Home » جوانان » ازدواج و مسايل جنسي »
په واده کې کوم معيارونه په پام کې ونيسو؟
سرچينه: اسلام انلاین
ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان*
آيا مينه ورکه شوې ده؟ هو، مينه به تر ډېره بريده په هغو لويديزو ټولنو کې ورکه شوې وي چې د طلاق او واده ماتولو پېښې پکې ډېرې لوړې دي. په دې ډول ټولنو کې د ګڼ شمېر يارانو يا معشوقو درلودنه د عادي ژوند برخه ګرځېدلې، تر دې چې د داسې ريښتينې مينې پيدا کول چې تر پايه دوام وکړي بيخي ناشوني شوي دي. د لويديزو ټولنو په اړه خو شمېرې په خپله خبرې کوي. مګر پوښتنه دا ده چې په اسلامي نړۍ کې څه حال دی؟
لويديزې رسنۍ د مسلمانانو د واده او کورنۍ په اړه هم کټ مټ هماغه ډول نظر لري چې د مسلمانانو د ژوند د نورو اړخونو په اړه يې لري. په نورو ټکو کې، د مسلمانانو د ژوند دا اړخ هم په چندان ستايونکې ژبه نه يادوي. د مسلمانانو په اړه د جبري ودونو، د ښځو د ډبولو او نورو پېښو خبرونه خپروي، او په دې سترګې پټوي چې دا کارونه د اسلام لارښوونې نه دي. هغوی په هغو مسلمانو زلميانو او پېغلو سترګې پټوي چې واده ته په درنه سترګه ګوري او په ډېره لېوالتيا او له مينې ډکه توګه د هغې ورځې لارې څاري چې د ژوند له ريښتيني ملګري سره وګوري، واده ور سره وکړي او بيا د ژوند تر پايه سره يو ځای پاتې شي. په همدې توګه لويديزې رسنۍ په دې اړه هم څه نه خپروي چې مسلمان ميړونه او مېرمنې پکې تر اوږدو مودو له ګډ ژوند څخه خوند اخلي، او تر پايه يو بل ته درناوی او يو له بل سره مينه لري. نو، ويلای شو چې مينه نه ده ورکه شوې.
ښايست له مينځه تلونکی دی، تل نه پاتې کيږي
مګر پوښتنه بيا هم دلته ده: څه پوهيږو چې د ځان له پاره مو د ژوند ريښتينی ملګری غوره کړی؟ څنګه پوهيږو چې دا هماغه څوک ده/دی چې پاتې ژوند به ور سره تېروو؟ څنګه پوه شو چې واده مو بریالی دی او د خپل شا او خوا ودونو په څېر نه ماتيږي؟ که د مور او پلار واده مو په طلاق او بيلتون تمام شوی وي، څنګه کولای شو خپل واده له هغه برخليک څخه وساتو؟ که مور او پلار مو کلونه کلونه له خوښۍ او مينې ډک ژوند کړی وي، څه ډول کولای شو خپل واده هغه حالت ته ورسوو؟ پوښتنې ډېرې دي، خو هغه مهمې به يې ځواب کړو. 
رسول الله صلی الله علیه وسلم را ته د ژوند د مېرمنې د ټاکنې په اړه څه مشورې راکړي:
ښځه د څلورو ځانګړتياوو له کبله په نکاح کېدای شي: (۱) د هغې د شتمنۍ له پاره، (۲) د هغې د ښې کورنۍ له پاره، (۳) د هغې د ښايست له پاره، او (۴) د هغې د ديندارۍ له پاره، لاسونه دې په خاورو شه، دينداره ښځه وکړه (بخاري او مسلم روایت کړی)
له دې کبله بايد يو زلمی يا يوه پېغله په دې کې پوره پام وکړي چې د ځان له پاره د ژوند کوم ډول ملګری وټاکي. دې ته هم بايد فکر وکړي چې ميړه يا مېرمنه به ستاسې د ماشومانو پلار يا مور هم وي. ستاسې مېرمنه يا ميړه به هغه څوک هم وي چې تاسې پرې د هر څه باور کوئ، خپل ټول رازونه ور سره شريکوئ، ستاسې کور ته پام کوي يا ستاسې له پاره ډوډۍ ګټي.
که چېرې د خپلې ټاکنې له پاره معيار ښايست وټاکو، نو دا هم بايد په ياد ولرو چې، ښايست تل پاتې کېدونکی نه دی، او د وخت په تېرېدو له مينځه ځي. ښايي همدا لامل وي چې په لويديځ کې ډېر ودونه په طلاق تماميږي. که واده د جسمي زړه راښکونتيا پر اساس کيږي، دا هم بايد په ياد ولرو هغه چې زړه دې پرې بایللی، تل به داسې نه وي. زوړ به شي، زړه به شي، چاغ به شي، چاغه به شي، ناروغ به شي، ناروغه به شي، بيا به هاغسې نه ښکاري چې يو وخت ښکاريده. که جسمي زړه راښکونتيا يې له مينځه لاړه شي، بيا به څه کيږي؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر هوښيار وو، پر واقعيتونو يې سترګې نه پټولې، ويل يې جسمي زړه راښکونتيا او ښايست ډېر مهم دي. المغيره ابن شعبه وايي د رسول الله صلی الله علیه و سلم په وخت کې مې له يوې ښځې سره کوژده کوله. رسول الله صلی الله علیه وسلم را نه وپوښتل: ليدلې دې ده؟ ومې ويل، نه! ويې فرمايل: لاړ شه ويې ګوره، ځکه چې دا ډېر غوره ده چې مينه او جوړجاړی مو تر مينځ پيدا شي.
مناسب شخص څنګه وپېژنو؟
ځوانان نه غواړي له داسې يو چا سره واده وکړي چې ښه نه ښکاري. له دې کبله د راتلونکي ملګري په ټاکنه کې بايد ښايست په پام کې ونيول شي. مګر رسول الله صلی الله عليه وسلم دا هم را ته په ډاګه کړې چې ښايست هر څه نه دی. د ژوند د راتلونکي ملګري په اړه تر ټولو مهم شی د هغه/هغې دينداري ده، يعنې دا چې بايد ښه مسلمانان وي. که تاسې دواړه ښه مسلمانان يئ، لمونځونه کوئ، نور فرضونه پر ځای کوئ، يو بل او خپلې کورنۍ ته ژمن اوسئ، واده به مو بريالی وي. واده به مو تش پر نظر نه، بلکې پر پياوړي بنسټ ولاړ وي.
څوک چې واده د خپل ملګري د ديندارۍ له پاره کوي، په دې هيله چې دين يې بشپړ شي تر څو الله جل جلاله ترې خوښ شي، هغوی واده ته په درنه سترګه ګوري. دا ډول خلک زيار باسي د دې پر ځای چې يوازې د خپل ځان د خوښولو له پاره زيار وباسي، د خپلې مېرمنې يا ميړه د زړه د خوشالولو له پاره هڅه کوي. په ژوند کې تل ګډ او د يووالي ټکي لټوي (د هغو نورو په څېر د اختلاف او بيلتون ټکو پسې پايڅې نه را بډ وهي). (د ځاني غوښتنو پر ځای) تل الهي امرونه په پام کې نيسي. کله چې په يوه واده کې د راکړې ورکړې اصل موجود وي، هغه واده برياليتوب ته رسيږي. کله چې دواړه په خپلو کړو وړو او وينا کې د الله جل جلاله خوښه په پام کې نيسي، دواړه يوه بل ته د يوې ډالۍ په سترګه ګوري. په دې ډول ودونو کې د دواړو تر مينځ اړيکه ورځ په ورځ پياوړې کيږي.
نو، څنګه پوهېږئ چې انتخاب مو سم دی؟ خپلو راتلونکو هيلو ته وګورئ. آيا دواړه له واده څخه يو ډول هيلې لرئ؟ آيا دواړه د دې هيله لرئ چې ماشومان ولرئ او ګډ کور جوړ کړئ؟ له کوژدې کولو وړاندې بايد دا خبرې په څه چل مطرح کړل شي، تر څو يو د بل له غوښتنو څخه خبر شئ. د واده په کار کې مشوره هم واخلئ. له خپلو ميندو او پلرونو سره او له خپلو نږدې ملګرو سره مشوره وکړئ. په همدې ډول د ټولنې له نورو داسې هوښيارو وګړو سره هم مشوره وکړئ چې ستاسې دواړو له کورنيو سره کومې اړيکې و نه لري او تاسې ته په پاک نيت او بې پلوه توګه د مسلمانۍ مشوره درکړي.
په واده سترګې مه ور پټوئ!
په واده کې دا هم مهمه ده چې بايد په پټو سترګو حمله و نه کړل شي، داسې چې هر څوک لومړی په مخه درغله او سترګې پرې ور پټې کړئ. هو، اراده به مو کړې وي چې واده وکړئ، خو دا چې تر دې دمه مو انتظار کړی، لږ نور هم صبر وکړئ، تر څو مو زړه ترې ډاډه شي. تش په نوم واده غواړئ، که ښه واده غواړئ؟ هسې تش په نوم ښځه يا ميړه غواړئ او که داسې ښځه يا ميړه چې ژوند دې پرې جوړ شي، او پرې ووياړې؟ دې ته مو پام وي چې دا به ستاسې د کوچنيانو مور يا پلار وي. دا به هغه کس وي چې تاسې به د ژوند تر پايه پام پرې کوئ. نو، لږ نور هم صبر وکړئ. ډېرې ډېرې دُعاګانې وکړئ. هو، ډېرې ډېرې دُعاګانې. ښايي واده ته به ډېر لېواله يئ، نو له خدايه وغواړئ چې روغ شخص مو په برخه کړي. او کله هدف ته ورسېدئ، بيا دا دُعاګانې کوئ چې خدای دواړو ته د دې وس درکړي چې له يوه بل سره مينه وکړئ او د ژوند په سړو او تودو کې د يو بل مرستندويان وګرځئ.
په دې توګه به بيا د دې وړتيا تر لاسه کړئ چې د خپل زړښت پر وخت، کله چې سپين ږيري يا سپين سرې شئ، او لمسيان مو پر پښو لوبيږي، د خپل خواږه واده، خوږې شيبې را يادې کړئ، او خدای ته له دې کبله شکرونه وباسئ چې د ژوند ريښتينی ملګری يې در په برخه کړی وو. هغه ورځ به بيا خلک تاسې ته ګوري او د دې هيله به لري چې کاشکې د هغوی هم ستاسې په څېر نېکمرغه واده په نصيب شي.
* په کابل کې د اصلاح انلاین همکار دی. د arman@eslahonline.net له لارې ورسره اړيکې نيول کېدای شي.
No related posts.

23 تبصره ها
زه هم ستاسو سه همنظر یم حلیم وردګ صاحب
مننه
der sha matalab day manana arman sahib………………
محترم داكتر صاحب غنچه گل ارمان !
-اگرچه تخلص تان يعني( ارمان ) خيلي رومانتيك و شاعرانه معلوم مي شود ولي قضاوت تان در باره دختران يكطرفه مي باشد زيرا شما تمام مسوليت خوبي ها را به گردن دختران انداخته ايد و در باره صفات جانب مقابل يعني (مردان) هيچ تبصره نكرده ايد – اميد است صفات مردان شايسته را نيز بيان كنيد – خدا كند كه جناب تان مردان را بالاتر از نقد و بررسي فكر نكنيد.
- معلوم نه شد كه منظور تان از دينداري چيست و معيار دينداري نزد شما چه چيز است ؟ ولي به نظر من از همه مهمتر موجوديت هماهنگي ذهني – اعتماد بين طرفين و احترام متقابل از شرط هاي اساسي و راز كاميابي همسفر بودن است.
- مشوره من به مردانيكه در انتخاب همسر خويش اينقدر حساس و باريك بين هستند اين است كه چنين مردان :
بهتر است تا يكبار سر به گريبان خود نيز انداخته خود و كردار خود را نيز در آيينه ببينند كه به كدام اندازه لياقت و شايستگي همچون دختران دلخواه خويش را دارند و خود شان به كدام اندازه پابند دينداري بوده و به نامزاد و يا خانم شان وفادار هستند.
- قضاوت هاي يكطرفه نمايانگر تضاد در قول و فعل مي باشد و خداوند ما و شما را از چنين قضاوت ها در امان خود نگهدارد.
والله اعلم
فریبا جان
شما بالکل حق دارید که به همین شکل در انتخاب شوهر خود از دقت کامل کار بگیرید، و هر پدر بعینه این چنین مواصفات را در داماد جستجو می کنند، بلکه این چنین خوبیها را دختران باید جدی تر در نظر بگیرند زیرا که اگر جوان در اختیار همسر خود غلطی کند حق طلاق را دارد ولی دختر اگر از یک شوهر بد اخلاق گردن خود را برهاند خیلی به مشکل مواجه میشود، بناء شما باید خیلی جدی باشید، بلکه عناد و شوخیهای شما را که می بینم شما باید برای خود یک شوهری را انتخاب کنید که بشکل کامل اطاعت شما را بکند مثلیکه یک زن از شوهر خود اطاعت می کند تاکه عقدهای که شما در مقابل مرد سالاری دارید تا حدی معالجه شود، و دوم اینکه چونکه به نظر شما خو وظیفه قوامیت را زن هم انجام میدهد بناء این را هم شما باید بشکل درست در خانواده خود تطبیق کنید. در این کار موفقیت شما را خواهانیم.
محترم صمد صاحب !
- اطاعت صرف در (اطيعوالله و اطيعو الرسول ) آمده است . اساس و اصل در زندگي مشترك خانم و شوهر- هماهنگي ذهني – اعتماد – توافق – تفاهم – درك نمودن يكديگر و بلاخره احترام متقابل مي باشد.
- رابطه خانم با شوهر رابطه فرمانروا و فرمانبردار نيست كه از كلمه اطاعت نام برده شود .
-موضوع اينكه زن از شوهر اطاعت كند و يا شوهر از زن اصلا مطرح نيست . روش هاي تحكمانه از هر طرف كه باشد منفور و مردود است و مخالف اساسات زندگي مشترك تصور مي شود.
عجیبه عنوانګی : (((((مناسب شخص څنګه وپېژنو؟)))))
زه حیران یم هغه ملا او لیکونکي ته چې هلته داسې مشورې ورکوي لکه ددې عنوانګې لاندې چې تاسو ېې لولئ. او بیا بل ځای نجونو ته وايي چې ستاسو د کوره وتل بند دي، تعلیم بند دی، اختلاط بند دی*، ….. او نور.
زه له ټولو هغو مسلمانو علماو چې په اسلامي هیوادونو کې اوسي (هغه علما چې د ښځو د تعلیم، بهر وتو، اختلاط مخالف دي)، څخه دا پوښتنه لرم چې آیا ستاسو دا مشورې یو خیال ندی؟
زه چې عمر مې ددې تقاضا کوي چې د ژوند لپاره ښه ملګری وټاکم، تاسو راته ووائ چې:
- څنګه ېې وټاکم؟
- له کومه ېې کړم؟
- چیرته ېې پیدا اوڅنګه ور سره مخامخ شم؟
- چیرته ورسره آشنا شم؟
- چیرته خپل راتلونکی ژوند او خپل پلان ورسره شریک او وسپړم؟
- څنګه د هغه دینداري او بې دیني ځانته معلومه کړم؟
- څنګه د هغه شخصیت او لید لوری ځانته معلوم کړم؟
-
-
-
- په لسګونو داسې نورې پوښتنې
—– دا په اسلامي ټولنو کې هسې یو خیال دی ————-
زنده باد کفري نړۍ چې هر انسان سل په سلو کې د خپل ژوند آیډیل پیدا کولی شي ( که مسلمان دی یا نا مسلمان).
له بلې خوا د اسلامي ټولنو ودونه بخت او طالع دي، دا پورته خبرې پکې هیڅ واقعیت نلري، ټولې د کفري ټولنو او روانشناسۍ او ټولنپوهنې د ماهرینو د نظریاتو را کاپي شوي او د اسلامې ټولنیز ژوند په چوکاټ کې ېې ور ځای کړیدي.
مسلمانان باید لږ سترګې وغړوي، واقعیت او حقیقت ته باید وګوري، لیکنه وکړي او قضاوت وکړي. خیالي ژوند، خيلي قضاوت او خیال-پلو د مسلمانانو سره نه ښايي.
* زه هم د اختلاط مخالف یم، خو په مشروط ډول.
حلیم جانه!
وردګ خو نه ښکاری شاید ناحقه دی ځان سره د وردګ لیکلی وي.
ته داسی وکړه د خپلی کورنۍ د جنکیو څخه پیل وکړه چی هغوي بیرون ته راوباسه چی خلک یی د ګډو او بیزو په څیر یی خلک خوښی کړي که د یو خوښی نه شوی بل به پسی راشي او خوښی به یی کړي، بیا وګوره چی ددوی نفسیات څومره لوړی مستوی ته رسیږي!! ایا د چا د اخلاقو او کردار څخه د خبریدو یواځینی لار هغه ده چی په غرب کی رائجه ده که د کورنیو له لاری هم دا کار سرته رسیدلی شي؟
ایا یوه انجلۍ چی بل چا ورسره دوستي لرلی وي مګر توافق یی ورسره نه وي راغلی او یا یی د یو کال دوسۍ وروسته د مزاجونو توافق ته نه وي رسیدلی ته ورسره واده کولو ته تیار یی؟ ایا ستا زړه په بشپړه توګه د هغی قبلولو ته اماده کیدلی شي؟ که داسی نه وي نو ایا دا درسته خبره ده چی د یو داسی مصلحت لپاره چی د نورو لارو تر لاسه کیدلی شي د نجونو د ژوندانه سره لوبی وکړي شي.
د اسلام خپل اخلاقی قدرونه او معیارونه دي، د هم هغی معیارونو په نظر کی نیولو سره اسلام د مشکلاتو لپاره حل وړاندی کوي.
او بشریت هم اوس په دی قائل دی چی هغه قدرونه او معیارونه چی اسلام د اخلاقو لپاره ټاکل دی د بشریت د فطرت او طبیعت سره ډیر اوفق دی او تر ډیره حده د بشریت مصئونیت تأمینوی، بناء که په دی دین ایمان لری نو ددی اخلاقی نظام به هم منی که ایمان پری نه لری نو بیا د ځان لپاره داسی ټولنه غوره کړه چی هلته په اسلام باندی څوک ایمان ونه لری تر څو ستا له نظره هوسا ژوند په کی وکړی شی
نه پوهیږم کوم احمق ېې چې له نامشخص ادرس څخه د … په څیر را … پیږي.
نر ېې که ښځه، بیسواده، مسلمان او یا بل هر بلا،
دغه زما نوم دی، پدې نامه مې ټول خلک پیژني.
——————————————————————————–
ستاسو د بې علمۍ څخه ډکو خبرو په تړاو:
تاسو تر اوسه دومره د خپل دین څخه بې خبره یئ چې خپله په پټو سترګو په خپل دین مسخرې کوئ. او په همغه حماقت کې چې افغاني کثیف او مردار کلتور ورته ویلی شم د یو بې شعوره حیوان په څیر نښتی ېې. بښنه غواړم – چې وچ الفاظ مې وکارول.
- دا زما فرمایش ندی چې نجلی او هلک د یو بل سره وویني او د خپل ژوند په اړه بحث وکړي، تر څو اخلاق، ښکلا، … یو بل ته معلوم شي.
———دا هغه فرصت دی چې اسلام ځوانانو ته ورکړیدی ——–
ستاسو په تعریف (کوژده) هغه فرصت دی چې هلک او نجلۍ یو د بل سره نږدې اړیکې ټینګې کړي، یو د بل په اړه پوره معلومات تر لاسه او خپل اندونه سره شریک کړي. د کف او توافق په صورت کې نکاح وکړي او د عدم توافق په صورت کې له یو بل څخه بې له جرح لرې شي – البته دا نږدیوالی شرایط لري – همدلته په اصلاح انلاین کې شته وېې لوله.
دا چې ستاسو دا کثیف او مردار کلتور دې ټکي ته په بده سترګه ګوري، او یا داچې ته هغه نجلۍ ته چې د بل هلک سره د خپل راتلونکي ژوند په اړه ېې خبرې کړې وي، یا ېې ناسته ولاړه کړې وي بد ګڼې هغه ستا خپل مرض دی.
او کومې پوښتنې مو چې ماته مستقیمې متوجه کړیدي، زه خپله هیڅ ورسره مخالفت نلرم، یعني که یوه نجلۍ د لسو هلکانو سره کوژده کړي وي، او د عدم توافق له کبله سره جدا شوي وي، زما سره د توافق په صورت کې سل په سلو کې زما لپاره د منلو وړ ده. حتی تر هغه نجلی چې د کور تر دروازه ېې پل بهر نه وي ایښی لس برابره غوره ده.
—- هیله کوم د جهالت او غیرت تمیز دلته وکړی شئ ——-
خو تاسو چې زما د کورنۍ د جینکیو خبره کړیده، ورورکه، هغه خپل شخصیت لري، خپله اندیشه لري، او خپل ژوند.
زه هیڅ کله ځانته دا حق نه ورکوم چې د یوې عاقلې بالغې او مسلمانې خور په ژوند کې مداخله وکړم، او یا هم په هغه باندې خپل فرمایشات تحمیل کړم.
——— زما خویندې زما په څیر آزاد انسانان دي ———-
هغه څه چې تاسو د اسلامي اخلاقو د معیارونو په اړه ویلي هغه ما تر ستاسو د مخه ستایلي دي. تاسو ځانته دا حق مه ورکوئ چې زما خبرې نورو ته غلطې تعبیر کړئ.
د افغاني خرافاتو څخه د یو پاک اسلام په هیله
محترم حليم وردك صاحب !
- شما گفته هاي مخالفين نظرتان را آنقدر جدي نگيريد و مايوس هم نشويد بلكه با صبر و حوصله مندي مبارزه كنيد
-بسيار وقت و كار ضرورت است تا ذهنيت هاي ارتجاعي و مفكوره هاي متحجر در افغانستان تبديل شود. و مردم ما به معني واقعي غيرت و ناموس داري پي ببرند و ارزش هاي اسلامي را كما حقه درك كنند.
- مشكل اساسي در اين است كه با وجوديكه طالبان از افغانستان رانده شدند ولي متاسفانه مفكوره طالبانيزم و عقب گرايي تا هنوز به علت كم سوادي و بيسوادي و فرهنگ حاكم ديكتاتوري در بين عده از افغان ها موجود است.
- غيرت و جهالت در معني ومفهوم بكلي فرق دارند ولي هستند كساني كه جهالت را غيرت فكر مي كنند و عنعنات قومي را شريعت و گرايش هاي مردسالارانه خويش را بنام مردانگي و غيرت افغاني تصور مي كنند.
والسلام علي من اتبع الهدي
salam
obakha ka hamdase nor kha kha maozoaat walare no mata ye ka pa hamda email rawalegai no der ba kha we.
wasalam
بس ارمان صاخب خداي كامياب لره
ياره ارمان صاخب منم دي ديره به زره بوري او مهيمه موضوغ دي بيان كري ده خداي د كامياب لره
ګرانو لوستونکو اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته!
محترم ارمان صاحب دیر ښه موضع مو خپره کړی ده الله دی نور هم توفیق درکړی چه داسی موهمی موضوع ګانی خپری کړی.او دا کوم کسان چی ستاسو په لیکنه انتقاد کوی اکثره واده شوی خلک دی نو موضوع ورته داسی خاص اهمیت نلری خو د اصلاً د زوند اساس د همدی مسلو نه شروع کیږی
مننه
ديره زياته مننه ددي معلوماتو
خخه زه دير خوش يم چي داسي يو خوك شته چي الله ناري وهي او الله دين ته كار كوي
پدې هیله چې پدې ډول نا دودو لیکلو پښتو بد رنګه نه کړئ.
دلته ماشاالله هر څوک بغیر له پښتو څخه په عربي او فارسي هم پوهیږي. تاسو چې په یو ویشتمه پیړۍ کې (هغه هم د کفري تکنالوژۍ په مرسته) ددې آسانتیا نده برابره کړې چې پښتو ولیکلی شئ، بیا ښه ده په هماغه ژبه ېې ولیکه چې درته ساده وي.
هیله کوم نه تاسو او نه هم نور لوستونکي پرې خفه شي. ولې دا د پښتو ژبې سره یو خیانت دی چې کوئ ېې.
داكتر صاحب آرمان،
ديره مننه، هم دى معلومات دير گتور و او هم دى ديره د لورى كچى پشتو ليلكى وه، هيح مشكل په كى نشته و.
زنده باد
احمد وليد
Thanks much more
په رشتيا چى ديره ماناداره موضوع وه، خداى دى آرام لره. ديره شكلى پشتو ليكنه وه.
سلامونه ډاکټرصاحب!
یو نړۍ مننه ستا له غوره معلومات څخه ډیر په زړه پورې معلومات دي اوس افغانستان کې همدا حالت روان یوازې ښکلا پسې ګرځي که هلک دي او که جینی دې ته نه ګورې چې اخلاق لري او کنه مقصد چې ښایست ولري او بس. ما ډیرې همداسې پیښې لیدلي دي. بس دعا به کوو چې الله پاک دې زمونږ ځوانانو هروخت د اسلامي اصولو پابند کړي. چې هروخت اسلامي اړخ دې مسئلې اوګوري.
سلامونه، ارمان صيب زما په فكر لكه چې كوژدن دې كړې كه څنګه؟ ځكه د واده او كوژدې خبرې ډيرې ليكې، د مهربانۍ په تور كه لږ نور پرمختګ وكړۍ چې وروسته له دې به څه كيږي.
یاره نامعلوم وروره!
دومره له جهانه بې خبره پاتې یې، د ارمان صیب به کیدې شي کوم اولاد هم پیدا شوې وي، مګر ته اوس هم د فیل په غوږونو کې ویده یې چې د ارمان صیب له واده نه هیڅ خبر شوی نه یې.
آرمان صیب! په قلم دې برکت شه، الله دې هاند او تاند لره ماشاء الله…….
ياره آرمان صاحب تو خو بغير از عروسي ديگر كاري نداري
ماشاء الله ښکلې ليکنه او لارښوونې دي!
خو يوه خبره او هغه دا چې ارمان صاحب تاسو به مخکې نورې سياسي ليکنې او علمي ليکنې ډېرې ژباړلې نه پوهېږم چې دا ولې يو دم مو د واده ليکنو ته مخه وکړه
او هغه د اسراييلو او امريکایانو په اړه اوس هېڅ نه ليکﺉ چې په ډالرو مالرو خو به نه وې اوښتی؟