپ او مسلمانانو ته وېشل کېږي.
نورې دا ډول ليکنې:
- د اروپا لومړۍ محجبې وکيلې لوړه وکړه
- په بلغاريا کې هم پر اسلامي حجاب بنديز ولګېد!
- غير مسلمانانو هم اسلامي محکمو ته مخه کړه
- ناتو از کشورهاي اسلامي خواست به افغانستان نيرو بفرستند
- واتيكان نظام بانكي اسلامي را برای غرب توصيه کرد

0 تبصره ها
اولتر از همه شما تبصره کنید!.