د وخت په هکله جالب ټکي

 

ژباړه : خلیل الرحمن حنیف*

دا موضوع د چا لپاره اړینه ده :

•    د هغو لپاره چې غواړي په لوړه کچه لاس ته راوړنې ولري

•    د هغو لپاره چې په ټینګه برۍ غواړي، او لارې چارې یې لټوي.

د وخت تعریف:

وخت عبارت دی له ژوند څخه، او ژوند خپله عمر دی چې تیرېږي، نو آیا موږ ګټه ځینې اخیستې؟

موږ کولی شو سره او سپین و پیرو خو وخت هیڅکله نشو پیرلی، آیا د وخت اخیستل او ساتل امکان لري؟

د وخت ځانګړتیاوې

•    وخت په پراخې معنی سره خپله د انسان عمر دی، د انسان ژوند دی .

•    عمر خپلې ټاکلې اندازه لري او  په هیڅ صورت نه زیاتیږي.

•    عمر د ساتلو وړ نه دی ، شیبه چې تیره شوه او له منځه ولاړه، بیا نه راګرځي.

•    وخت په وخت سره نه بدلیږي ، بلکه په تیریدو سره کمیږي.

•    د انسان سره به وخت دوه ځلې حساب کیږي ، لمړۍ د ټول عمر بیا په ځانګړې توګه دځوانۍ.

وخت څنګه را نه لنډیږي

د امریکا په متحده ایالاتو کې د یوې څیړنې په پایله کې څرګنده شوه چې:

•    یو مامور له خپل ټول وخت څخه یوازې ۲۰٪ د خپلې دندې اړوند کاروته ورکوي .

•    په منڅنۍ توګه یو مامور په څلوریشتو ساعتونو کې دوه ساعته په لوستلو تیروي.

•    ۴۰ دقیقې د دندې ترځایه په تګ راتګ لګوي.

•    په خپل ګډوډ دفتر کې ۹۰ دقیقې د ورکو څیزونو په پیدا کولو له منڅه وړي.

•     ۱۰ دقیقې په خبرو  مصرفوي (تلیفوني یا غیر تلیفوني ..).

•     ۴۰ دقیقې د کارونو په لمړیتوب ویشلو کې مصرفوي، چې له کوم پیل وکړي.

•    یو عادي انسان په اونۍ کې ۲۸ ساعته د تلویزیون مخې ته په باد وړي.

•    ۱۰ دقیقې کاري ځای ته په ځنډ رسیدنه ورځ لنډوي، او لږ تر لږه ۹۰ دقیقې نورې هم ورسره ملګرې کوي.

•    او داسې نور…

د وخت تنظیم هم ارزښت لري!

1.    یوه ساعت پلان شوی کار، د لسو ساعتونو عملي او بې پلانه کار سره برابر دی.

2.    یو کارپوه انسان د عادي کارګر په پرتله یو کار په کم وخت کې سرته رسوي.

3.    د نوي عادت زده کړه لږ ترلږه ۱۵ ورځې غواړي تر څو کاري بڼه غوره کړي.

4.    هر څه تر ټاکلي وخت پورې تړاو لري، که چیرې موږ یو ټولی خلکو ته د یو معین کار د ترسره کولو لپاره دوه ساعته ورکړو، او بل ټولي خلکو ته د ورته کار لپاره څلور ساعته په نظرکې ونیسو ، وبه ګورو چې دواړه ټولي د خپل ټاکلي وخت سره سم ورسپارل شوې یو شان دنده سرته رسوي.

5.    د وخت اداره او تنظیم په دې معنا نه دی، چې موږ کارونه په ډیره چټکۍ سره ترسره کړو، په داسې حال کې چې د کار سهي او غلط په کې څرګند نه وي، بلکه د ادارې غوښتنه دا ده تر څو کارونه په سمه توګه د ټاکلو اړتیاوو او موخو سره په تیزۍ سره اداء شي.

آیا د وخت ښه اداره څه ګټې هم  لري‎؟

1.    د خپلو اهدافو او خیالونو ترلاسه کول

2.    د فشارونو کموالۍ، هغه که د کار فشار وي که دژوند

3.    کاري وړتیا موندل

4.    پرته له رسمي دندې د نور ژوند په ښه توګه تنظیمول

5.    ډیر وخت د خپلې کورنۍ سره په هوسایۍ  او راحت تیرول

6.    ډیر وخت په خپله کاري وړتیا او پیاوړتیا کې تیرول

7.    په کاري چاپیریال کې غوره موخې ترلاسه کول

8.    په چټکتیا سره ورسپارل شوی کار سرته رسول

9.    په کاري چاپیریال کې د خطا او اشتباه کموالۍ، چې په عادي توګه یې د هر چاسره امکان شته.

10.    په ټولیزه توګه د محصولاتو غوراوۍ

11.    د عاید زیاتوالۍ

خلک ولې خپل وخت ضایع کوي؟؟

1.    د وخت اهمیت نه پیژني

2.    ټاکلي اهداف او پلانونه نلري

3.    تل تر فشارلاندې کار څخه خوند اخلي

4.    ځانګړي عادتونه او باورونه د وخت د ضایع کیدنې لامل ګرځي

5.    د وخت د اداره کولو لاره ګودر نه پیژني

وخت په دری قسمه دی:

•    تیرشوی وخت

•    حاضر وخت

•    راتلونکی وخت

تیر په هیر، هیڅ ګټه نشو ځینې اخیستی، څنګه چې وو هغسې تیر شو نور یې په تړاو فکر کول سهي نه دي.

د راتلونکي او حاضر وخت په باره کې باید فکر وشي

د وخت اړوند درندې خبرې

ځینو پوهانو کوښښ کړی تر څو وخت د یو ملموس شي سره پرتله کړي نو ویلي یې دي

•    د وخت ضایع کول، د انسانانانو د لویو زیانونو څخه ګڼل کیږي.

•    وخت تر ټولو لوړ بیه څیز دی چې موږ یې په لاس کې لرو، نو زموږ بریالیتوب به هغه وخت څرګندشي چې موږ یې د کارولو لپاره غوره پلانونه جوړ کړو.

•    وخت د توري په شان دی، که دې غوڅ نکړ نو غوڅ به دې کړي.

•    دری شیان چې ولاړل بیا نه راګرځي، وخت، ښایست او ځواني

د ټولو انسانانو وخت یو شان دی، ساعت له ټولو سره په یوه مدار را څرخي، نه د چا خیال ساتي او نه زوال، خو مهمه داده چې په کومه لاره موږ کولی شو غوره ګټې ترې ترلاسه کړو.

هر انسان پوره وخت لري

سره د دې چې ډیری خلک د وخت له کموالي څخه شکایت کوي، خو باید ووایو چې وخت په ټولیزه توګه کافي او بس دی، که چیرې موږ د دیرشو ثانیو لپاره خپلې په لاس ګړۍ ته په کتو کتو تیرې کړو، داوخت به څومره را باندې اوږد شي، نو وګوره چې دا وخت په ساعت کې ۱۲۰ برابره اوږد دی، او په ورځ کې ۲۸۸۰ برابره او په کال کې په میلیونو ….

وخت ترټولو څیزونو لوړ بیه څیز دی چې موږ یې په واک کې لرو

لازمي ده چې موږ یې باید په ښه توګه اداره کړو، ځکه چې دا لوړبیه قیمتي پانګه چې له لاسه ووته بیا نه راګرځي.

ځینې کارونه داسې دي چې لوړې موخې او ژور اهداف پکې نغښتي، او د پرمختګ او بریالیتوب لمړنۍ سبب ګرځي، نو ځکه انسان باید د خپلو لوړو موخو د ترلاسه کولو لپاره خپل ډیر وخت ولګوي، ترڅو د ژوند آخیرنۍ واقعي او ریښتینې موخې لاسته راوړي.

ډیر کارونه بیا داسې دي چې ترشا یې هیڅ داسې غوره نتیجې نه وي، خو عادتا د انسانانو ډیر وخت بدبختانه په همدغه کارونو کې له منځه ځي، نو باید لږ تر لږه ورته متوجې شو.

هغه بیګټې کارونه چې ستاسې عمر یې وخوړلو

•    بې معنی او بې پایلو غونډې او ناستې

•    ورځني ارغه برغه کارونه

•    پرته له غوښتنې او پرته له کومې اړتیا کتونکي

•    قطه بازي، د مبایل ګیمونه، د کمپیوټر ګیمونه، او……………..

•    خوب

•    دیش آنتن اونور بې ګټې ویډیویي پروګرامونه

اوس نو ته ووایه څنګه خپل وخت تنظیم او اداره کوې!

د لوړو موخو ترلاسه کول درته مهم دي چې په اړه یې باید ډیر وخت کار وکړې که بې پایلو او بې ګټو کارونه، چې غوره او منونکې نتیجې نلري

•    د لوړو اهدافو په تړاو د فریدو باریتو قانون

فریدو باریتو د نولسمې پیړۍ نامتو اقتصادپوه دی، هغه یو قانون وړاندې کړی چې د ورځنیو چارو په ډیرو برخو کې د تطبیق وړ دی .

دا قانون وایي: ډیر وختونه واړه واړه کارونه لوی لوی اهداف ترلاسه کوي.

اوس نو ښه فکر وکړه :

•    د ډاکترانو ۸۰٪ ورځني کارونه یوازې ۲۰٪ ثبت شوي رنځوران درملنه کولی شي.

•    د۸۰٪ غیرحاضرۍ لامل یوازې ۲۰٪ کارکوونکي دي

•    د کندا د۸۰٪ خوراکي موادو سمبالوونکي یوازې ۵ لوی شرکتونه دي

•    ۸۰٪ د خرڅلاو لوی مارکیټونه یوازې تر۲۰٪ تولیدي شرکتو پورې تړاو لري

یو ځل بیا غوره فکر په کار دی :

د انسان ۲۰٪ کار ۸۰٪  ټاکلې لاسته راوړنې منځته راوړلی شي ، او پاتې ۸۰٪ کار یې یوازې ۲۰٪ پایلې لري.

نو اوس ویلای شو چې تر کومې اندازې دغورو موخو د ترلاسه کولو لپاره هڅې او هاند په کار دی .


*خليل الرحمن حنيف، غزني ميشته ليكوال او د اصلاح آنلاين د ځوانانو د څانګې همكار دى.

 

 

No related posts.

 
 
 

5 تبصره ها

  1. musafer says:

    دیر په زړه پوری مطلب دی الله پاک دی اجر درکری ،،،،

  2. انجنیرنجیب زرمتی says:

    ډیره ښکلی موضوع ده،خو افسوز زمونږ د ځوانانو په حال چی خپل ټول وخت په چټی ګرځیدا،تلفون،انترنیت،…… هسی خوشی تیروی.
    له اسلامه،افغانولی او حتی له انسانیته نا خبره وی.
    الله ج د راته هدایت وکړی،او په مستقیمه لار مو د برابر کړی.
    دټولو د بریاوو په هیله

  3. Anonymous says:

    ريښتيآ هم ډېره په زړه پورې موضوع ده، خو افغانان په اوسطه توګه نږدې ټول ويښ ژوند په تيليفوني خبرو يا له خپل چينايي تيليفون سره په لوبو تېروي

  4. Anonymous says:

    ګرانو ډیر مهمه موضوع ده هیله لرم چی دا اودسایت نوری په زړه پوری موضوع ګانی په مجلو رادیو ګانو اومجالسو کی هم یادی شی څکه انترنت ته دومره کسان لاس رسی نه لری واقعا چی نت بلا کوی حبیبی صیب اومخصوصا دسایت مسول نه ډیره مننه اوخدای دی اجرونه ورکړی
    زموږ دعا ګانی درسره دی. خدای دی زموږ افغان داعیانو اومجاهیدیینو ته توفیق ورکړی چی خپله هره ثانیه داسلام لپاره تیره کړی کفارخو له فرصتونو ښه ګټه اخلی موږ هم باید وخت ضایع نه کړو که نه ستره ګناه به مو کړی وی

  5. Anonymous says:

    ډيره مننه ستاسوله دنيك نظرنه وروڼو

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید